مطهرات (پاکوونکي څيزونه)

د حضرت آية الله العظمی سيد علي سيستاني د فتوی مطابق

ژباړه: محمدرحيم دراني

149. دولس څيزونه نجاست پاکوي. او هغې ته مطهرات ويلې شي.

1.  اوبه

2.  ځمکه

3.  نمر

4.  استحاله

5.  انقلاب

6.  انتقال

7.  اسلام

8.  تبيعت

9.  د عين نجاست لرې کيدل

10.   د نجاستخور ځناور استبراء

11.   د ملسمان غيب شونه

12.   د ذبحه شوي ځناور نه د وينې وتل

او د دې ټولو حکمونه په راتلونکو مسئلو کښې بيانيږي.

 

اوبۀ

150. اوبه په څلورو شرطونو سره نجس څيز پاکوي:

1.     بايد اوبه مطلقې (خالصې) وي نو مضافې اوبه لکه د ګلاب اوبه نجس څيز نه پاکوي

2.     بايد پاکې وي

3.    کله چې ورسره نجس څيز مينځل کيږي نبايد دا اوبه مضافې شي او اخري ځل مينځلو کښې نبايد دا اوبه د نجاست خوند يا رنګ يا بوي واخلي او د دې نه وړاندې ځلو کښې که اوبه مينځلو سره مضافې شي نو خير دے مثلا يو څيز قليلو يا کُر اوبو سره ومينځل شي او د دې څيز دوه ځله مينځل ضروري وي نو په لومړي ځل که مينځلو سره اوبو بدلې شي نو خېر دے خو دويم ځل سره نبايد بدلې شي په دې طريقه پاکيږي.

4.    د مينځلو نه وروسته په دې څيز کښې د نجاست وړې ذرې نه وي موجودې او د کُر نه کمو اوبو سره د يو څيز پاکيدل نور شرطونه هم لري چې وروسته به بيان شي.

 

151. د نجس لوخي دننه برخه بايد په کمو اوبو درې ځله ومينځل شي او همدارنګ کُر او جاري احتياط واجب دا دے چې درې ځله ومينځل شي. او هغه لوخې چې سپي ترې اوبه يا بل يو بهيدونکې څيز څښلے دے، هغه بايد اول په پاکو خاورو ومږل شي بيا ترې خاورې لرې کړې شي او دوه ځله کُر يا جاري اوبو سره ومينځل شي او همدارنګ هغه لوخې چې سپي څټلے دے که پکښې څه باقي وي نو بايد له مينځلو مخکښې خاورو سره ومږل شي او همدارنګ که په يو لوخي کښې د سپي د خُلې لاړې توي شي نو احتياط لازم دا دے چې هغه دې هم له مينځلو مخکښې خاورو سره ومږل شي بيا بايد درې ځله اوبو سره ومينځل شي.

 152 . که يو داسې لوخې چې خله يې تنګه ده سپي وڅاټه نو بايد خاوره پکښې دننه واچول شي او په زوره زوره دې وخوځول شي چې خاوره ټول لوخي ته ورسي او بيا په هغه ترتيب سره چې بيان شو ومينځل شي.

153.هغه لوخې چې خنځير يې وڅاټي يا له هغې بهيدونکې څيز وخوري يا پکښې صحرايي موږک مړ وي نو کمو اوبو سره يا روانو يا کُر اوبو سره بايد اووه ځله ومينځل شي او خاورو سره يې مږل ضروري نه دي.

154.هغه لوخې چې شرابو سره نجس شوے دے بايد درې ځله ومينځل شي او په کمو، روانو او کُر اوبو کښې څه فرق نيشته.

155. هغه کوزه چې له نجسو خاورو جوړه شوې ده او يا پکښې نجسې اوبه تلې دي که هغه په کُر يا جاري اوبو کښې کيښودل شي او د هغې هر ځاي ته اوبو ورسي نو پاکيږي.

او که څوک غواړي چې دننه خاوره يې هم پاکه شي نو تر دومره وخته دې په اوبو کښې کيښودل شي چې ټولو ځايونو ته يې اوبه ورسي او که لوخې څه څيز سره غوړ وي چې اوبه ورته نه رسي نو بايد اول هغه پاک کړې شي او بيا په جاري يا کُر اوبو کښې کيښودل شي.

156. نجس لوخې کمو اوبو سره دوه ډوله مينځل شي: يو دا چې درې ځله ډک کړې شي او خالي کړې شي او دويم دا چې لږې اوبه پکښې واچول شي او داسې وخوځول شي چې ټولو ځايونو ته يې اوبه ورسي او بيا ترې تلې کړې شي.

157.که يو لوي لوخې لکه پتيله يا چاټۍ نجسه شي نو که درې ځله له اوبو ډکه کړې شي او خالي کړې شي نو پاکيږي. او همدارنګ پاکيږي که درې ځلې پرې لپاسه نه اوبه واچوې چې ټولو ځايونو ته يې اوبه ورسي او کله چې پکښې لاندې اوبه جمع شي هغه خالي کړې شي او احتياط مستحب دا دے چې دويم او دريم ځل چې کوم لوخي سره هغه خالي کوې هغه دې ومينځل شي.

158. که نجس مِس (د مِسو نه جوړ شوې څيز) يا د هغې غوندې نور څيزونه (لکه اوسپنه، پيتل او نور) اوبه کړې شي او بيا سخت شي نو کله چې پرې اوبه واچول شي نو ظاهر يې پاکيږي.

159. هغه تنور چې متيازو سره نجس شوے دے، که يو ځل په هغې کښې لپاسه نه اوبو واچول شي چې ټولو ځايونو ته يې ورسي نو هغه پاکيږي او احتياط مستحب دا دے چې دا کار دې دوه ځله وشي. او د متيازو نه علاوه که بل څه سره نجس شوې وي نو کله چې ترې عين نجاست لاړ شي نو د هغې يو ځل مينځل هم کافي دي. او ښه دا ده چې د هغې په ويخ کښې يو کنده جوړه شي چې اوبه پکښې جمع شي او بيا ترې راوباسلې شي او هغه کنده بيا پاکو خاورو سره ډکه کړې شي.

160. که يو نجس څيز يو ځل په کُر يا جاري اوبو کښې داسې ومنډل شي چې ټولو ځايونو ته يې اوبه ورسي نو هغه پاکيږي. او د فرش او جامو او د دې غوندې د نورو څيزونو نچوړول يا مږل يا ورله لتې ورکول ضروري نه دي او که بدن يا جامې ميتيازو سره نجسې وي نو کُر اوبو کښې يې هم دوه ځله مينځل ضروري دي.

161. که څوک وغواړي چې هغه څيز چې متيازو سره نجس شوے دے پاک کړي، نو يو ځل ورباندې اوبه واچوي او له هغې جلا شي نو که متيازې پکښې نه وي پاتې نو هغه پاک دے خو که جامې يا بدن وي نو بايد دوه ځله ورباندې اوبه واچول شي او کله چې هم جامې يا فرش په متيازې نجس شي او کمو اوبو سره مينځل کيږي نوبايد نچوړ شي چې اوبه ترې وځي.

162.که يو څيز د شودو د ماشوم متيازو سره نجس شي او احتياط دا دے چې دا ماشوم له دوو کالو کم وي نو که يو ځل په هغې باندې داسې اوبه واچول شي چې ټولو ځايونو ته يې ورسي نو پاکيږي خو احتياط مستحب دا دے چې دويم ځل ورباندې هم اوبه واچول شي او که جامې يا فرش وي نو نجوړول يې ضروري نه دي.

163. که يو څيز د متيازو نه علاوه په بل څه نجس شو نو چې کله ترې عين نجاست لرې شي نو يو ځل اوبه اچولو او اوبه جلا کيدو سره هغه پاکيږي خو که جامې يا د هغې غوندې نور څيزونه وي نو پکار ده چې نچوړ شي چې اوبه ترې وځي.

164. نجس پوزې چې تار سره ګنډلې شوے دے که په جاري يا کر اوبو کښې ومنډل شي او عين نجاست ترې لرې شي نو هغه پاک دے خو که څوک يې کمو اوبو سره مينځل غواړي نو که په لګتو وي هم بايد نچوړ شي چې اوبه ترې وځي.

165. که د غنمو، ورژو او يا د صابون غوندې د نورو څيزونو بهرنۍ برخه نجسه شي نو که جاري يا کُر اوبو کښې ومنډل شي نو پاکيږي او که د هغې دننه برخه هم نجسه شي نو که جاري يا کُر اوبه ورته خالصې دننه ورورسيدے نو پاکيږي.

166.که انسان دا شک وکړي چې نجسې اوبه صابون ته دننه ورننوتي دي که نه نو هغه پاک دے.

167. که د وروژو، غوښې يا د دې غوندې د نورو څيزونه بهرنۍ برخه نجسه شي نو که پاکو اوبو کښې کيښودل شي يا ورباندې يو ځل اوبه واچول شي نو هغه پاک دي. او که نجس لوخي کښې کيښودل شي نو بايد درې ځله دا کار وکړې شي نو دې څيز سره سره لوخې هم پاکيږي. او که جامې يا نور داسې څيزونه چې نچوړول شي، په يو لوخي کښې واچول شي او اوبه ورباندې واچول شي نو هر ځل چې ورباندې اوبه اچول کيږي بايد نچوړ هم شي او لوخې کوږ کړې شي چې کومې اوبه پکښې پاتې دي هغه ترې وځي.

168. هغه نجسې جامې چې نيل وغيره سره رنګ شوي دي که کُر يا جاري اوبو کښې ومنډل شي او له دې وړاندې چې اوبه رنګينې شي ټولو جامو ته ورسي نو جامې پاکيږي او که کمو اوبو سره مينځل شي نو تر څو چې د نچوړ په وخت ترې پاکې بې رنګه اوبه نه وي راوتلے هغه نجسې دي.

169. که جامې په کُر يا جاري اوبو کښې ومينځل شي که بيا پکښې خيرې وويني نو تر څو چې ورته يقين نه وي چې دې خيرې اوبه جامو ته له رسيدو منعې کړې وې نو هغه پاکې دي.

170. که له مينځلو وروسته په جامو کښې لږې خټې يا صابون وليدې شي نو که دا شک وکړي چې دې به جامو ته اوبه نه وې پريخې او جامو ته به اوبه نه وي رسيدلې نو هغه جامې پاکې دي خو که نجسې اوبه د خټې يا صابون دننه رسيدلې وي نو د صابون او خټې بهرنۍ برخه پاکه ده او دننۍ برخه يې نجسه ده.

171. له هر يوه نجس څيز چې تر څو عين نجاست لرې نه شي نو هغه نه پاکيږي خو که د عين نجاست بوي يا رنګ په هغې کښې پاتې وي نو خير دے، نو که وينه له جامو لرې کړې شي او جامې ومينځل شي او د وينې رنګ پکښې پاتې وي نو هغه پاکې دي. خو که دا يقين وکړي چې د نجاست ذرې پکښې پاتې دي نو بيا نجس دي.

172.که د بدن نجاست په کُر يا جاري اوبو کښې لرې کړې شي نو بدن پاکيږي. خو که بدن متيازو سره نجس شوې وي نو بيا په يو ځل نه پاکيږي خو ضروري نه ده چې له اوبو راوځي او بيا ورکوز شي بلکې که په اوبو کښې دننه هم په هغه ځاي لاس راکاږي چې دوه ځله اوبه بدن ته ورسي نو کافي ده.

173. هغه نجس خوراک چې په غاښونو کښې ګېر دے که اوبه په خولې کښې واچول شي او ټول خوراک ته ورسي نو هغه پاکيږي.

174. که د سر او مخ ويښته کمو اوبو سره ومينځل شي نو که ويښته ډېر نه وي نو ضروري نه ده چې نچوړ شي ځکه چې هسې ترې هم هماغه هومره اوبه وځي.

175. که د بدن يا د جامو يوه برخه په کمو اوبو ومينځل شي، نو کوم ځايونه چې ورسره نږدې دي چې ورته اوبه رسي، د نجاست پاکيدو سره سره په خپله پاکيږي يعنې د هغه ځاي بيا ځانته مينځل ضروري نه دي بلکې د نجاست اړخونه نجاست پاکيدو سره سره په خپله پاکيږي او همدارنګ که يو نجس څيز پاک څيز سره کيښودل شي او په دواړو اوبه واچول شي که د يو نجسې ګوتې د پاکولو لپاره په ټولو ګتو اوبه واچول شي او پاکې او نجسې اوبه ټولو ګوتو ته ورسي نو نجسې ګوتې پاکيدو سره ټولې ګوتې پاکيږي.

176. هغه غوښه او وازږه چې نجسه شوې ده د نورو څيزونو غوندې مينځل کيږي او همدارنګ که بدن يا جامې لږې غوندې غوړې وي چې د اوبو رسيدلونه منعې کول نه کوي.

177. که لوخې يا بدن نجس شي او بيا داسې غوړ شي چې د اوبو رسيدولو نه منعې وکړي، نو که بدن يا لوخې پاکول غواړي نو بايد غوړوالې ترې لرې شي چې بيا پاک شي.

178. د بمبې (ټوټې) اوبه چې کومې کُر سره لږيدلې وي د هغې حکم د کُر د اوبو حکم دے.

178. که يو څيز ومينځل شي او دا يقين وکړې شي چې پاک شوے دے او بيا دا شک وکړې شي چې عين نجاست يې ترې لرې کړې ؤ که نه، نو بايد بيا هغه ومينځل شي او يقين حاصل شي چې عين نجاست لرې شوې دے.

180. هغه ځمکه چې اوبه پکښې ورکيږي لکه هغه ځمکه چې په هغې باندې ريګ يا شګه وي که چرې نجسه شي نو کمو اوبو سره هم پاکيږي.

181. د تيږو (ګټو) يا د خښتو ځمکه او سخته ځمکه چې پکښې اوبه نه ننه وځي که نجسه شي نو کمو اوبو سره نه پاکيږي خو بايد چې دومره اوبه پرې واچول شي چې جاري شي او که اوبه ترې له سوري ونه وځي او پکښې جمع شي نو د هغې د پاکيدو لپاره بايد کپړې يا بل څه سره هغه ځاي وچ کړې شي.

182. که د مالګې د کاڼې بهرنۍ برخه نجسه شي نو د کُر نه کمو اوبو سره هم پاکيږي.

183. که د نجسې چينۍ (شکر) نه شربت جوړ کړي او کُر يا جاري اوبو کښې ګډ کړې شي نو نه پاکيږي. ځکه چې اوبه مضافې دي.