طالوت او داوود

د بني اسرائيلو د ماتې راز:

له بني اسرائيلو سره يو تابوت ؤ  چې د خداي تعالی يو لوی نعمت ګڼل کيده دا تابوت د هغوي په ټولو نسلونو کې راون ؤ او له يو کهوله بل ته پابې کيده ، دغه تابوت ډېری ښې او عجيبه خبرې کولې کله به چې بني اسرائيل له چا سره جنګيدل نو دغه تابوت يا صندوق به يې له ځان سره د جنګ ميدان ته وړه او په لومړۍ کرښه کې به يې کيښوده ، په دې کار سره به د بني اسرائيلو زړونه کراريدل او ډاډ به يې تر لاسه کاوه او په اپوټه د دښمنانو په زړونو کې به ويره او ترهه رامنځته کيده ، دغه صندوق ته خدای تعالی عجيبه شان ځانګړتيا وې او برکتونه ورکړي وو.

 کله چې بني اسرائيل له خپلو عقيدو واوړيد او خوی يې بدل شو، فلسطينيان پرې واکمن شول و دوي ماتې وخوړه فلستينيانو بني اسرائيل له خپلو ځمکو وويستل ، له کورونو يې وشړل او تابوت يې ترې هم واخيست ، د دغهتابوت په بايللو سره بني اسرائيل تيت پرک او بې اتحاده شول او د سپکاوي او ذلت په ګړنګونو کې پريوتل.

وخت په همدې ټپال روان ؤ تر دې چې سموئيل د بني اسرائيلو پيغمبر شو يو شمېر بني اسرائيل چې هوډ يې درلود ځانونه له ذلت او سپکاوي وژغوري سموئيل ته ورغلل او ورځنې يې وغوښتل چې باچا شي چې په راتلونکې کې پر دښمن بريمن شي بني اسرائيل چې مخکې ازمايل شوی و خپلې وسلې او خواکونه يې راغونډ کړل اوسموئيل ته ورغلل، چې د جنګ اجازت ورکړي حضرت سموئيل وويل : زما په خيال که جنګ وکړئ ښايي ماته وخورئ او تيت و پرک شئ.

بني اسرائيلو وويل موړ يې له خپلوکورونو ويستلي يو،له وطنه يې راشړلي يو او ښځې بچې مو يې راکډوال کړي دي تر دې زيات سپکاوی او خواري بله شته ؟

سموئيل وويل که تاسو د جنګ هوډ لرئ نو پريږدئ چې زه له پاک خدايه مشوره وغواړم،سموئيل خدای تعالی ته دعا وکړه او ويې غوښتل چې هغه کس چې د دوي د مشرۍ او سر خيلۍ وړ وي وروښيي خدای تعالی وحې وکړه چې طالوت مې د بني اسرائيلو مشر خوښ کړ،سموئيل عرف وکړ! ای پاکه ربه زه طالوت تر اوسه نه پيژنم اوليدلی مې هم  نه دی وحې وشوه زه هغه تاته درليږم،ډېر زر به هغه په اسانه وپيژنې،باچاهي هغه ته وسپاره او د جنګ بيرغ په ﻻس کې ورکړه.

طالوت يو وسمن او پياوړی کس ؤ ، ډېره مزبونه قوي تنه يې لرله او له ځلاندو سترګو يې زړورتيا او هوښيارتيا ښکاريده، خو طالوت څه مشهور سړی نه ؤ يو عام سړی ؤ، يوه ورځ چې په کلي کې له پلار سره په باغ کې ناست ؤ خرې يې ورکې شوې ، طالوت له خپل مريه سره له کوره ووت او د خرو په لټه يې غرونو او دروته واچولې څو ورځې پرله پسې په غرونو کې ښکته پورته شو تر دې چې پښې يې له ډېرو ګرځېدو تڼاکې شوې.

طالوت مريه ته وويل: راځه چې کاله ته ستانه شو ډېر وخت مو واړاوه پلاربه مې انديښمن وي داسې نه وي چې د خرو فکريې پريښی وي او زموږ غم اخستی وي.

مريه وويل داسيمه ( صوف ) نوميږي او د سموئيل زيږنځای دی ، تر څو چې ماته پته ده سموئيل د خدای پيغمبر دی پرښتې پرې راکوزيږي او وحي ورته راوړي ، راځه چې هغه ته ورشو او د خرو درک ترې معلوم کړو کيدی شي د وخي په وسيله لاره راوښيي، دا خبره د طالوت خوښه شوه او د سموئيل په لور روان شول.

په لاره کې يې دوه پيغلې وليدې چې کورته يې اوبه وړلې نو له هغو يې وغوښتل چې د سموئيل پيغمبر ځای وروښيي.

پيغلو وويل : خلک د دې غره لپاسه د سموئيل په تمه دي کيدی شي همدا اوس راشي ، دوي لاپه خبرو لګيا وو چې سموئيل راښکاره شو ، له مخه يې د پيغمبرۍ نور ښکاره ؤ سموئيل طالوت ته متوجې شو او دواړو يو بل ته وکتل ارواوو يې يوبل وپيژندل او سموئيل په زړه وخوړه چې دا هماغه طالوت دی چې خدای امر کړی دی باچا يې کړه.

طالوت حضرت سموئيل ته وويل : ای د خدای تعالی پيغمبره زه تاته راغلی يم چې زموږ خرې ستاسو د سيمې په غرونو کې ورکې شوې دي او موږ د هغو په لټه کې دلته راغلي يو ، ډېرې مو ولټولې خو ګټه يې ونه کړه اوس مو وروستۍ هيل ته يې چې راوې ښيي.

حضرت سموئيل ورته وويل: خرې خو دې د پلار په لور روانې دي ، هغو ته مه خپه کيږه ، خو ماته د يوبل لوی کار لپاره چې خطره يې ډېره ده خوښ کړی يې او ورته رابلم دې البته د دې ارزښت ډېر زيات دی ، خدای تعالی ته د بني اسرائيلو مشرۍ ته خوښ کړی يې چې اختلافونه يې لرې کړې ، پياوړي يې کړې ، د دښمنانو له شره يې وژغورې او ډېر زر به خدای تعالی بری ستا په برخه کړي او دښمنان به نسکور او مات کاندي.

طالوت وويل: زما له باچاهۍ او مشرۍ سره څه دی زه د يعقوب تر ټولو د کمزوري زوي بنيامين له زوزاته يم او د مال له اړخه هم تر ټولو غريب يم زه څنګه باچا کيدلی شم.

حضرت سموئيل ورته وويل: دا د خدای تعالی اراده او خوښه ده ، د هغه شکر وباسه او جنګ ته تيار شه ، بيا يې د طالوت لاس ونيوه او بني اسرائيلو ته يې معرفي کړ او ويې ويل: دا طالوت دی تچې له دښمن سره مو وجنګيږي.

کله چې حضرت سموئيل دغه خبره وکړه د خلکو په څېرو کې دغوسې نښې نښانې ښکاره شوې ځکه چې طالوت يو غريب ، بې نامه کس ؤ ، نو بني اسرائيل غوسه شول او ويې ويل: طالوت څنګه زموږ مشر کيدلی شي هغه خو هيڅ سوچه کورنۍ نه لري، کهول يې هم نه دی معلوم نو يو فقير او نامعلوم کس څنګه زموږ مشري کوي حال دا چې موږ هم د کهول او نسب له اړخه غوريز يو او هم شته لرو.

سموئيل د بني اسرائيلو د اعتراضونو په ځواب کې وويل: د لښکر او خواکونو مشري شتو او نسب ته اړتيا نه لري که يو مشر ناپوه او بې هوډه وي نو که کهول يې هر څومره شريف او نسب يې هر څومره باوري وي څه ګټه لري، داسې کس خو هيڅ نه شي اداره کولی او ځواک نه شي کنټرولولی د هغه شتمن نه څه جوړيږي چې فکر يې لنډاو پوهه يې ناروغه وي او د عسکرۍ په چل نه پوهيږي، دا طالوت مانه بلکې خدای تعالی پر تاسو ګومارلی دی او د مشرۍ لورينه پرې لوی ذات کړې ده، د هغه هډونه پياوړي او تنه يې جګه ده او قوماندانۍ ته جوړ دی.

ګورئ که خدای تعالی يو کمزوری او بې وسه کس ستاسو مشر کړي وي نوتاسو به د هغه ساتنه کوله ، خو طالوت ته خدای جنګيالی خوی ورکړی عقل يې په دې چارو خالصيږي په جنګي فنونو پوهيږي، او په نازکو حالانو کې د فيصلې قدرت لري، اوس چې پاک رب ستاسو مشر کړی دی بايد اعتراض ونه کړئ.

بني اسرائيلو وويل : که دا د خدای امر وی نو موږ پکې څه نه وانو خو يوه نښه راوښيا چې دا د خدای په امر زموږ مشر شوی وي.

سموئيل وويل: خدای تعالی ستاسو له ځېل او سپين سترګې خبرو نو نښه يې هم درته ټاکلې ده، تاسو له ښاره بهر ووځئ د ( عم صندوق ) به ووينئ دا هماغه تابوت دی چې له لاسه مو ورکړ او له هغه وروسته خوا روزار شوئ او بدبختئ مو لمن ته پريوتله ، اوس ملايکو دا صندوق بېرته راوړی او په همدې کې د طالوت د واکمنئ نښه هم موجوده ده.

بني اسرائيل له ښاره ووتل ويې ليدل چې تابوت تيار دی زړونه يې پياوړي شول، له طالوت سره يې د وفادارئ ژمنه وکړه او د هغه په واکمنئ او مشرۍ ډاډه شول .

طالوت د بني اسرائيلو پوځي مشر شو او د جنګ په کوماندي کې يې سمه لاره غوره کړه خپل عقل ځيرتيا او هوش يې ښکاره کړ ، طالوت بني اسرائيلو ته وويل: زما په لښکر کې دې هغه  کسان خپل نومونه وليکي چې کومې انديښنې او ستونزې و نه لري که چا کور روان کړی وي او لانيمګړی وي که چا کوژده کړې وي او لايې واده نه وي کړی دې نه شريکيږي.

د طالوت د خوښې يو لښکر جوړ شو او ښه پياوړي عسکر تيار شول، طالوت وليدل چې بني اسرائيل د هغه په مشرۍ اوس هم اختلاف لري د زړه له کومې هغه نه مني او ډېر پرې نه دی راضي، نو د دې لپاره چې داسې نه وي د جنګ په مينځ کې د ده له خبرې سر وغړوي خبره ونه مني او وتښتي بني اسرائيلو ته يې وويل: تاسو تيار شئ روانيږو ، په لاره کې به يوې ويالې ته ورسيږو ، څوک چې زما خبره مني بايد له دې ويالې يوه لپه او د مرۍ د لمدولو تر  حده اوبه وڅښي، که چا ډېرې اوبه وڅښلې يا يې دوه ځله وڅښلې زما له امره به يې سر غړولی وي.

کومه انديښنه چې طالوت لرله هماغه وشول ځکه چې له ويالې ډېرلږ شمېر کسانو يوه لپه اوبه وڅښلې نور ټول ښه په مړه خيټه خړوب شول او يوازې دا يو څو ګوته په شمېر کسان په ده اسمان لرونکي او ژمن پاتې شول. په دا ډول د طالوت لښکر په دوو ډلو وويشل شو، يوه ډله د بې لارې ، پرکالو او بې وفاوو ډله وه او يو شمېر کسان وفاداره،د کلک هوډ خاوندان او بی ريا ملګری وو،طالوت دا کسان رامخکې کړل کله چې بني اسرائيل د جنګ ميدان  ته ورسيدل ويې ليدل چې د دښمن ليکې بنې کوټلي دي،هر ډرل وسله لرې او د شمېر ، وسلې او تنو له نظره د طالوت تر لښکره پياوړې دي. جالوت د هغوی مشر دی ، په پياوړو ګامونو تاويږي ، پتون وهي او حماسي وايي.

د طالوت عسکرو چې دا حال وليد نو دوه ډلې شول د يوې ډلې ملاګانې سستې شوې، زړونه يې وترهېدل او ويې ويل: موږ د جالوت د عسکرو د مقابلې وس نه لرو.

يوه بله ډله پر خپل ځای کلکه وفاداره او هوډمنه پاتې شوه هغه زمري او جنګيالي وو چې د رب په مينه مست او سر په تلي راغلي وو دوی طالوت ته وويل: ورمخکې کيږه موږ له تاسره يو، موږ د شمېر له کمۍ ، نه ويريږو په دا کمو ملګرو به هم که خدای کول دښمن مات کړو بني اسرائيلو صبر د جنګ توښه کړه او له پاک ربه يې وغوښتل چې بری ورپه برخه کړي ځکه چې دوی يوازې د جهاد او د خدای د رضا لپاره له خپل کوره وتلي وو.

کله چې دواړه لوري يو بل ته مخامخ شول او د جنګ تنور غرغنډه شو ، جالوت ميدان ته راودانګل او مقابلې ته يې کس وغوښت، لښکريان د هغه له ميړانې باتورۍ او غږ نه وويريدل او د هغه له ويرې يې د خپل مشر له امره سرونه وغړول او شاته شول.

په بيت الحم کې يو سړی او سيده چې د زمانې تودو سړو يې ملا ورکړو په کړې وه او بوډا ؤ، دغه بوډا له هپلو بچو سره نيکمرغه ژوند تيراوه، کله چې د جنګ شوې او طالوت بني اسرائيل د جنګ لپاره راغونډول دغه سړي خپل درې زامن غوره کړل او هغوي ته يې وويل: چې خپلې وسلې راواخلي او په جنګ کې د طالوت مرسته وکړئ، دغه بوډا خپل وړوکي  زوي ته وويل ستا کار به داوي چې وروڼو ته به دې په جنګ کې خواړه رسوې او زما او د هغوي تر مينځ به د رابطې کار ورکوې ، هره  ورځ سهار به ما د وروڼو له حاله خبروې خو پام  کوه چې د جګړې ډګر ته ورنه شي او له اور سره لوبې ونه کړي، ته د جګړې نه يې، جنګ هغو کسانو ته پريږده چې جنګيالي دي او د جنګ له فنونو خبر دي .

د بوډا سړی دغه کشر زوی داوود و ، هغه لاهلک ؤ او لا د جنګ نه و، ښکلی ؤ ، مخ يې ځلېد او هوښياري او پوهه يې په تندي کې ښکاريده.

داوود له وروڼو سره روان شو او لا د جنګ ډګرته نه ؤ رسيدلی چې يو سړی يې وليد چې بلو سګر دی او په رجز او حماسي شعرونو لګيا دی ، خو همزولي يې ترې ويريږي او له ويرې مخې ته نه ورځي، داوود پوښتنه وکړه دا سړی چې رجز وايي او مقابلې ته کس غواړي څوک دی ، بني اسرائيل ولې له ده ويريږي .

داوود ته وويل شول دا جالوت دی ، د بني اسرائيلو د دښمنانو سر خيل  او څوک هم چې د هغه مخې ته ورغلي يا وژل شوي يا هم ټپي شوي دي ، زړونه د هغه له هيبته غورځي ، طالوت ويلي دي چې چا جالوت مړ کړ نو په انعم کې به خپله لور ورکوي او د هغه وليعهد او ځای ناستی به وي.

دغه انعام داوود وهڅولو ، د هغه په زړه کې د جګړې اور بل شو ، ده ته دا ډېره بده ښکارېده چې يو کس چې غاوره او کافر دی مقابلې ته کس وغواړي او بني اسرائيل ترې ټول ګوټ ته شي.

داوود طالوت ته ورغی او ويې ويل: ماته اجازت راکړه چې له جالوت سره وجنګيږم ، طالوت ورته لفټ ورنه کړ ، او له ځان سره يې خيال وکړ چې داسې نه وي دا هلک د طالوت مقابلې ته ورشي او هغه يې په يو ګوازار رانسکور کړي.

داوود لا هلک دی ، نو له هغه يې وغوښتل چې دا کار لويو ته پريږده، داوود ورتع وويل : زما په وړې جوسې ونه غوليږي او زما ډنګر بدن دې بېر نه باسي ، زما په زړه کې د ايمان اور بليږي، د غوسې لمبې مې يوه شيبه کرار نه پريږدي دا د دوو ورځو مخکې خبره ده چې يوه زمري مې په رمې حمله وکړه زه ورمخکې شوم او هغه مې وواژه څو ورځې مخکې مې د خونړي يږ سره جګړه شوه او د هغه ملا مې هم په ځمکه ولګوله ، هغه څه چې مهم دي کلک هوډ او پياوړي ايمان دی نه ظاهري بدن.

عالوت د داوود په خبرو کې رښتينی څرک وليد نو ورته يې وويل: ځه ته ازاد يې ، خدای تعالی دې مل شه ، پاک رب ستا لارښود او ساتندوی دی ، بيا داوود د جنګ جامې واغوستې ، اوسپنيزه خولۍ يې نه وه په سر کړې نو دغو جامو ډېر تنګ کړ او هغه يې راوويستې بيا يې نو خپل اور يالکړه او مچنوغه طالوت هغهته وويل : ای داوده څنګه به په دې لور او مچنوغې سره د تورې او نيزې مقابله کوی.

داوود په داسې حال کې چې ټولې سترګې هغه ته ځيرې وي جنګ ته روان شو .

جالوت وليدل چې يو وړو کیهلک يې له مچنوغې او لور سره چنګ ته راوتلی دی ، نو ورپورې يې وخندل او ويې ويل: په دې ډانګ او لکړې څه کوې ، د سپوشړلو ته راوتلی يې که شپنۍ ته روان يې ، توره دې څه شوه ، زغره دې چرته ده ، ماته ښکاري لکه ته چې له خپل ژوند تنګ شوی يې، تالاد ژوند تودې سړې نه دي ليدلې ، لاپه لومړيو سپرليو کې يې او ډېر ژوند دې پاتې دی ، ځه لاړشه په ځان رحم وکړه که نه وي د ژوند کمبله به دې درټوله کړم او د ځنګل د ځناورو خوراک به دې کړم ، داوود ورته وويل توره او زغره دې ستا روزي شي ، زه د خدای په نامه د هغو بني اسرائيلو د ژغورلو لپاره چې تا خوار کړي دي له تاسره جنګيږم بيا داوود مچنوغه راواخسته کاڼی يې ورواچوه او د جالوت په لور يې واتوغاوه ، جالوت پر سر ولګيد او سر يې وينې شو ، داود بيا په نورو کاڼو وويشته او تر هغې يې ويشته چې په ځمکه پړمخې راپريوته ، د بني اسرائيلو دبري بيرغ لوړ شو او بيا ټولو پر جالوت بريد وکړ هغه يې وواژه او خپل تېر برم يې بيا را ژوندی کړ.

طالوت پخپله ژبه وفا وکړه:  

بری د داوود په برخه شو او داود د ټولو په زړه کې ځای وکړ او په ډېره کمه موده کې د داوود نامه د هر چا په خوله وه.

طالوت هم په خپله وغده وفا وکړه او خپله لور يې داود ته ورکړه او هغه يې خپل سلاکار وګرځاوه، دواړو به په ګډه د بني اسرائيلو ديووالي او برم لپاره کار کاوه او داود په خپل ژوند کې لوړو درجوته ورسېد.

زمانه که هر څومره د خلکو زړونه صفا او راڼه وساتي خو بيا هم د ژوند له تودو سړو بچ نه پاتې کيږي او د ژوند توپانونوکې ډېر کم زړنه د هندارې په شان بې داغه پاتې کيږي ، يوه ورځ داود ، طالوت وليد چې تندی يې تر يو کړی او خندا يې له خولې ورکه ده ، په خبرو کې احتياط کوي او په ډېرې کينې او رخې سره خبرې کوي.

رښتيا د طالوت په زړه کې څه څيز بدلون راوستی دی او څه شي هغه بې ﻻرې کړی دی،آياداود د هغه ښی مټ او وتلې توره نه ده او د هغه لپاره ټول عمر جنګيدلی نه دی او خپل ټول وس يی له طالوته ځار کړی نه دی ، دا خو دواړه خسر او زوم دی او له يو بل سره يې د زړه له کومی مسنه لرله اوس ولې د طالوت خيالات بدل شوي دي.

داود له ځان سره سوچ وکړ کيدی شي طالوت کوم مشکل ستومزه ولري چې داسې يې طبعيته دی او تندی يې هر وخت تر يووي ، يوه شپه داود خپلې ميرمنې (مکيال) ته د زړه خبره وکړه او په داسی حال کې چې په خبرو کې  يې ډېر احتياط کاوه ويې ويل: ای مکيالې ! نه پوهيږم چې دا څه وينم ، رښتيا دی که نه زه په غلطه يم ، زه وينم چې د پلار خوی دی ماته تل تنګ وي،ټنډه يې تروه وي او حوصله يې لنډه شوی ده،ستاڅه خيال دی؟

مکيال سوړ اسويلی وکاږه او توده اوښکه يې له ليمو راپريوته ويې ويل: ای داوده زه له تا خبره نه پټوم ، له کله چې مې پلار ليدلي چې بني اسرائيل ستا ډېر عزت کوي او تا د هغوی په زړونو کې ځای کړی دی ، ورځ په ورځ نوی نوی بری کوې او په خلکو کې دی نفوذ او مسنه زياتيږي د پلار مې درنه ويره کيږي چې د هغه باچاهۍ ته تاوان ونه رسوی ، ای داووده تاته پته ده چي باچاهۍ او واکوالي ډېره خوږه وي او واکوالان په هر وخت او د زړه له کومې د خپلې با چاهۍ ساتنه کوي باچاهان تل ان په خپلو درباريانو هم بدبينه وي او په ډېره وړه وړه خبره خلک پانسي کوي، که څه هم زما پلار ايمانداره او د علم څښتن دی خو باچاهۍ او مقام عجيبه شان بدګومانۍ ورپيدا کړې .

زه نوره نه پوهيږم خو اوريدلي مې دي چې په دې وروستيو کې مې پلار منصوبې جوړوي چې ستا وزرې غوڅې کړي او له تا ځان خلاص کړي.

دې خبرې داود ډېر غمژن کړ ، ماندينې ته يې وويل: ماخو ټول عمر ستا د پلار خدمت کړی ، ماته تل خپل ايمان مهم دی نه مال او مقام ، او زه تل ستا د پلار د خوښۍ او هوساينې په فکر کې يم ، داود له ځان سره فکر وکړ چې دا شيطالني خيالونه دي چې طالوت ته ورلويدلي دي او کيدی شي خدای تعالی يې له دغو و همونو او وسوسو خلاص کړي.

نو لکه اوږې يې چې له درانده باره سپکې شوی وي څملاست او هغه فپه يې ښه په ارام خوب وکړ.

د داود وژلو پروګچرام جوړ شو:

يوه ورځ طالوت ، داود له خوبه راويښ کړ او ويې ويل: زه ډېر غمژن او پريشان يم او يوه خبره مې سخت ځوروي، ماته نن د کنعان اخوا يو خبر راورسيدلی دی ماته پته لګيدلې چې کنعان بيا خپل ميړونه راغونډ کړي او غواړي پر موږ بريد وکړي.

زه يوازې پر تا باور لرم نو خپل ځواکونه دې راغونډ کړه او مقابلې ته يې ورشه او ياد لره يا هغه مات کړه او يا به دې هم په تورو ټوک ټوک بدن ماته راځي.

طالوت له ځان سره فکر کاوه چې د داود کار مې وکړ او له شره به يې خلاص شم ، خو داود بې له دی چې د طالوت له بدو ارادو خبر وي ځان د جنګ لپاره تيار کړ، له خپلو عسکرو سره د کنعان مقابلې ته ووت او په دي جنګ کې خدای تعالی بری د داود په برخه کړ او په ډکو منګولو او سرلوړی طلاوت ته راستون شو .

دې بري د طالوت حسد او ځېل لاهم زيات کړ نو د داود د وژنې پروګرام يې جوړ کړ او يوه خطرناکه لومه يې ورته وغوړوله ، خو د داود ته وويل : چې له دې ځايه وتيښته او که پښې دی ونه باسلې نو له مړينې پرته به برخليک نه لرې او زه ستا کونډتون نه شم زغملی.

داود له تيښتېپرته بله لاره نه لرله ، د شپې په تورتم کې له ښاره ووت، او په ايمان له خړوب زړه سره د حاسدانو له شره وژغوريد او په يوه لرې دښته کې له خپلو غمونو سره ميشت شو ، کله چې د داود وروڼه د هغه له تيښتې خبر شول نو هغوي هم ورپسې ورغلل او ورو ورو په بني اسرائيلو کې د هغه وفادار او ليوال ټول له هغه سره يوځای دېره شول.

د داود له تښتيدا وروسته د طالوت نفوذ او طاقت ورځ په ورځ کم شو او ډېر خلک د هغه پر خلاف پاڅېدل او ډېر پوځيان يې وتښتيدل ، طالوت په خپل انجام وويريد او هم ځکه يې تورې ته لاس کړ، په هر چا يې بدګوماني پيدا شوه او هر څوک به يې شکنجه کول يا وژل ، دوست دښمن يې نه پېژاند، او په ډېر وحشت او زور سره يې خپلې باچاپۍ ته دوام ورکړ او ډېر عالمان او پوهان يې له تورې تير کړل.

داود هم ژوندی پاتې شو او د طالوت مقابله يې پېل کړه داود په ځان هم ويريده ځکه چې د طالوت له حسد اوغوسې خبر و او طالوت د داود د ختمولو لپاره ځان چمتو کړی و نو داود مجبوره شو چې ځان د طالوت مقابلې ته تيار کړی.

داود له خپلو عسکرو سره روان شو او له خپلو عسکرو سره د طالوت په لور وزغاسته ، داود ته پته ولګيده چې طالوت په پلانکي ځای کې ستړی ستومانه له خپلو ملګرو سره ديره دی ، داود دطالوت لښکر ته ورننوت او د طالوت چې وده و له خوبه راپاڅېد نو خپله نيزه يې ولټوله او له هر چا يې پوښتنه کوله چې زما نيزه چا وړی ده، په همدې وخت کې د داود استازی راورسيد او ويې ويل: هم دا واخله دغه ده ستا نيزه ، خدای تعالی داود ته قدرت ورکړ چې ستا سر له بدنه جلاکړي خو د داود روح تر دی ستر دی چې تا ووژني او زړه يې تر دی مهربانه دی چې تا له منځه يوسي  او پر خدای د هغه ايمان ډېر کلک دی .

د داود د استاي خبرو د طالوت پر زړه ډېر اثر وککړ سخت پښيمانه شو، د پښيمانۍ د اښکو جړۍ يې روانه شوه.

طالوت په لمدو سترګو او پښيمانه زړه راستون شو ، طالوت پښيمانه و چې ولې يې له داود سره مخالفت وکړ، ځکه چې هغه د خيانت وړنه و ، په دی هم پښيمانه و چې ډېر ښه او پوه کسان او عالمان يې ووژل، نو او س به پاک رب ته ددغو ناکړدو څه ځواب ورکوي .

طالوت چې په کومه لاره راغلی و په هغې ستون شو ، په دښتو او ځنګلونو سر شو، پښيمانه و او له خدايه يې بخښنه غوښتله او استغفار يې کاوه ، تر دی چې د د مرګ نيټه يې راورسېده، د طالوت له مړينې وروسته ټول خلک داود ته ورغلل او له هغه سره يې بيعت وکړ، خدای تعالی د داود باچاهی پياوړي کړه ، هغه ته يې طاقت ورکړ او د قضاوت وس يې  ورکړ .

داود د ژوند پروګرام په څلورو برخو ويشلی و ، يوه برخه د ځان لپاره او يوه د خدای تعالی د عبادب لپاره ، په دريمه حصه کې به يې د خلکو تر مينځ د قضاوت چارې تر سره کولې او څلورمه برخه يې د خپل قام بچيو ته بيله کړی  وه ، هغوي ته به يې نصيحت کاوه په دا ډول هغه هم باچا و هم پيغمبر ، د کور په وره ييې ساتونکي ولاړ وي او که نړۍ په دې بل مخ واوړي د هغه پروګرام نه بدليږي او خپلې عادلانه چارې نه بدلوي .

بني اسرائيل د خقل باچا له پروګرام سره روږدي وو او په ډېرې خوښۍ او ازادۍ يې پر دغه پروګرام عمل کاوه ، خو يوه ورځ دوو کسانو چې ظاهري بڼه يې د سړو په شان وه خو د بني اسرائيلو له ميړونو سره يې يو څه توپير درلود د نورو خلکو په اپوټه د پروګرام مهال ويش ګډوډ کړ او په داسې وخت کې چې کتنې موقع نه وه څوکيدارانو ته ورغلل او ورنه ويې غوښتل چې له داود سره يې ملاقات ته پريږدي خو دا د کتنې وخت نه دی او سپايانو هغوي ايسار کړل چې د عامو خلکو د کتنې په وخت کې د داود سره وګوري.

ښپايانو ته پته نه ده چې دا دوه کسه ملايکې دي او ډېر زر به له داود سره وګوري.

سپايانو ته پته نه ده چې دا دوه کسه ملايکې دي او ډېر زر به له داود سره وګوري.

دا دوه پرښتې د داود د جانماز مخې ته راڅرګندې شوې او ورسره کښيناستلې ، داود له دغو کسانو چې بې اجازې او بې خبره ورغلي وو وويريده ، دوي دواړو ورته وويل : ويريږخ مه موږ دوه کسه پخپلو کې لانجه لرو او غواړو چې ته يې راته هواره کړې ، په موږ کې يوه پر بل ظلم کړی دی. زموږ تر مينځ په حق او انصاف سره حکم وکړه ، ظالمانه حکم مه کوه او سمه لاره راوښيه.

داود وليدل چې بله چاره نهلري نو وېې پتيله چې تر مينځ يې فيصله وکړي ، په دوی کې يوه کس وويل : (دازما ورور دی چې يو کم سل ډې لري اوله ماسره يوه ګډه ده ، د ورور مې زما دې يوې ګډې ته هم زړه ښه نه دی ، په خپل نفس کنټرول نه لري او ماته وايي چې دا يوه ګډه دې ماته راکړه کله چې ورسره ماخوله ووهله نو دده دليلونو زه پړکړم ځکه چې دا ورور مې ډېر خولګور دي او خپله خبره او دليل ښه بيانولی شي.

حضرت داود خپه او غوسه شو مخکې له دې چې د ورورنه يې د کړي د عوی په هکله څه واوري خپله فيصله يې په ډېره بيړه او غوسه واوروله او ورته يې وويل: که دا ګډه دی تري واخسته والله که دي پريږدم.

کله چې يې غوسه سړه شوه، خپلې فيصلې ته ځير شو ، او په خپله تيروتنه يې اعتراف وکړ له خدايه يې بښنه وغوښته او په عبادت لګيا شو.

خدای تعالی د هغه توبه ومنله او ويې بخښه او د پيغمبرۍ مقام يې وروساته که څه هم داود چې د خدای پيغمبر و داسې کار نه وکړی چې ملامته دی وي خو خدای بيا هم محاسبه کړ او سره له دومره لوی مقامه يې هم محاکمه کړ چې خلک پوه شي چې پاک رب هر وړرکی او لوی عمل ليکي او حساب کتاب يې کوي او په دی کار کې د وړوکي او لوی هيڅ فرق نيشته د چا پيغمبري د مظلوم د حق د ستنيدو خنډ نه شي جوړيدلی.