حضرت يوسف عليه السلام

سپين سبا شو، ځلانده لمر وړانګينې وزرې پراخه نړۍ وغوړولې او يوسف د يو خوږ خوب له ليدلو وروسته را پاځيد. لايې ځان هم سم کړی نه ؤ او په خندا خندا د پلار په لور وزغاست، د يوسف خوله ، له خندا ډکه او مخ يې له خو ښۍ غوړيدلی ؤ.

پلار ته يې وويل بيګامې يو خوب وليد چې ډير خوندور ؤ دې خوب زما ځان لاڅه روح وځلاوه او د خوشحالۍ څپې مې په ګرد وجود کې وزغلېرې، خوب مې ليد چې يوولس "11" ستوري، لمر او سپوږمۍ ماته سجده کوي.

د يعقوب ټنډه وغوړېده، د سترګو په منځ کې يې د خوښۍ لمر وڅرکېد او زوی ته يې وويل: د زړه سره دايو رښتينی خوب دی او ستا هغه بری او لوړ اوی چې ما اټکلاوه ثابتوي او هغه نيك بختي چې ارمان مې وه څرګندوي. ای زما د سترګو توره ، دا خوب د هغو لورينو او لوړ اويوزېری دی چې لوی څښتن به يې درکوي.

خو پام چې دا خوب دې وروڼوته ونه وايې، تا خو ليدلي چې دوی د هغو پاملرنو او پيرزوينو په وجه چې په تا او بنيامين يې لرم له تاسو سره څومره حسد کوي، وروڼو دې تر اوسه په احتياط له تاسره رخۍ او دښمني کولې، او مرز (بريد) يې يوزاې د پېغورونو او خولې تر حده ؤ،خوکه خوب دې ورته واوروې،کيدی شې د حسدلمبې يې زياتې  شي او پټې مير څمنۍ ښکاره شي ، کوم خطرناک چل درته جوړ نه کړي، ځکه چې شيطان له هغوی سره دی، او هره شيبه کيدی شي د شيطان په لومه کې پريوځي.

يوسف لاتنکی هلک دی، ښکلي غړي او زړه وړونکې څيره لري، د يوسف مور بی بی راحيله وفات شوې ده، يوسف او ورور بنيامين يې په اتلس کلنۍ کې چې د مور تودې او مينه ناکې سينې ته يې اړتيا لرله پريښي او تر منونو خاورو لاندې ويده ده.

يعقوب له دغو دوو يسيرانو سره ډېره مينه کوي، مور يې نشته نو پاملرنه يې زياته ده او اوس خو دې خوب د يعقوب زړه د يوسف مينې لا خړوب کړ، خو د بنيامين او نورو وروڼو له سترګو د مينې دا بدلون پټ پاتې نه شو ځکه چې هغه د چا خبره مينه او مشک نه پټيږي.

د يوسف د وروڼو غونډه:

آخر د يوسف د وروڼو په رګونو کې د حسد درد وغځېد رخه يې راوټوکېده، کينه يې راوځوښېده او سره راغونډ شول چې د يو بل په سلا کوم پلان جوړ کړي.

يو ورور وويل: تاسو نه ګورئ چې پلار مو له يوسف او ورور سره يې څومره مينه کوي، زه نه پوهيږم څه شي زموږ او پلار د زړه تر مينځ خنډ اچولی او کوم څيز موږ د يعقوب په سترګو کې سپک کړي يو، ولې موږ له يوسف او بنيامين مشران نه يو؟ ولې زموږ تجربه له هغوی  کمه ده؟ موږ خو هم پلار ته ګټه کوو او خيال يې ساتو؟ نو يعقوب ولې له دوی سره ډېره مينه کوي؟ په دوی کې څه داسې کمال دی چې موږ يې نه لرو که نه د دوی مور راحيله زموږ تر موره د يعقوب زړه ته ډېره نزدې وه، که داسې وي نو په دې کې زموږ څه ګناه ده، زموږ دا پلار خو له  موږ سره سراسر زياتی کوي.

بل ورور يې وويل: د يعقوب په زړه کې د يوسف او بنيامين مينه داسې راټو کيدلې لکه ګوتې چې په لاس کې ولاړې وي نو زما په خيال که موږ په دې چاره پر يعقوب باندې اعتراض وکړو هيڅ ګټه نه کوي، مينه خو له زړه سره تعلق لري او هيڅ چاره يې نه کيږي ځکه چې زړه په عقل حکومت کوي نو عقل زموږ دليلونه چيرته مني زما په خيال تر څو چې يوسف وي موږ د پلار په زړه کې ځای نه شو موندلی.

دغو دوو وروڼو زموږ ژوند تورتم کړی دی د دې درد چې زموږ زړونه ځوروي او زموږ خوبونه يې تښتولي، درمل دادی ځې يوسف په څه چل له منځه يوسو، يا يې په دښته او ځنګله کې پريږدو چې کوم ليوه يا بل داړونکی يې وخوري يا يې د دښتې په ريګو کې ښخ کړو.

که يوسف له منځه ووځي نو پلار به موږ ته نزدې شي او خپل کمښت او محروميتونه به د پلار له مينې پوره کړو بيا به توبه وکړو او خدای به مو وبخښي.

يهودا چې په ټولو وروڼو کې هوښيار او ځيرک  و وويل: موږ د يعقوب پيغمبر بچي او د ابراهيم زوزات يو، عقل لرو دين لرو، د يوسف وژل له عقل سره سمون نه خوري، او دين هم د دې کار اجازت نه راکوي. زه خو يې په وژلو سلا نه يم، يوسف ښکلی هلک دی له ګناه پاک دی او بد يې هم راسره نه دي کړي زه خو وايم که تاسو ټول غواړئ هغه له خپل ژونده وباسئ، دا د بيت المقدس کوهی شته په دې کې به يې واچوو.هره ورځ قافلې تېريږي څوک به يې له ځانه سره بوځي، په دا ډول به هم له ده خلاص شو او هم به مو لمنه د ګناه له داغه پاکه وي.

ټولو وروڼو د يهودا مشوره خوښه کړه، شپه يې پرې فکر وکړ او د سبا لپاره يې پروګرام جوړ کړ.

کله چې لمر راوخته نو پر خپل شيطاني پروګرام يې عمل پېل کړ، پلار ته ورغلل او وې ويل باباجانه يوسف زموږ ګران ورور دی، موږ ټول ستا بچي او ستا د مينې په لړۍ کې پييلي يو ، له تا غواړو چې سبا يوسف له موږ سره چکر ته پريږدې چې دی هم له ځان سره بوځو، سيل وکړو، شنه شنه پټي ووينو، او هوا بدله کړه، کله چې موږ مال څروو يوسف به يو څه لوبې وکړي البته موږ به د خوږ ګوتې په شان د هغه خيال ساتو ، يعقوب چې زړه يې راز راز انديښنو لړزاوه او ديوې ترخې پيښې اتکل يې کاوه وويل که يوسف له ماليرې شي زړه به مې پړق وچوي، زه ويريږم چې تاسو له يوسفه غافله شئ او کوم ليوه يا داړونکی يې مات کړي.

د يوسف وروڼو وويل څنګه کيدی شي چې مونږ دومره پياوړيي زلمي ورسره وو او ليوه يې رانه مات کړي.

حضرت يعقوب وويل په دې شرط يې درسره پريږدم چې پوره پوره خيال يې وساتئ او يوه شيبه ترې غافله نه شئ.

په وينو ککړخت :

شپه سبا شوه او يوسف له خپلو وروڼو يې د کوهی لاره ونيوله او لا کوهی ته نه وو رسيدلي چې له خپلو سپيرو موخو يې پرده هسکه کړه، زړونه يې تور او طبيغتونه يې سخت شول ، له يوسفه يې کميس وباسه او بيا يې يوسف کوهی ته ارتاو کړ، داسې تنګې سوړې ته چې تودې اوښکې يې چانه ليدې او کوکارې يې چانه اوريدلې.

د يوسف وروڼو خيال کاوه چې کوهی ته د هغه له غورځولو وروسته به يې دغوسې او حسد اورغلی شي او د پلار په ټپونو به ملهم کيږدي او يوسف به يې هېر شي.

دوی تدبيرونه کول خو تقدير په دوی پورې خندل ، کله چې لمر خپل زيړ څادر د نړض له ټټره ټول کړ او هر ځای د تيارې تو ټيکری خپور شو د يوسف خت يې په وينو ککړ کړی ؤ پلار ته يې وښود اووې ويل پلاره ته چې په څه ويريدې هماغه وشول ، موږ يوسف له سامان او جامو سره کښينولی ؤ او په لوبو لګيا وو چې يوه ليوه پر يوسف بريد وکړ او هغه يې وخوړ، يوازې دا سور کميس ترې پاتې دی ، خوږ ورور يې رانه يووړ ، زړه موله غمه جوي او اوښکې مو له سترګو نه ودريږي.

يعقوب چې  هغوي په چل او حيلې پوه شوی ؤ او پوهېده چې خدای تعالی يوسف ته بل شان تقدير ليکلی دی ، زامنو ته وويل ستاسو نفس پر عقل برشو ، خو زه به په زړه د صبر کاڼی کيږدم چې حقيقت روښانه او ستا سو نقشه رسوا شي خدای دې زما مل وي.

د شپې تيارې د کوهي تورتم څو چنده کړی، د کوهی وژونکې غليا يوسف په غيږه کې نيولی او دا تنکی هلک د سختۍ شيبې شماری ، خو خدای تعالي غوره او خوښ بندګان په همداسې ازميښتونو او کړاوونو ازمايي چې په راتلونکې کې يې د ﻻ ډېرو ستونزو او لويو ربړو په وړاندې مقاومت زيات شي، رښتيا چې د يوسف مصيبت لوی دی ځکه چې که دا بلا لوی کس ته پيښه شوی دای نو پوهيده  چې څه وکړي خو يوسف ﻻ ماشوم و او د ژوند تودې سړې يې نه وې ليدلې.

هو که بل چا پر يوسف داټکه غورځولې وي نو زړه به يې دومره مات نه و او په کلک زړه به يې مقابله کوله ، هغه خو دې خبرې ځوراوه چې خپلو وروڼو ورسره نادوده کړې ،له ځان سره به يې دغم ټپه کله او ويل به يې په دې نه يم چې څه راسره وشول،دامې ځوروي چې چا راسره وکړل.   

يوسف په څاه کې اخوا ديخوا وکتل له کرارو اوبواو دهوا د شغهار له اورېدلو پرته يې بل څه نه احساسول، کوهی تنګ دی، د يوسف زړه رڼا غواړي، ځلانده سپوږمۍ غواړي پړقيدونکي ستوري غواړي.

اوس يوسف وږی هم دی څه به کوي د خېټې اور به څنګه مړکوي.

د مصريانو قافله:   

که څه هم يوسف په کوهی کې ګير دی، خو خدای يې ملګری دی پاک رب به ډير زر د هغه زړه کلک کړي، خدای تعالی يوسف ته وحی وکړه صبر ته پناه يوسه ،چې د څاه له تنګۍ دې وژغورم ،ناڅاپه تت شان اواز د يوسف پر غوږو ولګيد غوږونه يې ور څک کړل، زړه يې غوښتل ټول ځان يې غوږ غوږ شي چې اواز د څه دی.

هو، غږ ورو ورو نزدې کيده داخو د ښکالو ږغونه دي، د اوښانو او د سپو اواز راځي، ښايي کومه قافله راغلې وي، هو کاروان دی ، اميدونو وخندل ،هيلو غوټۍ وسپړلې او د يوسف د ژغورنې وخت را ورسيد.

قافلې د کوهی په خو اکې واړول، د جر يونو کړنګا ودريده د څاروان غږ د يوسف غوږو ته ورسېد ،د هغه زړه يې وترنګوه، د اوبو د هغې سندرې په شان چې د غره له څوکې راتوييږي او د تږي د زړه تارونه چيړي، د څاروان حکم د يوسف زړه ته د هيلې يو بل څرک و ،څاروان وويل: له کوهی اوبه را وباسۍ چې ځانونه او مالونه خړوب کړو، او ډوډۍ هم پخه کړو که خوښه مو وي دلته به لږه دمه وکړو بيا به ځو.

د قافلې مشکی سلواغه کوهی ته ور واچوله، ډولچه کوزه شوه او يوسف ور ودانګل، د ژي خاوند ليدل چې يو ښکلې هلک په پړي پورې نښتی دی، چې مخ يي د سپوږمۍ په شان ځليږي نو چغه يې کړه زيری مې درباندې مريه مې پيدا کړ.

د قافلې وګړي راغونډ شول په وېره او حيرانتيا يې يوسف نه کتل او اخر په دې سلا شول چې مصر ته يې بوځي او خرڅ يې کړي.

رښتيا که په قافله کې څوک د مهربان زړه خاوند وی يا يې ارواوې پاکې وی، نو له يوسف به يې پوښتنه نه وی کړي چې ته څوک يې؟ او هغه به يې کورته نه وستون کړی؟ خو هغه د چاخبره پيسو ته ډېر کم کسان ځان ټينګولی شي.

د قافلې جرسونه تيا و ګړنګيدل ،يون پېل شو او په مصر کې يې واړول.

يوسف ليلام شو: 

د خدای تعالی نازولی ازاد او پتمن پيغمبر يوسف د مصر د مريانو په بازار کې ليلام شو، پلورونکو په ډيره کمه بيه خرڅ کړ، خدای تعالی د يوسف د خرڅلاو په باب په قرآن کريم کې فرمايي: په ډېرو کمو پيسو يې خرڅ کړ . د قافلې وګړو د يوسف په خرڅولو کې له بيړې ګار واخيست او په يو څو درهمو يې ځکه خرڅ کړ چې وېرېدل خبره رسوا او خوره نه شي او څوک په حقيقت پوه نه شي، که نه يوسف يې که له سرو زرو سره تللی وی بياهم خرڅيده.

د مصر باچا، عزيز، لومړي وزير او د ښاروالۍ ستر مشر چې « قوطيفار» نومېده يوسف وپېرود، د مصر باچا ددې ګران بيه ملغلرې اصيل توب او سوچه والی د هغه په څېره کې وکوت او خپلې ملوکې (زليخا) ته يې وويل: هسې خو دا هلک مريه او غلام ښکاري خو له کړو وړو او پاکو خويونو يې داسې بريښي لکه چې د پاکې وينې او لوړو اخلاقو څښتن وي، د ده خيال ساته او پام چې دعا مو خدمتګارو په شان يې ونه ځوروې، زه باوري يم چې کله لوی او زلمی شي زموږپه ګټه به وي، يا به يې خپل زوی کړو. يوسف په ډيرې مينې، پاکۍ او نيکو اخلاقو سره د مصر د واکمن  عزيز په کور کې لوی شو او هغوی به هم ورسره ډيره مينه کوله.

د ښکلا بلا:

يوسف لا د کوهی غم له زړه نه و تږلی چې د زمانې ګنډونکي يې په اندامونو يو بل غم وروګنډه چې په دې نوې شکنجې سره خپل هوډ لاپياوړي او خدای تعالی ته لانزدې شي.

داځل د زمانې پيښو د هغه د ښکلا له لارې غم ورسۍ پرانستله او د هغه د ځوانۍ پاکۍ او ښکلا له لارې يې بريد وکړ، خپل ښايست يې د غاړې بلا شوه او داسې بلا چې څو کاله يې د بند په تورتمونو کې د هغه پښو ته زولنې واچولې د شاعر خبره که ګل ښکلا نه لرلی د جبې له منځه به د جنايتکار لاس ولې راويسته او د هغه د ژوند مزی به يې ولې شلاوه.

يوسف و عزيز مصر په کور کې په کار بوخت شو، د وخت پيښو هغه ته داسې فرصتونه برابر کړل چې خپله نيکي،پاک لمني، امانتداري او غوره والی څرګند کړي، د عزيز په زړه کې باور پېدا کړی او د هغه ځانګړې ماڼۍ ته لاره ومومي، د يوسف غوره اخلاق د دې سبب شول ځې د عزيز په کور کې د ازادو نجيبو او درنو کسانو او د عزيز په زړه کې د نيکو هلکانو ځای ونيسي، يوسف د زمانې په لمنه کې وروزيد، د ځوانۍ پسرلی پرې ګډ شو، د هلکو الی خرقه يې وويسته او د ځوانۍ خلعت يې واغوست، خو څومره چې د ځوانۍ پر لار روان و د عزيز مصر د ميرمنې زړه يې هم مشغول کړی و، هغې به سهار مښام د يوسف خيال ساته، په ناسته پاسته کې يې څاره ،په خوراک څښاک کې يې تر سترګو لاندې و او په تګ راتګ کې ورته غلې وه، په همدغو کتلو راکتلو او د سترګو په لوبو کې د يوسف غوره والی د عزيز ماندينې ته غوټۍ ټوکيدلې، په راګونو کې يې د هغه مينه زغليدلې او په ساګانو کې يې د هغه ارمانونه په زړه کې پالل او په خوشو او بېلوشپو کې به يې د هغه چورتونه وهل.

ځو دا څنګه کيدی شي چې د عزيز ښځه يوسف ځانته وګروهوي، هغه د باچا ميرمن ده، ملوکه وه، په ماڼۍکې رعب او مقام لري او په مصر کې د هغې د ميړه سترتوب د هغې درناوی او ستراوی ګڼل کيږي.

د مصر د ملوکې لپاره ښه داده چې په خپلې ګروهنې او هوا لاسبرې شي، د خپل نفس سر زوری نيلی وځپی او له اروا د هوس جرړې غوڅې کړي خو، څه وکړي کله چې يوسف ويني زړه يې ورګروهي او د يوسف مينه يې په زړه کې لا کلکيږي لکه شاعر ځې وايې :

له عشقه زمالوی درد دادی

چې يارو مې په څنګ کې دی خوله لاسه لرې.

د هغه خړ اوښ په شان چې په سپېره دښته کې له تندې مري خو پر ملا يې د اوبو ژی پروت وي.

کله ځې د مصر د ملکې مينې د هغې زړه تنګ او ځان رنځور کړو، وې پتيله چې د خپل نفس غوښتنې ته ځواب ووايي او په دوکې سره يوسف ځانته را کاږي، خو دا خيال يې هم کاوه ځې پخپله و نه  شرميږي او د قدرت له ماڼۍ کوزه نه شي نو په چل ول او ډول ډول طريقو سره يې ځان يوسف ته وړاندې کړ چې شايد د هغه روح تسخير کړي او هوس يې راوپاروي.

هو ،د مصر باچا چې يوسف يې په خپله توده غيږه کې منلی په خلاصه ټنډه او اخلاص يې د هغ هر کلی کړی او د کور ستر او پرده يې ترې مات ګړي، څنګه د هغ د ښځې په باب خيانت وکړي اود خپل محسن له باوره ناوړه استفاده وکړي، خو د يوسف په لاس ورنغی نو سوزنده مينه يې لالمبه کړه، له ځانه سره يې وويل يوسف په اشارو کنايو نه پوهيږي  بايد عملاً ګام پورته شي، د هغې د صبر جام تمام شوی او هغه د يوسف نوره پامي نه شي زغملی.

ښځې فيصله وکړه او ځان يې د وروستي پړاو لپاره تيار کړ خپل هدف ته د رسېدا لپاره يې د واکمنۍ امسا په ځمکه وتوغله او د مينو پېغلو جامه يې واغوسته، د عزيز ښځې يوسف خپلې حيله ګاه ته وغوښت، يوسف خو نوکر ؤاود عزيز د ميرمنې خبره يې نه شوه ردولی، کوټې ته ورننوت، ښځې ورونه وتړل، پردې يې راکاږلې او يوسف ته يې وويل زه درته تياره يم.

که څه هم يوسف د ځوانۍ په پسرلي کې دی، اندامونه يې تاند او غړي يې تازه دي، فکر يې ازاد او د ژوند حال يې سم دی خو يوسف د عقل په پيو لوی شوی، د رسالت په لمنه کې روزل شوی او خدای تعالی د پيغمبرۍ لپاره چمتو ګړی دی .

يوسف د زليخا په ځواب کې وويل: زه له دې خدای ته پناه وړم چې ستا ارادې ته سر کيږدم او ناشونې ده چې زه له خپل بادر او څښتن سره خيانت وکړم ځکه چې زما مالک پر ما ډېر احسانونه کړي دي، زه د هغه لورينې په لغته نه شم وهلی، که ورونه وې تړلي او پردې دي ښکته کړې دي خدای تعالی خو د سترګو له خيانته او د زړه له احواله خبر دی، زه ستا غوښتنې ته نه شم تيار ېدی.

د مصر ملکه له خپلې دومره د بدبې ، ښکلا او نازو ادا سره يوزلمی ځانته غواړي، زلمی نه بلکی نوکر، او هغه يې خبره نه مني.

دا ښځه د ماڼۍ چارواکه ده، داسې ميرمنه ده چې تر اوسه يې چاله خبرې سر نه دی غړولی، دا نافرماني دومره لويه ده چې هغه ترې نه شي تېرېدی، زليخا غوسه شوه د مينې په لوبه کې بوږنده ماتې وپاروله دغچ لمبې يې اوچتې شوې.

د ښځې د نقشې په وړاندې يوسف وغوښتل چې د شکنجې ځواب په شکنجه ورکړي خو د پيغمبرۍ رڼا يې په ځان کې احساس کړه، په زړه کې يې خدايې برهان ښکاره شو او وحی وشوه.

چې دا تېښته له جنګه ښه ده:

يوسف د خدای تعالی وحی ومنله او د وره په لور وزغليد خو ښځې ورمنډې کړې، زليخا دومره ورنزدې شوه چې د يوسف کميس يې د شالخوا راکاږه، لا دواړه وره ته نه ورسيدلې چې د مصر باچا کوټې ته ورننوت وې ليدل چې د يوسف خت څيری دی او په يو ګوټ کې ولاړ دی.

د کوټې سامان څه داسې ګډوډ پروت ؤ، چې شکونه يې پنځول، ښځه خپل مکر او دوکې ته ستنه شوه او يوسف خپلې رښتينۍ ته پناه يوړه، د عزيز ښچې هغه ته وويل يوسف يتا د حيا خيال نه دی ساتلی او ستا پر ناموس يې لاس اچولی دی يوسف غوښتل ما ککړه کړي او له ما يې ناخوښ کار غوښت نو ته ووايه د هغه کس سزا له بنديا دردوونکي  عذابه بله کومه کيدی شي چې ستا ناموس ته يې په سپکه سترګه کتلي اوس يوسف له رښتياو او په حقيقت له ډاډه کيدو پرته بله چاره نه لري يوسف وويل: دې ښځې زه ځانته غوښتی يم او ځانته يې راکاږلم، که باور دې نه کيږي نو زمادا شليدلی خت وګوره.

د مصر باچا لادې ﻻنجې ته اريان وﻻړ ؤ، چې د باچا د ښځې د تره زوی چې ډير هوښيار، ځيرک او د عقل څښتن و کوټې ته ورننوت، له خبرو پوه شوه چې څه کيسه روانه ده کله يې چې د دواړو کيسه واوريده نو باچا ته يې وويل ګوېه که د يوسف کميس له مخې شلېدلی وی نو يوسف دروغ وايي او د زليخا خبره رښتيا ده، خو که د شا لخوا شليدلی وي نو ښځه دروغژنه ده او يوسف رښتيا وايي.

کله چې باچا د يوسف کميس وليد چې د شا لخوا شليدلی نو حقيقت ته ورسيد ،د پوهې خاوندانو ته هم کيسه ښکاره شوه او د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه عزيز خپلې ماندينې ته وکتل او وې ويل: دا ستاسو د ښځو مکر دی، له خپلو کړو توبه وکړه ، خطا ستاده، بيا يې يوسف ته وويل: خوله در وګنډه او پام چې هيڅوک له کيسې خبر نه شي که نه وي خير دې نشته.

د مصر په ښار او د ماڼۍ په ښځو کې ګنګوسې شوې چې د باچا ښځه په خپل عبراني مريه مينه شوې، هغه ته يې زړه ورکړی، او زړه يې پرې بائللی دی.

اوازه شوه چې له کله  زليخا د يوسف په عشق کې ښکېل شوې او د هغه  د مينې په اور سوزي له خپل باچاهی مقامه راټيټه شوې او په خپل مريه يې د فتنو او جادوګانو عشي ورولي دي چې په لومه کې يې راولي خو د ښځې مکيزونو او اداګانو د يوسف زړه نه دۍ غولولی، د عزيز ښځې زړه له لاسه ورکړی په خيالونو کې يې لمبې بلې دي، خپل عشق يې پټ کړی خو رنځورې سترګې يې غمازې کوي.

خبې خورې شوې، کيسه کيسو ته لاړه خېل خېل رنګونه يې خپل کړل اود زليخا غوږوته ستنه شوه، په مصر کې د زليخا د همزولو ميرمنو خبرې او د زليخا په رټلو کې د هغوی راز راز پيغورونه او بې ربطه څرګندونې د زليخا غوږو ته هم  ورسېدې.

د عزيز ميرمنې فکر وکړ چې بايد په يو ډول د دوی دا حيلې او خبرې پای ته ورسوي او د هغوی د مکر ځواب په مکر سره ورکړي.

زليخا د مصر ښځو ته ډوډۍ وکړه ښه محفل يې تيار کړ نرم او پاسته بالښتونه يې کيښودل او هرې يوې ته يې ښکلې جامې ورکړې غرض ښې لورينې يې پرې وکړې ، بيا يې ميوه راوغوښته هرې يوې ته يې په لاس کې يوه مڼه او يو چاقو ورکړ او بيا يې له يوسفه وغوښتل چې له مخې يې تېر شي، حضېت يوسف له حکم سره سم د خوب له کوټې راوخوځيد، حيا يې مخ پسوللی ؤ او ښکلا سر تر پښو نغاړلی ؤ، د مصر ښځو يو زلمی وليد چې له نورو سره يې فرق کاوه، مخ يې روڼ ،تندی يې نوراني، غړي يې مناسب، څېره يې زړه راکښونکې او له مټو يې ځواني او طاقت بريښيده.

د مصر ښځې په دې زړه وړونکي ښايست کې دومره غرقې شوې چې ځانونه يې هېر شول، د هقل مزي يې لهلاسه ووتل د ميوو په ځای يې په چاقوانو خپل لاسونه غوڅ  کړل او وې ويل : خدای يې له بدو سترګو وساته څومره ښکلی دی، دا خو انسان نه دی پرښته ده پرښته.

زليخا له دې منظرې ډېره خوشحاله شوه، لاسونه يې وپړقول دغم لړې يې لرې شوې او د مصر ښځو ته يې وويل دا هغه يوسف دی چې تاسو پرې زه ملامتولم او له ځانه مو هسې هسې خبرې جوړولې، تاسی خو خپل ځانونه وګورۍ ،له لاسونو سره مو څه وکړل، حال دا چې تاسو خو يوسف يو ځل وليد او په تېريدو کې مو وليد نو ما ولې ملامتوۍ ،دا هلک زما په مخکې لوی شوی دی، زما د سترګو په وړاندې يې ونه کړې او ما په ناسته پاسته تګ راتګ او هر هر څه کې ليدلی دی، خپله ټوله ښکلا مې ده ته وړاندې کړې او هر مکېز او ادامي چې کولی شوه ده ته مې کړې خو ده هميشه ځان ناګاره کړی ماته يې سترګه هم نه ده راړولې او کوچنۍ شان دلچسپي يې هم نه ده اخستې، بلکی د لوړو اخلاقو او کمالونو لوی روح پکې ځای شوی او د الهی عبادت بشپړه بيلګه ده.

نو اوس تاسو ووايی د دومره لوی روح له څښتنه؟

له تاسو به يې څه پټوم ما ځان يوسف ته وړاندې کړ خو هغه له ما ځان وغړاوه، زه څه وکړم په خپل زړه مې داک نشته يوسف زما زړه تښتولی، زما شپې يې اوږدې کړي او له سترګو مې يې خوب تروړلی دی.

اوس چې زه له خپل مقامه رالويدلې يم او په خلکو کې هم وشرميدم بايد يوسف زما خوله خوږه کړي او که وې نه مني په توربند او تياره کوټه کې به يې بندي کړم چې د زندان په تورتم کې يې مهين پوستکی وروست شي.

يا به يې دومره وځوروم چې نازک بدن يې د چا زړه يونه وړل شې ،يوسف دوه لارې لري او ازاد دی چې کومه خوښوي.

يوسف او د مصرد ښځومکر:

د مصرمېرمنو د يوسف ښکلا او د حسن بازار وليد، د هغه د تندی ځلا ته ځيرې شوې او د زليخا د زړه درد يې هم واوريد، دوی وليدل چې د مصر ملو که سره له دومره مقام او عزته د يوسف خوبونه ويني،زور هم لري نو مناسبه يې و ګڼله چې خبره روغه کړي او يو ډول پخلا ينه پېدا کړې.

يوې ښځې يوسف ته وويل: ای ځوانمرده دا بې پامي او ناګاري ولې ؟ دابې لطفي اد نامهربانۍ دې ولې راخستې دي،  ستا په سينه کې زړه نشته چې د دې ښځې لپاره چې زړه يې تاته درکړی او هر څه در سپارلوته چمتو ته نرم شي؟ سترګې دې نشته چې په ځان کې ښخې سترګې ووينې ،ته زلمی نه يې ،طاقتور نه يې ، ښځې دې نه ځخوښيږي؟ بلې ښځې وويل د زليخا دلربائې او ښائست به پريږدو، ته د دې ښځې مال و قدرت نه وينې، ته ولې نه پوهيږيچې که د دې خبره دې ومنله په دې پرتمينې ماڼۍ کې هر څه ستا دي.

بلې ور زياته کړه: که د هغې مکيزونه او ښکلا نه غواړې مال او شتو ته دې هم سترګې نه وي نو له ګواښه يې وويريږه له شکنجو او ځورولو يې وډار شه، ښه به داوي چې له مخالفته لاس ښه سر شې، که داسې دې وکړل دوه ګټې به دې کړې دي هم به د دې له ځوانۍ او ښکلا برخمن شې او هم به يې له عتابه خلاص شی.

د مصر ښځو په دې خبرو سره ګومان کاوه چې د يوسف فکر به ايل کړي، زړه به يې ويلې کړي او هوا و هوس به يې وپاروي، خو يوسف يوسف دی، که څه هم د دوي خبرو يو څه پريشانه او لالهانده کړ يوه شيبه زړه نازړه شو او شيطان هم په ذهن کې وسوسه وروپوکله، په دې کړ کيچن حالت کې يوسف د خپل پروردګار لمنه ونيوله ځکه چې مومن تل په ستونزو کې خپل رب ته جاروځي او په بلاګانو او ناورينونو کې هغه ته پناه وړي.

يوسف هم د مصر د ميرمنو له مکره د خلاصون لپاره پاک رب ته کوکارې وکړي، يوسف وويل: ای زما ربه ! د تل خونو او زنددان تورتمونهيره له هغو وحشتونو زما د روح لپاره تر دې ګناه غوره دي ځکه چې زه به په بند کې په مصيبتونو صبر کوم، يقين به مې پياوړې  شي ايمان به مې پوخ شي او له هغه څه به چې ستا د مخلوق سترګې يې نه شي کتلی خبر شم، په بند کې به ځان د حق او انصاف د ټينګولو لپاره تيار کړم، تر هغې چې ته له خپلې ژمنې سره سم ماته قدرت او وس راکړې او زه ستا د لويې دندې د سرته رسولو لپاره تيار وم.

ای لوی څښتنه ! که زه په دغو مکارو ښځو کې پاتې شم، ما به په خپلو خبرو تېر باسي، د دنيا بې ارزښته چارې به را رنګينې کړې ، زه هم د شيطان له وسوسې ويريږم چې لاسبری نه شي، خدايه ته مې په خپل توفيق له دې بلا وژغوره، يوسف     ته ډېرې لومې وغوړېدې ډېر رنګين باغونه ورته وبريښول شول خو هغه له دغو امتحانونو سر لوړی راوووت او خپله لمن يې له داغونو پاکه وساتله.

يوسف د خپل څښتن  (عزيز) پر ناموس تيری ونه کړ، د مالک په مال کې خيانت د هغه له لوړ روح سره سمون نه درلود، دا ټولې نښې د يوسف د بيګناهۍ د ليلونه ؤ، د يو سف د پاک لمنۍ سندونه و او د مصر پاچا هم په دې ښه پوهېده خو هغه د زليخا په لاس کې لانځکه وه ، زليخا ميړه ته وويل: يوسف زه په شرمونو وشمولم او زما شرافت يې په تو ر ککړ کړ، ته بايد هغه بندي کړې چې زما تللی عزت لاسته  راوړې.

د مصرباچا د ماندينې خبره ومنله ،يوسف يې بندي کړ، يوسف د هغه ليوه په شان چې وروڼو يې بيګناه د ده په وينه تورن کړی ؤ، تور شو، يوسف يې چې په بند کې واچوه د هغه خونړيو بنديانو په شان نه ؤ چې سړي يې وژلي وي، نه غلؤ چې د چا په کور اوړېدلی وي، دی خو يو مظلوم ؤ چې مقابل لوری يې زورواک ؤ، يوسف په ازاد فکر، خوښ روح او ځلاند زړه سره بند ته ورننوت، هو تند د يوسف لقاره له هغې خطرناکې لومې ښه دی چې د ده د اخلاقو د ماڼۍ د دړې وړې کولو لپاه غوړول شوې وه.

زما په خيال يوسف په دې سودا کې هيڅ تاوان نه دی کړی، ښايي يوسف په بند کې له جفا کارو او ظالمانو يا جنايتکارانو سره مخ شي او په بند يخونې کې د هغوی نصيحت او لارښوونې ته ملاتوتړي، شايد يوسف په بنديخونې کې د مجرمانو په زړو کې د فساد جرړې وچې کړي او خپل پيغام له همدې ځايه پېل کاندي،خدای تعالی يوسف ته د پيغمبرۍ وعده ورکړې او د هغه په ذهن کې يې د رسالت ارمانونه پاللي دي.

دايې چې يوسف کلونه کلونه په بند کې تې کړل، د هغه کار له ناروغلنو او کمزورو سره خواخوږي وه ، بدمرغو ته به يې نصيحتونه کول او هره ورځ به يې بنديان د خپل علم له چينې خړوبول، تر دې چې ډير بنديان د هغه له نيکو اخلاقو متاثره شول، روحونو يې يوسف ته پناه يوړه او دزړه ډاډ يې په هغه کې وموند.

دوه بندی ځوانان:

د حضرت يوسف له بندی کېدا سره جوخت د باچا د دربار دوه زلميان هم چې يو ساقي و او بل د ګودام ساتونکی بنديان شول، دغو دوو کسانو له يوسف سره يو ځای د بند تودې سړې وڅکلې، دوی يوه ورځ خوب وليد چې دواړه يې ډېر غمژن کړل او له زړونو يې د اطمينان مارغه والوت، يوسف ته ورغلل چې د خوب تعبير ترې وپوښتي.

ساقي وويل خوب مې په لاس کې دې ، انګور زبيښم او باچا ته يې ورکوم.

ګودام وال وويل: زما دومره ياد دې چې په سر مې شکور ايښی او په شکاره کې ډېرې ډوډۍ او خواړه دي، مارغان راغلل پر شکاره کښيناستل ډوډۍ يې وخوړه او والوتل.

مخکې له دې چې دغه دوه تنه يوسف ته راشي خدای تعالی يوسف په پيغبرۍ ګومارلی و، خپله ژمنه يې پوره کړې وه او يوسف ته يې حکم کړی و چې د پلار دندې ته دوام ورکړي، خلک نيکيو ته وبلي او د پاک رب لارې ته يي وغواړي.

يوسف ځان تبليغ ته چمتو کاوه او د توحيد د اعلانولو پر تيارۍ لګيا و ، کله چې دغه دوه ځوانان يوسف ته ورغلل يوسف دا موقع غنيمت وګڼله او خپل تبليغ يې پېل کړ ، وې ويل: د دغو بوتانو چې عبادت يې کوئ او ځان ورنزدې کوئ، پرته يو بل واحد خدای دی چې ماته يې وحي کړې تاسو هغه ته وبلم او تاسو ته ووايم چې (رع) او ابليس يوازې د مجسمې او بوتانو نومونه دي چې ستاسو پلرو او نيکونو ايښي دي د خدای تعالی لخوا د هغوی د رښتيا والي هيڅ دليل او برهان ولرئ د خوب تعبير مو وايم.

په تاسو دوو کې به يو کس ډېر زر له بنده خوشی شي او بيا به د باچا ساقي شي، خو دا دوهم زلمی به په پانسۍ وځړول شی او مارغان به يې مازغه خوري، زه دا تاويل او تعبير له غيبو درته وايم، څه ستور پيژاندی وړاندويونکی، او جادوګر ته يم بيکې دا څيزونه مې له خپل ربه زده کړي دی.

يوسف چې د دې تعبير په رښتيا والي ډاډه و او دا هم ورته پته وه چې په دوی کې به يوکس د باچا ساقي کيږي هغه ته يې وويل کله چې د باچا ماڼۍ ته لاړشې باچا ته يادونه وکړه چې ستا په بند کې يو بې ګناه هم په زولنو کې شپې سبا کوي.

د يو سف تعبير سم وخوت يوکس له بنده خوشی او د باچا ساقي شو او بل وځړول شو، البته ساقي لاد باچا ماڼۍ ته نه و رسيدلی چې هر څه يې هېر کړل، شيطان يې له خياله د يوسف خبره وايسته او يو سف غريب څو کاله نور هم د بند سختۍ وزغملې.