حضرت يعقوب  عليه السلام 

د دوو وروڼو اختلاف :

وايې چې يعقوب خپل پلار ته چې زړبوډۍ يې ملا ورکړو په کړې ده ورغی  او ويې ويل: بابا جانه ما در ته د خپل ورور "عيسو" شکايت راوړی او د هغه و ګواښونو او خبرداريو په وړاندې له تا مرسته غواړم، کله چې ستا د مهربانۍ نظر ماته اړيدلی، د برکت دعا دې راته کړې او وړاندوينه دې کړې چې زما زوزات به پاك وي، پريمانه او شيرازه ځمکې  به يې په بر خه وي او هوسا ژوند به کوئ، عيسو له ما سره رخه کوي، دې دعا ډير ځورولی اد زما د خير ارمان يې په زړه کې د کينې اور بل کړی دی، ورور مې راته تل سپکې سپورې وايي، ترخه پيغورونه راکوي، ګواښی مې او اوس خو خبره تر دې رسيدلې چې خپلوي او تګ راتګ مو هم غوڅ شوی دی، ورور مې په خپلو دوو ميرمنو چې د کنعان له ټبره دي وياړي او وايې چې زما اولاده به زياته وي، يوازې دی نه، بچي يې هم ما په کرار نه پريږدي اوس مې نو د فيصلې ځولۍ تاته غوړولې ده چې ته زموږ تر مينځ په حکمت او پريمانه حوصلې منځګړتيا وکړې.

اسحاق چې د دغو دوو وروڼو بيلوتانه يې زړه چاودلی ؤ او د زړه د ټوټو اختلاف يې خوبونه تښتولي وو وويل: ای زما د سترګو تور يعقوبه، وينې چې د سر سپين مې تر تورو زيات شوي، ټنډه مې ګونځې او ملامې کړوپه شور ده، زه اوس د قبر پر غاړه ناست يم، د ژوند وروستۍ شيبې شمارم او د مرګ هر کلي ته  ولاړيم، ويريږم چې زما له مړينې وروسته دې ورور په ډاګه مخالفت راواخلي او په چل ول سره درنه هر څه وتروړي.

ځکه چې هغه د خپلو خپلوانو په زور غره او د خپلو ميړونو طاقت ته هيله من دی او د خپلې ښځې خپلوان هم پرې ولاړ دي، زما په خيال چاره داده چې له دې ځايه پښې سپکې کړه، د عراق، "فران آرام" سيمې ته کډه شه او خپل ماما "لابان بن بتويل" ته ورشه، د هغه يوه لور وکړه او خپل برم او عزت دې بيا لاس ته راوړه، زه هيله من يم چې ژوند به دې تر وروره ښه وې او اولاد به دې تر هر هغه غوريز، ځه خدای دې مل شه.

خواږه ارمانونه :

د زلمي يعقوب د زړه لپاره د اسحاق خبرې د تږي لپاره تر خوږو او سړو اوبوخوندورې وې، يعقوب د پلار په خبرو کې د زړه اومانونه اوبدل، د هغه خبرو د يعقوب په رګونو کې د خپلوانو او نيکونومينه وځوښوله.

يعقوب په تودو اوښکو له مور پلار سره خدای پاماني و کړه او هغوي هم په ښو دعاګانو بدرګه کړ.

يعقوب د ښتې ته ووت د صحرا په ټيټو هسکو کې د پلار خبرو او د ماما مينې د هغه ملا مضبوطوله کله به چې د لارې تودو سړو ستړی کړ د نوي او بريمن ژوند ارمان به هيله من کاوه او ستوماي به يې وتله.

يوه ورځ چې د لمر تودو وړانګو سوزوونکي بادونه لرل او د دښتې تاو ده ريګونه يې زغلول، لمر هم د زړه له اخلاصه اوروراوه او ځمکه د تبۍ په شان توده وه، په لاره تګ ګران و اود يعقوب  اراده او پښې يې سستې کړې وې، يعقوب چې سترګې وغړولې نو هرې خواته يې چې نظر کار کاوه سوراړې او سپيره ډاګ يې ليده، مخې ته يې دشګو او ريګونو غونډۍ وې چې اړيدل ترې ګران ګار ؤ، همدا وخت ؤ چې د نهيلۍ او ستومانۍ احساس د يعقوب پر زړه منګولې ښخې کړې، ځو شيبې حيران ؤ چې آيا لارې ته دوام ورکړي او له دغوستونزو سره ډغره ووهي، کوم اميدونه يې چې پاللي د هغو په لور ګام واخلې که نه په خپل ځان او جسم ورحميږي، له دې زړه چاودي سفره لاس واخلي او د خپل ځان په سلامتيا بسنه وکړي.

په همدې چرتونو کې ؤ چې يو لوی کاڼی يې وليد او يو ارخ ته يې سوری غوړولی و، يعقوب چې له ستړيا ټوك ټوك ؤ د دمې لپاره کاڼي ته تکيه شو، له ډډې وهلو وروسته سملاسی خوب يووړ او ډير په زړه پورې خوږ خوب يې وليد چې د ده د زړه تر دد او زړه والی يې له مننځه يووړ او د اميدونو بلبلې يې وچغيدې، يعقوب خوب وليد چې ډير نيکمرغه او خوښ ژوند لري، پاك او سپيڅلی نسل خدای ورکړی او هغوي ته کتاب ښيئ.

يعقوب په خوشحال زړه، روښان فکر او له غمونو په ژغورلې اروا له خوبه پاڅيد، د ارمانونو ليك يې مخې ته وغوړيد، د اميدونو وږمه پرې ولګيده او لکه غشی چې له ليندې وځي د خپل هدف په په لور وخوځيد.

د يار کوڅه :

سپيرې دښتې تيرې شوې، ورځې ورځې و اوښتې او ناڅاپه يعقوب له لرې ديو ښار تور والی وليد، د ښار څرك د يعقوب د هيلو تارونه وچيړل او په زړه کې يې د اميد سندره وغږوله، ښايي دا د يار ښار وي، د بوډا لابان ښار وي، د يعقوب قدمونه چاغ شول او ښار ته ورسيده، دا رمې دي چې څري، جوپه جوپه مارغان دي ، بلکې دا شپنان دي چې شپيلۍ غږوي او ماشومان دي چې پرلوبو لګيا دي، يعقوب له سوزنده سور اړو تېر شوی او د ابراهيم ټاټوبی ته رسيدلی،هغه مبارکه ځمکه چې د ابراهيم دين پکې وځلېده، د ده د تره کلی و، دده د ادمانونو کلی، هماغه خاوره چې په ارمان يې دښتې لنډې کړې او نو بايد خدای ته په سجده پريوزي.

يعقوب د پرديسۍ په جامه کې ښار تهننوت او په مهربانۍ يې پوښتنه وکړه: په تاسوکې څوک د "بتويل" زوی لابان پيژني؟

ورته وويل شو داسې به هم لا څوك وي چې د اسحاق اوښي لابان ونه پيژني، هغه خو د خپلې کورنۍ مشر دی لابان ددغو رمو څښتن دی چې په څړځايونو کې د سيلاو په شان څري.

يعقوب وويل څوك ته چې ما د هغه کور ته بوځي، وې ويل دا د هغه لور "راحيله" ده چه په رمې پسې ده.

يعقوب شاته مخ واړاوه يوه ښايسته او د انډولو اندامونه پيغله يې وليده، چې حيرانوونکې ښکلا او زړه وړونکې څيره لري، يعقوب چې راحيله وليده نو زړه يې عجيبه شان وتخنيد خبرې يې له خولې وتښتيدې ، ژبه يې ونښته ، خو زر يې ځان راغونډ کړ په خپل علم او عقل لاس بری شو او جينۍ ته يې وويل: زه او ته نزدې خپلوي او ټينګ اړيکي لرو، زه د همدې ونې ميوه يم چې په تا يې سيوری غوړولی دی اوله هماغې چينې يم چې ته ورځنې خوټيدلې يې، زه د اسۀاق زوی يعقوب يم چې ستا د نيکه "بتويل" د لور "رفقه" زوی، زه له کنعانه راغلی يم، له هغو ډاګونو راوړيدلی يم چې پوستکی وريتوي او پښې تڼاکې کوي او دا ستونزې مې د لابان د ليدلو په تنه زغملې دي.

راحيلې په خوږو خبرو او پرانستې غيږه د هغه هر کلی وکړ او کور ته يې بوتلو، يعقوب چې له راحيله سره روان و، په زړه کې يې نامعلومه شان ناکرارۍ احساسو له ، ته واله زړه يې کوم مارغه الوتی وي يا يې زړه چاوړی وي، دا بې ساری حالت  د دې جينۍ په ليدو پيدا شوی که نه د هغه ارمان له امله چې پلار يې زېری ورکړی و يا د هغه خوب د تعبير له کبله چې په دښته کې يې ليدلی و، هر څه چې وو د زړه پيزوان يې له لاسه ورنه کړ او په ډاډه زړه د لابان کتنې ته ورغی،

لابان يعقوب په غيږه کې کلك ونيوه، تر ډيره يې ترې لاسونه چاپېره  کړي وو، سترګې يې  له خوشحالۍ ځليدې او د خوښۍ اوښکی يې پر مخ بهيدې.

د يعقوب واده:         

يعقوب ماما ته پلارسپارښتنه واورو له او ماما ته يې وويل: چی په زړه کې مې ستا د زوميتا ارمانونه ټوپونه وهې راحيله مې ليدلې او زړه يې رانه وړی دی له تا هيله لرم چې رايې کړې او د خپلوۍ مزې مو نور هم کلک شي.

لابان يعقوب ته وويل ستا د درناوي او هغه عزت په وجه چې په زړه کې يې در لرم غوښتنه دې پوره کوم، زما له لورسره د واده شرط دادی چې اووه کاله زما لپاره شپني و کړې چې د لورمهر مې شې، ته به په دغو اوو کلونوکې زما تر ملاتړ او زما د مهربان زړه ترسيورې لاندې وې.

يعقوب  د شپنۍ شرط ومانه او د ګډو، بزو پر څرولو لګيا شو ، زمانې د هغه خوږې ارزوګانې و پاللې او په روح کې يې د هيلو مشال بل پاتې شو.

راحيله د لابان کشره لور وه ،مشره لور يې "ليا" وه خو ښايې په ښايست او اندامونو او بدنې ښکلا کې تر راحيلې کمه وه لابان نه غو ښتل او د هغه دين او ولس هم اجازت نه ورکاوه چې کشره لور يې تر مشرې مخکې واده شې خو زړه يې اجازت نه ورکاوه چې راحيله له يعقوبه چې د هغې په مينه ژوندی ؤ او عشق يې په زړه کې څپې وهلې وسپموي، نو د دې لانجې حل يې داسې راوويست چې دواړه خويندې يعقوب ته ورکړې ، ځکه چې يعقوب د دې کار وړ دې او بله داچې د هغه وخت په دين او عقيده کې هم له دوو خويندو  سره په يو وخت واده جائز ؤ.

کله چې د يعقوب د شپنۍ موده ختمه شوه او د واده وخت يې ورسېد او غوښتل يې چې ژوند سر څڼه کړي له لابانه يې وغوښتل چې خپله ژوبه پوره کړي، لابان يعقوب  ته وويل: ای زما د سترګو توره او د زړه ټکوره ! د پلار زړه او د دې ښار دين اجازت نه راکوي چې کشره لور تر مشرې مخکې واده شي دا زما ستره لور "ليا" که څه هم په ښکلا کې راحيله ته نه رسي خو په هوښيارۍ کې ورنزدې ده له تا غواړم چې دا وکړې، دا به ستا لپاره غوره ميرمن وي او که غواړې چې راحيله واده کړې نو بايد اووه (7) نوره هم شپني وکړې چې راحيله در واده کړم.

يعقوب چې د خدای غوره او نازولی پيغمبر ؤ نه غوښتل چې د ماما زړه مات کړي، يا يې خبره ونه مني، ځکه چې همدا لابان ؤ چې د يعقوب تود هر کلی يې کړی او هغه يې په خپلو احسانونو او لورينو کې ډوب کړی ؤ، په سخته کې يې د هغه لاس نيولی ؤ او لور يې ورکړې وه نو د لابان شرط يې ومانه، له "ليا" سره يې واده وکړ او اووه کاله نور په شپنۍ بوخت شو او اووه کاله پس يې بيا له راحيله سره واده وکړ.

لابان خپل هرې لور ته يوه وينځه ورکړه چې د هغوي خدمت به يې کاوه خو دغو دوو خويندو په خپلې مهربانۍ او له يعقوب سره په مينې دواړه وينځې هغه ته وبخښلې، خدای تعالی يعقوب ته له خپلو ميرمنو او وينځو دولس بچي ورکړل چې د بني اسرائيلو اسباط وګرځيدل.

 

دغه دولس بچې دادې:

له ليا څخه : رابين، شمعون، لاوی، يهودا، يساکر، او زوبولون له راحيلې څخه: يوسف، بنيامين

د راحيلې له وينځې يعنې بلهه څخه دان نفتالی د ليا له وينځې زلفه څخه جاد، او ايشر، له بنيامين پرته دا ټول بچي په فران آرم کې پيدا شوي دي.

د يعقوب کيسه تفضيلاً په قرآن کې نه ده راغلې او له بېلا بېلو آيتونو اخستل شوې ده، البته د تاريخي او تفسيري حوالو په استناد.