حضرت اسماعيل عليه السلام

حضرت ابراهيم عليه السلام له ميرمنې ساره او وينځې هاجرې سره د فلسطين په لور رمه روانه کړه او په فلسطين کې له خپلو پريمانه شتو سره د خپلو ګوته په شمير منونکو په ملګرتيا ديره شو،بي بي ساره شنډه وه، بچي يې نه کيدل د ابراهيم عليه السلام بچې ډير خوښ وو، ساره بي بي هم په دې پوهه وه خو د لنګون عمر يې تير ؤ.

ساره تر ډيرو فکرونو وروسته د دې مسلې حل داسې را وويست، چې ابراهيم يې له وينځې هاجرې سره واده ته وهڅاوه، بي بي هاجره پاکه، سپيڅلې ، مهربانه او غوره پيغله وه، د بي بي ساره په خيال ښايي له بي بي هاجرې د ابراهيم بچې وشي او د دغه ميړه او ښځې په بې خونده ژوند کې چې د يوازيتوب په وحشت کې تېريده مالګه ګډه کړي او د ابراهيم په غلي غليا ژوند کې د خوښۍ خوږه سندره وغږيږي، ابراهيم عليه السلام د بي بي ساره خبره ومنله او له بي بي هاجرې سره يې واده وکړ او رب العزت د هغوی سترګې د اسماعيل په زيږيدو روښانه کړې.

تر يوې مودې بي بي ساره هم د اسماعيل په پيدا کيدو خوشاله وه او دې وړې کورنۍ په خوښۍ شپې سبا کولې خو بالاخره د بن توب کينې د بي بي ساره لمنه ونيوله، د غم زول يې زړه ولړزاوه، ژور خپګان او له بنې سره حسد په هغې کې د رخې اور بل کړ، په سترګو يې تياره خوره شوه، اسماعيل به پرې ښه نه لګيد او هاجره بي بي يې هم ښه نه ايسيده، اوس د ساره د زړه نغری تود دی، پښيمانه اوستومانه ده، ځان دوا دا ده چې بي بي هاجره او اسماعيل له دې کوره وشړي او په دغو چورتونو کې يې له ابراهيمه وغوښتل چې بي بي هاجره او اسماعيل د هغې له سترګو لرې کړي او چرته لرې صحره کې يې پريږدي چې د دغې مور او زوی اواز د ساره پر غوږونو نه لګي.

د بي بي ساره له غوښتنې وروسته ابراهيم د هغې خواست ومانۀ، ښايي د خداې همدا رضا وه او ابراهيم ته يې وحې کړي وه.چې د ساره خبرې ته غاړه کيږدي، ابراهيم په اس سپور شو او په بل اس يې بي بي هاجره او اسماعيل عليه السلام سواره کړل او د خداي په اسره له ښاره ووت، لاره اوږده شوه او اخر هغه سپيڅلي ځاې ته ورسيدل چې اوس په کې د خداي کور اباد دی. بي بي هاجره او د څو مياشتو کوچنی يې په دې سپيره ډاګ کې کوز کړل، ابراهيم دغه بې کسه مور او پۍ روي ماشوم په دې وچه کلکه او سوزنده بيديا کې په داسې حال کې د خداي په اسره پريښودل چې بې له يوې کڅوړې او يو پټګي يې چې د يو وخت خواړه او اوبه يې لرلې بله هيڅ توښه يې نه درلوده. که لرل يې نو يوازې پر خداي پاک د ايمان رڼه چينه او د روح کراري وه کله چې ابراهيم په ستنيدو شو، بي بي هاجرې په يو لاس د ابراهيم لمنه کلکه ونيوه او بل لاس يې د اس قيزې ته ورتير کړ او وې ويل، د اسماعيل پلاره چرته روان يې مونږ په دې ويروونکې او بوږنده دښته کې چاته پريږدې، ښايي هاجرې غوښتل د ابراهيم احساسات وپاروي او زړه يې نرم کړي، اسماعيل ته يې اشاره وکړه، ابرهيم ته يې د هغه په سر قسم ورکړ او ور زياته يې کړه د لمر دغه سوراړوته خو لوي هم ځان نه شي ټينګولې دا ماشوم به څه کوي، خداي مه کړه که ليوان را مات شول نو څوک به مو ساتي، دلته خو نه ونه شته نه بوټي او د اوبو څه درک لګي، زه خو به په  خيټه کاڼي کيږدم خو که دا ماشوم وږې تږې شو نو څه به کوم.

د بي بي هاجرې اوښکې د پسرلي د باران په څېر د ابراهيم په پښو تلې شوې او د بيابان ريګو وڅښلې، د هيلې ودانۍ يې وشړيده، تودو اوښکو يې د ابراهيم زړه ويلې نه کړ ورته داسې وفرمايل؛ زه چې له تا سره څه کوم د خداې پاک په امر يې کوم بايد د هغه خوښې ته سر کيږدم او خبره يې يوسم.

کله چې بي بي هاجره ورسيده چې د ژوند تودې سړې د رب په امر او خوښه کيږي نو د ابراهيم له پوهولو يې لاس واخيست او د لوې ذات خوښې ته يې غاړه کيښوده، ابراهيم له ماينې او بچي لاسونه ووينځل او بيرته يې کوچ وکړ، د بچيو پلاران ښه پوهيدې شي چې د ابراهيم په زړه به څه تيريدل تر دي لوې غم بل کوم دی چې بنيادم نازولي وفاداره ماينه او داسې نيازبين زوې چې زړبوډۍ يې د پلار سترګې روښانه کړي وې په خوشي تشي ځنګل کې پريږدي، د ابراهيم د زړه سورې اسمان ته خيژي خو روح يې د خداي په خوښه او رضا ډاډمن دی.

ابراهيم د رب په خوښه ټبر په دښته کې پريښود، او په مات زړه ستون شو او له پاک رب يې وغښتل چې په خپلې مهربانۍ دغه ټاټوبۍ ښيرازه کړي او په خپل رحمت يې وساتي، په همدې موقع باندې ابراهيم وويل؛اې زما ربه ستا په خوښه خپله خيلخانه په شاړه کې ستا کور ته نږدې پريښوده، پروردګاره؛ چې دوي لمونځونه وکړي نو د خلقو په زړونو کې زما د زوزات مينه واچوه او له مادي او معنوي ميوو يې برخمن کړه ګوندې شکر وباسي.[1]

حيرانه مور

بي بي هاجرې د تقدير ليک ته سر کيښود، ځان يې د صبر په ګاڼه وپسوله، د خوراک څښاک توښه يې ډيره زر ختمه شوه او خوله يې وچه شوه، دې ډير زغم وکړ خو د خولې او تي له وچيدو پرته يې بله ګټه ونه کړه ، پۍ يې وچ شول، يو ګوټ اوبه يې هم نه درلودې چې د وړوکي اسماعيل خوله يې ورلمده کړي وې.

لوږې تندې د اسماعيل سورې پورته کړې او ژړا يې اسمان ته ورسيده، د مور له زړه يې د غم اسويلی ووتل د اوښکو غميو يې په مخ لړۍ وپيرلې، ښايې د اوښکو په چينې د معصوم تنده ماته کړي خو افسوس چې دا کار کيدونی نه دی.

د اسماعيل کوکارو د بی بی هاجرې د زړه ودانۍ ولړزوله، له پښو يې ځمکه وتښتيده، بی واره يې يوبل پلو منډې پېل کړې، د صفا په لور يې د اوبوڅرك وليد، ور وزغاسته، او به لاپسې لرې شوې، اوس سيوری و چې په لاس نه راتله، بيا يې د مروه په غره اوبه وليدې په تلوار يې ورمنډې کړې خو لکه دا هم اوبه نه وې، هو، ځلوب ؤ چې تږو سترګو ته يې د اوبو هيله ورکوله.

وايي بی بی هاجرې اووه (7) ځله د صفا او مروه په غرونو کې په اوبو پسې منډې ووهلې خو څه چې به له لرې اوبه بريښيدی په اصل کې به د اوبو سيوری او ځلوب ؤ، د اسماعيل سوې سورې د مور د خواره واره زړه پردې لړزوي او هغه يو په دوه اريانه او وار خطا ده. "ای ربه ورحميږه، ددې ماشوم خوله دومره وچه ده چې چغو يې چغو يې په ستوني کې ازغي ولاړ کړي دي. څو ورځې يې د پيو څك نه دی کړی، دی خو اوس نه دلاس ښورولو دم لري او نه يې ږغ له کرۍ ځيژي، د ده خو سلګۍ هم په شمېر دې، بې کسه مور د زړه د غوښې وروستۍ سلګۍ د سر په سترګو ګوري خو نه  د ژغورلو لاره ويني اد نه د بچی.

په همداسې سختو شېبو کې اسماعيل وړې وړې پاپۍ (پښې) د کاڼي په زيږ ټټر راکاږلې، ښايي د ظالمې زمانې په دې ګړۍ کې چې د نړيوالو زړونه د هغه لپاره سخت شوی،دا کاڼی د هغه له مسنې ويلې شي او اوس چې کوم ياور نيشته دا ډبره د هغه ملګرې شي، اسماعيل پښې دومره په ځمکه و ټکولې چې د کاڼي له خولې اوبه راوخوټيدې، بی بی هاجرې وليدل چې اسماعيل خدای تعالی د رحمت په لمنه کې نغښتی او الهی لوريينې پرې سيوری غوړولی دی.

ستومانه مور په  کرار زړه د بچي څنګ ته کښيناسته، له تندي يې خولې پاکې کړې، د معصوم وچې شونډې يې لمدې کړې، د اسماعيل په ځان کې د روح ځغل د هاجرې زړه په ترپکو کړ، په اوبو خړوب زوی يې په مينه په غيږه کې څملاوه، پر ملايې لاس ورکش کړ او د هغه نوي ژوند يې په خولې موسکا ورخوره کړه.

بی بی هاجرې پخپله هم څو ګوټه وڅښل، روح يې په کالبوت کې وځغليد ، او د غم تورې لړې يې له سره لرې شوې تاسو ته پته ده چې د اسماعيل له پښو کومه چينه روانه شوې وه ؟ هو – همدا د زمزم چينه ده چې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه راغلي حاجيان ترې چاپيره دي او د زمزم د اوبو لپاره له يوبله مخکې کيږي، چې ددغه الهی رحمت له چينې يو څاڅکی وڅښي، هماغه چينه چې نړيوال يې يو ګوټ هم د شفا تومنه ګڼي او له خاجيانو يې د ډالۍ په توګه اخلي.

کله چې د زمزم چينه راوځښيده د خواو شا مرغان يې په اوبو راپنډ شول د "جرهم" قبيلې کسانو چې له دغې سيمې تېريدل وليدل چې مرغان له دغه ځايه تاويږي راتاويږي، د مرغانو په ليدلو سره يې چې د اويو نښه ګڼل کيده، يو کس ور واستاوه چې خبر راوړي، د جرهم استازي چې کله بی بی هاجره اسماعيل او ورسره روانه چينه وليده له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېده، په ترپکو قبيلې ته ستون شو او د چينې زيری يې ورساوه.

کله چې د جرهم قبيله له کيسې خبره شوه نو ټولی ټولی وغې سيمې نه ورغلل او هلته يې واړول او اباده يې کړه، بی بی هاجره له دغو خلکو شره بلده شوه، وېره يې له زړه لاړه او دلوی ذات مننه يې وګړه چې له ستر امتحانه يې سر لوړې راوتې ده.

د اسماعيل قربانول : 

ابراهيم خپل زوی نه دی هېر کړی ، کله کله پرې چکر وهي او حال يې اخلي، اوس نو ابراهيم  له نوو حالانو خوشحاله دی او زړه يې ډاډه دی.

د اسماعيل په مخ شنه کرښه راغله او د ځوانۍ وږمه پرې ولګېده.

يوه شپه ابراهيم خوب وليد چې چاړه ورسره ده او اسماعيل حلالوی، ټولو ته پته ده چې د پيغمبر انو خوبونه رښتيتني وي او ابراهيم هم په دې خبره پوهېده.

له يو امتحانه وروسته بل ازميښت، له يوې سختۍ وروستيو کلونو کې يې د زړه لوی ارمان پوره شوی دی، خدای د اسماعيل په څير ښکلی زوی ورکړی او د هيلو دنيا ګۍ يې په همدغه ايك يو زوی ودانه ده.

دغه بې وسه بوډا ته حکم کيږي چې نيازبين زوی او ګرانه ماندينه دې په داسې شاړه او ځنګل کې پريږده چې نه انسان لري او نه ژوندی ساری، خير دغه ازميښت هم تېر شو، او چې يې د سترګو تور د مرګ له بټۍ راوتی او په ځوانۍ کې يې قدم ايښی، ابراهيم له يوه داسې ازميښت سره مخامخ شو چې غرونه ورته ځان نه شي ټينګولی، خد ستر مصيبتونه له سترو خلکو سره ښايي او ابراهيم په دې ارزي چې د ايمان کمال ته د رسيدا لپاره له داسې کږلېچونواو سختيو واوړي.

ابراهيم د خپل رب امر ته غاړه کيښوده، د اسماعيل په لور رهي شو او خپل رب امر ته غاړه کيښوده، د اسماعيل په لور رهي شو او خپل ګران زوی ته يې الهي غوښتنه چې د کاڼو زړونه ويلي کوي، واوروله ، ابراهيم حضرت اسماعيل ته وويل :- ای زما د سترګو توره خوب مې ليده چې ستا په مرۍ چاړه را کاږم ستا څه خيال دی؟

ابراهيم غوښتل چې که د اسماعيل په خوښه دا کار وشي نو ډيره به ښه وي.

د اسماعيل وروستۍ غوښتنه:

کله چې اسماعيل د پلار له غوښتنې خبر شو د پلار خبره يې د سر په سترګو ومنله او ځواب يې ورکړ: "پلاره خپله خدايی دنده دې سر ته ورسوه که خدای کول زه به له صابرانوڅخه وم " اسماعيل غوښتل چې د پلار پام بلې خواته واړوي چې غم يې يو څه کم شي او د زوی د حلالو لو اسانه لاره ومومي ، وې ويل پلاره ښه مضبوط پړی به پيدا کړې او مابه پرې وتړې چې د حلالولو په وخت لاس پښې ونه ټکوم، جامې مې وباسه ، چې په وينو ککړې نه شي او د اخرت ګټه مې نيمګړې نه شي، مور مې هم ککړې جامې و نه ويني او غمژنه نه شي.

ګرانه پلاره چاړه ښه تېره کړه او زر يې زما په مرۍ راکاږه چې مرګ سخت دی.

قدر منه پلاره! مور ته مې سلام وايه او که خوښه دې وي کميس مې ورته يوسه چې کله زه ورياد يږم بويوي يې، د زوی وږمه ترې اوري او زړه يې تسل کيږي، ابراهيم وويل : خوږه زويه ! ته د خدای په امر کې زما ډير ښه ملګری يې، بيا يې ښکل کړ او دواړو ښه وژړل، ابراهيم خپل نيازبين زوی پر ځمکه څملاوه، لاسونه يې ور وتړل چاړه يې راواخسته ښه ورته ځير شو بيا يې يوه سترګه د بچی نازکې مرۍ ته وکتل ، اښکو يې اننګي لامده کړل او د زړه چغې يې آسمان ته اوچتې شوې.

ابراهيم د اسماعيل په مرۍ چاړه راښکله خو د خدای په قدرت چړې کار نه کاوه، اسماعيل پلار ته وويل باباماپړمخ په ځمکه څملوه،چې زمامخ ته كتل دې اراده سسته نه کړي،ابراهيم زوی پړ مخ څملاوه،په څټ يې ورته څوځله چاړه کش کړه خوګټه يې ونه کړه،قدرت، د چړې تيروالی ختم کړی وابراهيم لاپه اريانۍکې ډوب وچې د خدای تعالی غږ يې ترغوږوشو"ای ابراهيم خوب دې پوره شوموړنيکانوته داسې بدله ورکوو".

ابراهيم او اسماعيل په خپلې کاميابۍ ډير خوشحاله شول د خداېی شکر يې وويست ، چې بلا يې ترې وغړوله ، ابراهيم او اسماعيل سترو الهی بدلو ته ورسيدل، له ډيرو لويو ازميښتونو بريمن راووتل او ايمان يې لاپيسې کلك شو.

پاك رب د اسماعيل پر ځای له اسمانه ګډ وروليږه ، ابراهيم د خدای په امر ګډ حلال کړ او د اسماعيل قربانی پوره شوه ، د اسماعيل د قربانۍ له کيسې ورويته په همدې وياړ د اختر د مياشتې په لسمه ورځ د قربانۍ حکم نازل شو او اوس مسلمانان هر کال د اوی اختر په ورځ د ابراهيم او اسماعيل د همدغو سرښندند په ياد، څاروی او مالونه قربانوي.

د اسماعيل واده :

کله چې د زمزم چينه وخوټيده او د چينې خواو شا خلك پنډ شول ، په دغه ټاټوبی کې نوی ژوند پېل شو ، د جرهم قبيلې خلکو وليدل چې مرغان جوپه جوپه دغې سيمې ته روان دی نو يو استازی يې ور وليزه چې خبر راوړي، کله چې استازي د زمزمچينه ولېده ،د جرهم قبيلې خلکو ته يې زيری يووړ.

د قبيلې خلکو له بی بی هاجرې اجازت واخيست او بی بی هاجرې په دې شرط اجازت ورکړ چې د درنو ميلمنو په څير به دغلته اوسيږی او ځمکه به نه تروړي، بيا نورې قبيلې هم دغې سيمې ته ورسيدې او هلته يې واړول.

اسماعيل او مور يې هم په دغو خلکو کې ګډ شول، وخت پړاوونه پوره کول، اسماعيل زلمی شو دښه خوي او ښايست خاوند و ، د نيکۍ اوازه يې تر ليرې ليرې خپره شوه،عربي يې ښه زده کړه او د همدغې قبيلې له يوې جينۍ سره يې واده وکړ، او ښه خوښ او نيکمرغه ژوند يې کاوه، خو د زمانې ناترسه قانون له هغه ګرانه مور واخيسته او د مور بېلتانه داغ  يې په زړه ور پريښود.

ابراهيم د مکې په ټاټوبی کې خپله پانګه نه وه هېره کړې کله کله به يې په اسماعيل چکر واهه او د هغوی حال به يې اخيست.

وايې چې يوه ورځ ابراهيم د اسماعيل کور ته ورغې ، اسماعيل په کور کې نه و يوازې ميرمن يې وه،ابراهيم ترې د اسماعيل پوښتنه وکړه، ښځې وويل د ډوډۍ ګټلو لپاره بهر وتلی دی، بيا يې د خپل ژوند شکايتونه پېل کړل، وې وېل : ډير په تنګسې کې يو ،ژوند مو سخت دی اسماعيل دومره نه ګټي چې موږ پرې ارام ژوند تېر کړو،داڅه ژونددی؟"

ابراهيم د ښځې له خبرو پوه شو چې قانعه نه ده، د خدای په ورکړې راضي او پر خپل رزق خوشحاله نه ده.

ابراهيم وليدل چې دا ښځه د اسماعيل قابله نه ده ځکه چې له اسماعيل سره له ګډ ژونده سورې وهي او له زوی مې خوشحاله نه ده.

نو دستنيدو پر وخت يې د اسماعيل ميرمنې ته وويل: "اسماعيل ته له سلامه وروسيه ووايه چې دکور درشل دې بدل کړه" دايې وويل او ستون شو،د کور د درشل له بدلولو د ابراهيم مطلب داؤ چې اسماعيل په اشارو کې پوه کړي چې دا ښځه طلاقه کړي او غوره ښځه وکړي.

اسماعيل چې کله کورته ستون شو نو له ښځې يې پوښتنه وکړه څوك  خو راغلي نه وو؟

ميرمنې وويل : هو يو سپين ږيری چې داسې کړه وړه يې وو، راغلی و ، ته يې ډير يادولې، زړه يې ډير غوښتل چې له حاله دې خبر شي، ما درته د ژوند د سختيو خبره هم وکړه.

اسماعيل وپوښتله څه پيغام خو يې نه درلود؟

- ولې نه سلام يې کاوه او ويل يې چې د کور درشل دې بدل کړه.

اسماعيل وويل هغه مې پلار ؤ او حکم يې وکړ چې له تا جدا شم، نو زه تاته طلاق در کوم.

څه موده پس ابراهيم بيا د خپل زوی د ديدن لپاره مکې ته لاړ، دا ځل بيا د اسماعيل په کور کې يوازې د هغه ښځه وه او اسماعيل بهر وتلی ؤ.

ابراهيم ترې د اسماعيل د حال احوال پوښتنه وکړه، ښځې وويل بهر وتلی چې ډوډۍ موډۍ راوړي.

ابراهيم ترې بيا د ژوند او حالانو پوختنه وکړه ښځې اول د خدای ثنا صفت وکړ، بيا يې شکر وويست او وې ويل: د خدای ډيره مهربانی ده ښه خوشحاله يو او هر څه ډير دي.

ابراهيم وليدل چې نږور يې مومنه ، شاکره، صابره او د خدای په وېکړې راضي ده، پوه شو چې زوی به يې اوس نيکمرغه او خوشحاله وي زړه يې ډاډه شو او نږورته يې وويل: "اسماعيل ته له سلامه وروسته وايه چې د کور در شل دې وساته".

اسماعيل چې کله راغی او له کيسې خبر شو نو ميرمنې نه يې وويل: دا زما پلار ؤ او سپار ښتنه يې کړې چې هيڅکله تا پرې نه ږدم.

وايې چې داښځه تر مرګه له اسماعيل سره وه او د اسماعيل اولاده له همدغې پاکې ميرمنې ده.

د کعبې جوړول:

ابراهيم په مودو مودو له اسماعيله بيل ژوند کاوه، يوه ورځ يې فيصله وکړه چې زوی ته ورشي خو د ديدن او پوښتنې لپاره نه بلکې دا ځل د يو ستر کار لپاره چې خدای تعالی ور په غاړه کړی و، رب العزت ابراهيم ته امر کړی و چې په مکه کې د هغه کور يانې کعبه چوړه کړي.

ابراهيم د خدای امر منلی او په ډاډه زړه مکې ته رهي و، مکې ته ورسېده ، په اسماعيل پسې وګرځيد، اسماعيل يې د يوې ګورې ونې ﻻندې پيدا کړ چې سيوری ته ناست و او غشي يې جوړول.

د پلار په ليدو د اسماعيل پر خوله موسکا خوره شوه، زړه يې له خوښۍ غورځنګونه وکړل ور وزغاسته پلار او زوې يو بل ته ټينګې غيږې ورکړې، کله چې د ديدن اور سوړ او د ابراهيم بيلتانه دردونه کم شول او دواړه يو بل ته ښه زړونه تش کړل ابراهيم يو مهم او عجيبه راز زوی ته ووايه ، نزدې غونډيوته يې اشاره وکړه او وې ويل زويه خدای له ما غواړي چې په دې سوي ټاټوبی کې د هغه کور اباد کړم.     

اسماعيل د ابراهيم تر ګوتو زيات د هغه فرمانبردار و د پلار په خبره يې ملا وتړله دواړه مټې راونغښتې ، هيلې به هڅول او د خدای مرستې به يې هوډ کلکاوه، ابراهيم او اسماعيل د خدای د کور بنيادونه وکندل و ستنې يې هسکې کړي، دواړو لاسونه رب العزت ته اوچت کړل او دعا يې وکړه : ای ربه موږ ځانونه تاته تسليم کړل، او زموږ زوزات داسې ولس وګرځوه چې ستا حکم ته سر کيږدي، ای خدايه! د عبادت روده او طريقه راوښيه او موږ وبخښه ځکه چه ته ډير مهربانه او بخښونکی يې". [2]

په ډير لږ وخت کې د کعبې ديوالونه ودريدل او د خدای د خونې ځای معلوم شو، اسماعيل به کاڼي او خټه تيارول او ابراهيم به ديوالونه خيژول، او د پاك رب په مرسته يې دالويه کوټه جوړه کړه، ودانۍ لوړه شوه او ديوالونه اوږده شول، د ابراهيم لاس بره نه رسيد ځکه چې يو خو سپين ږيری ؤ او بل ديوال لوړ ؤ، اسماعيل ته يې وويل: بچيه يو کاڼی راوړه چې د پښو لاندې يې ميږدم چې لاس مې درسي، او ودانۍ بشپړه کړم.

اسماعيل وګرځيد او حجر الاسود "تور کاڼي" يې پيدا کړ ابراهيم په کاڼي پښې کيښودې او ودانۍ يې وخيژوله، کله به چې يو اړخ بشپړ شو حجر الاسود به يې په بل ګوټ کې ولګاوه او اسماعيل کاڼي راوړل، ابراهيم کت په کت کيښودل او په دې ډول د هغه لوی مرکز د بشپړ يدو کار چې رب العزت د خلکو د عبادت لپاره په نظر کې نيولی ؤ، د نړۍ د ګوټ ګوټ خلك يې د ليدو ليوال دی او په زړه کې يې د هغه د ديدن څپې څپانده دي، پای ته ورسېد.

هو د ابراهيم دا دعا چې ای ربه د خلکو زړونه اسماعيل او د هغه مور ته متوجې کړې او له نورو ورته ګټه ورسوې ګوندي منندوی شي، پوره شوه" او خلك د زړه له تله د دې کور ليدلو ته ليواله دی.[3]


[1] (ابرهيم سوره ايت 37

[2] بقره 127او 128

[3] سوره ابراهيم 37 آيت.