بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت ابراهيم عليه السلام

د بابل خلکو ښيرازه او سوکاله ژوند درلود، د خدای تعالی د نعمتونو له ونې يې چترۍ جوړه کړی وه او ښه په مزو کې يې شپې سبا کولی خو سره له دې چې د لوی ذات له پريمانه نعمتونو برخمن وو د ګمراهۍ په تيارو کې ورک ا د ورک ليارۍ او بې لاری په ګړڼګونو کې لا لهانده وو.

د غوبې لارو خلکو په خپلو لاسونو بوتان تراشل، او هغه يې خپل خدايان ګرځولي وو، خپل اصلي خدای يې پريښې ؤ او هغه رب يې، چې پر دوی يې ظاهري او باطني نعمتونه لورولی وو هېر کړی ؤ. د بابل د چارو  واګی د نمرود په لاس کې وې چې د کنعان بن کوش زوی ؤ، نمرود يو ظالم او زورواک باچا ؤ او خلک يې له ظلمه يوزې ته راغلي وو.

نمرود چې کله خپل زور او خدای ورکړو نعمتونو ته وکتل او بيا يې د خپل ولس ناپوهۍ او تور زړۍ ته سترګې وغړولې، د خپلې خدائۍ لپاره يې زمينه برابره وليده، ځان يې خدای وباله او خلک يې خپل عبادت ته وبلل.

هو، نمرود ولې هغوی د ځان په وړاندې ټيټيدو ته ونه بلی او ولې له هغوی عبادت ونه غواړي، نمرود ليدلی دي چې د هغوی ياپوهي سمه اوج ته رسيدلې خيالات او عقېدې يې فاسدي شوي او دغو چارو د نمرود د خدائی لاره هواره کړې ده.

ايا دا ناپوه خلک بې شعوره او وچ کلک بوتان يا داسې مجسمې چې نه اوري نه ګوري او نه حس لري په خدايۍ مني؟ نمرود خو بيا هم خبرې کوي.

ځينو خلکو ته خبر رسوي، شعور لري، نيستمن مالداروی او شتمن خواروی شي، تر نورو خلکو پوه او چالاک دی نو ولې دې حکومت ونه کړي؟ ايا نمرود تر بوتانو کم و، چې خدای نه شي؟

د بابل د ؛فدام ارام؛ ښار په همداسې يوې فاسدې او ورک لارې ټولنې کې حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل تره اذر په لمنه کې دنيا ته سترګې رڼې کړې.

خدای تعالی ابراهيم عليه السلام ته سمه لاره وښودله او هغه په خپل راڼه فکر د کائناتو پنځګر وپيژنده، خدای تعالی ابراهيم ته وحی وکړه چې ستا رب يک يو دی، پر مخلوقاتو واکمن دی او هر څه د هغه په واک اختيار کې دی.

ابراهيم عليه السلام پوهېېده چې دا په خپلو لاسو تراشلی بوتان هپڅ ارزښت نه لري نو وې وبلي او د فساد له ککړتياوو او د شرک له کړنګونو يې وژغوری.

د ابراهيم عليه السلام زړه د الهی مينې په ميومست ؤ او د پنځګر پر قدرت په عقيدې خړوب، پرلويې ورځې به زموږ د نننيو کړو حساب کيږي. خو بيا هم غوښتل چې ايمان يې لا پياوړی شي او د لويې ورځې او بيا پاڅولو نښه پخپلو سترګو وګوري، نو له رب العزته يې وغوښتل وروښيئ چې هغه ذات به په لويه ورځ مړی چنګه راولاړوي او دا وراسته او پاشلی هډونه به چنګه بيا ژوندي کوي؟

پاک پرورديګار ابراهيم ته وحی وکړه چې ايا په قيامت باور نه لرې چې دا کار غواړې؟

ابراهيم عليه السلام وويل: ولې نه په لويه ورځ مې ايمان دی او رښتيا يې ګڼم خو روح مې غواړي چې دا چاره د سر په سترګو وويني، سترګې مشاهده غواړي، او مشاهده د زړه ډاډ او يقين زياتوي.

کله چې ابراهيم عليه السلام کلک هوډ وکړ چې خپل ايمان غښتلی او زړه ډاډه کړي نو لوی ذات يې ارمان ورپوره کړ او ورته يې امر وکړ چې څلور مرغان ونيسه، ښه په غور يې وګوره بيايي ټوټې ټوټې کړه او د هر مارغه څه ټوټې له ځانه سره وساته او نورې يې په مختلفو غرونو کيږده، بيا دا مرغان ځانته راوغوړه چې زما په حکم درشي، ابراهيم عليه السلام د خدای له حکم سره سم همدا کار وکړ او کله يي چې مرغان  راوبلل نو د هر مارغه ټوټې له خپلو ټوټو سره يو ځای شوې، په دې چارې کې هيڅ ګډوډی رامنځته نه شوه او په هيڅ مارغه پورې غلطه ټوټه ونه لګېده، ارواګانې يې ورستنې شوې او د لوی څښتن په امر مارغان د ابراهيم عليه السلام په پښو کې کښيناستل.

حضرت ابراهيم عليه السلام د مارغانو د ژوندي کېدو معجزه په خپلو سترګو ولېده او د ځمکو او اسمانونو د پنځګړ په قدرت يې ايمان لا کلک شو.

هو! څوک چې پخپل لا س د مرغانو روح واخلي، ځانونه يې ټوټې ټوټې کړي او بيا په يو ږغ د هر مارغه درغېدو هيښنده مغجزه وويني، ناممکنه ده چې د داسې کس په زړه کې څه شک پاتې شي او د لوی څښتن په دې چاره کې دوه زړی شي، چې يوه ورځ به مړي له قبرونو راپاڅوي او حساب کتاب به يې کوي.

ابراهيم عليه السلام او بت پلوری ازر:

ازر به بوتان تراشل او خرڅول به يې، د ی ابراهيم عليه السلام ته تر ټولو نزدې کس ؤ، او له همدې امله تر نورو د لارښوونې لپاره زيات غوره او وړؤ. اذر د بوتانو انځورګر، تراشګر او مبلغ ؤ. خلک به يې د بوتانو عبادت ته بلل او د فتنې جرړه وه، که ابراهيم عليه السلام اذر سم کړی وی د فتنې جرړه به يې ويستلې وه. لکه څنګه چې رب العزت خپل استازی د حکمت په ګاڼه پسوللی وی، ابراهيم عليه السلام د اذر (خپل تره) د لارښوونې چاره د دوی خدايانو ته د بدو ردو او سپکاوی له لارې پېل نه کړه نه وي، اذر ورځنې کرکه پېدا کړي وار د واره ترې ويزاره شي او خبرو ته يې غوږ وانه چوي، يا ابراهيم عليه السلام وشړي او په سر غړونه يې تورن کړي.

نو ابراهيم عليه السلام اول په پسته او خوږه ژبه اذر ته خپله پيغمبري ښکاره کړه ګوندې د هغه مينه راوپاروی او د زړه کلا ته يې له دې لارې ورننوځي، بيا يې ازره وپوښتل چې تا ولې په دغو بوتانو پورې زړه تړلی دی، تاته خو پته ده چې دوی ستا عذر زارۍ نه اوري، ستا په خاکسارۍ او عبادت نه پوهيږي او د سر د غړولو لپاره ستا دعا نه شي ايجابولی يا دې کومه اړتيا نه شي پوره کولی نو دوی ته ولې کوز پاس کيږي؟

ابراهيم عليه السلام ويريده چې نه وي اذر ته د ده پيغمبري هيڅ ښکاره شي، د ده خبرې چټي و انګيري او يا ترې ځان تېر کړي، نو اذر ته يې وويل: ای اذره ماته خدای تعالی داسې علم راکړی چې ته يې نه لرې که څه هم زه په مال او عمر کې ستا سيالي نه شم کولی خو داسې معرفت مې نصيب شوی، چې ته ورځنې بې برخې يې نو زما د لارې مل شه زما په پله پل کېږده او ښه به دا وي چې زما په لاره او روده روان شي، چې خدای  ده عاقبت په خير کړي.

ابراهيم عليه السلام غوښتل چې د بوتانو بې ګټې والی اذر ته وښيئ نووې ويل ای اذره: بوتانو ته د تسليميدو مانا د شيطان منل دي، شيطان له خدای پاک سر وغړاوه او د بندګانو ګمراهۍ ته يې ملا وتړله، تا شيطان ته پناه وړې خو ياد ساته چې شيطان د انسان ازلي دښمن دی او بنيادم ته له هلاکت او بربادۍ بله لاره نه ښيئ.

ابراهيم عليه السلام و ګواښل شو:

حضرت ابراهيم عليه السلام اذر ته نېغه لاره وښودله او هغه ته يې لارښودنه وکړه خو اذر د هغه خبره ونه منله پخپل کفر ټينګ شو او په ترخې ژبې او ميرڅمنۍ سره يې د ابراهيم عليه السلام مخالفت وکړ، د ابراهيم عليه السلام پستې خبرې يې هېرې کړې او هغوی له خدايانو د ابراهيم عليه السلام په سر غړولو يې په حيرانتيا سره وويل: ته زموږ د خدای مخالفت ته راپاڅېدلی يې که له دی بې لارۍ لاس وانه خلې او سمې لارې ته راوانه وړې، د کاڼو باران به درباندې وکړم او په غشيو به دې سوری سوری کړم زما له قاره وويريږه او زما په کور کې هيڅ ځای نشته او زما په زړه کې دې هم هيڅ مينه ځای نه لري.

ابراهيم عليه السلام د اذر ګواښ په حلاصه ټنډه ومانه بيا يې ورته داسې ځواب ورکړ چې د هغه له ازر سره د نيکۍ او اخلاص يښې ښکاره دی، ابراهيم عليه السلام ازر ته وويل: سلام دې وي پرتا له خدايه به ستا د بخښلو دعا وکړم، هغه پر ما مهربان دی زه ستا او ستا له خدايانو ويزاره يم او درنه لاړم، ابراهيم عليه السلام په مات زړه له ازر سره خدايه پاماني وکړه.خو په دی ډېر غمجن و چې تره يې سمې لارې ته رانغی البته د ازر ترخو خبرو و هغه هوډ لا او سپنيز کړ او کلکه اراده يې وکړه چې په هره بيه وي د دغه ولس د سپکې عقيدې مونډ به وباسي.

ابراهيم عليه السلام چې ډېر روڼ اند، بيدار زړی او د ژونرې پوهې څښتن و پوه شو چې لفظي دليلونه او منطقي خبرې د دغه قوم په شاړ زړه کې د هدايت زړی نه زرغوندوي نو بايد د خپل تبليغ لاره يو څه وراندې کړي او د هغوی باطني سترګې وغړوي، ښايي له دې لارې د هغوی زړونه د هدايت په دڼا روښانه شي، که د ابراهيم عليه السلام د تبليغ رودې ته ځير شو نو پوهيږو چې ډېرې سمې او منطقي لارې ته يې مخه کړي وه.

ابراهيم عليه السلام به له هغوی پوښتنه کوله چې تاسو د څه عبادت کوئ، دغه ولس به د ابراهيم عليه السلام په ځواب کې ډېرې بې ځايه خبرې کولې او سم ځواب يي نه درلود، ابراهيم عليه السلام به پوښتنې د الهام له مخې کولې او د هغه رنځ پوه په څېرو چې تر درملنې زيات د درد په لټه کې وي يا هغه قاضي ته ورته و چې مجرمان په خپل جرم ډاډه کړي، ابراهيم عليه السلام به په بحث کې د جدل کړۍ ورو ورو تنګوله او کله به يې چې د مخالفانو ټول دليلونه بې ځايه او غير منطقي او وختل او هغوی به د تيښتې لاره نه درلوده هاله به يې ګوزار کاوه، د هغو د افکارو غلطوالی به يې ورپه ګوته کاوه او ويل به يې تاسو چې د دغو بوتانو عبادت کوئ دوی تاسو ګورئ؟ کومه ګټه در رسوي؟ په دښتيا، ړوند تقليد څومره بدکار دی او د شيطان لومې څومره ځيرې او پېچلې دي، دا شيطان څومره چالاک دی چې بې روحه بوتان يې خلکو ته خدايان کړي او هغوی ورته په ځمکه تندي لګوي.

کله به چې ابراهيم عليه السلام خبرو له هغوی لارو ګودر حطا کړ نو ويل به يې زموږ پلرنو د دغو بوتانو عبادت کاوه موږ يې هم کوو. د ابراهيم عليه السلام مخالفان ډاډه شول چې بوتان يې خبرې نه اوري ګټه او تاوان نه وررسوي، دوی باوری وو چې د بوتانو لرغونوالی د هغوی د حقانيت دليل دی او بايد درناوی يې وشي.

ابراهيم عليه السلام به ويل تاسو او پلرونه مو بې لارې ياست. مشرکانو به له ابراهيم عليه السلام څخه پوښتنه کوله چې ته په رښتيا زموږ په بوتانو پورې خاندي او بد يې وايې که نه ټوکې وې؟ ابراهيم عليه السلام ورته وويل زه چټي خبرې نه کوم زه سنجيده يم زه خدای تعالی په پياوړي او کلک دين سره تاسو ته راستولی يم، زه هغه خدای راليږلی يم چې د عبادت لايق دی او د ځمکې او د اسمانونو رښتينی پيدا کوونکی دی نو راشئ له دې کاڼو او لرګو لاس واخلئ او رښتيني خدای ته مخه کړئ.

ګورئ ما تر تاسو مخکې ستاسو له دروغجنو خدايانو لاس اخستی که دې کار تاوان لرلی او بوتانو ماته ضرر رسولی شوای نو اول به يې زه وهلی وی.

غرض دا چې ابراهيم عليه السلام هغوی ته د رب العزت ډول ډول خلقت وروښود د هغه عذابه يې وويرول خو فائده يې ونه کړه.

د ابراهيم عليه السلام چل:

کله چې د ابراهيم عليه السلام راز راز سپارښتنو او تبليغونو ګټه ونه کړه، بابليان د خدای له عذابه ونه ويريدل، د ابراهيم عليه السلام په بلنې يې ځانونه کاڼه واچول او ابراهيم عليه السلام پوه شو چې دا ورک لاری او بې منطقه ولس په خبرو نه پوهيږي او دا د ډانګو پيريان په خبرو نه پاڅي، نو د هغوی بوتانو ته يې يو خطرناک چل جوړ کړ او قسم يې وخوړ چې عملا به دغه ولس ته ښکاره کوي چې بوتان چاته ګټه تاوان نه رسوي، هغوی خو ځان نه سي ساتلی نو نور به څه وساتي، او که تاسو ترې لاس وخلئ، هيڅ تاوان نه در رسوي.

د بابل د سيمې خلکو يو کلنی اختر درلود او هر کال به يې له ښاره بهر د دغه اختر جشنونه لمانخل، دوی به له اختره يوه ورځ مخکې رنګا رنګ خواړه برابر کړل، بيا به يې دا خوراکونه په عبادت ځايونو کې کيښودل چې د اختر له مانځلو وروسته ښه په سړه سينه راشي او په خوند خوند يې وخوري خوند خو ځکه کوي چې د دوې خدايانو پکې برکت اچولی وي.

کله چې دغه قام له ښاره بهر روان شو نو له ابراهيم عليه السلام يې هم وغوښتل چې ورسره ملګری شي ابراهيم عليه السلام نه غوښتل چې د دوی په بنډار کې برخه واخلي نو پلمه يې جوړه کړه چې ناروغ يم زړه مې ډېر غواړي چې له تاسو سره لاړ شم خو طاقت مې نه کيږي او ويريږم زما ناروغي په تاسو ونه لګي.

د هغه وخت خلک له وباګانو او ناروغيو ډېر وېريدل نو په ورين تندي يې ابراهيم عليه السلام پريښود او په ډېره خوښي له ښاره درک پکې نه لګېد او ابراهيم عليه السلام پوه شو چې اوس پر خپل پلان د عملی کولو وخت رارسېدلی نو تبرګی يې راپه اوږه کړ او بتتون ته رهي شو.

 وايې چې کله ابراهيم عليه السلام بتتون ته ورننوت نو په هغو پريمانه خوړو يې سترګې ولګېدې چې خلکو د بوتانو مخې ته ايښي وو.

بوتانو ته يې وويل خورئ که نه، څه ته ګورئ؟ خو دغو چينجو وهلو بوتانو هيڅ ځواب ورنه کړ نو بيا يې ورپسې تبر رواخيست، د بوتانو سر او پښې يې نه پيژاندل او بوتانو پر ماتولو راسم شو، پر هيڅ يوه يې سر په ونه کړه او تر هغې لګيا و چې له لوی بته پرته بل هيڅ بوت پاتې نه شو.

ابراهيم عليه السلام د ډبرينو او لرګينو بوتانو په وړو وړو ټوټو راتېر شو، له خوشحالۍ يې سترګې له اوښکو ډکې وې او ډېر خوښ و چې د شرک او فتنې مونډ يې ويستلی دی.

ابراهيم عليه السلام د خپل ولس د عبرګون په تمه و او په دې انتظار و چې دا انقلاب د بابل د خلکو په ورځ څه اغيزه شيندي او په دي فکر چې د هغوی له مخالفالفتونو او تورونو سره به څنګه مقابله کوي.

د بابل خلک د اختر له دستوره ستانه شول او خوشحاله خوشحاله بوت تون ته ورغلل چې اوس نو مبارک خواړه وخوري خو کله يې چې ولېدل خدايان يې په بده ورځ اوړېدلي نو دې لويې هک حيران کړل، د خپلو خدايانو وړې وړې ذرې به يې چې ولېدلې نو له يو بله به يې پوښتنه کوله چې چا زموږ له خدايانو سره داسې بد کړي، هر چا چې کړي ډېر زياتی يې کړی.

يوه پکې وويل اورېدلي  مې دې چې دلته يو زلمی دی چې ابراهيم عليه السلام نوميږي، زموږ په خدايانو پسې خبرې کوي، عبادت يې بدګڼي او بوت پالو ته بدې ردې وايی زما په خيال دا کار به ابراهيم کړی وی.

د بابل خلک پوه شول چې دا ناکرده ورسره چا کړې ده نو فيصله يې وکړه چې ابراهيم عليه السلام ته داسې سزا ورکړي چې نور ترې هم سبق واخلي، خلک راپاڅيدل او چغې جوړې شوې چې داسې لوی مجرم خو بايد د خلکو په منځ کې محاکمه شي چې ټول يې وويني، د ابراهيم عليه السلام د نيولو وروسته خلک په يوويړ ميدان کې راپنډ شول، ابراهيم عليه السلام هم له خدايه وغوښتل چې ټول راغونډ وي او په يو ځای ورته زړه تش کړي.

خلک جويه جويه په دغه ستر ډګر کې غونډ شول، ټولو غوښتل چې ابراهيم عليه السلام سزا شي او انجام يې دوی په خپلو سترګو وويني چې زړونه يې ساړه شي او ارواوې يې چې غچ ته تږې وې مړې (ماړې) شي.

ابراهيم عليه السلام يې د خلکو په دغه پراخ ټولګي کې چې د غوسې او کينې په اور سوزيدل محاکمې ته ورداوه او پوښتنه يې ترې وکړه: ابراهيم زموږ له خدايانو سره دا ناروا کار تا کړې ده!

اوس نو موقعه رارسېدلې وه چې ابراهيم عليه السلام يې له کلونو کلونو تمه ؤ نو د محکمې ماموران او قاضيان يې يو داسې بحث ته کش کړل چې د هغوی په ګومان او خيال کې هم نه ؤ.

ابراهيم عليه السلام غوښتل چې هغوی په خبرو کې پړه کړي دي که خبرې کولی شي نو له هغه پوښتنه وکړئ چې ولې يې دا کار کړی دی؟

د مخالفانو اعتراف او زياتی:

د ابراهيم عليه السلام خبرې د مخالفانو فکرونه ولړزول او د هغوی له پښو ځمکه وتښتېده لکه چې د غفلت له خوبه راپاڅېدلي وي. نو يو بل ته يې وويل: ظالمان موږ يو، چې بوتان مو يې څارونکي او نګهبانه  پريښي وو ځنو پکې له ډېرې حيرانتيا ګوتې په خولې کړي او له ډېرې پريښانۍ يې ژبې ونښتې سرونه يې د غور په توګه کوز واچول خپل لنډ فکرونه يې راغونډ کړل او ابراهيم عليه السلام ته يې وويل: تاته پته ده چې دا بوتان خبرې نه شي کولی نو موږ ترې څنګه پوښتنه وکړو؟

په حقيقت کې په دې خبرې سره د ابراهيم عليه السلام مخالفان ډاډه شول چې خدايان يې د ويلو او اورېدلو وس نه لري د خواوشا له پيښو نه خبريږي او ان ځانونه نه شي ساتلی.

ابراهيم عليه السلام هغوی په دې ناپوهۍ ملامته کړل او وې ويل اوس چې درته حق معلوم شو او لاره درته څرګنده شوه نو ولې په باطل ټينګ ياست او د هغه چا عبادت کوئ چې نه تاسو ته ګټه تاوان رسولی شي او نه ځان ته.

قران مجيد فرمايي: د دغه ولس سترګې د حقايقو له لېدلو ړندې دي؛ غوږونه يې د حق اورېدونه درانه دي او پر زړونو يې پيړې پردې پرتې دي، په حقايقو نه پوهيږي او کله چې د ابراهيم عليه السلام له خبرو پړ شول د خپلې بې شرمۍ فکر واخستل او هيڅ دليل او شک يې په لاس کې پاتې نه شو، له بحث او مناظرې لاس په سر شول او خپل ټول وس يې د خپلې عملي ماتې د پټولو او د باطل د خوندي کولو لپاره کار کاوه نو دې ويل: ابراهيم وسوزوئ او که د علم خاوندان يئ د خپلو خدايانو مرمستې ته ودانګئ.

ابراهيم عليه السلام او د اور درياب:

د ابراهيم عليه السلام ګناه دومره وه چې ويل يې زما خدای يو دی او جرم يې ويوازې دا وو چې بوتانو ته ټيټيدل هسکيدل يې شرم ګاڼه، خو يوازيني خدای تعالی ته د هغه بلنې د خانانو بوت پالو له سترګو خوبونه وتښتول ځکه چې دې بلنې د هغوی پوچ حقيقت او څاروه، خلک يې د هغو له ملګرتيا غړول او د خپلو شتو او بيت المال د شوکمارو او داړوه مارو په خلاف يې راپاڅاول، نو له ابراهيم عليه السلام د غچ اخستلو اور د هغوی په زړونو کې غرغنډه و او فيصله يې وکړه چې ابراهيم عليه السلام ژوندی ژوندی وسوزي خو ابراهيم عليه السلام څنګه وسوزوي چې د زړونو اور يې غلی شي.دوي وپتيله چې د خپلو کينو د اور په اندازه لوی اور غرغنډه کړي او ابراهيم عليه السلام ور واچوي.

د نمرود پيراوانو له اورې دورې د خشاک او لرګيو راغونډول پيل کړل او دا کار به يې خپلو خدايانو ته د نژدېتوب وسيله ګڼله، ان کله به چې يو کس ناروغ شو نو نذر به يې مانه چې که خدای يې جوړ کړي د اور لپاره به دومره لرګي راوغونډ کني.

د ورځو ورځو له راغونډولو وروسته پريمانه لرګي جمع شول بيا يې له يوې پراخی سيمې چاپيره ديوالونه هسک کړل او غرونه لرګې او خشاک يې ورواچاول. اور بل شو لمبې يې پورته شوې او په څو شيبو کې يې تودوخې د دوزخ له ګرمۍ سره سيالي کوله، بيا يې ابراهيم عليه السلام وتاړه او اور ته يې ورغورزار کړ.

کله چې ابراهيم عليه السلام اور ته اچول کېده په زړه کې يې په رب العزت يقين څپې وهلې، له خدای  سره يې اړيکي کلک و، غرغنډه اور يې د ايمان غرونه لړزواه او په ډاډمن زړه يې لمبو ته ودانګل.

ابراهيم عليه السلام د اور په زړه کې د لوګيو په وريځو کې پټ شو، غوريدونکو شغلو په خپله لمنه کې ونغاړه او بيا د تارخ هيښنده او بل پاتې معجزه رامنځته شوه، د لمبو ژبو د حضرت ابراهيم عليه السلام د لاسونو او پښو پړی وسوزول او ابراهيم عليه السلام په سلامتۍ سره د لمبو په منځ کې په مکيز مکيز روان شو.

کله چې لمبې غلې او لوګي ختم شول نو خلکو ولېدل چې د خدای نازولی خندان په اور کې ولاړ دی، د بابل خلک دې معجزې ګوته په غاښ کړل، ډېرو پر خپلو سترګو باور نه کاوه. خلک د هغه له ژغورنې وترهېدل، سر غړاندي او ملکان تور مخونه د خلکو له منځه ووتل او پټ شول.په دی توګه د رب العزت د يوالي لويه نښه او د حضرت ابراهيم عليه السلام ستره معجزه پيښه شوه.

خدای تعالی مشرکان په خپله لومه کې ښکيل کړل، هغوی ابراهيم عليه السلام ته چل جوړ کړی و خو لوی ذات يې فتنه په هغو وروګزوله، خلک د دغې سترې معجزې په لېدلو سره دومره بدل او روښانه شول چې نزدې وه پاڅون وکړي، له نمروده هر څه واخلي او ابراهيم عليه السلام  خپل مشر کړي، خو بيا هم ځيې خلک شيطان وغولول، مال و منال نعمتونه او شته يې د پښو کړۍ شول او ځيې نور د ابراهيم عليه السلام د مخالفو بدماشانو  او خانانو له وېرې له ابراهيم عليه السلام نه شا ته شول، يو څو ګوته په شمېر کسانو په ابراهيم عليه السلام ايمان راوړ او هغه هم په پټه چې د داړه مارو او بدماشانو له شره خوندي پاتې شي.

د هدايت هغې وړانګې چې د بابل د خلکو زړونه يې ځانته راکاږل د نمرود ماڼۍ هم ولړزوله، د ابراهيم عليه السلام د سوبې خبر خوله په خوله د نمرود غوږ ته هم ورسېد.

خو نمرود خپلو سرغړونو او سر کښيو لاس وانه خيست نمرود د ابراهيم عليه السلام په کاميابۍ ډېر ناکراره و، ابراهيم عليه السلام يې راوغوښت کله چې يې ابراهيم عليه السلام مخې ته ودرېد نو څېرې ته يې ځير شو او ورته يې وويل: دا دې څه بلوا جوړه کړې ده؟ دا کوم خدای دی چې ته ورته خلک بلې، زما نه علاوه هم کوم خدای شته څه؟ داسې څوک شته چې تر ما زيات طاقت ولري؟

ای ابراهيم وينې نه چې د خلکو ټولو چارو واګي زما په لاس کې دي، زه د هغوی چارې چلوم، ستونزې يې اواروم، خلکو ماته سترګې نيولې او هيلې يې په ما پورې تړلي دي،تا چېرته زما مخالف ليدلی دی، ته زما د قام له لارې ولې جدا شوی يې؟ ستا هغه خدای څوک دی چې خلک ورته بلې؟

ابراهيم عليه السلام په زغرده خوږه پسته ژبه ځواب ورکړ، زما خدای هغه دی چې عالم ژوندی کوي او ارواوې اخلي يوازې زما خدای نغښته او مخلوقات پنځولی، مړي ژوندي کوي او ژوندي له مړو راوباسي، ابراهيم عليه السلام د استدلال په کاڼی سره د نمرود خوله ورماته کړه او هغه يې غلی کښيناوه، نمرود راوپارېد او مجادلې ته يې ملا وتړله، ابراهيم عليه السلام ته يې وويل زه هغه بدکاری چې د مرګ سزا پرې ختلې،بخښم. له يقينې مرګه يې ژغورم او د مړينې سيوری ورځنې غړوم، نو وګوره دا مجرم چې د نابودۍ تريخ خوند يې څکلی و او د ژوندانه د هيلې ډيوه مې په زړه کې وربله کړه. همدا راز چې وغواړم هې څوک تورې ته سپارم او ژوند ورځنې اخلم نو زه هم مرګ او ژوند بخښلی شم.

نمرود د ابراهيم عليه السلام په وړاندې له مکر او چله کار واخيست او هيله من و چې ابراهيم عليه السلام به په دغو خبرو پړ کړي، خو ابراهيم عليه السلام ورته وويل: ای نمروده زما رب د لمر او ستورو لپاره ځنګړی پروګرام ټاکلی او دې پروګرام له مخې لمر هره ورځ له ختيزه راخيژي که ته په رښتيا خدای يې او د هر څه وس او قدت لرې نو که نر يې دا لمر له لويديزه راوخيژوه.

نمرود سره خوله لاړه حق حيران پاتې و چې څه وکړي ځکه چې دروغ يې څرګند شول او درباريانو ته وشرمېده، د ابراهيم عليه السلام خږې ژبې او بشپړ برهان هغه و ځپه.

 نمرود ويريه چې دا کيسه چرته اوږده نه شي خلک د ابراهيم عليه السلام پيروي پېل نه کړې او د هغه تخت او باچاهي له منځه لاړ نه شي نو له ابراهيم عليه السلام سره ډېره کينه کوله او که څه هم په ظاهره به يې ورته څه نه ويل خو يوې مناسبې موقعی ته غلی و چې غچ ترې واخلي.

ابراهيم عليه السلام د نړۍ د نورو مصلحانو په شان ډېرې ربړې او زحمتونه وګالل، د خلکو د باوو نه او شپکې سپورې يې وزغملې او چې کله يې د صبر کاسه ډکه شوه نو له دې شاړې ځمکې چې د هغه د دين ونه پکې نه زرغونېده او د خدای تعالی ونې بوټي پکې نه غوړېدل د هجرت فيصله يې وکړه، ابراهيم عليه السلام د يو داسې ټاټوبی خيالونه پالل چې  هغه د پيغام او دين زړی پکې وټوکېږي او د هغه خبرې پکې ځای ونيسي.

ابراهيم عليه السلام له دغه غضب وهلي ولسه کډه کوډه وتړله او د بابل له ټاټوبي د فلسطين په لور وخوځېد، ښايې هلته داسې خلک وي چې د زړونو کروندې يې شاړې نه وي او د ده پاک افکار يکې وده وکړي، په همدغو ارمانونو کې ابراهيم عليه السلام د ؛ايران؛ خاورې ته ورېسده.

ده دلته هم څوک خدای پالي ونه موندل، د ايران استوګنو د سپوږمۍ او ستورو عبادت کاوه ابراهيم عليه السلام هم هوډ وکړچې له عقلي لارې دغو خلکو ته سمه لاره وښيي.

شپه شوه او تيارې تور ټيکی وغوړاوه، د ايران خلک په يو ميدان کې پنډ شول، ابراهيم عليه السلام هغه روڼ ستوری وموند چې د بابل خلکو به خدای مانه دا د عقلاني مباحثې يوه طريقه ده، چې مناظره چيان يې د خپل سيال د پ،ولو لپاره کاروي، ابراهيم عليه السلام د هغوی له عقيدې سره غږ ملی شو او ستوری ته يې سر په ځمکې ولګاوه.

ابراهيم عليه السلام وويل ايا دا زما رب دی؟ کله چې ستوری پنا شو ابراهيم عليه السلام قوم ته مخ راواړوه چې دا خو پناه شو او فناه کېدونکی رب نشي کيدی کله چې ستوری ولوېد او د افق تر شاپټ شو ابراهيم عليه السلام ډېر ولټاوه خو وې نه موند، بيا يې وويل هغه خدای چې بدليږې ځان نه شي ټينګولی او له يو ځايه بل ځای ته تښتي، زما نه دی خوښ، بيا يې په ستوری پسې ښې خبرې وکړې.

کله چې سپوږمۍ رابره شوه او ابراهيم عليه السلام وليدل چې تر ستوری لويه ده او ځلايې هم زياته ده نو ويې ويل ايا دا زما رب دی؟ خو کله چې سپوږمۍ هم پريوته نو ابراهيم عليه السلام وويل: که زما رب ماته لاره ونه ښيئ نو لاره به ورکه کړم؛

بيا ابراهيم عليه السلام ځلانده لمر وليد چې پړقا کوي او عالم ته يې زرينې جامې وراغوستې دي، لمر په ټوله ځمکه وړانکې شيندلې او هر څه يې په ځلا لمبيدلي دي.

نو ويې ويل: لمر تر ګردو ستورو لوی دی ګټه يې هم زياته ده او مقام يې هم لوړ دی.؛

خو کله چې لمر هم د نورو ستورو په څېر د پالونکو له سترګو شاته شو، نو ابراهيم عليه السلام د ايران په خلکو ورګرم شو هغوی يې په شرک تورن کړل او ويې ويل زه ستاسو له دغو خدايانو بېزاره يم کله چې خلکو دا الويه وليدله نو دستور پالو يو مشر راوړاندې شو او وې ويل: ابراهيمه ته دې خپل خدای راوښيه ته څوک منې؟ ابراهيم عليه السلام وويل: زه د هغه ذات عبادت کوم چې د ځمکې او اسمانونو پنځګر دی، زه ستاسو په شان مشرک نه يم؛

ستورو منونکو چې دې ناببره پيښې وار خطا کړي وو له ابراهيم عليه السلام سره په مباحثې او خبرو ونښتل، ګواکې ابراهيم عليه السلام پړ کړي په خدای کې يې څه عيب راوباسي او د خپلو خدايانو لمنه سپينه کړي.

ستور پالو ابراهيم عليه السلام د خپلو خدايانو له غضبه وويراوه هغه يې د ستورو په سزا وګاښه  خو ابراهيم عليه السلام وويل تاسو د يوازيني خدای په وړاندی ما له هيڅ څه نشی ډارولئ، ابراهيم عليه السلام وويل که ستاسو خدايان کوم تاوان رسولی شي نو راوړي.

ابراهيم عليه السلام  په مصر کې:

وايي چې يو وخت په شام کې سخته وچکالي راغله، سوکړه پر هر ځای واکمنه وه، په شام کې خلک له کاخبۍ پوزی ته راغلي وو او د چا چې وسه رسېد له د شامه يې پښې سپکولې. ابراهيم عليه السلام هم ل خپلې ماندينې بي بي ساره سره د مصر په لور وخوځېد، ابراهيم عليه السلام چې کله مصر به ورسېد نو په دغه ټاټوبي يو عرب عماليق زورواک و چې ځان د سرو سپينو څښتن ګاڼه.

د ابراهيم عليه السلام ماندينه بي بي ساره ښايسته او پۍ مخې وه، د باچا درباريانو نومړی د هغې له ښايسته خبر کړ، د بي بي ساره دومره ستاينه يې وکړه چې د باچا په زړه کې د هوس اور بل شو، په خوله کې يې اوبه راغلې او شيطاني ځواک يې راوپارېد، کله چې د باچا د هوس لمبې ښې تاوژنې شوې نو ابراهيم عليه السلام يې راوغوښت او پوښتنه يې ورځنې وکړه چې بي بي ساره دې څه کېږي.

ابراهيم عليه السلام د هغه پر مطلب پوه شو خو په زړه کې وډار شو چې که باچا ته ووايې چې ښځه مې ده نو کېدی شي ويې وژني او ساره ترې واخلي.

په همدغو چورتونو کې و چې ويې ويل: دامې خور ده؛ د مصر واکوال چې خبر شو چې ساره پېغله ده نو درباريانو ته يې امر وکړ چه د هغه ماڼۍ ته يې راولي، ابراهيم عليه السلام چې له دې کيسې خبر شو نو سملاسي بې بې ساره ته ستون شو او له اخواله يې خبره کړه او ټينګار يې پرې وکړ چې د خبرې تصديق يې وکړي.

بيا يې خدای ته لاسونه هسک کړل نو ويې ويل: خدايه! تا په هر ځای زما ملا ټينګه کړې او مرسته دې کړې ده اوس چې زه په يوې داسې ستونزې کې ګېر شوی يم خپلې چارې تاته درسپارم ته مو صواب وکړې او له بلا مو وژغورې.

بې بې ساره يې د باچاهي ماڼۍ ته ورسوله، ښايسته ښکلې جامې يې ورواغوستلې، په قيمتي ګاڼو يې وپوښله، ناوې يې ترې جوړه کړه او راز راز خواړه او ميوې يې مخې ته کيښودل.

خو ساره بي بي په نورو چورتونو کې وه، د خدای تعالی د دېن د ساتلو، د خپل ناموس د خوندي کولو له ابراهيم عليه السلام سره د وفاداری په فکرونو کې، د مصري واکمن پريمانه لورېينو د هغې زړه ونه ګاټه، او هغه يې ځانته ونه ګروهل شو کله چې باچا د ناوي مجلس به ورننوب د بي بي ساره په مخ کې يې د پرسشانۍ او ناکرارۍ نښۍ له ورايه وليدې، هڅه يې وکړه چې خوشحاله يې کړي او له ستومانۍ يې راوباسي خو ساره بي بي شاته وکشېده.

بي بي ساره به په نزدې کېدا سره د باچا په زړه کې هم مالامتيا سر راپورته کړ، ضمير يې بيا بيا وسکونډه، نامعلومه ويره يې پر ځان واکمنه شوه او راستون شو.

يو ځل بيا يې د ورنږرې کيدا هڅه وکړه خو بيا پرې هماغه نامعلومه پريشاني راغله او لکه د بايللې جواري د خپلې خوب کوټې ته  ستون شو، وايي چې په خوب کې د مصر باچا به ټول حقيقت ښکاره شو او او وپوهېد چې ساره د بل چا امانت دی.

يو بل روايت دا کيسه داسې راخستې چې کله باچا بي بي ساره ته لاس ورنږدې کړ نو د خدای تعالی په امر يې لاس وچ او بې حسه شو، بيا يې له ساره وغوښتل چې له دې بلا يې خلاص کړې بي بي ساره دعا وکړه او د باچا لاس سم شو.

په هر حال کله چې باچا په حقيقت ورسېد نو له خپل کاره سخت پښيمان شو، له ابراهيم عليه السلام يې بخښنه وغوښته، بي بي ساره او ابراهيم عليه السلام بې خوشي کړل او د هاجرې په نامه يوه وينځه يې هم هغوی ته وروبخښله .

په رښبيا تر دې لوی مصيبت به مو چېرته ليدلی وي چې سړی له ناچارۍ له خپل وطنه پرديسي شي، په ډوډۍ پسې پلرنيی ټإټوبی پريږدي خو په پردي وطن کې ترې زورور ښځه هم واخلي او دی د ځان له ويرې په دې دومره لوی مصيبت په زړه کاڼی کيږدي.

خو تاسو وليدل هغه لوی ذات چې ده ته يې غرغنډه اور ګل ګلزار کړ دلته يې هم د بي ناموسۍ او بې شرمۍ له تور داغه وژغوره او د زورور له تيری يې خلاص کړ.

ابراهيم عليه السلام د رب العزت په غوښتنه څو کاله په مصر کې تېر کړل، د ابراهيم عليه السلام روح ډاډه، اخلاق غوريز او ملګرتيا خوندوره وه او ډير زيار کښ هم و، د همدغو ځانګړتياو له امله په ډېره لږه موده کې د ابراهيم عليه السلام شتمني او مالونه زيات شول، ګډې، بزې يې پريمانه او نامه يې مشهوره شوه.

خو لکه څنګه چې هيڅ ځای له حاسرانو او رخه منو خلاص نه دی په مصر کې هم حاسدانو د ابراهيم عليه السلام د ټولنيز نفوذ له ويرې د هغه سيالۍ ته بډې اوچتې کړې او د هغه ځورونه يې پېل کړه.

حضرت ابراهيم عليه السلام هم د هغوی له بلا نه خبر شو او ويې پبيله چې بيا بيا هماغه سپېڅلي پلرني ټاټبی فلسطين ته ستون شي، نو کډه وډه يې برابره کړه او د شپې شپې له مصره ووت.

د حضرت ابراهيم عليه السلام کيسه له دغو ايتونو راخستل شوي ده

                بقره                         26                    258

            زخرف                    26        تر         28

                توبه                        14

                مريم                       41        تر         48

                انبيا                       25، 54،63،67،68

                شعرا                      77 تر82، 49 تر 102

                عنکبوت               16،17،34 ،6،17 ،24