بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت صالح عليه سلام

عاد قوم د خپلو ناکړدو له امله د ځمکې له مخه ورک شو او لوی ذات د هغو ځمکې اوشته ثمود قوم ته ورکړل، ثموديان د عاديانو په ټاټوبی کې استوګن شول او دا وطن يې تر پخوا زيات ښيرازه کړ، کويان او کارېزونه يې وکندل، باغونه او بڼونه يې جوړ کړل، جګې کلکې ودانۍ يې ودرولې، او په غرو رغو کې يې ډېرين کورونه وتراشل چې د زمانې له تودو سړو خوندي وي. ثمود اولس هم ښه سوکاله او د خدای په لورينو ښيرازه ژوند کاوه، خو د هغه ذات شکر يې نه ايسته او ستاينه يې نه کوله، زور زياتی او پر بې وسو تيری يې ورځ په ورځ زيات شو، ورو ورو له حقه لرې شول او په مزو چړچو کې ډوب،د خدای له عبادته يې مخونه واړول او د بوتانو منونکي شول، خدای پاک ته يې ساري پيدا کړل، د هغه له اتر امرونو يې سر وغړاوه او وې انګېر له چې دا پريمانه نعمتونه به شامدام موجود وي. خدای تعالی خپل يو نازولی حضرت صالح چې تر هغو ټولو لوړ د پاکې وينې او د سوچه کورنۍ څښتن ؤ او په علم او حلم کې پر هغوی بروپه ثمود قوم کې راپاڅوه، صالح هغوی د خدای لور ته وبلل او هغوی يې په راز راز سپارښتنو او نصيحتونو سره د يو خدای منلو ته وهڅول  چې، همدغه يوازيني رب تاسو پنځولي ياست؛ تاسو ته يې په ځمکه کې ځای درکړي، خپلو اسازي يې ګرځولي يئ او خپل خيل نعمتونه يې درلودلي دي، نو راشئ د بوتانو له عبادته لاس واخلئ او همدغه ذات ته مخه کړئ دا بوتان مو هيڅ په ګټه نه راځي.

حضرت صالح عليه سلام بيا هغوی ته خپله خويښي او خپلوي ورياده کړه ځکه چې ثمود قوم د صالح عليه سلام کورنۍ او خيله وو، صالح د هغوی ښه غوښتل، هيڅکله يې دغه قوم نه ؤ ځورولی، او بد يې نه وو ورسره کړی.

حضرت صالح عليه سلام هغوی ته نصيحت وکړ چې خدای ته استغفار وکړئ توبې وباسئ او هغه ذات ته جاروزئ، څوک چې هغه ذات وغواړي ځواب وکوي او څوک چې د هغه د بخښنې غوښتونکي دي، ورځنې تيريږي.

حضرت صالح عليه سلام استازيتوب يې ونه مانه، د هغه په بلنه پورې يې خندا وکړه او وې انګيرله چې له ځانه لګيا دی، صالح عليه سلام يې ملامته کړ او وې ويل صالح خو دومره هوښيار سړی دی، دی څنګه داسې چټياټ وايې، ورته يې وويل صالحه ته خو پوه او روڼ اندی سړی يې، په مخ کې دې دخېر نښې پريښې، د ټولنې په ټيټو هسکو ښه خبر يې، موږ خو ته د سختې ورځې لپاره ساتلی وې چې په سخته کې به ستا له پوهې کار اخلو او سمه مشوره به راکړې، ته ولې داسې ګډې وډې وايې؟ له تا خو مو دومره هيله نه وه پلار نيکونه د خدايانو له عبادته منعې کوې. همدا خدايان دی چي په موږ يې دومره مهربانۍ کړي او هر څه يې راپيروز کړي دي، موږ ته ستا خبرې بل بل شان ښکاري، ستا بلنه راته سمه نه بريښي او موږ ستا لپاره د خپلو نيکونو لاره نه شو پريښودی.

صالح عليه سلام خپل ولس ته د خدای تعالی نعمتونه ورياد کړل او هغوی يې د هغه ذات له سزا وويرول او په ډانګ پيلی يې ورته وول: ستا سو په بلنه کې زما ذاتي هيڅ ګټه نشته، حرص نه يم اخستی، په ګډۍ پسې نه يم لينی، او له تاسو د خپل پيغام مزدوري هم نه غواړم.

صالح عليه سلام دا خبرې ځکه وکړې چې که د هغوی په زړونو کې کومې شبهې وي يا يې کومو شکونو زړونه تختولي وي نو چې له ذهنونو يې ووځي.

د ثمود قوم خنو ساده او سپينو خلکو په هغه ايمان راوړ، خو هغه کسان چې د مخالفت په لاره وو په خلاف ورزۍ ټينګ پاتې شول او سپين سترګي يې زياته شوه. صالح عليه سلام ته يې وويل، ستا مازغه خراب شوي چې داسې اوتې بوتې وايې، موږ خو دومره پوهيږو چې يا په تا پيريان ناست دي يا درباندې چا جادو کړی دی او داسې وايې چې پخپله پرې هم نه پوهيږې، ته هم زموږ په شان بنيادم يې، وين دې تر موږ ټينګه نه ده، زموږ نه مالدار هم نه يې، په موږ کې داسې کسان شته چې د پيغمبرۍ لپاره تر تا زيات وړ دي.

ای صالحه دا کومې لوبې چې دې پېل کړې ددي هدف يو دی او هغه دا چې د قوم د مشرۍ شمله په سر کړې او د مشرتابه پر څوکۍ کښينې.

د صالح عليه سلام مخالفانو هڅه وکړه چې صالح عليه سلام له خپل هوده واړوي، خو صالح چې د هغوی له پلانه خبر ؤ د هغوی ګمراهې خبرې نه اورېدې.

کله چې د حضرت صالح مخالفان پوه شول چې صالح په خپلې عقېدې لکه د غره ولاړ دی او ړچ نه وهي د قوم مشران او سرغنه وويرېدل چې نه وي د صالح منونکي زيات شي او صالح قدرت تر لاسه کړي.

هغوی دا نه شو زغملی چې صالح عليه سلام دې هر کاره، د اولس مشري دې په غاړه ولري په هرې مهمې چارې کې دې خلک د هغه د کور وروټکوي، رښتيا که دا پښې ابلي صالح عليه سلام ته مخه کړي هغه يې رښتيني خدای ته بلی زياتي زموږ له خدايانو به منکر شي او خبره به د صالح عليه سلام او د هغه د خدای چليږي.

نو د دغو نيستمنو اولس لاندې خلکو واګي به زموږ له لاسه ووځي.

تاريخي اوښه:

کله چې د صالح عليه سلام مخالفان پوه شول چې د هغوی د قدرت د ځوړتيا ټلۍ په غږېدو شوې ده، وې پتيله چې صالح يو ډول په خلکو کې سپک کړي او د ولس له سترګو يې وغورځوي، نو صالح ته يې وويل: که ته په خپله ادعا کې رښتينی يې نو يوه معجزه راوښيه چې موږ دې ومنو.

صالح عليه سلام ورته يوه اوښه په ګوته کړه او وې ويل دا اوښه وينئ، پريږی چې يوه ورځ د ښار ټولې اوبه دا وڅښي او يوه ورځ د خلکو لمبر وي، خلکو مخکې چيرته نه وه لېدلې چې يوه اوښه په يوه ورځ د ښار ټولې اوبه وڅښي.

صالح عليه سلام ته پته وه چې که د ده حقانيت ثابت شو نو د بت پالو غوسې کو کينې به راوپاريږي او خدای مه کړه د اوښې وژلو ته بډې پورته نه کړي، همدا انديشه وه چې صالح عليه سلام هغوی ته خبرداری ورکړ چې خبردار! دې اوښې ته څه ونه وايئ ګني د خدای په غضب به ککړ شئ.

د صالح عليه سلام اوښه به ښه څرېده او يوه ورځ به يې د ښار د چينې ټولې اوبه څښلې، او په بدل کې به يې ټول ښار ته پۍ ورکول. د اوښې راتلل او په يوه ورځ دومره اوبو څخل پخلپه يوه معجزه وه او دې معجزې ډېرو کسانو ته د صالح پيغمبرۍ رښتيني ثابته کړه.

د صالح عليه سلام دين ته دغي نوې ګروهنې د قام سرزوری او باداران وډار کړل چې که دا چاره همدا راز دوام ومومي نو د هغوی باداري او وکمني به ختمه شي.

مخالفانو د صالح پيغمبر منونکو ته وويل تاسو صالح په پيغمبرۍ مني، هغوی وويل هو، موږ ته د هغه حقانيت ثابت شوی او موږ پرې ايمان راوړی دی.

سمه معلومه نه ده خو ښايي د صالح عليه سلام پياوړې اوښې نور څاروي ويرول يا کيدی شي کله چې خلکو اوبو ته اړتيا لرله لمبر به د اوښې ؤ او اوبه به ټولې اوښې څښلې يا شايد د مخالفانو خپل سړۍ او مجرمې طبعې هغوی اړ کړل چې د صالح د پيغمبرۍ نښه له منځه يوسي ځکه چې دې معجزې  د خلکو زړونه صالح ته ګروهولی وو، په هر حال ښايي دا ټولې خبرې يا ځنې يې سبب شوي چې مخالفان دا اوښه ووژني د صالح عليه سلام له ګواښ او اوښې ته د تاوان له رسولو څخه د هغوی د غړولو او خبردار يو سره سره يې وپتيله چې دا اوښه زموږ لپاره خطرناکه ده بايد چاره يې وشي.

د صالح عليه سلام د مخالفانو جرګه کښيناسته او له ډېرو خبرو اترو وروسته يې د اوښې د وژلو فيصله وکړه خو، هر کله به يې چې د اوښې د وژلو نيت کاوه يوی نامعلومې ويرې به له خپل هوډه غړول او په ډېر ډار سره به شاته کېدل.

تر مودو دغه ناپاکه ولس د اوښې وژلو ته ملاتړله خووېرې به شاته کول. چا اوښې ته د تاوان رسولو زړه نه کاوه او هيڅوک نه مخکې کېدل، نو بالاخره يې ددې کشالې د اواری لپاره د پيغلو د ښايست لومې خورې کړی، ښځې او پېغلوټې دې د خپلې ځوانۍ او ښاست لومې وغوړوې او مټور ځوانان دې ښکاره کړي.

د محيا لور صروق چې ښايست پرې تمام ؤ ډېره پۍ مخې وه او مال ومنال يې هم څه کم نه ؤ د مصرع زوی مهرج ته وويل که د صالح اوښه دې راوپرزوله نو دا ځوانۍ در ځار ده، يوې بلې چالاکې او ټګمارې بوډۍ ؛غنيزه؛ د سالف زوی قدار په غوږ وواهه چې که دا اوښه چې په زړونو کې يې د ايمان ډيوه بله کړې زموږ د شپو خوبونه يې تروړلی  او نيمې اوبه يې راځنې اخستې ووژنې، نو چې په کومې لور مې ګوته ږدې درکوم يې او ولور هم درنه نه غواړم.

د ښايستوکو پيغلو دې لوبې د عاشقانو او ليوالو په زړونو کې د مينې څپې راپورته کړې، زړونه يې ښکلاته وښوپيدل او د ړانده عشق ځواک هغوی زړور کړل، د ښايست په اور سوزېدلو زلميانو د خوارې او اوښې وژلو ته ملا وتړله او د دې کار لپاره يې ملګري هم پيدا کړل.

په ښار کې له لټونه وروسته اووه،  نورو کسانو د هغوی ملګرتيا ته زړه ښه کړ او دوی ټول اوښې ته په لاره کې پټ شول.د صالح عليه سلام اوښه تازه تازه اوبه څښلې وې او په مزه مزه واپس روانه وه، چې يو ظالم غشی وروويشت اوښه په پښه ولګېده او ودريده، قدار په بربنډې توري سره په اوښې واری شو او پښه يې ورپرې کړه، اوښه په ځمکه وپرړېده او قدار نيزه په سينې ورومنډله.

اوښه يې ووژله او لکه چې لوی بوج يې له اوږو سپک شوی وی، په ډيرې خوښۍ ښار ته ستانه شول چې خلکو ته زيری ورزړي.

خلک د دغو اوو قاتلانو د هر کلی لپاره د ښار دروازو ته ووتل او هغوی يې داسې هرکلی وکړ لکه يو تکړه کوماندان چې له باتوروۍ وروسته سر لومړی له جنګه ستون شوی وي.د دوی په وياړ يې سندرې وويلی او تاجونه يې ورپه سر کړل، هو، د صالح عليه سلام مخالفانو د اوښې پښې ورغوڅی کړې، هغه يې ووژله د خدای تعالی له امره يې سر وغړاوه او د صالح پيغمبر ګواښونو ته يې پام ونه کاوه، بله يې لا دا چې صالح ته يې وويل که ته رښتيا د خدای استازی يې نو هغه عذاب چې موږ دې پرې ګواښلي وو راوښيه.

د خدای ده نافرمانۍ سزا:

د اوښې له وژلو وروسته صالح هغوی ته وويل ما تاسو د دې بې زبانه له ځورولو منعې کړي وی خو تاسو خپلې لمنې د هغې په بې ګناه وينې ککړې کړی، زياتي نو درې ورځې وخت لرئ چې د خدای تعالی له نعمتونو استفاده وکړئ، درې ورځې ژوند مو دی او بيا به د ذولجلال عذاب نازل شي چې تاسو د خپلو نارورو سزا ووينئ. ښايې حضرت صالح عليه سلام هغوی ته ردې ورځې وخت ددې لپاره ورکړی وی چې له دې لنډتنګ مهلته وويريږي لوی ذات ته ورجار وځي او پر خپلو کړو پښيمانه شي، خو د هغوی زړونه دومره کاڼي او تور شوی او منافقت پکې دومره جرړی ښخې کړې وې چې نه خو په خپلو کړو پښيمان شول او نه يې توبه وکړه بلکې اپوټه صالح عليه سلام يې په دروغو تورن کړ هغه يې وغنده، وېرټه، صلح يې ورځنې ويې غوښتل چې په عذاب تلوار لرئ! کاشکې له خدايه مو بخښنه غوښتې وی، چې درباندې دحميدلی وی، د صالح پيغمبر نصيحتونو ځای ونه نيوه، د ثمود قام په ګمراهۍ کې لاپسې غرق شو او صالح عليه سلام ته يې وويل ته او ملګري دې زموږ لپاره بدشاګومی او سپېره يئ او ستاسو شتون زموږ د ټولنې په ضرر دی.

دصالح پيغمبرد قوم ځنې تور زړی سره غونډ شول او قسم يې وخوړ چې د تورې شپې په زړه کې پر صالح او د هغه په ملګرو يرغل وکړي او بې له دې چې څوک خبر شي په وتلو تورو سره د هغوی کار پای ته ورسوي، هو، د خدای استازي ته يې ډېره خطرناکه نقشه جوړه کړه، او وې انګيرله چې که صالح ووژني نو د خدای تعالی له عذابه به هم بچ شي.

خو خدای تعالی دغو خيرن زړو ته مهلت ورنه کړ، د هغوی پروګرام يې شنډ کړ، مکر يې پرځان وروګرځاوه او صالح پيغمبر يې ورځنې وژغوره.

صالح عليه سلام او ياران يې له الهی عذابه بچ شول او د صالح پيغمبر د خبرې د پوره کېدا او د خپل استازی د ملاتړ لپاره د خدای سزا د اسمانی تندر په بڼه په ظالمانو راولوېده او يوازې د کافرانو او ظالمانو بې سره مړی پاتې شول.

هو، هغو اسمان څکو او پياوړو ماڼيو، پريمانه شتمنيو، ښيرازه باغونو او د غرونو په زړه کې تراشليو خونو هغوی د مرګ له منګولو ونه ژغورل، صالح عليه سلام په هغوی پريوتونکې تالنده د سر په سترګووليده او کله چې د هغوی بې سره مړي په کورونو کې پراته وو سترګې يې کړاغې راوتې وې او له تنو يې ډډوزې لټېدې.

صالح عليه سلام په ډېر خپګان او نيولي زړه سره د هغوی له څنګه تېر شو او ويې ويل: ای بې لارې قامه ما د خدای تعالی پيغام در ورساوه، بويه چې تاسو د نصيحت څښتنان نه خوښوئ.

ماخذ

سوره هود                             ايه61                     تا ايه68

سوره اعراف                        ايه73                     تا ايه79

سوره شعرا                           ايه141  تا ايه159

سوره نمل                             ايه45                     تا ايه53

سوره قمر                              ايه23                     تا ايه31

سوره شمس                          ايه11                     تا ايه15