حضرت نوح عليه سلام

له مودو مودو راهيسې د حضرت نوح عليه سلام قوم د بتانو عبادت کاوه، بوتان يې په خدايۍ منل، له هغوی يې مرادونه غوښتل او د ژوند ټولې چارې يې د بوتانو کار ګاڼه.د دغو بوتانو خپل خپل نومونه وو لکه،ود، سواع، يعوق او نسر.

خدای تعالی نوح عليه سلام، چې د خوږه ژبه، ورين عقل، ژوره پوهه او پريمان زغم يې درلود هغوی لارښودنې ته واستاوه. نوح عليه سلام د هغوی سپين سترګيو او ځيلونو په وړاندې د صبر له لورينې برخه من او د استدلال له نعمته غښتلی ؤ، نوح عليه سلام دا بې لارې ولس خدای تعالی ته وباله، خو هغوی غوږونه ګراواه، په عذابونو او سزاګانو يې وګواښه خو ځانونه يې ړانده کاڼه واچول، د خدای د ثوابونو باغونه يې وروښودل ګوندې ښو چارو ته وګروهيږي، خو هغوی په خپلو غوږونو کې باتۍ کيښودې او د نوح عليه سلام يې وانه ورېدل، نوح عليه سلام نهيلی نه شو او د استدلال، مجادلې او بحث ډګرته يې ورودانګل، له خپل صبر حلم او او سر ښندنې يې کار واخست او خوږې خوږې خبرې يې ورته وکړې، د هغوی د ايمان سستۍ د نوح عليه سلام د هيلې ډيوه تته نه کړی شوه، نوح عليه سلام د زړه ورونه په ناميدۍ وتړل او په لا ډيېری مينې او کلک هوډ سره يې خپل پيغام ته ملا وتړله.

حضرت نوح عليه سلام شپه ورځ ښکاره او څرګنده او له هرې هرې لارې هغوی د خدای لارې ته راوعوښتل او د نغښتې، پنځون، ستوريو، سپوږمۍ، هسک، تياري، رڼا او غرض د خدای پاک د ټولو عجائبو په رازونو کې ځيرتيا ته يې وبلل.

حضرت نوح عليه سلام ډير استدلالونه او مباحثې وکړې او پريمانه دليلونه يې راوړل خو بالاخره يو څو ګوتو په شمېر کسانو پرهغه ايمان راوړ او د هغه پيغمبري يې ومنله، خو هغو کسانو چې د نوح عليه سلام بلنې ته يې د زړه تمبې بندې کړې وې پر نوح عليه سلام ايمان رانه وړ، په دغو کسانو کې ځينې مشران او د قام سپين روبی او شتمن هم وو، دوی يو بل ته لاسونه ورکړل او په نوح عليه سلام پورې يې خنداګانې او ملنډې وکړې.

د نوح عليه سلام د مخالفانو افکار:

د نوح عليه سلام مخالفې ټل والې هغه ته وويل، ته هم زموږ په شان يو عام سړی يې که خدای تعالی پيغمبر راليږلی نو يوه پريښته به يې راليږلی وه چې خبره يې ومنو، ای نوخه دا سپک او پريوتي خلک چې هيڅ نه لري او په تش لاس تر تا راغونډ شوي دي څوک دي؟ دوی هسې په هسې له تا راټول شوي که ته رښتنی وې او بلنه دې سمه وي نو اول به موږ منلی وی او موږ چې د عقل او پوهې خاوندان يو تر دوی به مخکې ستا ملګري شوي وو.

د نوح عليه سلام د دښمنانو د غوسې اور غر غنډه شو، له نوح عليه سلام سره يې ژوره او سخته مقابله پېل کړه او نوح ته يې وويل ته او منونکي دې نه له موږ هوښيار يئ او نه خو د چارو په پوهېدو،عقل او کوم بل څيز کې تر موږ مخکې ياست بلکې زموږ په خيال تاسو دروغژن يې، د دغو کسانو چټی او بې ځايه خبرو د نوح عليه سلام د صبر غرونه لړزاوه او د هغه د تبليغ اراده يې بدله نه کړی شوه، نوح عليه سلام وويل!که د خدای تعالی لخوا مې دليل او د خپلې ادعا شاهد لرلی او خدای راباندې فضل کړی وی خو تاسو لاره نه وی موندلې يا مو لمر په ګوتو پټولی نو ايا ما تاسو د ايمان منلو ته اړايستلی شوئ؟

د نوح مخالفانو به ويل؛ که غواړې چې موږ پر نېغه لاره راوان شو او ستا درناوی وکړو نو دا بې سر او پښې نيستمن او بيوزلي چې په تاپنډ شوي له ځانه وشړه ځکه چې موږ د دوی سويې ته نه شو راټيټيدلی او له دوی سره په يو ټغر نه شو کسيناستلی، ته ووايه! موږ داسې دين څنګه ومنو چې خان او ملنګ ته پو يوه سترګه ګوري.

نوح عليه سلام خپلو مخالفانو ته وويل: زما بلنه د ټولو لپاره ده او په دي کې په ګډۍ او په خاورو ناست کسان برابر دي او مريه او بادار پکې توپير نه لري.

رښتيا! که ما ستاسو خبره ومنله او دا پښې ابلی مې له ځانه لرې کړل نو بيا د خپلې دندې په پوره کولو او د پيغام په رسولو کې پرچا باور وکړم، څنګه کيدی شي چې دا خلک چې زمامرستۍ ته يې راودانګل او زما پيغام يې د زړه له کومی ومانه له ځانه لرې کړم او پر تاسو چې زه مو وځورولم باور وکړم.

کله چې د حضرت نوح عليه سلام او د هغه د مخالفانو تر مينځ شخړه زياته شوه نو مخالفان له نوحه سخت خپه شول، د صبر کاسه يې ډاکه شوه او نوح عليه سلام ته يې وويل چې له موږ سره دې مجادلې او بحثونه وکړل خو ګټه يې ونه کړه، اوس که ته رښتيا وايې نو هغه عذاب چې موږ دې ترې ويرولو راوښيه. نوح عليه سلام ورته وخندل او ويې ويل تاسو ناپوه او کم عقل يې، زه خو د خدای يو استازی يم چې وحی راته کيږي او تاسو د يو خدای تعالی منلو ته رابلم، پوه شئ چې ټول به يوه ورځ هغه ذات ته جاروځئ دا د هغه خوښه ده چې اوس نور مهلت درکوي که عذاب درليږي.

نوح بددعا وکړه:

خدای تعالی خپلو استازو ته د سمندر هومره پراخه سينه او د غره هومره غټه او سېله ورکړی، چې خپله دنده او پيغام په بشپړه توګه ورسوي، خدای تعالی هغوی ته لوی صبر او د هيلې او اميد مثال ورکړی چې نورو ته بی له کومې اسرې او تمې خپل پيغام ورسوي او خلکو ته کوم عذر پاتې نه شي او د الهی پيغمبرانو له راتګه وروسته د سر غړوونکو په لاس کومه پلمه نه وي.

نوح عليه سلام چې د خدای تعالی نازولی اولی العزم او د سترو مرتبو څښتن پيغمبر ؤ، نهه نيم سوه کاله خپل قوم ته نصيحت او تبليغ وکاوه، د دوی په ناکردو يې صبر وکړ او د هغوی د ملنډو او نادودو په وړاندې يې په زړه د صبر بيږه کيښوده، خو د وخت ټپال او د نوح عليه سلام زغم هغوی لا پسې سپين سترکي کړل او د نوح عليه سلام صبر او انتظار د هغوی ځان منمی او غرور زيات کړ.

د نوح عليه سلام بيړۍ:

خدای تعالی د مخالفانو د پناه کولو لپاره د نوح دعا ومنله او ورته يې وحی وکړه چې ای نوح زموږ په امر او زموږ مخکې يوه بيړۍ جوړه کړه او د ظالمانو په هکله له ما سره خبرې مه کوه دوی غرقيدونکي دي؛

حضرت نوح عليه سلام له ښاره بهر يو ځای ته تختې او ميخونه يوړل او د ملګرو په مرسته د بيړۍ جوړولو ته ونښته. نوروخلکو به ورپورې خندل او ټوکې به يې کولې، يو کس ورته وويل: ای نوحه تا خو وې چې زه د خدای استازی او رسول يم اوس دې څنګه ترکاڼۍ خوند درکړ.

يو بل ورزياته کړه نوحه څه درباندې شوي دي چې په وچه کشتۍ جوړوې، ماته ښکاري غوايان دې ساتلي چې بيړۍ دې اوبو ته راکاږي يا باد اړباسې چې لمدې ته يې کش کاندي.

نوح عليه سلام د هغوی ملامتيا او مسخرو ته پام نه کوه پر خپل کار لګيا و او په ډير درناوي به يې ويل خير دي نن که تاسو په ما پورې خاندی سبا به موږ په تاسو پورې خاندو، کله د بې بې وار او کله دابا.

نوح عليه سلام يوه پياوړې او لويه بيړۍ جوړه کړه او د خدای تعالی د حکم په تمه شو.خدای تعالی ورته وحی وکړه: ای نوحه کله چې زما حکم وشي او زموږ د قدرت نښې څرګندې شي نو بيړۍ ته وروخيژه او څوک چې ستا پويان دي او له تا سره تلل غواړي بويې ځه او د ځمکې له ټولو ژويو او ځناورو يوه يوه جوړه چمتو کړه تر څو د خدای امر وشي.

د اسمان ورونه پرانستل شول، اوبه روانې شوې او چينې راوخوټيدې، سيلاو ورو ورو په زياتيدو شو، نوح عليه سلام سره له ملګرو د بيړۍ په لور وزغاسته او د خدای پاک په امر يې له ټولو ژويو يوه يوه جوړه او ونې بوټي بيړۍ ته وخيژول، نوح عليه سلام خپل زوی ته وويل: د خدای تعالی له تقديره تښتې که د هغه بقدير ته پناه وړې راشه ايمان راوړه کلمه درسته کړه او بيړۍ ته راوخيژه چې بچ شی اوی زما د سترګو توره راشه له موږ شه او له ظالمانو لاسو واخله.

د کنعان په زړه دغو خبرو اثر ونه کړ او د نوح عليه سلام خوږو پستو ويناوو د هغه د ضمير تارونه ونه چيړل او وې ويل: پلاره د ځان غم کوه ما پريږده چې اوبه زياتې شي زه به د غره څوکې ته وخيژم، نوح عليه سلام ورته په ډير خپګان سره وويل زويه نن د خدای پاک له امره هيڅوک نه شي بچيدی خو يوازې هغه څوک چې پاک رب پرې ورحميږي.

يوې لويې څپې کنعان له نوحه بيل کړ او نوح په زړه د غم خپسې منګولې ښخې کړې او په دې غميزه کې يې د غم ځپلو د پناه ځای لمنې ته لاس واچوه او نياومن خدای ته يې کوکارې وکړې ای ربه زما زوی زما له کهوله دی؛

تا ژمنه کړې او وعده دې هم صحيح ده چې ما زما له منونکو او کورنۍ سره وژغورې ته په قضاوت کې تر ټولو منځګړيو زيات حکيم او نياومن يې؟

خدای تعالی ورته وحی وکړه چې ستا بچی ستا له خيلخانې او قبيلې نه دی ځکه چې د هغه بدمرغۍ او کفر هغه يوړو ته هغه کسان چې پرتا يې ايمان راوړی او ستا غږ ته يې لبيک ويلی خپل اهل او کورنۍ وګڼه، ما د همدغو منونکو وعده درسره کړې وه چې ژغورم به يې او سر به يې ساتم ځکه چې پر موږ لازمه ده چې د مومنانو مرسته وکړو.

ای نوحه هغه کسان چې ستا له پيغمبرۍ منکر شول او د خدای دنيا يې دروغ وګڼله ستا له اهل او کورنۍ نه دی او ستا له شفاعته بې برخې دی که څه هم له تاسره خپلوي ولري خو بايد د مرګ په غولۍ کې ګېر شي او که هغه غرونو ته وخيژي او يا ځان ته کوم ژغورن ځای ولټوي هيڅ ګټه نه ورکوي.

ای نوحه له کومو خبرو چې نه يې خبر ماته يې سوال مه کوه او په کومو چارو چې دې سر نه خلاصيږي له ماسره مجادله مه کوه، زه تاته حکم کوم چې په دغو چارو کې ځان ناپوه وګرځوه.

د خدای تعالی خبرو نوح عليه سلام راويښ کړ او پوه شو چې د خپلې مهربانۍ په وجه يې له حقه سر غړولی او د زوی مينې ترې سمه لاره تری تم کړې ده.

نوح عليه سلام ته خو پکاره دا وه چې د خدای تعالی در ته يې د شکرانهې لاسونه اوږده کړی وی چې هغه او منونکي يې له بوږنونکي عذابه وژلغورل او کافران او سر غړاندي يې د تباهۍ او بربادۍ ګړنګ ته لړه کړل.

کله چې نوخ عليه سلام په خود راغی له ګناه يې استغفار وکړ او خدای تعالی به يې پناه يوړه چې له عذابه يې خوندی شي او وې ويل: ای پاکه ربه تاته پناه دروړم له هغ غوښتنې چې ومې کړه او خبر پرې نه وم، که ما ونه بخښې او او په ما ونه رحميږي نو له زيانمنو به وم؛

هو! يوې لويې څپې کنعان له سترګو پناه کړ، او کله چې دا ناورين پای ته ورسيد او د نړۍ پر مخ د زورورو او زياتي ګړو ناولی ټغر ټول شو د هسک و رښت تم شو او ځمکې ټول لنده بل ونغره، د نوح عليه سلام بيړۍ په جودی غره تم شوه او وويل شو مړه دې وي ظالمان.

نوح عليه سلام ته خطاب وشو، په سلامتيا سره پر ځمکه قدم کيږده ته او په تا ايمان راوړونکي، راکوز شئ د خدای تعالی د برکت سيوری دروغوړيد، د خدای مهرباني درباندې وشوه نيکمرغه او خوشحاله اوسئ.