حضرت هود عليه اسلام

پخوا زمانه کې يوه قبيله وه چې عاد نومېده او د يمن او عمان تر مينځ په احقاف سيمه کې يې ژوند کاوه، د دغې قبيلې ژوند ډير ښيرازه اباد، او د خدای له لورينو او پيرزوينو برخمن ؤ، د قبيلی خلکو به کاريزونه ايستل، ځمکې به يې کرلې، باغونه يې جوړ کړی وو، او راز راز او پخې ماڼۍ يې ودانې کړې وې، د دغې قبيلې پر خلکو د خدای تعالی د لوی نعمت هغه پياوړې او چار شانه ستيې او غښتلې مټې وی چې هغوی ته پيرزو شوی وی، پاک رب دوی ته بې کچه او پريمانه نعمتونه ورکړي وو خو دغه ولس هيڅکله د نغښتې، کائناتو او پنځون د پيدايښت او پيداکوونکي په باب فکر نه و کړی او د پنځ سر چينې ته نه وو ځير شوي چې دا ويړه دنيا او خيل خيل نعمتونه چا ورکړی دی، د دوی عقل يوازې دومره رسيده چې بيلا بيل بوتان يې جوړ کړی وو او د هغوی عبادت يې کاوه او همدغو خدايانو ته به ټيټيدل، که کوم نعمت او ښه به ورورسيده بوتانو ته به شکرانه په خاورو پريوتل او که کومه بلا به پښه شوه نو همدغو بی روحو بوتانو ته به يې کوکارې کولې چې مرسته يې وکاندي او له درد ورنځه يې وژغوري.

څه موده نه وه تېره چې دغه قام ګډوډی ته مخه کړه، پياوړو د کمزورو مالونه وتروړول او غښتلو له بيوزلو څخه ناوړه استفادې ته مټې راونغښتې، کله چې دا ولس ډېر بې لاری شو نو خدای تعالی د دوی له ناولو ارادو د ناپوهۍ د زنګونو د صيقلولو او د دوی له سترګو د پردو د هسکولو لپاره وپتيله چې يو استازی وروليږی چې د هغوی په ژبه ورسره وغږيږی، او د هغوی په روده ورسره وچليږی، هغوی رښتينی خدای ته وبلي او وروپوهوي چې د بوتانو او کاڼو لوټو عبادت فايده نه کوي. البته دا ټول هدفونه په بندګانو باندې د خدای تعالی لطف، مهربانی او نيکمرغۍ ته د رسولو لپاره وو.

ولې د بوتانو عبادت کوئ:

حضرت هود عليه سلام چې له يوې درنۍ کورنۍ و، خوش اخلاقه نرم خويه او د لوړې خوصلې څښتن ؤ په دغه بوت پالی ولس کې په پيغمبرۍ وګومارل شو چې د پاک رب د پيغام رسندوی شي، ښايې دا ورک لاری خلک سمې لارې ته کړي او له اخلاقي کږ لارۍ يې وغړوي.

هود عليه سلام خپل کار ته ملا وتړله او د پيغمبرۍ او بلنې په وسيلې سنبال شو، هود عليه سلام راپاڅېد د بتانو د مخالفت بيرغ يې هسک کړ، او د بتانو د منونکو عبادت او سجدې يې چټی او بې ځايه وګڼلې، هود خپل ولس ته وويل: ای خلکو! دا کاڼی چې په خپلو لاسو يې جوړوئ او بيا ورته په خاورو پويوځئ ګڼه لري. دوی خو تاسو ته نه څه ګټه رسوی شي او نه درنه ضرر غړولی شي، دا ستاسو د فکرونو د لنډون نښه ده. که خامخا عبادت کول غواړئ نو د هغه رب يې وکړئ چې يوازې دی او د عبادت وړ دی؛ هغه خدای ته ټيټ هسک شئ چې تاسو يې پنځولی ياست او روزی يې درکړی په تاسو باندې يې ډول ډول راز راز نعمتونه نازل کړی دی او پياوړې تنې يې درکړې دی، د يو بل له زبيښاک او له زور زياتی لاس واخلئ، د نوح عليه سلام د کيسې خو لا ډېر وخت نه دی تېر هغه راياده کړئ او له هغه عذابه عبرت واخلئ.

ايا هود عليه سلام ليوانې دے؟

حضرت هود عليه سلام په دی هيله چې وينا يې د مخالفانو زړو ته پريوزي او پر روحونو يې اغيز وشيندي او ښايی  ايمان راوړي بل يې هغوی نيغې او سمې لارې ته بلل خو هغه به چې کله هم خبرې کولې بې له پريوتو او بې پروا مخونو يې بل څه نه ليدل، ته واځان سره غږيږي يا يې مخاطبان غوږونه نه لري.هود ورته وويل يوازينی خدای شريک او ساری نه لري، هغه د بل چا منځګړتيا ته اړتيا نه لري، هغه خو ستاسو تر مرۍ هم در نزې دی.

ياد لرئ دا بوتان مو چې تاسو خدای پاک ته د نزدی والی لپاره غوره کړی هغه ته نه نزدې کوی، بلکې د هغه له لارې مو لا وريا کوي.

ستاسو دا عبادت د ناپوهۍ او کم عقلۍ نښه ده، له پاک ربه مخ اړاندو مخالفانو وويل ته ليوانی يې چې زموږ عبادت ته ليونتيا وايې او زموږ د پلار نيکه لاره غلطه ګڼې، ته څوک يې چې موږ ته لاره ښيئ، ته خو هم زموږ په شان اړتياوې لری څه وشو چې خدای تعالی ته خپل استازی غوره کړی.

هود ورته وويل ای زما قامه زه ليوانی شوی نه يم ما خو تاسو ښه پيژنئ په تاسو کې مې ژوند کړی ايا تر اوسه مو رانه کومه بې ځايه يا زيږه خبره اوريدلې، دا خو د حيرانتيا خبره نه ده چې خدای تعالی په تاسو کې يو کس خپل ايستازی کړي او د بلنې بيرغپال شي، د حيرانۍ خبره خو دا ده چې يو قام يې لارې او بې مشر او لارښوده پاتې شي او نه يې قانون وي نه يې له بدو کړو کوم غړوونکي وي.

زه ستاسو له بوت پالنې دومره نه يم خپه څومره مې چې ستاسو ناپوهي ځوروي، لږ خپلو ګريوانو کې خو سرونه کښته کړئ او بصيرت سترګې وغړوئ، له هر څيزه د خدای پاک يوازيتوب څرګند دی، د کائناتو له نظمه او د ستورو له څرخه معلومه ده چې د دغو څيزونو پنځګړ(خالق) يو دی، تاسو په داسې خدای ايمان راوړی چې د اسمان اوبه درزياتې کړي، پټي مو ښيرازه شي او مالونه مو پريمانه، هود ورزياته کړه پوه شئ چې له مړينې وروسته به بيا ژوندي کيږی چا چې ښه کړي وي، ښه به مومي او چا چې بد کرلي وي بد به ريبي، د قيامت ورځ د دې ځای د کرلو ريبلو ورځ ده نو داسې کار وکړئ چې سبا پرې پښيمانه نه يئ.

د هود عليه سلام مخالفانو وويل: داسې ښکاري چې زموږ کوم خدای درباندې خشميدلی وي او مازغه يې درخراب کړي وي دا څه خيالي او وهمي خبرې غږوې، که ته اوتې بوتې نه وايې نو هغه استغفار چې وروسته يې بادانونه راځي کوم دی؟ او د قيامت هغه ورځ چې وراسته هډونه به پکې راولاړېږي کومه ده؟ عجيبه بې ځايه خبرې کوې تاته ښه پته ده چې موږ يو ځل ژوندي شوی يو يو ځل به مرو، بيا بيا پاڅيدل او ژوندي کېدل نشته، ستا هغه عذاب چې موږ پرې ګواښی او تمه لرې چې موږ به پرې اخته شو کوم دی. موږ ستا خبره نه منو او د خپلو خدايانو له عبادته نه ستنيږو، که رښتيا وايې نو هغه عذاب دې راوښيه چې موږ ته يې ګوته څنډوې؟

کله چې هود د هغوی په ښکاره دښمنۍ پوه شو نو وې ويل: زه خپل خدای ګواه نيسم چې ما د خپلې دندې په رسولو کې لټي او لنډون نه دی کړی، د خپلې موخې په لاره کې مې زړه ته نه ده اچولې، زه ستاسو له دښمنۍ څخه نه ويريږم که تاسو ټول ماته پلان او پروګرام جوړ کړئ بيا هم په هغه خدای توکل لرم چې ستاسو او زما پنځګردی.

د عذاب سېلۍ:

هود عليه سلام خپل پيغام ته دوام ورکړ او د هغه ولس يې پروايي تر دې وه، چې د هود مخالفانو په اسمان کې تورې وريځې ولېدې چې شين هسک يې تياره کړی.خلکو وريځو ته سترګې ونيولې او ويې ويل دا وريځې وينئ؟ دا به ډېر زر موږ ته باران په زيری راوړي، نو ورښت ته تيار شول، او کروندې يې اوبو ته چمتو کړي.

کله چې هود دا حال وليد، خپل ولس ته يې مخه که او ويې ويل ای بې لارې قامه! دا تورې لړې چې د اسمان په لمن خپرې دي، د رحمت باران  نه دی، بلکه د عذاب سيلۍ ده. دا هماغه بوږ نوونکی عذاب دی چې ډېره بيړه مو ورته درلوده.

څو شيبې نه وی تېرې چې ويروونکی زول راوالوته او هغوی مالونه او سامانونه يې له دښتو هسک کړل او چرته ليرې يې وتوغول، دې پيښې خلک وويرول او سخته ترهه خپره شوه خلک کورونو ته ننوتل او ورونه يې په ځان پسې وتړل.

دې عذاب وهلي قام خيال کاوه چې ګواکې په کورونو کې به بچ شي، خو دا يو عام عذاب او هر اړخيزه بلا وه الوتونکو بادونو د بيد ياوو شګې او ريګ راوالوزاوه، اووه ورځې د ريګو زول دوام درلود او اووه ورځې پس خلک د وچو خرماوو په شان کلک شوی وو، سيوره يې ورکه شوې وه او نښې يې د تاريخ له پاڼو پاکې شوې وي.

مه هيروئ چې ؛ستا خدای د ظلم له مخې او که د يو کلي ولس غوريزوي کلی نه ړنګوي؛عبرتناکه او عجيبه خبره دا وه چې د شګو په دې توپان کې د هود منونکو په خپلو کورو کې پناه واخسته بادونو د هغوی کورونو چاپېره شغهار کاوه او کاڼی او شګې يې د هغوی کورونو ته نه پريښودل تر څو چې باد ودريد، ټول ولس پو پناه شو يوازې هود او منونکي يې پاتې شول، خپلو ځمکو ته ستانه شول او په حضرموت کې ديره شول او تر مرګه په دغه نوي ټاټوبي کې اوسېدل.

ماخذ

د هود عليه سلام کيسه د اعراف سورې65   تر72  

د هود سورې له50  تر60  او

شعراؤ سورې له123  تر 140  پورې راغلې ده.