د اهلبيتو(ع) لمونځ (دويمه برخه)

د نماځه تعقيبات

له نماځه نه پس مستحب دي چې كښيني او په ذكر او د قران په تلاوت كې دې مشغول شي. له نماځه نه پس د" تسبيح فاطمه (عليها السلام)" ډېر تاكيد شوې دے يعني څلور دېرش ځله اَللهُ اَكْبُر درې دېرش ځل اَلْحُمًدْ ِللهِ او درې دېرش ځل سْبًحانُ اللهِ ويل پكار دي له دې نه علاوه ايت الكرسي او نورې دعاګانې چې د دعاګانو په كتابونو كې يې ذكرشوې دے ويل پكاردي. له دې نه علاوه په خپله مورنۍ ژبه كې هم دعا، سوالونه او راز ونيازكولې شي.

د شكر سجده

له دعاګانو او ذكر او اذكار نه پس پكار دي چې د خداې شكر ادا کړے شي د دې لپاره كه تندے په زمكه كېښودل شي كافي دے، البته بهتره دے ده چې سل ځله يا درې ځله يا يو ځل دې شُكْرا ًِلله يا شُكْراً يا عُفْواً وويل شي. د شكر سجده د نعمت نازلېدو په وخت او د مصيبت د لرې كېدو په وخت هم پكار ده.

زيارتونه

په قراّن مجيد كې په رسول مقبول (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغوي په پاک ال (عليه السلام) باندې د درود و سلام حكم دے. ځكه د دغو څوارلسو معصومينو (عليهم السلام) زيارت د دغه قراني حكم په تعميل كې لوستل كېږي له نماځه نه پس د زيارتونو لوستل له بهترينو عملونو څخه دي. د زيارتونو لوستولو طريقه داسې ده چې كله د شكر له سجدې سر پورته كړي نو د قبلې په لور به اودرېږي او په مسواكې ګوتې سره به د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم قبر ته اشاره وكړي او داسې به ووايي:

 اَلسَلامْ عَلَيًكَ يَا نَبيَ الله اَلسَلامْ عَلَيًكَ يَا رَسْولَ الله اَلسَلامْ عَلَيًكَ يَا حَبِيِبَ الله وَ رَحمَةُ اللهِ وُ بُرُكَا تُه. بيا به لږ ښي طرف ته تاو شي او د حضرت امام حسين(عليه السلام) زيارت به ولولي:

اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا اَبُاعُبًدِ اللهِ الْحْسُين اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا بًنُ رُسْولَ الله اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا مُوًلايُ وُعُلي اَنْصارِك وُ رُحًمُهْ اللهِ وُ بُركَاتُه.

 بيا دې لږ نور هم ښي طرف ته تاؤ شي او د حضرت امام رضا(عليه السلام) زيارت دې ولولي. اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا غَريبُ الْغُرُبآءِ اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا سْلْطانُ الْعُرُبِ وُالْعُجُمِ اَلسُّلامْ عُلَيًكُ وُعُلي آبآ ئِكُ السُّبًعهِ وُ اَبًنآئِكُ الاْ َرًبُعُه وُ رُحًمُهْ اللهِ وُ بُرُكَا تُه

 بيا دې قبلې طرف ته راتاؤ شي او د حضرت امام زمان (عليه السلام) زيارت دې ولولي.

اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا صَاحِبُ الْعُصْرِ وُ الزَّمان اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا خَلِيفهُ الْرُّحًمن اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا اِمُامُ الاِْنسِ وُالْجآنَّّ اَلسُّلامْ عُلَيًكُ يُا قَامِعُ الْكُفْرِ وُالطُّغْيان عُجُّلَ اللهُ تَعُالي فَرُجُك وُسُهُّلَ اللهُ مُخْرُجُك وُظُهورُك وُرُحًمُهْ اللهِ وُبُرُكا تُه اَللّهْمُّ صَلِّ عُليُ مْحُمُّدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ°

 نوټ: كه څه هم د خداې د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم او د هغۀ د پاكو اهلبېتو (عليه السلام) زيارت كول په هر حال كې كول دي په تېره بيا له نماځه نه پس كول يې مستحب دي. البته زيارتونه په هغه ډول كول دي چې په "مفاتيح الجنان"  كتاب كې راغلي دي ولې په پاس وركړې شوې طريقه باندې چې مخكې به قبلې ته بيا ښي طرف ته بيا ګس طرف ته او بيا قبلې طرف ته مخ كړې او دغه پاس مخصوص الفاط به ادا كړې په څه حديث يا روايت كې نه دي راغلي. بلكې د رجاء او ثواب په نيت باندې مروجه طريقه ده.

د نماځه باطلونكي څيزونه

دولس څېزونه نمونځ باطل كوي چې ورته د نماځه مبطلات وائي

1.   د نماځه په دوران كې د نماځه له شرايطو څخه د يوشرط له نه پوره كېدو نه خبرېدل مثلاً په نماځه كې درته معلوم شي چې دا مكان غصبي دے.

2.   د نماځه په حالت كې قصداً يا په هېره داسې كار وشي چې ورسره اودس ماتېږي يا غسل واوړي لكه متيازې يا پا خانه كول (يامني وتل).

3.   په تړلو لاسو نمونځ كول.

4.   له سوره حمد نه پس آمين ويل.

5.   له قبلې نه بل طرف ته تاوېدل.

6.   له دعا او ذكر نه علاوه قصداً خبرې كول.

7.   قصداً په اواز سره يا د شونډو تر لاندې خندېدل.

8.   د دنياوي چارو لپاره په نماځه كښې په اواز سره ژړل البته که د خداې له وېرې او اخيرت لپاره وي نو بهترين عمل دے.

9.   په نماځه كښې قصداً يا په هېره داسې كاركول چې د نماځه شكل او صورت ختم كړي مثلاً لاسونه پړَقول، ټوپونه وهل يا دومره وخت خاموش پاتې كېدل چې خلق ونه وائي چې نمونځ كوي

10.     په نماځه كښې خوراک څښاک كول البته كه په غاښ كې نښتې څه شې تير شي نو پروا نيشته.

11.     په دوه ركعتي، او څلور ركعتي نماځه كښې د وړومبنيو دوو ركعتو په شمېر كښې شک كول. په درې ركعتي نماځه كې شك كول كه څه هم په وړومبنيو دوو ركعتو كښې شک و نه شي.

12.     د نماځه ركن قصداً يا په هېره كم يا زيات كول يا چې كوم ركن نه وي هغه قصداً كم يا زيات كول.

 نوټ: له نماځه نه پس كه شک راشي چې په نماځه كښې يې ايا داسې كار کړے دے چې نمونځ ورسره باطل كېږي يا نه نو نمونځ يې صحيح دے.

 

د نماځه شكونه

د نماځه د شكونو درې ويشت قسمونه دي. اتۀ قِسمه هغه شكونه دي چې نمونځ ورسره باطل كېږي (ماتيږي) او د شپږو قسمو پروا نه ده پكار او باقي نهۀ قسمونه صحيح دي.

 نمونځ باطلوونكي شكونه

1.   د دوه ركعتي نمونځ په شمېركښې شک. لكه د سهار نمونځ يا د مسافر نمونځ - البته دوه ركعتي مستحب او ځينې د احتياط نمونځونو په شمېر كښې شک سره نمونځ نه با طلېږي.

2.   د درې ركعتي نمونځ په شمېره كښې شک.

3.   په څلور ركعتي نمونځ كښې دا شک كول چې يو ركعت مې کړے دے او كه زيات؟

4.   په څلور ركعتي نمونځ كښې د دويمې سجدې له پورته كيدو نه مخكښې شک وي چې دوه ركعتونه يې كړي دي يا زيات.

5.   په دوو او پينځو يا له دوو او پينځو نه په زياتو ركعتونو كښې شک.

6.   په دريو او شپږو يا له دريو او شپږو نه په زياتو ركعتونو كښې شک.

7.   د نماځه په ركعتونو كښې دا شک كول چې څو ركعتونه يې كري دي.

8.   د دويمې سجدې له ختميدو نه مخكې يا وروستو په څلورو او شپږو يا له څلورو او شپږو نه په زياتو ركعتو كښې شك كول. البته كه له دويمې سجدې نه پس په څلورو او شپږو يا له څلورو او شپږو نه په زياتو ركعتونو كښې شک وي نو نمونځ دوباره كول پكار دي.

 نوټ: كه باطل كوونكي شكونه ورته رامخكې شي نو نمونځ ندے ماتول پكار البته كه دومره فكر وكړي چې شک يې په خپل ځاې مستحكم شي نو بيا نمونځ ماتولې شي.

 

 هغه شكونه چې پروا يې نده پكار

1.   پداسې څه كښې شک كول چې موقع يې تېره شوې وي مثلاً د ركوع په حالت كښې شک كول چې الحمد سوره مې لوستې ده او كه نه

2.   د نماځه له سلام نه پس شک كول.

3.   د نماځه د وخت له تېرېدو نه وروستو شک كول.

4.   د زيات شكمن كس شک كول.

5.   د پيش امام د ركعتونو په شمېر كښې شک كول پداسې حال كې چې مقتدي ته يې د ركعتونو د شمېر پته وي- دغه شان د مقتدي شک كول چې پيش امام ته د نماځه ركعتونه ياد وي.

6.   په مستحب نماځه كښې شک كول.

 صحيح شكونه

نهۀ صورتونه داسې دي چې كه د څلور ركعتي نماځه د ركعتونو په شمېر كې شک پيدا شي نو فوراً دې غور او فكر وكړي. اوس كه يقين يا ګمان د شک د يو طرف متعلق شي نو هغه اړخ دې واخلي او نمونځ دې ختم كړي ګنې بيا دې په دغو دستورونو عمل وكړي كوم چې اوس بيانيږي او هغه نهۀ دي.

1.     دا چې له دويمې سجدې نه له سراوچتولو نه پس شک وكړي چې دوه ركعتونه مې وكړل يا درې نو په دريو ركعتو دې تكيه وكړي او يو ركعت دې بل وكړي او د نماځه له ختمېدو وروستو يو ركعت د احتياط نمونځ په نيت دې ولاړې يا دوه ركعته دې په ناستې وكړي.

2.           له دويمې سجدې نه پس شک وكړي چې ايا دا ركعت دويم دے او كه څلورم دے. نو په څلورم باندې دې تكيه وكړي او له دغه نماځه نه پس دې دوه ركعته په ولاړې د احتياط نمونځ وكړي.

3.     كه له دويمې سجدې نه د سر له اوچتولو نه پس دا شک وكړي چې دا دويم ركعت دے، دريم ركعت دے او كه څلورم نو په څلورم باندې دې تكيه وكړي او له دغه نماځه نه پس دوه ركعته د احتياط نمونځ دې په ولاړې يا دوه ركعته په ناستې ادا كړي خو كه له وړومبۍ سجدې نه پس يا له دويمې سجدې نه له سر اوچتولو نه مخكې پدغو كښې يو شک رامينځته شي نو ورته اختيار دے چې نمونځ پرېږدي او له سر نه دې بيا شروع كړي.

4.     كه له دويمې سجدې نه له سر اوچتولو وروستو په څلورم او پنځم كښې شک وكړي نو په څلورم دې تكيه وكړي او نمونځ دې ختم كړي او له هغې وروستو دې دوه د سهو سجدې وكړي او كه له وړومبۍ سجدې نه پس يا له دويمې سجدې نه د سر له اوچتولو مخكې دا شک پيدا شي نو واجب احتياط دا دے چې په بيان شوي دستور دې هم عمل وكړي او دوباره نمونځ دې هم وكړي.

5.     په نماځه كښې په يوځاې كې چې په دريم او څلورم ركعت كښې شک وكړي نو په څلورم دې تكيه وكړي او نمونځ دې ختم كړي او له دغه نماځه نه دې پس يو ركعت په ولاړې يا دوه ركعته په ناستې د احتياط نمونځ وكړي.

6.     د قيام په وخت كه د څلورو او پنځو تر مينځ شک وكړي نو كښيني دې او تشهد دې ووايي او سلام دې ادا كړي او يو ركعت د احتياط نمونځ دې په ولاړې يا دوه ركعته په ناستې وكړي.

7.     كه د قيام په حالت كښې په دريو او پنځو ركعتو كې شک وكړي نو كيښني دې او تشهد او سلام دې ووايي او له نماځه نه پس دې دوه ركعتونه ادا كړي.

8.     د قيام په حالت كښې كه د دريو، څلورو او پنځو ركعتونو ترمينځ شک وكړي نو كيښني دې او له تشهد او سلام نه پس دې دوه ركعته د احتياط نمونځ په ولاړې او دوه ركعته دې په ناستې وكړي.

9.     د قيام په وخت كه د پنځم او شپږم ركعت تر مينځ شک وكړي نو تشهد او سلام دې وكړي او دوه د سهو سجدې دې وكړي.

نوټ: په صحيح شكونو كې كه انسان ته څه شک هم رامينځته شي نو نمونځ دې نه ماتوي او كه نمونځ يې مات كړو نو ګناهګارېږي. نو ځكه كه له داسې څه كار نه بغير چې نمونځ ورسره باطلېږي (مثلاً له قبلې نه مخ ګرځول) له سره بيا نمونځ شروع كړي نو دويم نمونځ يې هم باطل دے او كه داسې څه كار يې كړي وي چې نمونځ باطلوي نو بيا يې دويم نمونځ صحيح دے.

 

د احتياط نمونځ

چې په كوم كس د احتياط نمونځ واجب شي نو ورته پكار دي چې د نماځه له سلام نه فوراً پس دې د احتياط د نماځه نيت وكړي يعنې يو يا دوه ركعته د احتياط نمونځ كوم قُربَةً اِلي الله بيا دې الحمد سوره ووايي ركوع دې وكړي او بيا دې دوه سجدې وكړي نو كه يو ركعت د احتياط نمونځ پرې واجب وي نو تشهد او سلام دې ووايي او نمونځ دې ختم كړي او كه دوه ركعته د احتياط نمونځ پرې واجب وي نو بيا دې ودرېږي او د مخكيني ركعت په شان دې بل ركعت هم وكړي او تشهد او سلام دې وكړي.

 نوټ: د احتياط په نماځه كې له الحمد نه پس سوره او قنوت هم نيشته او غلي يې ويل پكار دي او نيت يې هم په خوله ندي ويل پكار او واجب احتياط دا دے چې بسم الله دې هم غلې ووايي.

 د سهو سجده

د دريو څېزونو لپاره د نماځه له سلام نه پس انسان ته پكار دي چې دوه د سهو سجدې وكړي.

 ١- دا چې په نماځه كې په هېره خبرې وكړي.

 ٢- دا چې يوه سجده يې هېره شي.

 ٣- دا چې په څلور ركعتي نماځه كښې له دويمې سجدې نه پس شک وكړي  چې څلور ركعته يې كړي دي او كه پنځۀ او دغه شان په نورو مقاماتو كې هم واجب احتياط دا دے چې دوه د سهو سجدې دې وكړي لكه په نماځه كښې بې ځايه سلام ويل مثلاً په وړومبي ركعت كښې په هېره سلام ووايي يا دا چې تشهد يې هير شي.

 د سهو سجدې طريقه

د سهو د سجدې طريقه دا ده چې د نماځه له سلام نه دې فوراً پس د سهو د سجدې نيت وكړي او تندے دې په داسې څيز كېږدي چې سجده پرې صحيح ده او ودې وائي بِسًمِ اللهِ وُ باِللهِ وُصَلِّ الله عُلي مْحُمُّدٍ وُ آلِهِ يا دې ووايي بِسًمِ اللهِ وُ بِا للهِ اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ وُ آلِ مْحُمُّدٍ خو ښه دا ده چې داسې ووايي بِسًمِ اللهِ وُ بِا للهِ اَلسُّلامْ عُلَيًكُ اَيًّهاالنَّبيًّ وُرُحًمُة اللهِ وُ بركَا تُه له دې نه پس دې كښېني او دوباره دې سجدې ته لاړشي او پدغو ذكرونو كښې دې چې بيان كړې شول يو ذكر ووايي او بيا دې كښيني او تشهد او سلام دې ووايي.

 نوټ: كه په نماځه كښې يوه سجده يا تشهد هير كړې شي نو له نماځه نه پس دې وړومبې د هغو قضا راوړي بيا دې د سهو سجدې وكړي.

د جَمعې نمونځ

واجب نمونځونه له جَمعې سره كول مستحب دي په تيره بيا روزانه نمونځونه له جَمعې سره پكار دي. د سهار، ماښام او ماسخوتن مونځونه په خاصه توګه د جُمات د ګاونډي او د هغه چا لپاره چې د بانګ اواز اوري ډِېر تاكيد شوې دے په يو روايت كې راغلي دي چې كه يو كس د جَمعې د امام اقتدا وكړي نو د هر ركعت ثواب د يو نيم سل نمونځونو برابر دے او كه مقتديان دوه تنه وي نو د هر ركعت ثواب د شپږو سوو نمونځونو برابر دے. دغه شان چې مقتديان څومره زياتېږي ثواب كې به په دغه اندازه زياتوالې راځي، حتي چې لس كسان شي او چې كله له لسو تنو نه واوړي نو كه ټول اسمانونه كاغذ شي او ټول سمندرونه سياهي جوړه شي ټولې ونې قلمان او ټول انسانان او پيريان ليكوالان شي نو د يو ركعت ثواب نشي ليكلې. البته مستحب نمانځونه په جَمعې نه کيږي.

 

د جَمعې د امام شرطونه

  1. د جَمعې امام پكار دي چې بالغ، عاقل، اثناعشر شيعه (دولس امامان منونكې) عادل (يعني کبيره ګناه نه کوي او په صغيره ګناه اصرار نه کوي) او حلالي وي او دا چې نمونځ صحيح كولې شي (عربي يې سمه وي).
  2. كه مقتديان سړي وي نو امام هم پكار دي سړې وي. او كه په ښه بده پوه ماشوم (مميُّزماشوم) د بل دغه شان ماشوم اقتدا وكړي نو پروا نيشته خو واجب احتياط دا دے چې د جَمعې امام سړې وي د مميز ماشوم اقتدا كول كه څه هم مقتديان يې هماغه شان مميز ماشومان وي اشكال لري. او واجب احتياط دا دے چې د ښځې امام هم سړې وي.
  3. چې كوم امام يې عادل ګڼلو او بيا يي شک پيدا شو چې هغه په خپل عدل او انصاف پاتې دے او كه نه؟ نو د هغه امام اقتدا كولې شي.
  4. چې كوم كس په ولاړې نمونځ كوي هغه په هغه سړي پسې نمونځ نشي كولې چې هغه په ناستې يا په ملاستې نمونځ كوي. دغه شان په ناستې نمونځ كوونكي په ملاستې نمونځ كوونكي پسې نمونځ نه شي كولې.
  5. چې كوم كس په ناستې نمونځ كوي هغه په ناستې نمونځ كوونكي پسې نمونځ كولې شي خو واجب احتياط دا دے چې په ملاستې نمونځ كونكې دې په ناستې يا ملاستې نمونځ كوونكي پسې اقتداء ونۀ كړي

. 6. كه امام د څه عذر په وجه په تيمم يا جبيره اودس سره نمونځ كوي نو اقتدا يې روا ده البته كه امام د څه عذر په وجه په نجسو جامو كې نمونځ كوي نو واجب احتياط دا دے چې اقتدا ورپسې ونۀ كړې شي.

  1. كه په امام كې داسې څه مرض وي چې خپلې متيازې او پاخانه نشي ايسارولې نو واجب احتياط دا دے چې اقتدا ورپسې ونۀ كړي شي دغه شان هغه ښځه چې مستحاضه نده په مستحاضې ښځې پسې اقتدا نشي كولې.
  2. واجب احتياط دا دے چې چاته د جذام يا برص مرض وي هغه د جَمعې امام نشي كېدې.

 

د جَمعې احكام

1.     چې كله مقتدي نيت كوي نو امام دې معين كړي خو د هغه له نوم نه خبرېدل ضروري ندي خوكه يو كس داسې نيت وكړي چې په حاضر امام پسې نمونځ كوم نو نمونځ يې صحيح دے.

2.     مقتدي له پاره ضروري دي چې بې له الحمد او بل سورت نه نور ټول ذكرونه پخپله ووايي البته كه د امام دريم يا څلورم ركعت وي او د مقتدي وړومبۍ يا دويم ركعت وي نو بيا مقتدي به الحمد او بل سورت هم وايي.

3.     كه مقتدي د سهار، ماښام او ماسخوتن په وړومبيو دوو ركعتونو كښې د امام د قرات اواز اوري نو كه په بيل بيل ټكو نه پوهېږي نو الحمد او بل سورت ورته نه دي ويل پكار خو كه د امام اواز بالكل نه اوري نو مستحب دا دي چې الحمد او بل سورت دې غلي غلي ووايي. خو كه په هېره يې په تېزه وويل نوخير دے پروا نيشته.

4.     مقتدي ته په كار دي چې د ماسپخين او مازيګر په وړومبي او دويم ركعت كې الحمد او بل سورت ونۀ وايي او مستحب دا دي چې د هغو په ځاې ذكر كوي

. 5. مقتدي ته پكار دي چې د نمونځ هر عمل له امام نه مخكښې ونۀ كړي. او امام پسې يا له هغه نه لږ غوندې پس دې انجام كړي.

6.     كه مقتدي په هېره له امام نه مخكې له ركوع نه سر اوچت كړي په داسې حال كې چې امام لا په ركوع كې وي نو پكار دي چې مقتدي بيا ركوع ته لاړ شي او له امام سره دې له ركوع نه سر اوچت كړي. البته كه د مقتدي د ركوع حالت ته له رسېدو مخكې امام سر اوچت كړي نو د مقتدي نمونځ باطل دے.

7.     كه يوكس په هېره سر اوچت كړي او وويني چې امام لا په سجده كې دے نو پكار دي چې دغه كس دوباره سجدې ته لاړ شي كه دا اتفاق په دواړو سجدو كښې وشي نو په دواړو سجدو كښې د زياتي په وجه چې ركن دي نمونځ نه باطلېږي.

8.     دغه شان كه يوكس په هيره سر اوچت كړو او امام لا له سجدې سر نوي اوچت کړے او بيا دوباره سجدې ته لاړو خو د سجدې حالت ته لا نۀ وْ رسيدلې چې امام سر اوچت كړو نو د هغۀ نمونځ صحيح دے او كه دا اتفاق په دواړو سجدو كښې وشي نو بيا به د هغۀ نمونځ باطل وي.

9.     كه له سجدې نه سر اوچت كړي او دا وګوري چې امام لا په سجده كښې دے نو كه هغه پدې خيال چې د امام وړومبي سجده ده له امام سره د سجدې كولو په نيت سجدې ته لاړ شي او وروستو ورته پته ولګي چې د امام دويمه سجده وه نو احتياط دا دے چې دغه نمونځ دې ختم كړي او بيا دې وكړي او كه مقتدي پدې خيال چې د امام دويمه سجده ده سجدې ته لاړ شي او بيا ورته معلومه شي چې د امام وړومبي سجده وه نو احتياط دا دے چې نمونځ دې په فراده (ځانته) نيت سره ختم كړي كه څه هم هغه د امام په متابعت كښې سجدې ته تلې وي او نمونځ ختمولې شي .

 10. كه چرې امام په هيره په داسې ركعت كښې قنوت شروع كړي چې په كښې قنوت نه وي يا په داسې ركعت كښې تشهد ولولي چې په كښې تشهد نه وي نو مقتدي ته قنوت او تشهد نه دي ويل پكار خو له امام نه مخكې ركوع ته هم نشي تلې او د امام له اودريدو نه مخكې اودريدې هم نشي بلكې ورته پكار دي چې صبر وكړي چې د امام قنوت او تشهد ختم شي او بيا دې ورسره باقي نمونځ ترسره كړي.

د ايات نمونځ

د ايات نمونځ د څلورو څېزونو په وجه واجب كېږي

1.   د نمر تندر نيول.

2.   د سپوږمۍ تندر نيول

3.   زلزله

4.   د اسمان پړق پړوق او ګړز ګړوز, سُور او تور طوفان او دا ډول څېزونه چې عام خلق ترې وېرېږي. دغه شان واجب احتياط دا دے چې د زمكنيو پيښو لكه د زمكې شلېدلو او كښيناستېدلو چې عام خلق ترې وېريږي د دغو ټولو لپاره دې د ايات نمونځ وكړې شي.

 

يو څو مسئلې

1.     چې د كومو څيزونو په وجه د ايات نمونځ واجب كېږي هغه چې په كوم ښار او كومه سيمه كې رامينځته شي د هغه ځاې خلقو باندې د ايات نمونځ واجب كېږي. البته كه دوه ځايونه دومره نزدې وي چې دواړه يو ښار شمېرل كېږي نو بيا د دواړو ځايونو په خلقو واجب كېږي

. 2. پكار دي چې انسان د نمر يا سپوږمۍ د تندر نيولو د شروع كېدو په وخت د ايات نمونځ اوكړي، او كه وخت تېر شي نو پكار دي چې د قضا په نيت يې وكړي.

 

د ايات د نماځه طريقه

 1. د ايات نمونځ دوه ركعته دے او په هر ركعت كښې پنځه ركوع دي او طريقه يې دا ده چې له نيت كولونه پس دې تكبير ووايي-له هغه نه وروستو دې الحمد او يو سورت ټول ووايي او بيا دې ركوع ته لاړ شي او له ركوع نه له سر اوچتولو نه دې پس بيا الحمد سورت او يو بل سورت ووايي او بيا دې ركوع ته لاړ شي او دغه شان پنځه ځله پكار دي چې الحمد او بل سورت ووايي او ركوع ته لاړشي او په پنځم ځل چې له ركوع نه سر اوچت كړي نو سجدې ته دې لاړ شي او بيا دې له سجدو وروستو اودرېږي او د مخكښې ركعت په شان دې بل ركعت هم ادا كړي

. 2. د ايات په نمونځ كښې دا هم جايز دي چې انسان له نيت كولو وروستو تكبير او الحمد ووايي او بيا د يو سورت ايتونه په پنځو برخو اويشي او يو ايت يا زيات دې ووايي او ركوع ته دې لاړ شي او له ركوع نه دې پاڅي او بيا دې د سورت بله برخه ووايي او بيا ركوع ته لاړشي او دغه شان دې له پنځمې ركوع نه مخكې سورت ختم كړي، مثلاً د قُل هُوَاللهَ سورت د جز كېدو په نيت سره دې بِسًمِ اللهِ الرُّحًمنِ الرُّحِيم ووايي او ركوع ته دې لاړ شي بيا دې اودرېږي او له د نه پس دې قُلْ هْوُاللهُ اَحُد ووايي او ركوع ته دې لاړ شي بيا دې له ركوع نه پاڅي او له پس دې اَللهُ الصَّمُد ووايي او ركوع ته دې لاړ شي بيا چې له ركوع نه پاڅي نو داسې دې ووايي لَمً يُلِدً وُلَمً يْولَد ووايي او ركوع ته دې لاړ شي او بيا دې اودرېږي او پس له دې وُلَمً يُكُنً لَهْ كُفُواً اَحُد ووايي او ركوع ته دې لاړ شي او له ركوع نه له پاڅېدو پس دې دوه سجدې وكړي او بيا دې ودرېږي او دويم ركعت دې هم د وړومبي ركعت غوندې وكړي او له دويمې سجدې نه پس دې تشهد او سلام وكړي او نمونځ دې ختم كړي.

3. چې كوم څېزونه د هرې ورځې د نمونځ لپاره واجب او مستحب دي د ايات په نماځه كښې هم واجب او مستحب دي. البته د ايات په نماځه كښې مستحب دي چې د اذان او اقامت په ځاېْ دې د ثواب په اميد اَلصَّلوة ووايي

 4. مستحب دي چې له پنځمې او لسمې ركوع نه پس دې سَمِعَ اللهُ لِمَنً حَمِدُه ووايي دغه شان هر ركوع ته له تلو نه  مخكې او له اوچتيدو نه پس دې تكبير ووايي خو له پنځمې او لسمې ركوع نه پس تكبير مستحب نه دے

. ٥- مستحب دي چې له څلورمې، شپږمې، اتمې او لسمې ركوع نه مخكښې دې قنوت هم وكړي او كه فقط يو قنوت له لسمې ركوع نه مخكښې وكړي نو كافي دے،

د وړوكي او لوې اختر نمونځ

  1. د وړوكي او لوې اختر نمونځ د امام مهدي (عليه السلام) د ظهور په زمانه كې له جَمعې سره واجب دے خو د امام د غيبت په زمانه كې مستحب دے او (برجاېْ مطلوب) له جمعې سره كېدې شي.
  2.  د وړوكي او لوېْ اختر د نماځه وخت له نمر ختونه تر ماسپخين (ظهر) پورې دے.
  3. د وړوكي او لوېْ اختر نمونځ دوه ركعته دے، په وړومبي ركعت كښې له الحمد او يو سورت نه پس دې پنځه ځل تكبيرونه ووايي او له هر تكبير نه پس دې يو قنوت ووايي او له پنځم قنوت نه پس دې يو بل تكبير ووايي او ركوع ته دې لاړ شي بيا دې دوه سجدې وكړي او بيا دې اودرېږي او په دويم ركعت كښې دې له الحمد او يو سورت نه پس څلور تكبيرونه ووايي او پدې ركعت كښې دې هم له هر تكبير نه پس قنوت ووايي او بيا دې پنځم تكبير ووايي او ركوع ته دې لاړ شي او له دوو سجدو نه دې پس تشهد او سلام ووايي او نمونځ دې ختم كړي.
  4. د اختر د نماځه په قنوت كښې چې كومه دعا هم وويل شي كافي ده خو بهتره دا ده چې دا دعا د ثواب په اميد وويل شي.

 اَللَّهْمُّ اَهًلَ الْكِبًريآءِ وُالْعُظَمُه وُاَهًلَ الْجْودِ وُالْجُبُروتِ واَهلَ الْعُفْوِوُالرُّحًمُه وُاَهًلَ التَّقْوي وُالْمُغْفِرُه اَسًئَلُكُ بِحُقِّ هذا الْيُوًمِ الَّذِي جُعُلْتَه لِلْمّسًلِمِينُ عِيدے وُلِمْحُمُّدٍ صَلي اللهُ عُلَيًهِ وُ آلِهِ وُسُلَّم ذَخْراً وُشَرُفاً وُ كَرامُهَُ وُمُزيدے اَنً تُصَلّي عُلي مْحُمُّدٍ وُ آلَ مْحُمُّدٍ وُاَنً تُدًخِلَني فِي كُلِّ خَيرٍ اَدًخَلْتَ فِيهِ مْحُمُّد وُآلَ مْحُمُّدٍ وُ اَنً تُخْرِجًنِي مِنً كُلًّ سْوءٍ اَخْرُجًتَ مِنْهْ مْحُمُّد وُآلَ مْحُمُّدٍ صَلَواتُكُ عُلَيًهِ وُعُلَيًهِم اَللَّهْمُّ اِنِّي اَسًئَلُكُ خَيًرُما سُئَلَك بِهِ عِبادْكُ الصَّالِحْون وُاَعْوذُ بِكُ مِمُّا اسًتَعاذَ مِنْه عِبادْكُ الْمْخْلَصُون.

 ١- مستحب دي چې د لوې اختر نمونځ دې د نمر له اوچتيدو وروستو وشي خو په وړوكي اختر كښې مستحب دي چې د نمر له اوچتيدو وروستو دې افطار وكړي او سرسايه (فطره) دې وركړي او بيا دې نمونځ وكړي.

 ٢- مستحب دي چې د وړوكي او لوې اختر د نمونځونو قرات په لوړ اواز سره وويل شي.

 ٣- د وړوكي اختر په شپه له ماښام او ماسخوتن او د وړوكي اختر د سهار، ماسپخين او مازيګر نه پس او د اختر له نماځه نه پس دې دا تكبيرونه ووايي. اَللهُ اَكْبُراَللهُ اَكْبُرلاَ اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُاللهُ اَكْبُر اَللهُ اَكْبُر وُ لِلّهِ الْحُمًد اَللهُ اَكْبُرعلی ما هدانَا

 ٤- مستحب دي چې انسان په لوې اختر كښې تر لسو نمونځونو پورې له هر نماځه نه پس چې وړومبې نمونځ يې د اختر په ورځ د ماسپخين او اخري نمونځ يې د لوې اختر د مياشتې د دولسمې ورځې د سهار نمونځ دے له تير شوو تكبيرونو سره دا هم ووايي: اَللهُ اَكْبُرًعُلي مُا رُزََقْنَا مِنً بُهيِمُهِ الاْ َنْعُامِ وُالْحُمًدّ ِللهِ عُليُ مُا اَبْلانَا.

د جُمعې نمونځ

پدې زمانه كښې (يعنې د امام مهدي(عليه السلام) د غيبت په زمانه كښې) د جُمعې نمونځ واجب تخييري دے يعنې انسان ته اختيار دے چې د جُمعې نمونځ وكړي يا د ماسپخين نمونځ وكړي. بلكې د جُمعې نمونځ كول افضل دي او د ماسپخين نمونځ د احتياط مطابق دے. او له دې نه زيات احتياط دا دے چې د جُمعې نمونځ او ماسپښين نمونځ دې دواړه وكړي. البته كه څوک د جُمعې نمونځ وكړي نو د ماسپښين نمونځ پرې نيشته خو د احتياط په توګه دې د ماسپښين نمونځ هم وكړي. د جُمعې نمونځ دوه ركعته دے. او وخت يې د ماسپښين د نمونځ د وخت د داخلېدو وخت دے.

د جُمعې د نماځه شرطونه

وړومبۍ: پكار دي چې د جُمعې جَمعه، سره د امام لږ تر لږه پنځه كسان وي. او چې څومره زيات كسان وي فضيلت يې زيات دے.

دويم: له نماځه نه مخكښې دوه خُطبې ويل. دغه دواړه خطبې د نماځه په شان واجبې دي او بې له دې نه نمونځ نه كېږي. واجب دي چې خطيب خطبې په ولاړې وكړي. او خطبې د ناستو خلقو په مورنۍ ژبه كښې وي. او احتياط دا دے چې حمد او درود دې په عربي ژبه وي او نور وعظ او نصيحت دې د خلقو په ژبه كښې وي. او خطيب ته پكار دي چې پدغو خطبو كښې د مسلمانانو دنيوي او ديني چارې بيان كړي او هغوي په اسلامي او غير اسلامي هېوادونو كښې له رامينځته شوو واقعاتو نه اګاه كړي. او داسې سياسي او اقتصادي چارې بيان كړي چې د وخت ضرورت وي او د هغوي د ازادۍ او وجود لپاره ضروري وي. او ظالم او استعماري حكومتونه د مسلمانانو په چارو كښې په تيره بيا په سياسي او اقتصادي چارو كښې له لاس وهنې څخه خبردار كړي چې كومې د هغوي د لوټلو سبب كېږي. ځكه چې اسلام يو سياسي او معاشرتي دين دے او څوک چې دين له سياست نه جدا ګڼي جاهل دے او له اسلام نه ناواقفه دے خطيب ته پكار دي چې په اوچت اواز سره خطبې وركړي چې ټول خلق يې واوري او كه ضرورت وي نو لاوډسپيكر دې استعمال كړي. او په اورېدونكو واجب دي چې خطبې په خاموشۍ او توجه سره واوري او د خطبو په دروان كې خبرې ونكړي. او پكار دي چې د اورېدونكو مخه د خطيب په لور وي او له هغې مقدار نه مخ اخوا ديخوا نكړي څومره چې په نماځه كښې اجازت وي. او دغه شان پكار دي چې خطيب او اوريدونكي له حدث او خبث نه پاک وي يعنې په معاشره كې د رائجو شرائطو په خلاف څه كار يا عمل او خباثت ونكړي. خطيب پكار دے چې خوش بيان وي، د وخت د تقاضو خيال وساتي خطبې يې ډېرې مشكلې نه وي او فصاحت او روانې ولري. د دنيا او په تيره بيا د خپل ملک له حالاتو نه آګاه وي. بهادر وي او د حق په بيانولو او د باطل په ردولو كښې له څه نه ونه وېرېږي. د صالحينو او اولياؤ جامه يې په تن وي. فضول خبرې او فضول كارونه نه كوي. په اوړي، ژمي يې دستار په سر وي يمني يا عدني عبا يې په ځان اچولې وي. خوشبو يې لګولې وي او پكار دي چې د يو كمان، همسا يا تورې به سهارې سره ډېر په وقار او سكون سره په منبر كښيني او اورېدونكو ته سلام وكړي. پكار دي چې خطيب هم پخپله د نماځه امام وي او هغه ټول شرايط چې د جَمعې د امام لپاره دي د جُمعې د امام لپاره هم دي.

هغه كسان چې د جُمعې نمونځ ورباندې واجب دے.

 وړومبۍ: مكلف وي،

دويم: مذكر وي البته د ښځې لپاره هم د جُمعې نمونځ جايز دے.

دريم: ازاد وي

څلورم: په حضركې وي (يعنې مسافر نه وي).

پنځم: ړوند يا مريض نه وي

شپږم: ډېر بوډا نه وي.

اووم: د دۀ د كور او د جُمعې د نماځه د ځاې تر مينځ له شپږو ميلو نه زياته فاصله نه وي. البته دغه كسان كه اتفاقاً د جُمعې په نماځه كښې ګډون وكړي يا د ګډون لپاره ډېر زحمت او مشقت وزغمي نو د جُمعې نمونځ يې صحيح دے.

 

د جُمعې د نماځه نور فرعي مسايل

1.     هغه ټول شرايط چې د جَمعې له نماځه نه علاوه د جُمعې په نماځه كښې معتبر دي. مثلاً د څه څيز خنډ نه جوړېدل. د امام د ځاې د مقتديانو له ځاې نه اوچت نه كېدل، او له يو بل نه لرې نه وي.

 2. د جُمعې په ورځ په دويم ځل اذان كول بدعت او حرام دي.

 3. د جُمعې نمونځ د سهار د نماځه په شان دوه ركعته دے او په اوچت اواز قرات كول مستحب دي. په وړومبي ركعت كښې له سورۀ حمد نه پس سوره جُمعه او په دويم ركعت كښې سورۀ منافقون ويل مستحب دي. د جُمعې په نماځه كښې دوه قنوته دي چې وړومبې قنوت په وړومبي ركعت كښې له ركوع نه مخكښې دے او دويم قنوت په دويم ركعت كښې له ركوع نه پس دے.

د شپې (تهجد) نمونځ

د شپې د نماځه فضيلت

د شپې نمونځ په مستحبو نمونځونو كښې ډېر اهميت او فضيلت لري او ډېر مادي او معنوي فوائد لري. له حضرت امام جعفرصادق(عليه السلام) نه روايت دے چې رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) حضرت علي(عليه السلام) ته په وصيت كښې له نورو تاكيدونو نه علاوه د شپې د نماځه په هكله وفرمايل: "يا علي! د شپې د نماځه خيال ساته د شپې د نماځه خيال ساته، د شپې د نماځه خيال ساته" په روايتونو كښې د شپې د نماځه ډېر فضيلت بيان شوې دے او له اخروي فائدو نه علاوه دنياوي فائدې لري يعنې د انسان عزت او وقار زياتېدل، په څهره كښې رڼا او جاذبيت پيدا كېدل د رزق زياتېدل. وغيره او په تېره بيا دا چې ټول خلق اودۀ وي, شومه دم او خاموشي وي نو دغه وخت له خپل رب او حقيقي محبوب سره د راز او نياز تر ټولو ښه موقع ده او انسان كولې شي چې پدغه وخت كې په دقت او توجه كې لوړ عرفاني مقامات حاصل كړي. ټولو بزرګانو، وليانو او عارفانو د دې نماځه ډېر اهتمام کړے دے. هم دا زمونږ پدې دور كې د حضرت رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم د يو فرزند او د محمد(صلی الله عليه و آله وسلم و ال محمد د يو حقيقي پيروكار يعنې حضرت امام خميني(رح) متعلق د هغوي خپل خپلوان او ياران دوستان وايي چې هغوي په خپل ژوند كښې د شپې نمونځ نه ؤ قضا کړے حتی كه په كوركښې به ؤ كه سفر كښې به ؤ. په جيل كښې ؤ او كه په جلاوطنۍ كښې او كه په اخير وخت كښې په روغتون (اسپتال) كښې ؤ خو هېڅ كله يې د شپې نمونځ ندے پرېښودے. د هغوي مشره لور"ميرمن صديقه مصطفوي" وائي چې" زۀ لا ماشومه وم چې پلار به مې (امام خميني (رح) د شپې ډېر په قلاره او د مېږې په قدم نماځه ته پاڅېدو دې لپاره چې څوک راويښ نشي. خو زما له ماشومتوب نه د بې خوابۍ عادت ؤ نو زه به اكثر وېښيدم او كتل به مې چې امام د شپې په نماځه كښې ډېر زيات ژاړي نو ما به د ماشومتوب د ناپوهۍ په وجه دا فكر كوو چې جوړ پلار مې ناروغه دے او څه ځاې يې خوږېږي نو ځكه زيات ژاړي". او دا هم ويل كېږي چې د اوښكو اوچولو لپاره به يې په هسې شپو كښې رومال او د روژې په مياشت كې به يې ورسره يوه توليه هم له ځان سره ساتله.

د شپې د نماځه وخت

د شپې د نماځه وخت له نيمې شپې نه تر سهار (فجر) داخلېدو پورې دے خو له سهار سره په نزدې وخت كې ډېر فضيلت لري.

د شپې د نماځه طريقه

دا نمونځ ټول يولس ركعته دے. اول اتۀ ركعته دوه دوه ركعته په دې نيت سره چې دوه ركعته نمونځ كوم د شپې قُرًبُهَُ اِلي اللهِ په دغو اتۀ واړو ركعتونو كښې له سورۀ حمد نه پس يو بل سورت ويل په كار دي خو بهتره دا ده چې په وړومبيو دو ركعتو كښې په اول ركعت كښې له حمد نه پس سورۀ توحيد يعنې قُلْ هْوُاللهُ اَحُد او په دويم ركعت كښې له حمد نه پس سورۀ كافرون يعنې قُلْ يُا اَيُّهُاالكَافِرون وويل شي او په پاتې شپږو ركعتونوكښې له حمد نه پس هرسورت ويل كېدې شي خو بهتر سورت توحيد وئيل دي. له دغو اتو ركعتونه پس دوه ركعته د "شفع" د نماځه په نيت سره يعنې دوه ركعته د شفع نمونځ كوم قٌرًبُهَُ اِلي اللهِ پدې دوو ركعتوكښې ښه دا ده چې په وړومبي ركعت كښې له حمد نه پس سورۀ الناس يعنې قُلْ اَعْوذُ بِرُبِّ النَّاس او په دويم ركعت كښې له حمد نه پس سورهْ فلق يعنې قُل اَعوذُ بِرُبِّ الْفَلَقِِ ويل پكار دي. د شفع له نماځه نه پس يو ركعت د "وتر" د نماځه په نيت سره پكار دے يعنې يو ركعت وتر نمونځ كوم قُرًبُهَُ اِلي اللهِ پدې ركعت كښې پكار دي چې له حمد نه پس درې ځل سورۀ توحيد يو ځل سورهْ فَلَق او يو ځل سورهْ الناس وويل شي او له هغه نه پس د قنوت لپاره لاسونه اوچتول پكار دي. د وتر د نماځه قنوت ډېر فضيلت او اهميت لري او پدې قنوت كښې د ډېر ژړلو تاكيد شوې دے او په روايتونو كښې راغلي دي چې پكار دي په دې قنوت كښې اويا ځله اَسًتَغْفِرْاللهَ رُبُّي وُ اَتُوبْ اِلَيًه وويل شي او هغه داسې چې ګس لاس دې اوچت كړې شي او په ښي لاس كښې دې تسبيح د شميرلو لپاره ونيسي او دغه استغفار دې اويا ځله وشماري او په قنوت كښې له رسول پاک (صلی الله عليه و آله وسلم) نه دا دعا هم نقل شوې ده:

اللَّهْمُّ اهًدِنِي فِيمُنً هُدُيًتَ وُعُافِنِي فِيمُنً عُافَيًتَ وُتَولِّني فِيمُنً تَوُلَّيًتَ وُ بارِكً لِي فِيمُآ اَعطَيًتَ وُ قِني شَرُّ ما قَضَيًتَ فاِنَّكُ تَقْضِي وُلا يْقْضي عُلَيًكُ سْبًحا نَكُ رُبُِّ الْبُيًتِ اَسًتَغْفِرْكُ وُاَتُوبْ اِلَيًكُ وُ اَو مِنً بِكُ وُ اَتَوُكَّلُ عُلَيًكُ وُلاَ حُوًلَ وُ لاَ قُوُّهُ اِلاَّ بِكُ يُا رُحِيم\

"اې خدايه ما هدايت كړې په هغوي كښې چې دې هدايت كړي دي او سلامتيا راكړې په هغوي كښې چې سلامتيا دې وركړې ده او سرپرستي مې وكړي د هغوي ترمينځ چې تا يې سرپرستي كړې ده او بركت راكړې په هغوي كښې چې دې بركت ورکړے دے او د هغه څه له شرنه مې وساتې چې داوري يې تۀ وكړې نو البته چې ته داوري وكړې دے كه داوري ونه شي نو پاكي تا لره ده اې د كعبې ربه له تانه بخښنه غواړم او تاته درګرځم او په تا باندې ايمان لرم او په تا توكل كوم او بې له تانه هيڅ خوزښت او توان نيشته اې بخښونكيه".

د مغفرت لپاره دعا هم د قبلېدو وړ ده. او د وتر پدې قنوت كښې په خپله مورنۍ ژبه كښې هم دعا غوښتل كېدې شي. د وترو له يو ركعت نه پس د حضرت فاطمه الزهراء (عليها السلام) تسبيح يعنې ٣٤ ځل اَللهُ اَكْبُر ٣٣ ځل اَلْحُمًدْ ِلله او ٣٣ ځل سْبًحانَ الله ويل پكاردي او كه وخت وي نو يوځل اَلْحَمًدْ لِرَبِّ الصَّبَاحِ اَلْحَمًدْ لِفَالِقِ الاِْ صْبَاحِ "ټول تعريفونه د سهار د رب لپاره دي ټول تعريفونه د سهار د چاونكي خداې لپاره دي" او درې ځل سْبًحان ربُّيُ الْمُلِكِ الْقُدًّوسِ لْعَزيزِالْحكيم " زما رب پاک دے چې سپيڅلې, عزت والا او حكمت والا مالک دے". او يو ځل يا حَيًّ يُا قَيًّومْ يا برًّ يُا رحِيمْ يا غَنِيًّ يُاكَريمْ ارًزُقْنِي مِنُ التِّجارُهِ اَعًظَمُهُا فَضْلاً وُ اَوًسُعُها رِزْقاً وُخَيًرُهالي عاقِبُهَُ فاِنَّهْ لاخَيًرُفِيمالا عُاقِبُهُ لَهْ. اې ژوندي ربه! اې بيداره ربه! اې نېكه ربه! اې بخښونكي ربه! اې بې نيازه ربه! اې كريمه ربه! روزي مې وګرځې هغه تجارت چې د فضيلت له نظره ستر د رزق له اړخه پراخ او د عاقبت له نظره ښه وي ځكه چې كوم څيز ښه عاقبت نلري په هغه كښې هيڅ خېر نيشته.

 له دې نه پس" دعاي حزين" ويل پكاردي چې پدې ډول ده:

د شپې له نماځه نه پس دعا (دعاې حزين)

اُنَاجيك يا موًجْودْ فِي كُلِّ مكَانٍ لَعلَّك تَسًمعْ نِدائِي فَقَدً عظُم جُْرًمِي

 زه له تا سره مناجات كوم اې په هر ځاې كې موجوده! كېدې شي چې اواز مې واورې پس ځكه چې جرمونه مې لوي.

و قَلَّ حيآئِي موًلاَي يا مولاَي اَي لاْ َهًوالِ اَتَذَكَّرْ و اَيًّها اَنْسي

او حيا مې كمه شوې ده اې ما مولا! اېزما مولا! كومې كومې وېرې رايادې كړم او كومې كومې هېرې كړم.

ولَوًلَمً يكُنً اِلاَّ الْمَوًتُ لَكَفَي كَيًف وما بَعًدامَوتِ اَعًظَمْ و اَدًهي.

او که له مرګه بغير بل څه نه وې نو دا (مرګ) هم كافي دے څه لا دا چې له مرګ نه پس مرحله چې نوره هم لويه او لړزوونكې ده.

 موًلاَي يا مولاي حتَّي متي و اِلي متي اَقُولُ لَكَ الْعُتْبي.

اې زما مولا! اې زما مولا ! هركله او تر كومې به زه ستا د رضامندۍ خبره كوم.

 مرُّهُ بُعًد اُخْري ثُمُّ لا تَجِدْ عِنْدي صِدًقاً ولا وفَآ

حال دا چې ته نه زما په وعدو كښې صداقت مومې او نه وفا داري.

 فَياغَوثَاهْ ثُمُّ و اَغَوًثاهْ بِك يااَللهُ مِنً هوي

 نو اې فرياد اورېدونكيه! او بيا اې فرياد اورېدونكيه! اې الله زه له هغې هوا و هوس نه

قَدً غَلَبني ومِنً عَدُوٍّ قَدِ سًتَكْلَبُ علَي ومِنً دْنيا قَدً تَزَيُّنَتْ لي

چې په ما يې غلبه كړې ده او له هغه دښمن نه چې لكه د سپي په ما غالب دے او له دې دنيا نه چې زما لپاره سينګار شوې ده

وُ مِنً نَفْسٍ اَمَّارهٍ بِاالْسًّوءِ اِلاَّ مُا رحِمَ رُبِّي

او له هغه نفس اماره نه چې راته د بديو حكم راكوي له دغو ټولو نه زما فرياد اورېدونكيه! (خدايه) مګر دا چې زما رب رحم وكړي.

مُوًلايُ يا مُوًلايُ اِنً كُنْتَ رَحِمًتَ مِثْلي فَارًحُمًني

اې زما مولا ! اې زما مولا! كه زما په شان كسانو باندې دې رحم کړے وي نو په ما هم رحم وكړه

وُاِنْ كُنْتَ قَبِلْتَ مِثْلي فَاقْبُلْني يُا قَابِلَ السُّحُرُهِ اِقْبُلْني

او كه زما په شان دې چا توبه قبوله کړې وي نو پس زما توبه هم قبوله كړه اې د پېشمني وخت پاڅېدونكو دعا قبلونكيه ما دعا هم قبول كړه.

يُا مُنً لَمً اَزَلْ اَتَعُرُّفْ مِنْهْ الْحْسًني

اې هغه ذاته! چې زهْ ترې تل د ښې طمع كوم

يَا مَنً يًّعُذِّيني بِاالنِّعُمِ صَبُاحاً وُ مسآءً اِرًحُمًني يَوًمَ آتِيكَ فَرًدا شَاخِصاً.

اې هغه ذاته! چې ما ته په نعمتونو سره سهار او ماښام خوراک راكوې په ما رحم وكړه په هغه ورځ چې زۀ په يواځې، ځان ستا خدمت كې حاضر کړم.

اِلَيًكُ بُصَري مْقَلِّدا عَمَلي قَدً تَبُرُّء َجُمِيعُ الْخَلْقِ مِنيِّ

او ستا په لور ګورم او د خپلو عملونو پېټې مې په غاړه وي او ټول خلق رانه بېزاره وي.

 نَعُمً وُ اَبي وُ اُمِّي وُ مُنً كَانُ لَهْ كَدِّي وُسُعًيي

هو او پلار مور مې او هغه څوک چې د چا لپاره مې سختۍ تېرې كړي او كوشش کړے دے.

فَاِنً لَمً تَرًحُمًنِي فمُنً يََّرًحُمْني وُ مُنً يْوء نِسْ فِي الْقَبرِ وُحًشَتي

پس كه ته راباندې رحم ونۀ كړې نو څوک دي چې په ما به رحم وكړي او څوک به د قبر په وحشت كښې زما مل او ملګرے وي؟

وَ مَنً يَنْطِقُ لِسانی اِذَا خَلَوتُ بِعَمَلی

او په هغه وخت كښې به څوک زما ژبه ګويانه كوي كله چې يواځې زۀ او زما عملونه وي.

و َسائِلْتَني عَما اَنْتَ اَعًلَمْ بِهِ مِنّي فَاِنً قُلْتُ نَعُمً فَاَيًنُ الْمُهًرُبْ مِنً عُدًلِك,

او ته رانه د هغه څه تپوس كوې چې ته ترې له مانه زيات خبر يې. پس كه زۀ ووايم چې "هو" نو ستا له عدل و انصاف نه به چرته تښتم؟

و اِنً قُلْتُ لَمً اَفْعُل قُلْتَ اَلَمً اَكُنِ الشَّاهِدُ عَلَيًكَ فَعَفْوُکَ

او كه ووايم چې نه مې دي كړي نو وايې به چې آيا زۀ درباندې ګواه نه وم؟ پس بخښنه وكړي.

عَفْوُكَ يَا مَوًلايَ قَبًلَ سُرابيلَ القَطِرانِ

بخښنه وكړي اې زما مالكه! د اور له اوسپنيزو جامو راغوستلو نه مخكښې

عَفْوکَ عَفْوکَ يا مَولاي قَبًلَ جَهُنَّمِ و النِّيران َ

ماته بخښنه وكرې ,بخښنه وكرې اې زما مالكه! له دوزخ او اور نه مخكښې ،

عَفْوکَ عَفْوکَ يَا مَوًلايَ قَبًلَ اَنً تُغَلَّ الاْ َيًدي اِلَي الاْ َعًنَاقِ

بخښنه راته وكرې بخښنه راته وكرې اې زما مولا! له دې مخكښې چې لاسونه مې له غاړې نه شاته وتړلې شي

يَا اَرًحمَ الرَاحِمِينُ وَ خَيًرُالْغَافِرين,

اې له ټولو رحم كونكو زيات رحم كونكيه او اې تر ټولو ښه بخښونكيه

صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ وُآلِهِ الطَّاهِرين.

په محمد (صلی الله عليه و آله وسلم او د هغۀ په آل (عليه السلام) باندې رحمت نازل كړې-

له دې دعا نه پس سجده لګول پكار دي او دې ذكر پنځه ځله ويل پكار دي:

سْبًّوحْ‘ قُدًّوسْ‘ رَبًّ الْمُلئِكهِ وَ الرًّوح.

اې پاكه ربه! اې سپيڅلي ربه! اې د ملائكو او روح القدس ربه!.

بيا دې له سجدې نه سر اوچت كړي او په ناستې دې آيت الكرسي له اَللهُ لاَ اِلهُ اِلاَّ… نه تر هْمً فِيها خَالِدُوًن پورې ووايي. او بيا دې سجدې ته لاړ شي او مخكښې ذكر دې بيا پنځه ځله ووايي او بيا دې له سجدې نه پاڅي او د سهار دوه ركعته سنت دې وكړي. چې په وړومبي ركعت كښې يې له حمد نه پس سورهْ كافرون او په دويم ركعت كښې له حمد نه پس سورة توحيد ويل ثواب لري. له دې وروستو كه د سهار د واجب نماځه د وخت په داخلېدو كښې څه وخت پاتې وي نو پكار دي چې په دغه وخت كښې په محمد (صلی الله عليه و آله وسلم او د هغوي په ال (عليه السلام) باندې سل ځله درود وويلې شي.

يو څو مسئلې

په ځينو كتابونو كښې د شپې د نماځه دومره اهميت بيان شوې دے چې كه يو كس له نيمې شپې نه پس نه شي پاڅېدې نو چې څه وخت اودۀ كېږي هغه وخت دې د شپې نمونځ ادا كړي او يا يوكس په داسې وخت كښې پاڅي چې د سهار د وخت په داخلېدو كې لږ وخت پاتې وي نو د دوو ركعتو په شفع او د يو ركعت په وتر سره دې د شپې نمونځ ادا كړي.

د جنازې نمونځ

د جنازې د نماځه يو څو مسئلې

د جنازې نمونځ د هر مسلمان په جنازې باندې كول واجب دي كه هغه سني هم وي. او د كافرانو په ټولو قسمونو حتی مرتد او هغه كس چې د كفر حكم پرې لګېدلے وي او هغه ځان ته مسلمان وايي لكه نواصب او خوارج نو په هغوي باندې نمونځ كول جايز نه دي. له غسل او كفن نه پس نمونځ كول پكار دي. د جنازې د نماځه امام پكار دے مومن (شيعه) وي د بلې فرقې د امام يا د كافر نمونځ كافي نه دے. دغه شان د مجبورۍ په حال كښې په ښه بده پوهـ نابالغ هلک يا ښځه هم د جنازې د نمونځ امامت كولے شي.

د جنازې نمونځ كه څه هم واجب كفايي دے خو د تجهيز او تكفين د نورو چارو په شان هغه كس چې د وراثت له لحاظه له مړي سره وړومبيتوب لري. نو كه هغه پخپله نمونځ وركوي يا څوک ټاكي نو د هغه مخالفت نه دے پكار.

د جنازې د نماځه مقتديانو ته پكاردي چې د امام په ذكرونو اكتفا ونه كړي. بلكې د جنازې د نماځه ذكرونه دې پخپله هم لولي.

د جنازې د نماځه طريقه

د جنازې نمونځ پنځه تكبيرونه لري. له وړومبي تكبير يعنې د نيت له تكبير نه پس شهادتين لوستل كېدلې شي له دويم تكبير نه پس په رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغوي په آل (عليهم السلام) باندې درود لېږلے شي له دريم تكبير نه پس د مومنانو سړيو او ښځو لپاره دعا غوښتل كېږي له څلورم تكبير نه پس د مړي په حق كې دعا غوښتل كېږي او له پنځم تكبير نه پس د جنازې نمونځ ختمېږي. د جنازې په نماځه كښې له پنځو تكبيرونو څخه كم ويل جايز نه دي مګر دا چې تقيه وكړي.

 په دغو څلورو واړو دعاګانو كښې دا ذكرونه ويل كافي دي. يعنې

له وړومبي تكبير نه پس اَشْهُدانً لا اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُ اَشْهُدْ اَنُّ مْحُمُّدا رُسْولَ الله

او له دويم تكبيرنه پس اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ

له دريم تكبيرنه پس اَللَّهْمُّ اغْفِرً لِلْمْومِنِينُ وُالْمْوءمِنات

او له څلورم تكبيرنه پس اَللَّهْمُّ اغْفِرً لِهذالْمُيُّتِ ويل كافي دي

او بيا په پنځم تكبير سره نمونځ ختمول پكار دي. البته له وړومبي تكبير نه پس بهتره دا ده چې وويل شي.

اَشْهُدْ اَنً لاَّ اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُحًدُهْ لاَ شَريكُ لَهْ اِلهاً واحِدا اَحُدا صَمُدا فردا قيُّوماً دا ئماً اَبُدا لَمً يُتَّخِذْ صَاحِبُهَُ وُلا وُلَدا وُ اَشْهُدْ اَنُّ مْحُمُّدا عُبًدْهْ وُ رُسْولُهْ اَرًسُلَهْ بِالْهْدي وُ دِينِ الْحُقِّ لِيْظْهِرُهْ عُليُ الدِّينِ كُلِّهِ وُلَوكَرِهُ الْمْشْرِكُون

او له دويم تكبير نه پس اَللَّهْمُّ صَلِّ عُليُ مْحُمُّدٍ و آلِ مْحُمُّدٍ وُ بُارکً عُليُ مْحُمُّدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ وُارًحُم مْحُمُّدا وُآلَ مْحُمُّدِ كاَفْضَلِ مُاصَلَّيًتَ وُ بُارُكْتَ وُ تَرًحُّمًتَ عُليُ اِبًراهِيمُ وُ آلِ اِبًراهِيمُ اِنَّكُ حُمِيدّ‘مُجيِد، وُصَلِّ عُليُ جُمِيعُ الاْ َنْبياءِ وُالْمْرًسُليِن وُالشُّهُداءِ والصَّدٍّيقين و جَميع عِباد اللهِ الصَّالِحين

له دريم تكبيرنه پس اَللَّهْمُّ اغْفِرً لِلْمومِنِينُ وُالْمْومِنَاتِ وُالْمْسًلِمِينُ وُالْمْسًلِماتِ الاْ َحًيآءِ مِنْهْم وُالاْ َمًواتِ تَابِعِ بُيًنَنَا وُ بُيًنَهْمً باِلْخَيًراتِ، اِنَّكُ مْجيبْ الدُّعًواتِ اِنَّكُ عُليُ كُلِّ شيٍ قَدير

او له څلورم تكبير نه پس كه مړے سړے وي نو وودې وايي: اَللَّهْمُّ اِنُّ هَذا عَبًدْكَ وَ ابًنْ عًَُدِكَ وُابًنُ اَمُتِكَ نَزَلَ بِكَ وَ اَنْتَ خَيرُمَنْزُولٍِ بِهِ اَِللَّهْمُّ اِنَّكَ قَبُضْتَ رْوحُهْ اِلَيًكَ وُ قْد احًتَاجُ اِلي رُحًمُتِكَ وُ اَنْتَ غَنيًّ‘ عُنً عُذابِهِ اَللَّهْمُّ اِنَّا لاََ نَعًلَم مِنْهْ اِلاَّ خَيًراً و اَنْتَ اَعًلَمْ بِهِ مِنَّا اَللَّهْمُّ اِنً كَانُ مْحًسِناً فَزِدً فِي اِحًسانِه وُ اِنً كَانَ مْسِيئَاً فتجاوُزْ عَنً سَيٍّئاتِهِ اَللَّهْمُّ اجعله عِنْدُكَ فَي اَعلي عِليٍّين وُاخلُفِ عُلي اهله فِي الْغَابِرين وُاجًعُلْهْ مِن رُفقاء مْحُمُّدٍ وُآلِهِ الطَّاهِرين وُارًحُمًهْ وُاِيُّانَا بِرُحًمُتِكُ يُا اَرًحُمُ الرُّاحِمِين

 كه جنازه د ښځې وي نو له هذا عبدک تر اخره پورې په ځاې د ښځې ټکي استعمال شي او د مذكر ضميرونو په ځاېْ دې مونث ضميرونه راوړي او كه جنازه د ماشوم وي نو په څلورمه دعا كښې دې د هغه د مور پلار لپاره دعا وغوښتل شي او داسې دې ووايي: اَللَّهْمُّ اجًعُلْهْ لاَِبًوُيًهِ وُلَنَا سُلَفاً وُفَرُطاً وُاَجًراً

د قبر د و حشت نمونځ

دا دوه ركعته نمونځ دے چې د مړي د قبر په ورومبي شپه هر وخت كيدې شي خو ښه دا ده چې د مړي د ښخېدو په شپه د ماسخوتن له نماځه نه پس او د سهار له نماځه نه ترمخكې پورې وشي. چې د كوم مړي لپاره كوي د هغه نوم دې په ذهن كښې وي. دا نمونځ دې لپاره كيږي چې خداې پاک په هغه مړي د قبر وړومبي شپه چې ډيره سخته وي اسانه كړي.

د قبر د وحشت د نماځه طريقه

د دې نماځه طريقه داسې ده چې په وړومبي ركعت كښې دې له الحمد نه پس ايت الكرسي او دويم ركعت كښې له الحمد نه پس لس ځل سورهْ انا انزلنه ووايي- له نماځه نه پس دې ووايي: اللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ و آلِ مْحُمُّدِ وابًعُث ثَوابُها اِلي قُبًرِ فَلانٍ او د فلانهٍ په ځاې دې د مړي نوم واخلي او نمونځ دې وروبخښي.

د غُفيله نمونځ

د ماښام او ماسخوتن تر مينځ دوه ركعته د غفيله نمونځ كول مستحب دي چې طريقه يې په دا ډول ده: په وړومبي ركعت كښې د سورهْ حمد نه پس دې دا وويل شي:

وذُاالنُّونُ اِذْ ذَهُبُ مْغَاضِباً فَظَنُّ اَنً لَّنً نَقْدِرُعُلَيهِ فنَادي فِي الظُلَماتِ اَن لا اِلهُ اِلاَّ اَنْتَ سْبًحانَكُ اِنِّي كُنْتُ مِنُ الظَّالِمِين فَاسًتَجُبًنَالَه‘ وُ نَجُّيًنَاه‘ مِنُ الْغَمِّ وُ كَذلِكُ نُنْجي الْمْومِنِين.

او دويم ركعت كښې دې له سورهْ حمد نه پس دا ووايي: و عِنْدُه‘ مُفا تِحُ الْغَيبِ لا يَعًلَمُها اِلا َّهْو, و يَعًلَمْ مُا في الْبُر ِّوُ الْبُحًرِ, وُما تَسقطُ مِنً وُرُقَهِ اِلاَّ يُعًلَمْها وُلا حبُهُِ فِي ظُلُماتِ الاْ َرًضِ و رُطْبٍ وُلا يابِسٍ اِلاَّ فِي كِتَابٍ مْبين بيا دې لاسونه د قنوت لپاره اوچت كړي او داسې دې ووايي: اَللَّهْمُّ اِنِّي اَسًئَلُكُ بِمُفا تِحُ الْغَيبِ الَّتي لا يُعًلَمْها اِلاَّ اَنْتَ اَن تُصَلّي عُلي مْحُمُّدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ وُ ان تَفْعُل بي كَذا وُ كَذا. او د كذا او كذا په ځاې دې خپل حاجت بيان كړي او وودې وايي: اَللَّهْمُّ اَنْتَ وُليًّ نِعًمُتِي وُالْقَادِرْعُلي طَلِبُتي تَعًلَمْ حُاجُتي فَاسًئَلُكُ بِحُقِّ مُحَمَّدٍ وَآلِه عُلَيًهِ وُعُلَيًهِمُ اَلسُّلامُ لِما قضَيتَها لِي او خپل حاجت دې وغواړي.

د مور پلار د بخښنې نمونځ

زامنو ته پكار دي چې د مور پلار له مرګ نه پس د لاډېرو نېكو كارونو سره سره لږ تر لږه د هرې جُمعې په شپې دې د مور پلار د بخښنې لپاره دوه ركعته نمونځ كوي چې طريقه يې په دا ډول ده. په وړومبي ركعت كښې دې له سورهْ حمد نه پس لس ځلې رُبِّ اغْفِرلِي وُلِوالِدُيُّ وُلِلمْومِنِينُ يُومُ يُقومْ الْحِساب ووايي او په دويم ركعت كې دې له سورهْ حمد نه پس لس ځلې رُبِّ اغْفِرلِي وُلِوالِدُيُّ وُلِمُنً دُخَلَ بُيًتِيُ مْومِناً وُلِلْمْومِنِينُ وُالْمْومِنَات او سلام نه پس دې لس ځل ووايي: رُبِّ ارًحُمًهْماكَما رُبُّيانِي صَغِيراً.

ځينې اهمې مسئلې

د نمونځ، اودس او غسل په هكله ځنې مسائل چې اكثروته پاملرنه نه كېږي

(د امام خميني (رح) له توضيح المسايل نه انتخاب)

 1. د مخ په اوږدوالي كښې د تندي پاس د وېښتو د راوتو له ځاېْ نه تر زنې پورې او په پلن والي كښې د مخ هومره برخه چې د كټې ګوتې او مينځنۍ ګوتې ترمينځ راشي وينځل واجب دي او كه په دومره مقدار كښې معمولي حصه هم پاتې شوه نو اودس باطل دے او د دې يقين پيدا كولو لپاره چې دغه هومره مقدار وينځل شوې دے څه برخه ګېرچاپېره هم ونيځل پكار دي. (مسئله 237)

2. كه انسان و غواړي حرامې پېسې يا چې د كومو پېسو خمس نه وي وركړې شوې حمام والا ته وركړي نو غسل يې باطل دے. (مسئله 383)

3. د پوزې دننه برخه او د شونډو او سترګو هغه برخه چې د بندولو په وخت نه ښكاري وينځل واجب نه دي. خو كه چرې د دې خبرې يقين پيدا كولو لپاره چې د كوم څيزونو وينځل ضروري وو هغه وينځل شوي دي نو واجب دي چې هغه هم او وينځل شي (مسئله 242)

4. چې چا د مخ له وينځلو نه مخكښې لاسونه تر مړوندونو پورې وينځلي وي نو د واجب اودس په وخت لاسونه د ګوتو تر سرونو پورې وينځل پكار دي كه چرې صرف تر مړوندونو پورې ووينځل شي نو اودس يې باطل دے. (مسئله 247)

5. د پښو د مسح د پلن والي چې څومره مقدار هم وي كافي دے خو ښه دا ده. چې د دريو يوځاې ګوتو د پلن والي هومره وي او له دې نه لا ښه دا ده چې د ټولې پښې مسح دې وكړي. (مسئله 253).

 6. په غصب شويو اوبو سره يا داسې اوبو سره چې معلوم نه وي چې مالک يې راضي دے او كه نه اودس كول حرام او باطل دي. (مسئله 267)

 كه چرې له تشو متيازو نه پس له استبرا [1] نه بغير يې اودس كړي وي او له اودس نه پس ورنه تري (اوبه) خارجه شوه او پوهيږي نه چې دا  تري (اوبه) د ميتيازو ده يا څه بل څه دي نو اودس يې باطل دے (مسئله 300) 7.

بې اودسه د خداې پاک له نوم سره بدن لګول كه په هره ژبه كښې ليكلې شوې وي حرام دي. او دغه شان د پيغمبر(صلی الله عليه و آله وسلم نوم مبارک يا د امام (عليه السلام) او حضرت فاطمه زهرا(عليه السلام) له مبارک نوم سره بدن لګول كه د بې حرمتۍ سبب كېږي حرام دي او د واجب احتياط په بنياد كه بې احترامي هم نه وي بدن نه دي لګول پكار، (مسئله 319)

 8. د جُمعې په ورځ انسان د ماسپخين په ځاېْ دوه ركعته د جُمعې نمونځ كولې شي خو ښه دا ده چې د جُمعې نمونځ وكړي او مستحب احتياط دا دے چې كه د جُمعې نمونځ وكړي نو د ماسپخين نمونځ دې هم وكړي او دا احتياط ډېر پكار دے (مسئله 733)

 9. كه چرې دوه عادل سړي د وخت د داخلېدو خبر وركړي او يا انسان پخپله يقين وكړي چې د نمونځ وخت شوې دے او نمونځ شروع كړي او د نمونځ په دوران كې يا وروستو ورته معلومه شي چې لا وخت داخل شوې نه دے نو نمونځ يې باطل دے (مسئله 744)

 10. كه يو كس ته دا معلومه نه وي چې په نجس بدن او نجس جامو سره نمونځ يي باطل دے او كه په نجس بدن يا جامو سره يې نمونځ وكړو نو نمونځ يې باطل دے. (مسئله 800)

 11. كه ټولې جامې يا د څه برخې استر خالص ريښم وي نو د سړي لپاره حرام او په كښې نمونځ كول باطل دي (مسئله 834)

 12. كوم كس چې په غصبي مِلک كې نمونځ كوي كه څه هم په قالين او تخته پوش وغيره باندې وي د هغه نمونځ باطل دے (مسئله 865)

 13. په داسې مِلک كې نمونځ كول چې ګټه يې د غېر ملكيت دے چې هر كله يې د مِلک د ګټې له مالک نه اجازت نه وي اخيستے باطل دے. مثلاً كه د مكان مالک او يا بل كس د هغه كس له اجازت نه بغير چې چا مكان په كرايه اخيستے وي نمونځ وكړي نو نمونځ يې باطل دے او هم دغه حكم دے چې كه په داسې يو مِلک كښې نمونځ وكړي چې په كښې د بل چا حق وي. مثلاً كه مړے وصيت وكړي چې د هغه د مال دريمه برخه دې په فلاني مصرف كښي ولګولې شي نو چې تر څو ترې دريمه برخه نه وي بيله شوې د هغه په مِلكيت كې نمونځ نه كېږي (مسئله 866)

 14. كه يو كس په يو مِلک كښې د بل چا شريك دے كه د هغۀ برخه يې نه وي بيله كړي نو د دغه شريک له اجازت نه بغير په هغه مِلک كې نه تصرف كولے شي او نه نمونځ كولے شي (مسئله 871)

 15. كه چرې له هغه عين رقم سره چې خمس او زكواة يې نه وي ادا شوې يو ملِک واخيستے شي نو په هغه كښې تصرف او هغلته نمونځ كول باطل دي.(مسئله 872)

 16. كه چرې د مِلک خاوند په خوله د نماځه اجازت وركړي خو انسان ته معلومه وي چې هغه له زړه نه راضي نه دے نو د هغه په مِلک كښې نمونځ كول باطل دي (مسئله 873)

 17. د مړي په هغه مِلک كې تصرف كول چې خمس يا زكواة به يې وركول وي حرام او په كې نمونځ كول باطل دي (مسئله 874)

 18. كه مړے پوروړے نه وي خو د مړي ځينې وارثان نابالغه، ليونيان يا غائب وي نو د هغه په مِلک كې تصرف حرام او نمونځ په كې باطل دے (مسئله 876)

 19. هغه پټي چې له كلي سره نزدے وي او ګير چاپيره ترې چاپيريال هم نه وي كه د هغو په مالكانو كې يو هم راضي نه وي نو په هغو كې تصرف كول حرام او نمونځ باطل دے (مسئله 878)

 20. بچي او ليوني ته جومات ته د تلو اجازت وركول مكروه دي (مسئله 914)

. 21. د تَكْبيرة الاِْحًرام د ويلو په وخت پكار دي بدن ساكن او ارامه وي او كه د خوزېدو په حالت كې يې تكبيره الاحرام ووې نو نمونځ يې باطل دے او كه په هيره وخوزېدو نو واجب احتياط دا دے چې داسې كار دې وكړي چې نمونځ مات كړي او بيا دې تكبير ووايي (مسئله 950)

 22. واجب دي چې د تكبير له ويلو نه مخكښې او وروستو لږ وخت ودرېږي چې ورته يقين وشي چې د قيام (ولاړې) په حالت كښې يې تكبير ويلے دے. (مسئله 958)

 23. چې كله انسان غواړي چې په نماځه كښې لږ مخكې يا وروستو شي يا لږ ښي يا ګس طرف ته بدن ته حركت وركړي نو هغه وخت دې هـيڅ نه وايي البته بِحَولِ اللهِ وُقُوُّتِهِ اَقُومْ وُاَقْعْد د پاڅېدو په وخت ويلې شي.(په نماځه كښې) د واجبو كارونو په وخت پكار دي بدن ساكن وي بلكې واجب احتياط دا دے چې د مستحبو كارونو په وخت هم بدن ساكن وي. (مسئله 964)

 24. په سړي واجب دي چې د سهار، ماښام او ماسخوتن په نماځه كښې دې الحمد او سوره په لوړ اواز ووايي او په سړي او ښځې واجب دي چې د ماسپښين او مازيګر په نماځه كښې دې الحمد او سوره غلي ووايي. (مسئله 991)

 25. په سړي او ښځې باندې واجب دي چې په دريم او څلورم ركعت كښې الحمد يا تسبيحات اربعه غلي ووايي (مسئله 1006)

 26. مستحب دي چې ركوع كښې دې ګوډې شا طرف ته زور كړي او ملا دې نيغه او څټ اوږد كړي او د ملا برابر دې وساتي او د دواړو قدمونو ترمينځ دې نظر كوي او ذكر نه دې مخكښې يا وروستو درود ووايي او له ركوع نه له اوچتيدو وروستو چې نيغ ودرېږي نو د سكون په حالت كې دې سَمِعَ اللهُ لِمَنً حَمِدَه ووايي (مسئله 1042)

 27. په سجده كښې د نُوک د لوے والي په وجه كه د پښې د كټې ګوتې سر په زمكه نه لګي نو نمونځ باطل دے (مسئله 1060)

 28. د سجدې لپاره تر ټولو ښه څيز د سيدالشهداء حضرت امام حسين (عليه السلام) تربت (خاوره) ده.(مسئله1081).

 29. له هرې سجدې نه پس چې كله كښيني او بدن ساكن شي نو تكبير دې ووايي (مسئله 1089-7).

 30. بلې سجدې ته د تلو لپاره د بدن د سكون په حالت كې دې الله اكبر ووايي (مسئله 1089-10).

 31. كه يو كس نيغ ودرېدې شي او پښي دومره زياتې خلاصې كړي چې د عام قيام حالت خلاف وي نو نمونځ يې باطل دے (مسئله 963).

 32. د تكبيره الاحرام په وخت قيام (نېغ ودرېدل) او له ركوع نه مخكښې قيام (نېغ ودرېدل) چې ورته قيام متصل به ركوع وايي د نماځه ركن دي. (مسئله 957) او د تكبيره الاحرام په وخت له تكبير نه مخكښې او وروستو ‌لږ وخت ودرېدل واجب دي (مسئله 958)

 نوټ: په نماځه كښې ركن هغه عمل ته وايي چې كه و نه شي نو نمونځ نه كيږي. نو ځكه د قيام متصل به ركوع يعنې ركوع ته له تلو نه مخكښې لږ غوندې ساكن اودرېدلو او بيا ركوع ته تللو ډېر خيال ساتل پكار دي ځكه چې اكثر خلق د دې خيال نه ساتي او د سورت يا اذكارو له ختمېدو او الله اكبر ويلو نه فوراً پس ركوع ته ځي.


[1] . له تشو متيازو نه پس د ممقعد نه د ذکر تر جرړيو پورې منځنيۍ ګونه درې ځله  راښکلو او بيا منځنيۍ ګوته له زکر لاندې او ګته ګوته له زکر  د پاسه تر سره پورې درې ځله راښکلو او بيا د زکر د سره نچوړولو ته استبرا وايي.