د دين ځانګړتياوې

دانټرنيټ پاڼې قدرمنو لوستونکو او اوريدونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس حاضر شوي يوو يوه ځانګړي مذهبي وينا درته وړاندې کړو چې شهيد مطهري او د دين ځانګړتياوې نوميږي .

هرکال داستاد مرتضي مطهري د شهادت دکليزې په مناسبت ددغه ستر عالم ياد لمانځل کيږي .

دغه کار ددې لپاره نه دي چې يوازې دهغه د فکري او علمي هڅو قدرونه وشي بلکې له هرشي زيات دمطهري په شان نوښتګرو او متفکراتو ته داسلامي نړۍ داړتيا داحساس ښودنه کوي .

شهيد مطهري يو کس نه بلکې يوه ښکارنده وه چې دمسلمانو متفکرانو او عالمانو لپاره يوه بشپړه بيلګه او نمونه کيدلاي شي .

شهيد مطهري يو هوښيار سړي ، پرهيزګار حکيم ، خداي لټونکو عارف او ستر ليکوال او فيلسوف وو .

دغه نيک صفتونه دهغه په کتابونو کښې په ښکاره ډول ليدل کيږي .

داستاد مطهري تاليفات او کتابونه دعلم او پوهې دليوالو لپاره دبيلابيلو علمونو ، حکمت او معرفت دريڅې پرانيزي .

شهيد مطهري دوې سترې ځانګړتياوې لري .

داسلام ژوره او هر اړخيزه پيژندګلوۍ ، او د اوس وخت له اړتياو سره متناسب ددين دبيانولو لپاره هڅه .

شهيد مطهري واي ترهغه چې زه دخپلو روحي بدلونونو په هکله يادلرم له ديارلس کلنۍ په مان کښې يوه ځانګړي ويره پيدا شوه دخداي پاک او دين په اړه دمسايلو په هکله مو عجيبه حساسيت پيدا شو .

دشهيد مطهري په بيلابيلو کتابونو کښې له دين څخه دسمې پيژندګلوۍ او دبشر نيکمرغۍ ته دهغه پام ډير روښانه دي .

هغه په مستدل تحقيق ، خطبو او ليکنو سره هڅه کوي اسلام نړيوالو ته ديوې لوړې ژوند بخښونکي نسخې په توګه وروپيژندي .

قران کريم تل په خپلو ايتونو او سورو کښې په ځاې ځاې کښې ټينګار کوي چې دين دبشر لپاره حقيقي ژوند ډالۍ کوي .

قران کريم دانفال سورې په څلورويشتم ايت کښې فرماي اي هغو کسانو چې ايمان مو راوړي دي اوکله چې تاسو يو شي ته وربولي دخداي پاک او پيغمبر بلنه ومنئ ځکه چې تاسو ته ژوندي بخښي .

پردې اساس دخداي پاک او دهغه درسول حضرت محمد ص دحکم منل دژوند سرچينه ده .

نو ويلاي شو اسلام دبشر لپاره ژوند ډالۍ کوي .

په مسلمه ټوګه هغه څه چې دژوند سرچينه ده تل پاتي ده او هيڅ کله نه مري .

داستاد مطهري په وينا ددين لمرسترګه هيڅ کله نه غورځيږي .

دشهيد مطهري له نظره ددين دژوندي کيدا ضرورت دبشر دژوند په ډګر کښې ددين شتون دي .

ددين دغه شتون دانسان دژوند په قلمرو کښې ددين په فعالولو او دانسان په عمل او فکر کښې ددين په رول لوبولو سره تحقق مومي .

ګرانو اوريدونکو مناسبه مو وګڼله چې ددغه ستر استاد دياد او خاطرې دلمانځلو په مناسبت د دين لمرسترګه هيڅ کله نه مري دوينا يوه برخه تاسو ګرانو اوريدونکو ته وړاندې کړو نو پام ورته و کړئ .

ټولنيزې ښکارندې ددې لپاره چې دوام ولري بايد دبشر له غوښتنو سره ځان سم کړي .

په دې معنا چې يا خو په خپله هغه ښکارندې دبشر غوښتنه وي او يا داچې يوډول دبشر غوښتنې تامين کړي .

دبشر غوښتنې دوه ګوڼه دي .

طبيعي غوښتنې او غير طبيعي غوښتنې .

طبيعي غوښتنې دبشر دطبيعي خصلتونو له کبله دي .

دبيلګې په توګه بشر له علمي هڅې او تحقيق سره دلچسپۍ لري او يا داچې ښکلا يې خوښيږي .

دانسان غير انساني غوښتنې هغه ګروهنې دي چې دعادت له مخې رامينځته کيږي .

دمثال په توګه ډير خلک دچاې دڅښلو عادت لري او يا داچې دډيرو خلکو لپاره دسګريټ څکول يو عادت دي .

دغه غوښتنې لکه څرنګه چې طبيعي نه دي نو بشر کولاي چې هغه پريږيدي .

دعالمانو له نظره غير طبيعي چارې دوام نه لري او يوازې طبيعي بهيرونه ددوام او پاتې کيدا امکان لري .

پردې اساس که چيرې دين وغواړي په دغه نړۍ کښې پاتې شي بايد دبشر له داخل څخه ديوې غوښتنې په توګه راڅرګند شي يا داچې دبشر داړتياو تامينونکي ووسي په داډول چې ونه کولاي شو بل کوم شي دهغه ځاي ناستي کړو .

دبشر دپرمختګ په لاره کښې ددې کتونکي يوو چې دشرايطو په بدليدا سره ډير شيان بدليږي .

دبيلګې په توکه هغه وخت چې تامس ايډيسن بريښنا اختراع کړه شمع او ډيوې په چټکې سره څنګ ته کړې شوې .

ځکه چې بريښنا يا برق په ښه ډول رڼا ته دبشر اړتيا تامين کړه .

خو ځينې شيان داسې دي چې د نه بدليدا وړ دي چې په هغو کښې دين هم راځي .

دشهيد مطهري له نظره دين دهغه له فطري او عاطفي غوښتنو سره سمون خوري دغه راز دبشر دغوښتنو دتامين له نظره دين په داډول دي چې هيڅ شي دهغه ځاي ناستي نشو کولاي .

قران کريم د روم سورې په ديرشم ايت کښې ددين فطريتوب په داډول بيانوي .

خپل مخ دپرورديګا خالص دين ته واړوئ .

داداسې فطرت دي چې خداي پاک انسانان دهغه پراساس راپنځولي دي .

دپيړيو په اوږدو کښې ددين دپيدا کيدا دعلتونو په باره کښې بيلابيل نظريات مطرح شوي دي .

ځينې دين دبشر دويرې ، جهل او نادانۍ له کبله ګڼي .

ځينې نور کسان داسې عقيده لري چې دين ته دبشر دګروهنې علت نظم او عدالت ته دهغه دلچسپۍ ده .

ددغو نظريو خاوندان پردې باوري دي که چيرې علم پراخ شي دين سوکه سوکه له مينځه ځي .

سره له دې دعلم له چټک پرمختګ سره سره دين خپل رول له لاسه ورنکړ بلکې بشر يې دغه پيژندګلوۍ ته ورسوه چې دين له مينځه تلونکي نه دي .

دلويديځ اروا پيژاند يونګ په دغه حقيقت اعتراف کوي چې دين دهغو چارو برخه ده چې دبشر په لا شعور کښې په فطري او طبيعي ډول شتون لري .

دامريکا اروا پيژاند ويليم جيمز په خپل کتاب دين او روان کتاب کښې ليکي داسمه ده چې زمونږ ددننه ډيرو ګروهنو سرچينه طبيعي مادي چارې دي خو په هغو کښې ډير هم له طبيعته له وراخوا دنيا سرچينه اخلي .

هغه زياتوي زه په مذهبي چارو کښې تل يوډول وقار ، صميميت ، جوش ، لطف، محبت او سرشيندنه وينم .

رواني او مذهبي حالات داسې ځانګړتياوې لري چې دبشر له هيڅ حالت سره دپرتله کولو وړ نه دي .

دفرانسې ليکوال او ډاکټر الکسيس کارل هم دانسان په روح کښې ددين ژور شتون ته اشاره کوي او ددعاګانو په کتاب کښې واي دانسان په ضمير کښې داسې رڼا شته چې کله نه کله انسان خپلو غلطيانو، ګمراهيانو، او کږو فکرونو ته متوجه کوي .

همدغه رڼا ده چې انسان له کږې لارې غړوي .

استاد مطهري په يوې بلې برخې کښې دغه پوښتنه مطرح کوي چې دين څرنګه کولاي شي دبشر دغوښتنو تامينونکي ووسي .

هغه واي بشر هم له شخصي پلوه او هم له ټولنيږ پلوه دين ته ضرورت لري .

له همدې کبله کله چې دروسيې له ليکوال او اديب تولستوي څخه پوښتنه کيږي چې ايمان څه ته واي نوهغه په ځواب کښې واي ايمان هماغه شئ دي چې انسان ورسره ژوند کوي او ايمان دبشر دژوند پانګه ده .

انسان پراخه او زيات تصورات او ګروهنې لري او داخرت په هکله فکر کوي .

دغه ځانګړنه په انسان کښې تل پاتې توب ته ګروهنه رامينځته کوي .

دنوم، مقام او موقعيت دتل لپاره دپاتې کيدالپاره دبشر ډيرې هڅې دهمدغه ارزو زيږنده ده .

بشر تل غوښتي دي چې ځان دفنا اونيستۍ له منګولو وژغوري .

له څرنګه چې دډيرو جنګونو او جنايتونو دپيلولو لپاره دبشر انګيزه يوډول تل پاتې توب ته رسيدل دي .

دين يوازني شئ دي چې دبشر احساسات نرموي او دهغوې لارښونه کوي .

ويکټور هوګو په خپلې يوې ليکنې کښې واي په رښتيا که چيرې انسان داډول فکر وکړي چې مړ کيږي او له دې ژوند وروسته نيستي ده نو نور به ژوند دهغه لپاره هيڅ ارزښت ونلري .

هغه شئ چې دانسان ژوند ښه او خونده ورکوي او په کار کښې هغه ته تاندوالي ورکوي او دانسان نظر پراخوي هماغه شئ دي چې دين يې انسان ته ورکوي .

شهيد مطهري په دې خبرې سره چې دين دقانون او اخلاقو ملاتړي هم دي واي نن سبا روښانه شوي ده چې له دين پرته اخلاق پياوړي ستنه نه لري ځکه چې داډول اخلاق په ايمان تکيه نه لري .

دعدالت ، مساوات ، انسانيت او خواخوږۍ په شان په بشري ټولنه کښې ټول سپيڅلي ارزښتونه چې له دين سره يوځاې نه وي عملا تحقق نه مومي .

الکسيس کارل ددغه حقيقت په يادونې سره واي اوس فکرونو پرمختګ کړي دي خو افسوس چې اوس هم زړونه کمزوري دي او يوازې ايمان زړه پياوړي کوي .

اسلام پردې سربيره چې په انسان کښې فطري احساساتو ته وده ورکوي دقوانينو او اصولو له نظره هم دبشر له حقيقي برخليک سره غږمله دي .

ويل ډورانټ ددين په هکله په داډول پيژندګلوۍ سره دتاريخ ددرسونو په کتاب کښې ليکي دين سل ساګانې لري .

هر شئ چې يو ځل مړ شي دتل لپاره مري خو که چيرې دين سل ځله مړشي بيا هم ژوندي کيږي .

په همدې اړه استاد مطهري دين دلمر سترګې په شان ګڼي چې تل رڼا او ځلانده دي او هغه مړ کيږي نه .

خو هغه څه چې ددين دځوړتيا سبب کيږي دادي چې ددين په نوم خرافات او نا معقوله مفاهيم او خبرې دخلکو ذهنونو ته واچوو او ددين په نوم دخلکو له معقولو اړتياو سره مقابله وکړو .

استاد مطهري باوري دي که چيرې ددين حقيقت په شفاف ډول خلکو ته وروښودل شي په هغه بڼه کښې دقران کريم په تعبير خلک ټولي ټولې دخداي پاک په دين کښې شامليږي .

ددغه ستر استاد چې داسلام دلوړتيا په لاره کښې د پتنګ په شان وسوزيد او نورو ته يې رڼا وروبخښله ياد دې ژوندۍ وي .