بسمه تعالی

قران كريم يو خوندي كتاب

دقران كريم بې پايه علوم،اسرار اوحقائق چې په دې سپيڅلې كتاب كې خپاره واره پراته دي يوه معجزه نه،بلكې دا حقائق ،اسراراوګڼ شېرعلوم دهمدې ستركتاب ځان ځانته سترې معجزې بللې كېږي ،انساني پوهې چې هرڅومره پرمختګ وكړي اودانسان له

سترګوهرڅومره دناپوهى زياتې پردې پورته كېږي دهمدې ستراوسپېڅلي كتاب ښكلا اوځلا به نوره زياتېږي اوورځ تربلې به انسان ته دقران كريم اعجازروښانه كېږي. په حقيقت كې دانسان دپوهې كچه ډېره محدوده ده اودعلم ظرف اولوښى يې تنګ اوكوچنى دى له دې كبله هيڅكله نه شې كولى دقران كريم علوم اومعارف ځاى كړاى شې خوبيا هم څومره برخه يې چې ځاى كړى هغه غنېمت دى .

دقران كريم په دې معجزاتو كې دهغه داعجاز ډېر اړخونه پراته دي چې يو يې هم دقراني حقايقوابديت اوقطعيت ياتى والى اوپختن دى اصلا دا قطعيت دالهې علم اوالهې كتابونو ځانګړتياده. تغيراو شكمنتوب له انسانې پوهې اوانساني معلوماتوسره تړلى دى.څرنګه چې قرانكريم يو الهي اوپه پوره توګه خوندي او محفوظ كتاب دى له دې كبله دهغه په قطعيت كې هيڅ توپيرنه دى راغلى خوكله چې په مذهب اومذهبي كتابونوكې انساني ډېرداسې څه ننوزي چې دهغودصحتRلاسوهنه پيل شي نوپه هغوكې له خوا كېږي ،دامهال په دې اوسموالي ضمانت دلوى څښتن مذهبى كتابونوكې انسانې علوم اواّندې ګډي شى اوڅرنګه چې انساني پوهه خوندي نه ده له قطعيت او پراخوالي نه هم بې برخى ده،بناءً داسمانې علومو اوصحېفو قطعيت هم شكمن كړي چې بيادهغوحقائقوتلپاته والى په خپل ځاى نه شې پاتى كېدلى.

قرانكريم له پېل نه نېولې ترپايه پورې تلپاتې او قطعي دىگ په ده كې

دانسانانوتغيرموندونكي نظريات اودهغوڅېړنې اوتجربې نه د ګډې شوي دنړۍ علوم اوفنون چې هرڅومره پرمختګ وكړي، په طبعياتواوفلكياتو كې چې دانسانانو نظريات هرڅومره تغېرات خپل كړي، ځمكه دكائناتو مركز وبلل شې يالمر،ځمكه كروي الشكل وبلله شې يااواره اودستوروپه اړه ګڼ شمېر اّندې وړاندې كړل شې لنډه دا چې انساني پوهه هرډول نظريات وړاندې كړي داپه قراني واقعيتونوباندې اغېزنه شي شيندلى.

قرانكريم الهي كتاب دې اوكومې انساني هڅې په پايله كې نه دې رامنځ ته شوې اوداراز دسوونوكلونوپه تېرېدلو سره په خپل قطعيت اوخوندېتوب كې له هيڅ ډول شك سره نه دې مخ شوي، داډېر پراخه اوتفصېل غوښتونكى موضوع ده ، يوه لېكنه خوڅه چې په ډېرلوى كتاب كې يې ځايول ناشوني دي اوالحمدلله په دي اړه په ګڼ شمېر ژونديو ژبوكې يوه ستره كتابخونه پرته ده ،مونږ به هڅه وكړوڅوپه دې لنډه لېكنه كې درنو لوستوالوته دقرانكريم په دې اړخ يوڅه معلومات وړاندې كړو.

په بشري تاريخ كې يالېكنه كې به يو لېكوال اوعالم هم داسې دعوه نه وي كړي چې ګواكې دده په څېر كتاب يالېكنه بل څوك نه شى كولى،دكوم لېكوال ياپوهاند چې ماغزه په ځاى وي اودلېونتوب بادنه وي وهلى هغه هېڅكله داډول ادعا اوجراّت نه شي كولې ځكه هغه زمونږ مشهوره وېنا بېخى كره ده چې ويل كېږى : "سردپاسه سروي" اوكېدى شي ددى وېنا سرچېنه داايت شريف وي " وفوق كل ذى علم عليم " لنډه دا چې يوانسان هم دالوړه دعوه نه شي كولى اود قرانكريم لوى څښتن ويلي :وان كنتم فىريب ممانزلناعلىعبدنا فډتوا بسورۍ من مثله..بقره 23،ژباړه: مونږ چي پر خپل بنده كوم كلام نازل كړى دى كه ددې ( الهي كلام كېدلو ) په اړه له تاسوسره څه شك وي نوددې كلام په څېر يوسورت ولېكئ كه تاسوپه خپل فكركې ريښتونې ياست. نودقرانكريم دادعوه چې داقران داسى كلام دى چې انساني ذهن نه شي كولى په دې ډول كلام تخلېق كړي .ترننه پورې ريښتونې پاتې شوې ده اومسلمانان په هسګه غاړه سره ويلى شي چې څه كم يونېم زركاله تېرشول خوددې دعوى صداقت ته يوه زره تاوان ونه رسېده،اونه په دې اوږده زمانه كې هيڅ انسان ددي قرانې چېلنج په وړاندې بريالېتوب ترلاسه كړ. بناءً داخبره په يقيني توګه ثابته شوه چې قران الهي كلام دى اوانسان كلام نه دى ،داكلام له خدايې سرچېنى( Divi ne ori gin) نه راوتلي الفاظ دي اوكوم شى چې له خدايې سرچېنې نه وتلى وي دهغه ځواب له چاسره نه وي. په تاريخ كې ځېنى داسى بېلګى لېدل كېږي چې دقرانكريم داچېلنج يې منلى .ترټولو لومړۍ پېښه دعربو دوتلى اونوميالى شاعر لبېدبن ربيعه ده ، لبيدچې دعربو ډېرنامتو شاعر تېرشوي تردي پورې چې شاعري اودكلام ځواكمني يې په عربوكې متل ګرځېدلې وه،لكه امام الشافعى چې ويلي:

ولولاالشعربالعلماء يزرى- لكنت اليوم اشعر من لبيد يعنى كه دعلماووله پاره شعرعيب نه واى نن به زه له " لبيد " نه ښه شاعر،وم همدې لبيد يوشعروليكه اودكعبى په دېوال يې راوځړاوه له دې پېښې سمدستي وروسته يو مسلمان دقرانكريم يوسورت وليكه اوله هغه شعرسره يې يوځاى و لګاوه، لبيدچې دامهال لامسلمان شوى نه ؤ كله يې چې له خپل شعر سره دا سورت وليد دلومړيو څوجملو په لوستلوسره ډېر زيات اغېزمن شواواعلان يې وكړچې داهېڅكله دانسان كلام نه دى اوزه ايمان پرى راوړم.

خپلهtدانوميالى شاعرله قرانكريم څخه دومره متاثره شوچې له ده نه دڅه اشعارود نومانده شاعري يې شاته كړه، وايې چې يوځل حضرت عمر ويلو غوښتنه وكړه ده ورته وويل :له كله نه چې خداى دبقره اواّل عمران په څېر كلام راكړ ىدىگ نواوس له ماسره شعر ويل نه ښايي. له تاريخ نه يوه بله بېلګه هم را اخلوچې هغه دابن المقفع بېلګه ده. دابن المقفع كيسه يو ختېځ پوه " وورټسټون "Wolteston هم په خپل كتاب ،Muhammad His Life And Doctrines كې رانقل كړى ده ، دى له دې كيسې وروسته كاږي داكيسه چې رامنځته شوې ده داثابتويrداسلام له قيام څخه سل كاله وروسته كومه دعوه كړې وه هغه چې دقران داعجاز په اړه چې محمد غلطه نه وه. دابن المقفع اصلي نوم رزو يه بن دازوبه و اوپه ابن المقفع سره يې شهرت درلود، دې صلاً زردشتي مذهبه اّريايې و چې پخواني "ارستوكراسي" نظريات يې لرل اوپه كال 145هگ كې دالحاد اوزندېقېت په جرم ووژل شو.

اوس راځو دده كېسى ته: كله چې داسلام يوى نه منونكې ډلې ولېدل چې له قرانكريم څخه خلك ډېرزيات اغېز من كېږى داپرېكړه يې وكړه چې بايد دده په ځواب كې يوكتاب وليكل شي دوى ددې كار له پاره ابن المقفع تياركړ. ابن المقفع خوراښه اديب اوډېر زيات پوهه و اوپه ځان يې دومره باور و چې ددې كار له پاره يې تيارى وښود اوويې ويل چې زه به داكار په يوه كال كې سرته رسوم په دې شرط چې دده دژوند ټولې اړتياوې پوره كړل شي څوداكار په پوره توجه سره تر سره كړي. ابن المقفع كارپيل كړ شپږ مياشتي وروسته يې ملګرو وغوښتل چې راځئ وګورو په دې نيمه موده كې څومگره كارشوې دى؟ دوى چې ابن المقفع ته ورغلل هغه يې په داسى حال كې بياموند چې ناست دى،قلم يې په لاس كې دى اوپه ژوره مطالعه بوخت دى ،مخته يې يوسپېن كاغذ پروت دى، اوټوله خونه له ليكل شويو پاڼوډكه ده، خپلو ملګرو ته يې وويل: ( داشپږ مياشتى مادقران دځواب لېكلو پوره هڅې وكړې خوله ټولوهڅو سره زه په دى هم ونه توانېدم چې دهغه په څېر يوه جمله وكاږم .په دې يې په ناامېدۍ اوشرمندګۍ سره له دې كاره لاس واخيست ) .

په دې اړه نورې بېلګې هم دتاريخ په پاڼوكې خورې ورې پرتې دي خومونږ په دې لنډه لېكنه كې په همدې دوه وتليو بېلګو بسنه اوپه دې اړه دلته دښه مناسبت له كبله دعلامه سيد شمس الحق افغانى رحمه الله تعالى په يوه دلېل اكتفاء كوو، ددى لوړ اّيت نه وروسته په خپل كتاب " علوم القران " كې كاږى: دا چېلنج قرانكريم هغه قوم ته وركړى چې په خپل ادبي فصاحت اوبلاغت باندې يې ناز اووياړ كاو اودقرانكريم سر سخت دښمن قوم وو چې دقرانكريم له منځه وړل ددوى له پاره خورا زيات په ژبه دوي ته اورول شوى دى، مهم كارو. اودا اعلان دهغه رسول نه څه زده كړه كړې ،اونه ييrچې په ټول ژوندكې يې دشعر،شاعرۍ په مېدان كې شهرت لاره، نه يې ادبيات لوستي و ، اونه يې دشعر،بلاغت اوفصاحت نورڅه تمرېنونه كړي و، اونه يې په څلويښت كلن اوږده ژوندكې له ژبپوهانو سره ديادونى وړناسته پاسته كړي وه،بلكې امى اونالوستى و، دقرانكريم دې چېلنج به په يقينى توګه داسلام اوقران دمخالفېنو ادبي غېرت اود دښمني جذبې په دومره قوت سره راپارولې وي چې كه ددوي په وس كې واى اوددې چېليج دځواب توان يې لرلاى نوپه ډېرهاسانه اوبى ضرره لاروبه يې قران اوقران لرونكي ته دقران په څېر يوه كرښه عبارت جوړولوسره ماتې وركړې وه اودوى به دقران په څېر يوڅه عبارات جوړكړى واى. ددى چېلنج ځواب به يې په ډاګه وړاندى كړي واى اوخپله مو خه به يې سل په سلوكې ترلاسه كړې وه ځكه قران په خپله وايې چې كه داسى وكړل شي بياقران الهي كلام نه دي اوقران لرونكى دخد اى رسول اواستازى نه دىخودوى دخپل ادبى ذوق او سليم فطرت په اساس دقرانكريم په څېر عبارات وړاندىكول ناشوني اوناممكن وبلل. له همدې كبله دقران مخالفېنو دفتحې اوسوبې دا اسانه لاره پرېښوده اوبله ازغنه لاره يې غوره كړه. چې هغه دقران په مقابل كې دجنګ اوجګړى اوږده اوخونړۍ لاره وه په دې لاره كې ډېر مالي اوځاني زيانونه وزغمل اّن چې ځېنى يې هېواد پريښودلوته اړشول، كه څه هم په دى لاره كې دوى كامياب نه شول خودژبى اوقلم دمعمولي خوځښت ترټولو اسانه لاره پريښودل اودتورى اووېنى بهونى خونړۍ لاره غوره كول ددې خبرى څرګند اوروښانه دلېل دې چې له دوي سره دقرانكريم دچېلنج ځواب نه و،په داسى حال كې چې داهغه خلك وو چې له هغه وخته رانېولې تر ننه پورى اوترقيامته پورې دكلام په ځواكمنۍ، فصاحت اوبلاغت كې يې سارى نه لاره اونه به پيداشي

دقران كريم دخوندي توب په هكله نوې څېړنې:

داهم دقرانكريم يوه ستره معجزه ده چې له سوونوكلونو راهيسې يې يوتورى هم نه دى ښورېدلى اولكه څرنګه چې په حضرت رسول الله پهYباندى نازل شوى دې هماغسې نن زمونږ په مخكې محفوظ اوخوندي پروت دى ،دقرانكريم دساتنې اوحفاظت په اړه لوى څگښتن ويليYخپله دي چې: اومونږ به خامخا دده ساتنه كوو .دعلم تفسېگر علماء لېكې چې په دى اّيت كې هم دقرانكريم دحفظ وعده شوى ده چې وايې:( سنقرئك فلاتنسى ) مونږ به يې تاته قرائگت كړو اوته به يې نه هېروي، اودا راز په يوه بل ايت شريف كې راځي چې : ( بل هوايات بينات فىصدورالذين اوتواالعلم ) بلكې دقران كريم ايتونه ښكاره اوڅرګند دى چې دعلماوو په سېنوكې پراته دي، په دې ايت شريف كې هم دحفاظت وعده شوې دې.

نامتومسلمان عالم خداى بښلي ډاكټر حميدالله په خپل كتاب ( خطبات بهاولپور ) كې دقران كريم دخوندېتوب په اړه ډېره په زړه پورى كېسه راخيستې ، دى لېكې: په جرمنى كې دمېونخ په پوهنتون (يو نيورسټى )كي په كال 1933عگ كې دقرانكريم دڅېړنو له پاره يوه څانګه جوړه شوه ، ډاكټرپريكشل ددې څانګى دريم مشروو، ما( ډاكټرحميدالله ) په خپله له دي 0كټر پريكشل سره ولېدل ،دې څانګې دنړۍله مختلفو سېمو څخه دقرانكريم زړې نسخې راټولې كړې ،په دې نسخوكې داسې نسخې وې چې سل كاله مخكې لېكل شوې وې يادوه سوه اّن تر پنځه سوه كلونو پورې ګڼ شمېر پخوانۍ نسخې يې رايوځاى كړې،دنړۍ په موزيمونو اوكتابخونوكې چې څومگره نسخې وې دهغواصل يافوتوكاپي ګانې يې راجمعه كړي،ډاكټرپريكشل وايې چې ټولې مو،دوه څلويښت زره نسخى پېداوترلاسه كړې، ګڼ شمېر علماء اوڅېړونكي ددې نسخو په څېړلو بوخت شول اوټولي نسخې يې يوه له بله سره پرتله كړى اوپه ډېره ژوره توګه داكتنه په څوكلونو كې پاى ته ورسېده ، اوددى څېړنو يوراپور خپورشو، ډاكټرحمېدالله وايې ماپه خپله له ډاكټرپرېكشل سگره وليدل اوددې څېړنو دپايلو په اړه مې وپوښته ،هغه راته وويل :په دې دوه څلويښت زره نسخوكې مويواځې دوه ځايه فرق يااختلاف پېداكړ يوداچې په بسم الله الرحمن الرحيم كې د" الرحمن " تورى په ځېنى ځايونوكې كوچنى لېكل شوى و اوپه نوروهغو كې يوڅه غټ لېكل شوى و،دويم دا چې په ځېنې ځايونوكې " الف لام " ورسره لېكل شوى و اوپه ځېنى ځايونوكې نه و، بس نوردلېكنى تو پېر و چې يوځاى يوډول لېكل بل ځگاى بل ډول چې داڅه توپېر يااختلاف نه شو بللاى.

خداى بښلى ډاكټرصيب وايې چې: دخوندخبره داده چې دې ته ورته څېړنه په همدې جرمني كې په بائبل باندى هم شوې ده هغه يواځې يې ديوناني ژبې نسخي يوځاى كړل شوى وې ځكه له يونانى ژبې مخكې په نورو ژبوكې بائبل نه پېدا كېږى اودنوروټولوژبو نسخى پريښودل شوى وې ،له دى سره هم يواځى ديونانى بائبل په نسخوكې دوه لكه تېروتنى اوغلطيانې موندل شوى وې، سبحان الله العلى العظيم ،دانونورڅه نه دى پرته له دى چې ووايو: بل هوايات بينات فىصدورالذين اوتوا العلم .

په پاى كې په دى اړه ديوڅو ختېځ پوهانو وېناوى را اخلو كه څه هم داشاغلى قرانكريم الهى كتاب نه بولې خوددې كتاب په اړه حقائق اوددې سپېڅلې كتاب معجزې په دومره روښانه توګه ثابتېږى چې دوى نه شى كولى دلمر په څېر په دې روښانه حقايقو باندې سترګې پټې كړي اوله ناچارۍ په دې اعترافاتو مجبورشوي.

·            (1) - سرويليم مورSir Williem Muir: له اسلام اوداسلام له پېغمبرسره په دښمنۍ كې ډېر شهرت لري. له همدې كبله دهند يوه پخواني لوېديځپال سرسيداحمدخان دښاغلى مور دكتاب ( Life Of Muhammad) په ځواب كې د" خطبات احمديه " په نام كتاب ولېكه . سرويليم مور په خپل كتاب " لايف اف محمد " ( دوفات دپيړۍ په څلورمه برخه داسى سخت مخالفتونهtدمحمدژوند) كې دقرانكريم په اړه كاږى : دحضرت محمد شهېدكړلrكې اوډلبازۍ پېل شوى چې په نتېجه كې يې حضرت عثمان شواودا اختلافات ترننه پورې په خپل حال پاتې دي، خوددې ټولوډلوپه منځ كې يو قران دى په هره زمانه كې په تواترسره ددې ټولو ډلوهمدا يوقران لوستل ددې خبرې كره اوښكاره ثبوت دى چې نن زمونږ په مخكې هماغه صحېفه پرته ده چې ددىگ...خلېفه په حكم سره تياره شوى وه،كېداشي په ټوله نړۍكې بل داسى كتاب نه شى پېدا چې دهغه عبارت تر دولس سووكلونوپورې پرته له څه بدلونه په خپل حال پاتې وي ،په قران كريم دقرائت اختلافات هم حېرانونكې توګه ډېر كم لېدل كېږى اوداهم دهغه اعراب له كبله دي چې ډېروروسته لګول شوي دې.

·                        (2) - بل ختېځ پوه وهېري Wherry دقران په خپل تفسېر Commantary on The Quran كې كاږى :

په ټولو زړوصحېفوكي قران ترټولو غېر مخلوط اونګه Punest كتاب دى، دقانون نوميالگىگ انګرېز ژباړن پامرPelmer وايې: دحضرت عثمان ترتېب شوى متن له هغه زمانې رانېولى تراوسه لويه فيصله شوى اومنل شوى صحېفه پاتى شوى ، " لين پول "Lane Poole وايې: دقران لويه ښېګڼه داده چې دهغه په اصلېت كې هيڅ شك نه شته هرتورى يې چې نن مونږ لولو په هغه دا باوركېدى شي چې تقريبادا ديارلس سوه كاله كېږ ې چې څه بدلون نه دى پكې راغلى.

دنويوڅېړنوتصديق

په قرانكريم كې دنويوپوهنېزواوسائنټفك څېړنو پلټنه اودقرانكريم دځېنو اشاراتو يانغوتو. اجمالي بياناتو اونويوڅېړنو او پوهنېزواكتشافاتو په منځ كې تطبيق،خورانازك اوله خطره ډك كاردىگ،لكه په دې اړه چې ډېركار اوهڅى يوه مصرى عالم علامه طنطاوى جوهرى په خپل وتلى تفسېر " جواهرالقران " كې كړى دي اونور ډېر قلموال اوپوهان لګيادي په دې اړه لويې اووړى لېكنى كوى اويايې كړى دې،ددى ستركار بارېكې اوخطر له دې كبله زيات دى چې ددې خبرې قوي امكان شته چې دنوې علم اوڅېړنو داپايلو چې نن ډېرې څرګندې او روښانه بلل كېږي بلكل بدلې شي اويايې ثبوت اوكره والى شكمن شي.لكه دعلم اوڅېړنو په تاريخ كې داسې ډېر ې تجربې شوې دي.اودا راز كېدى شي ددا ډول علمى هڅوترشا ښه نېت شتون ولرى اوپه دى كې هم شك نه شته چې دا كار يو څه ګټورهم دى خوپه دى كارسره دقرانكريم له اصل موضوع نه يوڅه لېرى والى راځي اوبل دا چې له نوىعلم اوڅېړنو څخه دمرعوبيت شكونه هم پكې لېدل كېږى لكه په دې مېدان كې ځېنى يونېفورم پلوه يااصلاح غوښتونكولېكوالانو دخپل فكر نېلي ځغلولي دى، اوداسي كسان هم لېدل شوې چې له نويوڅېړنو سره قرانكريم تطبېق كوي،له ځېنى مخكېنيومفسرېنونه هم دزړې فلسفې اومشهورورواياتو په لړكې يوڅه تېر وتنى شوې دي خودقرانكريم دتفاسېرو په لويه كتابخونو اوغټه ذخېره كې دا تېروتنى بېخى لږ وي نوځكه يې په علمى كړيو كې شهرت پېدا نه كړ ، همدا لامل وو چې قرانكريم په يوه پېړۍ هم له داسى ازموينو او ابتلاسره مخ نه شو لكه مخكېنى صحېفى ( بائبل ) چې دخپل وخت له طبعياتو،فلكى اوجغرافيايې څېړنو اوزياتونو سره مخ شوى و چې په منځنيو پېړيو كه هغه له پاره Chriskien Topurephg مسېحىټوپېګرافى نومى يعنى مسيخىسپېڅلى جغرافيه .غوره كړل شوى و چې په دى اړه به بحث وروسته راشي.خوكه يوسليم الطبعه،دښه فكر خاوند اونيازمن انسان ( داسى چې فكري جمود ونه لري اونه يې دنويوپوهنو دهراړخېزتقلېدكړۍ په غاړه كې پرته وي ) ته دقرانكريم دمطالعې په مهال هغه روښانه حقايق معلوم شي هك پك به پاتى شى كوم چې نويو پوهنو په دې وروستيوپېړيوكې ثابت كړي دي.

داهغه قرانكريم دى چې څه دپاسه څوارلس سوه كاله مخكې په يوه نالوستى اوامى پېغمبر باندي په يوه داسې سېمه كې نازل شوىو چې هغه مهال دعربودا سېمه له علمى نړۍ ګوښه پرته .هغه حقايق چې سونوكاله مخكې دقرانكريم په اشاراتوياڅرګندو عباراتو سگره معلوم كړل شوى دي له دې لاندي برخوسره تړاو لري لكه :تاريخ،جغرافيه ،طبيعيات ،فلكيات،اسمانىاجرام، ارواپوهنه، طب، انسانى خلقت، اونور....په دى وروستيوپېړيوكې دا اودې ته ورته نورزيات علوم په پرېمانه توګه انكشاف شوى اورابرسېره شوىدي، اودانساني پوهې ځمكه اواسمان بدل شوي دي، تراوسه پورى چې څومره څېړنې اونوى انكشافات رامنځته شوې دي په دې ټولوكې داسى څه نه شته چې دقران كريم له په ګوته شويو معلوماتو سره تضادولري،اودانوى څېړنى لګيادي همدا اوس هم له هغو پټوحقايقو پردې پورته كوي چې قراتكريم ډېرپه خوا څرګنداوثابت كړى وو،دا ادعا چې مونږ يې كووبايد هسې باتد وړې اوپوچې خبرې ونه بلل شى، هغه پوهان چې په دې څېړنوبوخت دي اودقرانكريم دمطالعې نېكمرغي يې په برخه ده هك حېران پاتې دي چې دا الهى معلومات څومگره له حقېقت سره سم اوپه زړه پورې دي ،اوبالاخريې له ناچارى نه دقرانكريم دحقائقوپه اړه اعترافونه كړى دى چې مونږ به يې دا اعترافونه ځاى په ځاى له درنو لوستونكوسره په شرېكه اورو:

نامتوفرانسوى پوهاند موريس بوكائې Maurice Bucaille دبائبل،قران اوسائنس. The Bible Quran And Saience په نامه يوكتاب لېكلى.اوداكتاب په عربي كې د" دراسۍالكتب المقدسۍ فى ضوء المعارف الحديثۍ " په نامه ژباړل شوىدى . نوموړي لېكوال په خپل دې كتاب كې په ډېره حېرانتياسره قراني حقايقو ته دتسليم اومننې سرټېټوي اولېكي: داعلمى اړخونه چې په قران پورې ځانګړې شوي دي په پېل كې يې زه هك حېران كړم ،داخبر زماذهن ته هېڅكله نه لوېده چې يوداسې كتاب چې له ديارلس سوه زيات كلونه پرى تېرشوي دي دومره ګڼ شمېر اومختلف موضوعات ولري اوددومره زياتودعوو اعلان به كوي چې هغه خورا زياته تنوع لري اوله نويو پوهنېزو څېړنو سره په مكمله توګه مطابقت لري. نوموړى لېكوال په دې لاندې موضوعاتو باندې بېلا بېلې څېړنې كړي دي،دځمكې اواسمانونو پېدايشټ ،دمخلوقاتو وجود،فلكې اجرام ،داسمان هيئت،دفلكي نړۍ ارتقاء،اسماني فضا،په ابو اوسېدونوكې دانساني ژوندبسټېزرول،ځمكنۍسطحه اوغرونه،دنباتاتواوحېواناتونړۍ،دژوندانه پېل،دانسان توالد او تناسل ، دجنېن uروزنه،دا رازمهمې تاريخى پېښى لكه: دنوح توپان،په مصركې دبنى دوخت فرعون ،اودهغه اسرائيلواوسگېدلوزمانه،له مصرنه د حضرت موسى دمړېنې څرنګوالى اوداسىuوتل،دحضرت موسى نور.په دې موضوعاتوله څېړنې اوبحث وروسته يې دطبعيات ،فلكيات، اروا پوهنې،طب اوتاريخ دنويوڅېړنو په رڼاكي دقران اوبائبل تقابلي او پرتليزه څېړنه كړې ده او ددې په پاى كې يې داسې پرېكړه كړې ده : دتورات اوانجېل ددىتصريحاتو اوڅرګندونو په پرتله دقران كريم څرګندونې دعلم اوتحقيق له نويو پايلواونتائجوسره په مطابقت كې،بلكل وتلې اوممتازدې،ياپه نوروتوروكې:دعلم اوتحقيق له بېخي تازه پايلو اونتائجوسره دقران څرګندونې دتورات اوانجېل په پرتله خوراښې اوزياتې مطابق اوسمي دى. نوموړى لېكوال خپل وتلى كتاب په دې كرښوسره پاى ته رسولى دى چې: انسان دا تصورهم نه شي كولى چې علمى توګه بيان شوي دي، دادې ديوrداګڼ شمېر بيانات اودعوى چې په نګه دوخت علمي انسان تصنېف اولېكنه دې ،كه مونږ دمحمد اوپوهنېز حالت په نظر كې ونېسو نودا پايله ترلاسه كول به بلكل دعقل اوانصاف وړوي چې داقران په " الهي وحي " باندې بناشوىدى،اوله همدى كبله دې قران ته بايديوځانكړى مقام وركړل شي . ځكه دده صحت اوقطعيت له هرډول شك اوشبهى څخه لوړاوپورته دىگ.اوداڅانګړى مقام له دې كبله هم بايد وركړل شي چې په ده كې داسې علمي پايلې اومضامين پراته دي چې په موجوده زمانه كې په مكمله توګه مطالعه اوڅېړل شوىدي خوله هغه وروسته هم دده صحت اوقطعيت په خپل ځاى ثابت پاتى شوي دي. په اوس وخت كې چې دسائنسي څېړنو په نتېجه كې دقرانكريم داثبات ،قطعيت،صداقت اوحكمتونو په اړه كوم پاخه اوكره موادرامنځته شوي دي هغه خورا حيرانونكي دي، دهغو په اړه دعربى نړى علماوو ډېرې ښكلې اوپه زړه پورې لېكنې كړې دي اوپه دې اړه هغوى ډېرښكلي معلومات اودلچسپ كتابونه تياروي بلكې (الهيئۀالعالميۀ للاعجازالعلمى فى القران الكريم والسنة ) په نامه ادارې او اكادمۍ جوړې شوې اوپه دې اړه مجلې اوجرېدې خپرېږي دا راز په دې ارتباط په سمعياوبصري خپرونوكې هم يډېرپه زړه پورې معلومات وړاندې كېږي، دا راز دهنداوپاكستان علماء اوپوهانو هم په دې اړه په ګڼو هڅو بوخت دي اوډېرزيات كاريې كړى دى ، داچې زمونږ په هېواد كې يادپښتنو په سېمه كې دېته ورته هڅه ددى سېمې دخلكوپه ژبه كې شوي دي كه نه ؟

مانه ده لېدلې اونه مې څه اورېدلي ،خيردا ځانګړى اوبارېكه موضوع به پرېږدو، اياپه ټولېزه توګه زمونږ په مطبوعاتوكې ددين اومذهب له پاره څومگره كاركېږى ؟ په ځانګړۍ توګه ددين اخلاقي اوعلمي ډګرونه ګومان كوم بېخي تش پاتې دي ،له سمعي اوبصري مطبوعاتو به هم تېرشو يوه جريده يايوه مجله ددې مهم اواساسي كار له پاره ځانګړې شي ؟

·                        

o                       

§                        

§                                                محمد وزير حامد

سرچينې

·                        مطالعه قراّن مولانا ابوالحسن علي ندوي

·                        منصب نبوت – همدا ليكوال .

·                        السماء في القران – ډاكټر زغلول نجار .

·                        علوم القران – سيد شمس الحق افغاني .

·                        علم جديد كا چيلينج – وحيدالدين خان .

·                        خطبات بهاولپور – ډاكټر حميدالله ،.

·                        اوځينې داخلي اوباندينۍ مجلې