بسمه تعالی

د امام حسن سوله د قرآن له نظره

داسلام د ګران پيغمبر پآک اهل بیت علیهما سلام دلارښ،نې د لوئي رسالت دوام ورکونکي دي . دغو لویانو د پيغمبر اکرم له وفاته وروسته په دووپيړیوکې سره له دې چې ټولو ګډې موخې تعقیبولې ،خودخپلوټولنیزو،سیاسی او کلتوري پړاؤنو د شرائطو له لارې ئې له بل سره مختلفې کړن لارې درلودې . ددغو لویتانوترمینځ یوهګډه او څرګنده ځانګړنه له قرآن سره دهغوي مینه او یوځاي کیدا وه . د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی قرآن او اهل بیّت خپل دوه ارزښمن میراثونه بللي چې تل به د بشریت د لارښونې لپاره سره یوځاي وي . د قرآن حقائقو د خداي درسول د اهل بیت علیهما سلام په وینا او عمل کې لوړ مقام درلود او ددغو لویانو د هلوځلو او ژرف د پوهې په ملاتړ سره د قران پآک آیتونه له تحریفولو خوندي ساتل شوی دی .

د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي حضرت امام حسن علیه سلام د شهادت د کلیزې شپې ورځې دي . هغه امام برګوار چې پخپل ۴۷ کلن ژوند کې د قرآني ارزښتونو عیني بیلګه ؤ او پخپل تل پاتې سیرت سره ئې د اسلام د تاریخ په کتاب کې زرینې پاڼې زیاتې کړې . حضرت امام حسن دامام علی او حضرت قاطمةالزهرا زوی دی چې په دریم قمري کال کې پّ مدینې منورې کې ئې سترګې رڼې کړې . هغه بزرګوار د خپل ژوند لومړني اته کلونه دخپل نیکه اوداسلام د ګران پيغمبرحضرت محمد مصطفی په برکتناک شتون کې تیر کړل او د پیغمبر اکرم له رحلته وروسته د خپل پلار حضرت امام علی د ټولنیز او سیاسی ژوند پّ ډيرو ټيټو هسو کې له هغه بزرګوار سره یو ځاي او ملګری ؤ . او د خپل پلار بزرګوار له شهادته وروسته ئې هم د امامت دروند مسئولیت په غاړه واخست .

تاریخي سرچینو لیکلی دی چې کله حضرت امام علی شهید شو ، نو امام حسن د کوفې د جوومات منبر ته وخت او د پيغمبر د عظةت په مقام ، دهغه د کورنۍ په خوندیتوب او د خپل پلار د سرښیندنو په بیانولو سره ئې له محتوا ډکه خطبه ووئیله . له دغې وینا وروسته ټ،لوکسانو چې هغه بزرګوار ئې د خلافت لائق او وړ باله ،د ۴۰ قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۱ ئې د هغه بزرګوار د لاس په نیولو سره له ه غه سره بیعت وکړ . له دې وروسته د بیعت لمن له کوفې بصرې او درست عراق ،حجاز او یمن ته وغزیده .حضرت اما حسن د مسلمانانو د خلافت او امامت په مقام غوره شو ، خو د هغه بزرګوار حکومت د هغه بحجران په دلیل چې د امویانو له خوا د اسلامي ټولنې ټوله برخه ئې نیولې وه ، تر لنډوخته ئې دوام درلود، امام حسن علیه سلام په تدبیر او پوهې سره او دغه راز د قرآن پآک روښانونکو آيتونو ته پّ مخه کولو سره کړکیچ داسې اداره کړ چې اسلامی ټولنه ئې له پراخ او ژور تاوانه په امان کې پاتې شي . امام حسن ابن علی په هغولانجمنو شرائطوکې له معاویه سره د سولې تړون لاسلیک کړ . چې د یوشمیر کسانو له خوا پرې اعتراض هم وشو.خوامام حسن په قانع کونکو دلیلونو او په قرآني لارښونو په استناد سره ئې خپله فیصله د مسلمانانو په ګټه او صلاح وباله . د حضرت امام حسن علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په تسلیت وئيلوسره د مامام حسن علیه سلام د سولې علتونه او عوامل د قرآنپاک د آيتونو له نظره څيړو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي

د سیاست اصول د اسلام د ګران پیغمبر او د امام حسن پشمول داهل بیت علیهما سلام په منظر کې د اسلم پر اصولو ولاړ وو . له دې امله امام حسن له خداي پرته د بل چا له بندګۍ،د انسانانو د ژغورنې په څیر موضوګانو او د امت د عمومي اصلاح او دغه راز د ظلم ا وګړاؤ د ختمولو او د عدل او انصاف اجرا کولو ته ډير خاص پام کاوه ّ . امام حسن قدرت او حکومت هدف نه بالهّ ، بلکې دا ئې د خلکو حقوقو د پوره کولو او له انحراف ، ظلم او توپیر سره دمبارزې لپآره یوه وسیله بلله . له امام حسن علیه سلام سره د خلکوله پراخ بیعته وروسته د ابو سفیان زوي معاویه چې پّ ډير ظلم سره ئې پر شام حکومت کاوهّ، له امام بزرګوار سره مخالفت ته مخه کړه . له دې وروسته چې معاویه ته دامام حسن علیه سلام د خیر غوښتنې، پيغامونو او لیکونو کومه ګټه ونه کړه ، نو هغه بزرګوار له معاویه سره مقابلې لپآره ستر لښ:ر برابر کړ . له بده مرغه ددغه لښکر ډيرو کسانو د جنګ لپآره ایمان ، اعتقاد او ضروري انګیبزه نه درلوده او شخصي ګټو ته پآم کونکی او فرصت غواړي پکې په ښه ډول څرګند وو . اما حسن پّ ډير ځيرتیا او پوهې سره د خپل لښکریانو پّ کمزوریو پوه شو . امام بزرګوار نه یوازې د خپلو لښ:ریانو او ملګرو له لټی او ناغږملتیا کړید ه ّ بلګې د هغو له ځینو کسانو ئې خطره هم احساس کوله . له بلې خوااسلامی ټولنه له پولو ورآخوا د دښمنانوله خواله یولړګواښونو سره مخامخ وه په دې توګه چې هغوي له هر ې خوا په اسلامی ټاټوبو د یرغل لپاره چمتو وو . په همدې دلیل داخلی کشمکشونوبهرني دښمنان هیله من کول او د هغوي د نیریو او یرغل زمینه ئې جوړوله . ددغو ټولو مسئلو ټولګه سبب شوه چې امام حسن له جنګه ډډه وکړي اوله معاویه سره په ځینو شرطونوسره دسولې تړون لاسلیک کړی . ددغه تړون په مهم و شرطونوکې دا هم شامل وو چې معاویه باید د قرآن په قوانینو اود پيغمبر په سنت عمل کوي او له ځانه وروسته جانیشین ونه ټاکي .

= د بشریت لپاره د اسلام اصلی غوښتنې روحي لوړوالی د ظلم او کړاؤ ختمول، د سولې او عدالت ټينګول او د محرومیت له مینځه وړل دی . داسلام بلنه تل ګډ سوله ایز ژوند او په خلکوپّ تیره بیا په مسلمانانوکې د کراري ټینګیدا ده . قرآن کریم مومن او خداي غواړي انسانان له کراري سره یو ځآي او ګډ سوله ایز ژوند ته بولي . د قرآن مجید د بقرې سورې په ۲۰۸ آیت کې راغلي دي ؛،اي هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ ټول سولې او پخبلاینې ته مخه کړئ ؛.

البته خداوندکریم په قرآن پاک کې په ځینو موردونو کې د جنګ او جهاد حکم ورکوي ، خو دغه جنګ او مقابله د سولې او وامنیت د زمینو د رامینځته کول په خاطر دی څو د اسلام لوړ هدفونه په کراراو ښه چاپیریال کې پوره شي . حضرت امام حسن علیه سلام هم د اسلام په لوړو موخو فکر کاوه او په هغه خطرناک وخت کې ئې جنګ او جګړه په هغو دلیلونو چې مو ذکر کړي دي ، ښه نه بلل . هغه بزرګوار پوه شو چې په هغه وخت کې د سولې منل اود آرامښت ټینګیدا د خلکو په ګټه او دمسلمانانو په اصلاح کې ده . حتی که دغه مصلحت له حکومته د امام بزرګوار د څنګته کیدا سبب هم شي . ځکه امام حسن په راتلونګی او د مسلمانانو پر چارو نظر درلود .

= روایت شوي دي چې امام حسن د سولې له منلو وروسته په ویناؤکې توضیح ورکړ چې جنګ د مسلمانانو پّ ګټه نه دی او وروسته ئې د انبیاء سورې ۱۱۱ آیت قراءت کړ چې ددې ښودنه کوي چې د هغه سوله د خلکولپاره یوازمیښت او د هغوي په ګټه دی .

د امام حسن علیه سلام یو ملګری ابو سعید وائي ،د سولې د تړون له لاسلیک کولو وروسته د هغه بزرګوار حضور ته ورغلم او ومې وئیل ، ائ د خداي د رسول زویه ، له معاویه سره دې ولې سوله وکړه ، په داسې حال کې چې پوهیدلې د حق پیشوا تاسو یاس . امام حسن زما په ځواب کې په حدیبیه کې د مکې له مشرګانو سره د رسول ا... بزرګوار سولې ته اشاره وکړه او ورپسې ئې په قرآن په استناد سره د حضرت خضر او موسی کیسه بیان کړه چې خضر بزرګوار هغه کشتي چې پکې سوارهّ دي سورۍ کړه څو د خاوندانو او سوارلیو لپاره پاتې شي . په داسې حال کې چې پر موسی ددغه ډول پيښې فلسفه او حکمت څرګند نه ؤ . ام حسن علیه سلام پّ دوام کې راته و فرمائیل :،زما سوله څيني رازونه لري چې اوس له تاسو پټ دي او نتیجې به ئې وروسته ظاهرې شي .

امام حسن علیه سلام په بل ځاي کې ابو سعید ته وفرمايل :، که ما دا کار نه کولی ،نو پر مځکې به د اهل بیتو یو پیروکار هم پاتې نه وائ او ټول به وژل کیدل . په هغې چارې کې چې ما او معاویه پر ې اختلاف درلود ، حق له ما سره ؤ خوهغه مو معاویه ته وسپارهّ او دغه کار مو د تاسو د ژ،ند وینې او شتمنیو د ساتنې په خاطر کړی دی :.

د اسلم د ګران پیغمبر یوه لمسي حضرت امام محمد باقر علیه سلام د امام حسن علیه سلام د سولې دعلتونو او عواملو په ستاینې کې دغه اقدام دنساء سورې د ۷۷ آيت مصداق وباله چې خدآي پاک په دغه آیت کې فرمائي :، آیان ومو نه لیدل هغه کسان چې په مکې ته ورته وئيل شوي وو چې حاضردمه له جهاده لاس واخلئ او لمونځ ادا کړئ او زکواة ورکړئ .

امام حسن په مدینې کې کابو اته کاله په کلتوري او ټولنیز خدمتونه وکړل . ځکه چې د اسلام امت ئې کلتوري بدلون ته اړمن ګاڼه . له دې امله هغه بزرګوار دمومنانو روزلو ته مخه کړه او د اسلام دمعارفو په بیانولو سره ئې له خپلې خوا یوه ارزښمنه خزانه هم پریښودله . البته امام بزرګوار په دغو کلونو کې له سیاسی او ټولنیزو حالاتو هم غافل نه ؤ او د امویانوپه غیر اسلامی کړچار په نیوکو سره ئې عمومي افکار روښانه کول . هره ورځ چې تیریدله ، د حضرت امام حسن علیه سلام د حقانیت ځلا به غوړیدلې او دا موضوع د بني امیه ؤ لپاره د زغملو وړ نه وه . له دېامله ئې په یوې دسیسې کې امام بزرګوار ته زهر ورکړ ل اوپه همداسې ورځ ئې شهید کړ .

د حضرت امام حسن علیه سلام د شهادت دکلیزې په مناسبت یو ځل بیا په تسلیت ویلو سره د هغه بزرګوار په یوې غوره وینا سره خپل دغه پروګرام هم پاي ته رسوو . حضرت اماما حسن علیه سلام فرمائي :، هیڅ پاتیکیدونکی شی پّ دنیا کې له قرآن پرته بل څه نه دي . نو دا خپل پيشوا وګرځوس څو تاسو هدایت کړي . خورا غوره کسان هغه دي چې په قرآن عمل وکړي ، که څه هم آیتونه ئې حفظ نه وي او له قرآنه لیررې کسان هغه دي چې پرې عمل نه کوي ، که څه هم چې آیتونه يې لولي :.

******************************************************************