بسمه تعالی

د پيغمبر اکرم ځانګړنې د قرآن پاک له نظره

که څه هم د الهي اصولو په اساس د نبوت نعمت د هغه په درګاه کې د غوره کسانوډله ده ، خو دا په دې معنا نه ده چې نبیّان ټول د فضایلو له پلوه په یوه کچه دی . قرآن پاک دا ټول روښانه کړی دی . د بقرې سورې په ۲۵۳ آیت کې راغلی دی

تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى‏ بَعْضٍ مِنْهُم مَن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاءَ اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُم مَن آمَنَ وَمِنْهُم مَن كَفَرَ وَلَوْ شَاءَ اللّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

؛دوي هغه پيغمبران دی چې ځينې مو پرنورو برلاسه کړي دي :

خو د آیتونو پر اساس دغه ډول استنباط کیږی چې د وحي اود آسماني کتاب د ترلاسه کولو ، د غیب دعلمونو په باب د پوهیدا ، د معجزې او دغه راز له ګناه او تیروتنې د خوندیکیدا په څير د اولوالعزم پیغمبرانو له ګډو فضایّلو چې ورتیر شو، د اسلام ګران پیغمبر داسې خاص او ځانګړي فضایل لری چې یو نبي هم ترې برخمن نه دی او د اسلام ګران پیغمبر ته مخصوص شوی دی .

۱ : خداي پاک په مستقیم ډول پیغمبرانو ته خطاب کوی او فرمایی یا نوح ، یا موسی ،یا ابراهیم یا داود ، یاعیسی او داسې نور .... خو د اسلام د ګرن پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا.... علیه وآله وسلم د خاص احترام په خاطر خداي پاک د هغه بزرګوار نامه نه ده اخستې او په غیر مستقیم ډول ﺉې ورته خطاب کړی دی په بله ویناپه یاایها الرّسول ، یاایهاالنّبی او...... ﺉې ورسره خبرې کړي دی . باید وويل شی چې په قرآن پاک کې یوازې څلور ځله د محمد او یو ځل هم د احمد نامه اخستل شوې ده ، خو دا یو هم د خطاب جنبه نه لری بلکې د یوې موضوع د مطرح کولو لپاره کارول شوی دی چې دمثال په توګه د د فتح سورې ۲۹ آیت

(قُلْ إِن كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ)

اشاره کولی شو . دغه راز د احمد د نامې په باب هم د صف سورې ۶ آیت

(وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ)

ته اشاره کولی شو

 نړیوال رسالت :

 د ټولو نبیّانو ماموریت په یوې جغرافیایی محدودې ،وخت او خاص قبیلې سره اړه درلوده ،خو د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... رسالت د یوه حاص ځاي ته محدود نه دی بلکې د هغه بزرګوار رسالت نړیوال او د بشرّیت د ژوند د تاریخ ترختمیدا پورې دی .په دې باب د قرآن مجید د سبا سورې په ۲۸ آيت کې راغلی دی : وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

؛ما ته په رسالت نه ئې لیږلی مګر دا چې د ټولو انسانانو لپاره.....

 د قرآن پاک نه تحریفیدا : .  په آسمانی کتابونو کې یوازنی چې کتاب د تحریفیدا له بلا خوندي دی قرآن مجیددی چې د پیغمبر اکرم نازل شوی دی ، ځکه خدا وندمتعال ددغه لوي کتاب حفاظت او له تحریفه دخوندیکیدا ضمانت کړی دی . لکه د قرآن پاک د حجر سورې په ۹ آیت کې پاک پروردګار فرماي:؛إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ : ؛. او مونږ دغه قرآن نازل کړ او بې شکه چې مونږ يې ساتنه هم کوو ؛

د پیغمبر د معجزې تل پاتې والی:.

  هر یو پیغمبر د وخت او ځاي د شرايطو په تناسب سره د خپل نبوت د ثابتولو لپاره داسې معجزې کړې چې نورچا یې د کولو توان نه درلوده .خو د وخت په تیریدا او او د شرايطو په بدلیدا سره هغو معحزو خپل موضوعّیت او اهمّیت له لاسه ورکړی ، ځکه هماغه وخت ته مخصوصې و ې . خو د پیغمبراکرم د خورا لویې او تل پاتې معجزې په توګه قرآن کریم هماغه راز پخپل قدرت پاتې دی او کابو د پنځلسو پیړیو له تیریدا سره سره د انس اوجن په وړاندې د قرآن مبارزه کونکی پيغام هماغه راز لوړ دی. تر دې مهال یو څّیړاند ،متفکر، ژب پیژ اند او یو اکاډیمک مرکز هم نه دی توانیدلی د قرآن په شا ن داسې یوه سوره او یا یو آیت وړاندې کړی چې د محتوا او چوکاټ له پلوه له قرآن پاک سره برابر وي .د قرآن پاک د اسراء سورې په ۸۸ آیت کې راغلی دی

قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى‏ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيراً ووايه که ټول انسانان او پیریان راغونډ شي چې د قرآن په شان راوړي نو نه ئې شي کوای که څه هم د یوه بل ملګرتیا وکړي

دحضرت محمد ځانګړنې د قرآن پاک له نطره ۳

15:19:02     معراج ته سفر: هر یو الهی نبی د خپل موقیّعیت او مقام په نسبت د خداي وندمتعال په درګاه کې ځاي لری . حضرت ابراهیم خلیل ا.... ، حضرت موسی کلیم ا.... ، حضرت عیسی روح ا.... ،خو د اسلام ګران پيغمبر حضر ت محمد مصطفی صلی ا... علیه وآله وسلم له دغې دنیا عالم ملکوت ته لاړ او دخداوندمتعال دراز ځاي (خلوتګه )ته ورسیده په دې ډول چې د قرآن مجیددنجم سورې په ۸ او ۹ آیتونو کې راغلي دی چې ، ؛وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى‏ اودغه راز ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى‏

؛او بیا ورنزدې شواو ورسیده ، نو بیا یې واټن تر دوو لیندو یا له دې هم نزدې شو ؛

په یوه مشهور روایت کې راغلي دی چې د خداي تر ټولو غوره فرښته حضرت جبرائیل کله دغه حد ته ورسیده نورسول ا...بزرګوار ته یې وويیل ؛ لوَدنُوتُ لاخًترًفت ؛ ؛که دغه ځاي ته نزدې شم نو ورزر به مې وسوځي ؛

د الهي عشق چورلیز : لوي خداي دپیغمبرانو ټولو پیروکارو ته حکم ورکړی چې له دوي سره دې مینه او پیروې ترې وکړی ، خو په خصوصی توګه یې د حضرت محمد صلی ا... علیه وآله وسلم عشق اومینه دخپل عشق چورلیز ګرځولی او خپل رسول ته د آل عمران سورې په ۳۱ آيت کې داسې فرمایی قُلْ إِن كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ؛ووایه ، که له خداي سره مینه لرﺉ ،نو زما پیروي وکړﺉ څو خداي درسره مینه وکړي .

د پیغمبر اکرم د شخصیت ځانګړنې د قرآن له نظره(۴)

16:16:25    د قرآن پاک د آیتونو څیړنې ښئ چې الهي نبیانو په خالصې او یوازنۍ انګیزې سره د خداي پاک لپاره پاڅون وکړ او هیڅکله ئې له نورو د انعام او اجر د اخستو تمه نه درلوده ، په همدې اساس ئې د خپل وخت قومونو او امتونو ته اعلان وکړ ، مونږله تاسو هیڅ انعام او اجر نه غواړو او زمونږ انعام د خداي په غاړه دی

(دا ټول دقرآن پآک د شعرا سورې په ۱۰۹،۱۲۷،۱۴۵،۱۶۴،او په ۱۸۰ آیتونو کې لوستلی شئ ) قرآن پاک همدغه موضوع د خداي د رسول په باب مطرح کوی خو په دوو ځانګړو توپیرونو سره .

۱:. نورو نبیانو پخپله وئیلي دی مونږ له تاسو کوم اجر نه غواړو ، خو خداي پیغمبر ته حکم ورکړ زما له خوا او زما په ژبه دغه شان خبره د خلکو په وړاندې مطرح کړئ ، چې دغه هدف د ؛ قل؛يعني ووایه په حکم سره پوره شو .

۲؛. د خداي د رسول بله خاص ځانګړنه په دې زمینې کې د پیغمبر اکرم د اهل بیت علیهم سلام د مودت ، عشق او دوستۍ غوښتنه ده . چۍ دغه مورد هم د خداي پاک په مستقیم حکم سره شوی او خداي پاک دغه شان فرمان د بل هیڅ یوه پیغمبر لپاره نه دی صادر کړی   

لکه څنګه چۍ د قرآن پاک د شورا سورې د ۲۳ آیت په یوې برخې کې راغلي دي .... قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى ..... ؛ووایه د خپل (رسالت )د تبلیغ لپاره له تاسو هیڅ اجر نه غواړم ،مګرله خپلو خپلوانو سره له دوستۍ پرته

د پیغمبر اکرم ځانګړنې د قرآن پاک له نظره ۵

16:44:55  پر پیغبر اکرم د خداي پاک ،فرښتو او مومنانو دورو او سلام لیږل

خدا وندمتعال په قرآن پاک کې د پیغمبرانو په باب ډیر صفتونه مطر ح کوی او د هغوي د لوړ مقام او شخصیت په احترام مبادرت کوي او همدغه روده د رسول ا... مبارک په هکله هم کاروي خو په دې باب هم د پیغمبر اکرم بله خاص ځانګړنه ځلیږی ، او خدا ي پاک په یوه وخت له فرښتو او مومنانو سره د اسلام پر ګران پیغمبر درود اوسلام لیږی او د احزاب سورې په ۵۶ آیت کې فرمائی : إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً : بې شکه خداي پاک او د هغه فرښتې پر پیغمبر درود استوي ، ائ هغه کسانو چې ایمان مو راوړی (تاسو هم ) پر هغه درود واستوئ او (دهغه په وړاندې ) پوره تسلیم شئ