د نجاست د ثابتيدو لار

د حضرت آية الله العظمی سيد علي سيستاني د فتوی مطابق

ژباړه: محمدرحيم دراني

122. د هر څيز نجاست له دريو لارو ثابتيږي:

لومړۍ: انسان په خپله د يو څيز په نجسيدو يقين وکړي او که يقين ورته نه وي يوازې د نجاست په ګمان د يو څيز نه ځان ساتل ضروري نه دي. له همدې وجې په هغه هوټلونو او قهوه خانو کښې خوراک څښاک کول، چې داسې کسان پکښې خوراک کوي چې د نجاست او پاکۍ خيال نه ساتي، نو تر څو چې انسان ته دا يقين نه وي چې کوم خوراک يې دۀ ته راوړے دے نجس دے نو پکار نه ده چې ځان ترې وساتې.

دوم: يو څيز چې د چا په لاس کې وي هغه درته ووايي چې دا نجس دے نو نجس دے لکه ښځه يا مريې يا په کور کښې خدمت کوونکې انسان ته ووايي چې دا لوخې چې کوم زما په لاس کښې دے نجس دے.

دريم: دوه عادل کسان ګواهي ورکړي چې يو څيز نجس دے په دې شرط چې د څۀ په هکله چې ګواهي ورکوي، دا ګواهي د هغې د نجاست سبب جوړيږي.

123. که يو سړے د مسئله نه د نۀ خبريدو په وجه د يو شي په نجس شونې يا پاک شونې خبر نه وي لکه چې نه پوهيږي چې د موږک غل پاک دي که نجس، نو بايد د مسلې پوښتنه وکړي. خو که سره د دې چې په مسئله پوهيږي بيا هم په څه کښې شک وکړي چې دا څيز پاک دے که نه، مثلا په يو څيز يې شک شي چې دا وينه ده که نه، يا ورته دا پته نه وي چې دا د ماشي وينه ده که د انسان، نو هغه پاکه ده او لټون او پوښتل يې ضروري نه دي.

124. هغه نجس څيز چې د انسان پرې شک دے چې پاک شوے دے که نه نو هغه نجس دے او هغه پاک څيز چې د انسان پرې شک دے چې نجس شوے دے که نه، نو هغه پاک دے.

او سره د دې چې ورته په پوهيدل يې ګران نه دي بيا هم لازمه نه ده چې لټون او جستجو وکړي.

125. که يو سړي ته دا معلومه شي چې د دوو لوخو يا دوو جامو نه چې دواړه استعمالولې يوه نجسه شوې ده خو دا پته ورته نه لږي چې کومه يوه ده نو بايد له دواړو دې اجتناب وکړي خو که يوه جامه يې خپله وي او بله پردې وي او د ده په استعمال کښې نه وي او ورته پته ولږي چې له دواړو څخه يوه نجسه شوې ده نو ضروري نه ده چې له خپلې جامې دې ځان وساتي.

(پاک څيز څرنګه نجسيږي)

126 . که يو پاک څيز يو نجس څيز سره ولږي او دواړه يا يو ترې داسې لوند وي چې لوندوالې يې بل ته ورسي نو پاک څيز نجسيږي او همدارنګ که دغسې لمدوالي سره يو دريم څيز ته ورسي هغه هم نجسوي او مشهورو عالمانو دا ويلي دي چې نجس شوې څيز نجسوونکې هم دے خو په دې حکم کښې چې کله څيزونه زيات شي نو بيا پکښې اشکال شته. بلکه د پاکوالي حکم يې قوي دے مثلا که ښې لاس په متيازو نجس شو، بيا دا لوند لاس ګڅ لاس سره ولږيد نو ګڅ لاس هم نجس شو. او که دا ګڅ لاس له وچيدو وروسته لمدو جامو سره ولږيد نو هغه جامې هم نجسې شوې خو که دا لمدې جامې يو بل څيز سره ولږيدې نو په هغې باندې د نجس شونې حکم نه کيږي.

خو که لمدوالې دومره کم وي چې بل ته نه رسيږي نو بل پاک څيز نه نجسيږي سره د دې چې عين نجاست سره ولې ونه لږي.

127. که يو پاک څيز نجس سره ولږي او انسان ته دا شک وي چې له هغو دوو يو لوند ؤ که نه، نو هغه پاک څيز نه نجسيږي.

128. دوه څيزونه چې انسان ته دا پته نيشته چې کوم يو پاک دے او کوم يو نجس که يو پاک څيز چې لوند وي وروسته هغې دواړو سره ولږي نو له هغې نه ډډه کول ضروري نه دي خو په ځينو حالتونو کښې لکه دا چې هغه دواړه اول نه نجس وو يا دا چې بل اړخ سره هم يو پاک څيز چې لوند وي، ولږي.

129. ځمکه او جامه او د دې غوندې نور څيزونه که لامده وي، هر يو هغه ځاي يې چې ورته نجسات ورسيږي نجسيږي او نور ځايونه يې پاک دي او همدارنګ دي بادرنګ، خربوزه او د دې غوندې نور څيزونه.

130. کله چې غوړي او داسې نور څيزونه دومره ويلې وي چې که لګ ځاي پکښې خالي شي نو نور غوړي هغه ځاي ډکوي (کنده پکښې نه پاتې کيږي) نو څنګه چې پکښې نجاست وغورځيده نو ټول نجسيږي. خو که داسې کلک وي چې کنده پکښې نه پاتې کيږي نو کوم ځاي ته چې يې نجاست ورسي يوازې هغه ځاي يې نجس دے او نور پاک دي نو که موږک پکښې غل وکړي نو کوم ځاي کښې موږک غل کړي دي هغه نجس دے او نور پاک دي.

130. که مچ يا دهغې غوندې يو بل ځناور چې په داسې نجس څيز کښيني چې هغه نجس وي او بيا په لوند څيز چې هغه هم لوند وي کښيني نو که انسان ته علم وي چې هغې ځناور پورې نجاست ؤ نو پاک څيز نجسيږي او که پته ورته نه وي نو پاک دے.

 132 . که د بدن هغه ځاي نجس شي چې خولې دے اوله هغه ځاي بل ځاي ته خوله لاړه شي نو کومو ځايونو ته چې دا خوله ورسي هغه نجسيږي. او که خوله بل ځاي ته لاړه نه شي نو نور ځايونه پاک دي.

133. هغه کړيخې(خڼ) چې د پوزې يا مرۍ نه راوځي که وينه پکښې وي نو کوم ځاي کښې چې وينه ده هغه نجسه او نورې پاکې دي نو که له پوزې نه بهر څه ځاي پورې ولګي نو چې په کوم انسان ته يقين وي نو هغه نجس دے او په کوم ځاي يې چې شک وي چې نجاست ورته رسيدلې که نه نو هغه پاک دے.

134.که يوه داسې لوټه چې ويخ يې سورې دے په نجسه ځمکه کيښودل شي که اوبه ترې روانې نه شي بلکې خوا کښې ورسره داسې جمع شي چې د لوټې اوبو سره يو حساب شي نو د لوټې اوبه نجسيږي خو که د لوټې اوبه زور سره بهيږي نو بيا د لوټې اوبه نه نجسيږي.

135. يو څيز بدن ته ننه وځي او نجاست ته ورسي نو چې کله راوځي که نجاست سره لړلې (ککړ) نه وي نو پاک دے. نو که د امالې (پيچکارۍ) څيز يا اوبه انسان ته ورننه باستل شي يا ستنه، چاقو او د دې غوندې نور څيزونه بدن ته ننه وځي او له راوتلو ورسته نجاست سره ککړ نه وي نو نجس نه دي. او همدارنګ لاړې او خڼ که دننه نجاست ته ورسي خو چې کله بهر راوځي نو نجاست ورسره نه وي نو هغه پاک دي.

(د نجاستونو حکمونه)

136. د قرآن خط او پاڼه نجسول که د هغې د بې حرمتۍ سبب کيږي نو بې اشکاله حرام دي او که نجس شي نو بايد زر دې ومينځل شي. بلکه احتياط واجب دا دے چې که د  بې حرمتۍ سبب يې نه کيږي هم نو د هغې نجسول حرام دي. او پاکول يې واجب دي.

137.که د قران جلد نجس شي نو که بې احترامي يې کيږي نو بايد هغه ومينځل شي.

138. په عين نجس باندې د قرآن کيښودل لکه په وينه يا په مردار، سره د دې چې هغه عين نجس وچ ولې نه وي، که بې احترامي يې کيږي نو دا کار حرام دے.

139.په نجس رنګ سره د قرآن يو ټکې ليکل هم حرام دي او که وليکل شي ورسره نو بايد چې ومينځل شي او په مږلو يا نورو طريقو دې بايد له منځه يوړل شي.

140.که کافر ته قرآن ورکول  د هغې د بې احترامۍ سبب کيږي نو هغه ته يې ورکول حرام دي او له هغه يې راخستل واجب دي.

141. که د قرآن يو پاڼه يا يو داسې څيز چې د هغې احترام واجب دے لکه هغه کاغذ چې د خداي يا د پيغمبر يا د امام نوم ورباندې ليکلې شوے دے که په ټټۍ کښې وغورځيږي نو د هغې راوباستل واجب دي سره د دې چې ډېر خرچ ولري. او که راوباستل يې ممکن نه وي نو بايد هغې ټټۍ ته تر هغې وخته پورې لاړ نه شي تر څو چې ورته يقين شي چې کاغذ له منځه لاړ دے. همدارنګ که سجده ګاه ټټۍ ته وغورځيږي او راوباستل يې ممکن نه وي نو تر هغې ورته لاړ نه شي تر څو چې ورته يقين شي چې هغه له منځه لاړ تلې ده.

 142 . د نجس شوي  څيز خوړل څښل حرام دي او همدارنګ يې په نورو خورول هم حرام دي خو ماشول او ليوني باندې يې خوړل ظاهرا جايز دي او که ماشوم يا ليونې په خپله په خپل لاس يو څيز نجس کړي او خوري يې نو د هغه منعې کول لازم نه دي.

143. د يو داسې نجس څيز قرض ورکول چې د پاک شونې قابل دے، اشکال نه لري خو بايد اخستونکي ته يې ويل شي چې دا نجس دے په دوه شرطونو: اول دا چې که پوهيږي چې دا سړے يې د خوراک څښاک لپاره استعمالوي او د حکم الزامي مخالف ورسره کيږي او که داسې نه وي نو لازمه نه ده چې ورته وويل شي لکه يو سړے چې په هغې جامو کښې لمونځ کوي نو لازمه نه ده چې ورته وويل شي ځکه چې د جامو پاک شونه شرط واقعي نه دے.

 ( دويمه) دا چې ورته پته وي چې دا سړے مې په خبره عمل کوي نو که پوهيږي چې دا سړے زما په خبره غوږ نه ګروي نو ضروري نه چې ورته وويل شي.

144.که انسان ګوري چې يو سړے په نجسو جامو کښې لمونځ کوي يا نجس څيز خوري نو لازمه نه ده چې ورته ووايي.

145. که د سړي د کور فرش يا يو بل ځاي نجس شي او ګوري چې کوم کسان دلته ځي راځي هغوي ورسره د لمدوالي په سبب نجس شوي دي نو که همدا سړے د دې کار سبب شوے وي نو په هغه دوو شرطونه سره چې په وړاندې مسئله کښې ذکر شول بايد ورته ووايي.

146. که کوربه د خوراک په وخت پوه شي چې دا خوراک نجس دے نو بايد – هغه دويم شرط سره چې تېر شو – ملمنو ته ووايي او که يو ملمه پوه شي چې دا خوراک نجس دے نو لازمه نه ده چې نورو ته دې ووايي خو که نورو ملګرو سره داسې ګډ ژوند تېروي چې د هغوي د نجسوالي له سببه په خپله هم نجسيږي او په مخالفت الزامي کښې اخته کيږي نو بايد هغوي ته ووايي.

147. که يو څيز يې قرض کړے دے هغه نجس شي نو بايد د هغې څيښتن خبر کړي په هغه دوو شرطونو سره چې په 143 مسئله کښې تېر شول.

148. که يو ماشوم ووايي چې دا څيز نجس دے يا مې دا څيز مينځلې دے نو د هغه خبره نه شي منل کيدې.

خو هغه ماشوم چې بالغيدو ته نږدې دے که ووايي چې يو څيز مې مينځلے دے، نو که هغه څيز د هغه د لاس لاندې وي يا يې په خبره باور کيدې شي نو بايد قبوله شي او همدارنګ که ووايي چې دا څيز نجس دے.