نجاستونه

د حضرت آية الله العظمی سيد علي سيستاني د فتوی مطابق

ژباړه: محمدرحيم دراني

84. لس څيزونه نجس (پليت) دي:

1.     تشې متيازې

2.     ډکې متيازې

3.     مني

4.     مردار

5.     وينه

6.     سپې

7.     خنزير

8.     کافر

9.     شراب

10.د نجاستخور اوښ خوله

(تشې او ډکې متيازې)

85. د انسان او د هر يو هغه ځناور چې خوړل يې حرام دي او وينه يې زور سره راوځي (يعنې که رګ يې پرې کړې شي نو وينه ترې ټوپ وهي راوځي) تشې او ډکې متيازې نجسې دي او د هغه حيوان چې غوښه يې حرامه ده او وينه يې زور سره نه راوځي لکه مهې د هغې ډکې متيازې او همدارنګ د وړو ځناورو ډکې متيازې لکه ماشي مچان چې غوښه نه لري د هغوي ډکې متيازې پاکې دي. خو احتياط دا دے چې د هغه ځناورو له تشو متيازو دې ډډه وشي چې وينه يې زور سره نه راوځي.

86. د هغه مارغانو چې غوښه يې نه شي خوړلې متيازې پاکې دي خو ښه دا ده چې ترې ډډه وشي.

87. د نجاستخوړونکيو ځناور تشې او ډکې متيازې نجسې دي او همدارنګ د هغه وري (چيلۍ د بچي) تشې او ډکې متيازې چې د خنزير شودې يې څخلي دي هم نجسې دي او همدارنګ د هغه ځناور چې انسان ورسره جماع کړې ده، چې د دې حکم به په تفصيل سره راشي.

 ( منى )

88. د انسان او د هر يو هغه ځناور مني چې وينه يې زور سره راوځي نجسه ده. سره د دې چې – احتياط لازم دا دے چې _ د هغه ځناور غوښه خوړل حلال  ولې نه وي.

 ( مردار )

89. د انسان او د هر يو هغه ځناور مرداره (درنګه) چې وينه يې زور سره راوځي نجسه ده. که په خپله مړ وي هم او د شرعې د حکم مطابق نه وي حلال شوې هم. او مهې (ماهي) له دې وجې چې خون جهنده نه لري نو که په اوبو کښې مړ شي هم پاک دے.

90. د مردار هغه ځايونه چې روح نه لري لکه ويښته، هډوکي او غاښونه پاک دي.

91. که د ژوندي انسان يا د يو ژوندي ځناور چې وينه يې زور سره راوځي، له بدنه يوه برخه چې روح لري لکه غوښه يا يو بل ځاي جلا شي نو هغه نجس دے

92. که لږه غوندې څرمن له شونډې يا له يو بل ځاي وشوکول شي نو هغه پاکه ده.

93. هغه هګۍ چې د مړې چرګې له خيټې راوځي هغه پاکه ده خو څرګند ځاي يې بايد ومينځل شي.

94. که چيلوکې(د چيلې بچې) يا ګډورې(د ګډې بچې) وړاندې له دې چې واښه خوړونکې شي، مړ شي نو هغه پنير مايه چې د هغې په غوليانځې (شيردان) کښې ده پاکه ده. خو څرګند ځاي يې بايد ومينځل شي.

95. روانې دوايانې، عطر، غوړي، ستنې او صابن چې له بل هېواده راوړل شي، که انسان ته يې د نجس شونې يقين نه وي نو پاک دي.

96. هغه غوښه، وازده، او څرمن چې انسان دا احتمال ورکوي چې دا له هغه ځناوره اخستې شوي دي چې د شرعي حکم مطابق ذبح شوے دے، نو هغه پاک دي. خو که د کافر له لاسه واخستلې شي يا د مسلمان په لاس کښې وي چې له کافره يې اخستې وي خو دا پته ورته نه وي چې د هغې ځناور دي د شرعې د حکم مطابق ذبح شوے دے که نه، نو د دې غوښې او وازدې خوړل حرام دي خو په څرمن کښې يې لمونځ کول جائز دي خو هغه څيز چې د مسلمانانو له بازاره يا د مسلمان له لاسه واخستل شي او دا معلومه نه وي چې هغوي له کافره اخستي دي يا دا احتمال وي چې دوي تحقيق کړے دے نو د هغې غوښې او وازدې خوړل جائز دي.

(وينه)

97. د انسان او د هر هغه ځناور چې وينه يې د رګ پرې کولو په وخت زور سره راوځي، وينه نجسه ده نو د هغه ځناورو وينه چې وينه يې د رګ پرې کيدو په وخت زرو سره نه راوځي هغه پاکه ده.

98. که حلال ځناور(چې غوښه خوړل يې حلال دي) د شرعې د حکم مطابق ذبح شي او چې څومره وينه له نورو وځي، له دې هم وځي، نو له وينې ختميدو وروسته کومه وينه چې يې په بدن کښې پاتې شي هغه پاکه ده خو که د سا اخستلو له وجې يا له دې وجې چې سر يې په اوچت ځاي باندې ؤ څه وينه ورته بيا واپس لاړه شي نو هغه نجسه ده.

99. احتياط مستحب دا دے چې له هغه هګۍ چې پکښې لږه عوندې وينه وي له هغې دې ډډه وشي او که وينه يې يوازې په زيړو کښې وي نو چې څو پورې يې هغه نرۍ پرده نه وي شليدلې نو سپين يې پاک دي.

100. هغه وينه چې کله کله د شودو لاس وهلو په وخت کښې په نظر راځي نجسه ده او شودې هم نجسه وي.

101. هغه وينه چې د غاښونو له ورو راوځي که توکاڼو (د خلې اوبو) سره داسې ګډه وډه شي چې له منځه لاړه شي نو له هغې نه ځان ساتل لازم نه دي.

102. هغه وينه چې د ټکيدو له وجې د څرمن يا د نوک لاندې وچه شي که داسې شي چې بيا ورته څوک وينه نه وايي نو هغه پاکه ده او که بيا هم ورته وينه وويل شي او څرګنده شي نو هغه نجسه ده. نو که نوک يا څرمن سورې شي او د وينې راويستل د وضو د ځاي پاکول ورته ګران وي نو بايد تييم وکړي.

103. که انسان ته پته نه وي چې وينه د څرمن لاندې ټکيدلې او مړه شوې ده که غوښه نو هغه پاکه ده.

104. که د پخلي د خوټکيدو په وخت په هغې کښې لږه وينه وغورځيږي نو احتياط لازم دا دے ټول پخلې او لوخې نجس دے او خوټيدل، ګرميدل او اور يې پاکونکي نه شي کيدے.

105. هغه زيړې اوبو (نم) چې د زخم (پرار) د جوړيدو په وخت د هغې په خوا کښې پيدا کيږي که معلومه نه وي چې وينې سره يوځاي شوي دي نو پاکې دي.

(سپې او خنزير)

106. هغه سپې او خنزير چې په وچه ژوند کوي د هغه هر څه نجس دي حتی هډوکي، پنجه، نوکونه، او ټول لمدوالي خو د دريابي سپي پاک دي.

 (كافر)

107. کافر يعنې هغه سړي چې خداي نه مني يا د خداي توحيد نه مني او همدارنګ هغه کسان چې غلو کوي (يعنې هغه کسان چې ځينې امامان عـلـيـهـم الـسلام په خدايي مني يا وايي چې خداي په دوي کښې حلول کړے دے) او خوارج او نواصب (يعنې هغه کسان چې امامانو عـلـيـهـم الـسلام سره دښمني کوي)، نجس دي او همدارنګ دي هغه کسان چې د نبوت، يا د دين له ضرورياتو څخه (لکه لمونځ او روژه چې د مسلمانانو له اصول دين څخه دي) له يوه انکار وکړي سره د دې چې ورته پته وي چې دا د دين له ضرورياتو څخه دے بيا ترې هم انکار وکړي.

او اهل کتاب (يعنې يهوديان او عيسايان او مجوس) چې د پيغمبر حضرت خاتم الانبياء محمد ابن عبداللّه صلى اللّه عـليه و آله و سلم پيغمبري نه مني، دوي هم مشهوره خبره دا ده چې نجس دي خو د دوي د پاکوالي حکم لرې نه دے سره د دې چې ډډه کول ترې ښه دي.

108. د کافر ټول بدن حتی د هغه ويښته، نوکونه او ټول لوندوالي نجس دي.

109. که د يو نابالغ ماشوم مور پلار او نيا نيکه کافران وي هغه ماشوم هم نجس دے خو يوازې هغه وخت پاک دے چې کله په ښه او بد پوه شي او د اسلام اظهار وکړي خو که له دوي (مور، پلار، نيا، نيکه) څخه يې يو هم مسلمان وي نو په هغه تفصيل سره چې په 217 مسئلې کښې به راشي هغه ماشوم پاک دے.

110. هغه سړے چې معلوم نه دے چې مسلمان دے که نه او د مسلمانۍ څه نښه هم پکښې نيشته، هغه پاک دے خو د مسلمانانو نور حکمونه نه لري، مثلا له مسلمانانو څخه ښځه نه شي کولے او نبايد د مسلمانانو په هديره (مړيستون) کښې ښخ شي.

111. هغه کس چې دولسوامامانو څخه يوه ته د دښمنۍ له مخې کنځل وکړي، نجس دے.

( شراب )

112. شراب نجس دي او احتياط مستحب دا دے چې هر هغه څيز چې انسان مسته وي او په خپله روان وي هم نجس دے، او که روان نه وي لکه بنګ او چرس نو هغه پاک دے سره د دے چې پکښې څه واچول شي چې روان شي بيا هم پاک دے (خو خوړل، څښل يې حرام دي)

113. صنعتي الکل (سپيرټ) چې کوم د ورونو، ميزونو او چوکيو رنګ کولو لپاره پکار راځي ټول قسمونه يې پاک دي.

114. که انګور يا د انګور اوبه خپل په خپله يا د پخولو له وجې وخوټيږي، پاک دي خو څښل يې حرام دي.

115. خرما، مميز او کشمش (اوسکې) سره د دې کښې وخوټکيږي بيا هم پاک دي او اوبو يې هم پاکې دي او خوړل يې حلال دي.

116. فقاع، د اوربشو شراب چې ورته د اوبشو اوبه ويل کيږي حرامې دي خو نجس شونې کښې يې اِشکال دے او له فقاع نه پرته نورې هغه اوبه چې د طبيب په حکم له اوبشو اخستل کيږي او ورته ماء الشعير ويل کيږي هغه پاکې دي.

(د نجاستخور اوښ خوله)

117. د نجس خوړونکي اوښ خوله او هر هغه ځناور خوله چې د انسان په نجاست خوړلو عادت شوے دے نجسه ده.

118 . هغه کس چې په حرام سره جنب شي (غسل ورباندې واجب شي) د هغه خوله پاکه ده او احتياط مستحب دا دے چې هغې جامو سره لمونځ ونکړې شي او خپلې ښځې سره د حيض په حالت کښې جماع کول، سره د دې چې له دې حالته يې خبر وي،  حرامو سره د جنب حکم لري. (يعنې خپلې سره د حيض په حالت کښې جماع کول، داسې دي لکه چې يوې حرامې ښځې سره دې جماع کړې وي)

119. که انسان په هغه وختونو کښې چې ښځې سره جماع حرامه ده، جماع وکړي لکه د روژې په مياشت کښې د ورځې خپلې ښځې سره جماع وکړي، نو د هغه د خولې حکم د حرامو نه د جنب شوي حکم نه دے. 120. که د حرامو نه جنب شوې سړے د غسل په بدل تيمم وکړي او له تممه وروسته خوله شي، نو د هغې خولې حکم له تيممه د وړاندې خولې حکم دے.

121.که يو سړے له حرامه جنب شو او بيا يې خپلې حلالې سره هم جماع وکړه نو مستحبه دا ده چې په لمانځه کښې له خپلې خولې ډډه وکړي او که لومړۍ يې خپلې حلالې سره جماع وکړه او بيا يې حرامې سره نو د هغه خوله د حرامې سره د جنب حکم نه لري.