د طالوت د سپايانو دعا

د قرآن پاک له کيسو څخه يوه کيسه د طالوت او د جالوت ده چې د حضرت موسیٰ(ع) نه وروسته بني اسرائيلو خپل پيغمبر ته وويل: "مونږ له يو مشر جوړ کړه چې د هغه په مشرې کښې مونږ د جالوت مقابلې ته لاړ شو" هغوي ورله طالوت مشر کړ، په لاره کښې د ازميښت نه پس چې کله دوه لښکرې يو بل ته مخامخ شوې او جنګ ته چمتو شوې نو د طالوت سپايانو لاس آسمان ته اوچت کړل او دا دعا يې وکړه:

رَبَّنا أَفْرِغْ عَلَيْنا صَبْراً وَثَبِّتْ أَقْدامَنا وَانْصُرْنا عَلَى الْقَومِ الكافِرينَ؛

خدايه مونږ ته صبر راکړه او زمونږ قدمونه مزبوت وساته او مونږ په کافرانو بريالي کړه.

بيا يې جنګ شورو کړل او خداي منوونکي پکښې بريالي شول ځکه چې دعا سره سره يې عمل هم وکړ.