اهلبېت (ع) صادقين

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (١)

((اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے له رښتينو سره شئ))

 مالک بن انس (رض) له نافع (رض) نه نقلوی چې عبدالله بن عمر (رض) د دې ايت مبارک چې يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ پـــــه شــــرح کښې وويــــل: اتَّقُواْ اللّهَ يعنې خداے پاک د رسول الله (ص) ټولو اصحابو (رض) ته حکم وکړ چې تقوا اختيار کړئ او كُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ يعنې تل له محمد (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره اوسئ او له هغوی نه چرې بيل نه شئ. (2)

مفضل بن صالح (رض) له جابر(رض) نه او جابر (رض) له ابی جعفر امام محمد باقر (ع) نقل کړی دی چې وې فرمايل: كُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ يعنې له آل محمد(ص) سره ملګری شئ او له هغوی نه جدا نه شئ. او په بل ځاے کښې دی چې له حضرت علی (ع) سره شئ (3)

   کلبی (رض) له ابو صالح (رض) نه او هغۀ له عبدالله بن عباس (رض) نقل کړی دی چې هغۀ د اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ ايت مبارک د شان نزول په هکله وويل: د خداے پاک دا کلام د حضرت علی (ع) او د هغۀ د ملګرو په هکله نازل شوے دے.(4)


(١) سورۀ توبه ١١٩ ايت

 (2) شواهد التنزيل حديث ٣٥٧ علامه حاکم حسکانی                                            

(3) شواهد التنزيل حديث ٣٥٣ علامه حاکم حسکانی، تفسير ابن عساکر

(4) شواهد النتزيل حديث ٣٥١ علام حاکم حسکانی، تفسير درالمنثور سيوطی