له اهلبېتو (ع) سره مينه په امت واجب ده

قُل لَّا أَسْألكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (١)

(( (اے رسوله امت ته دې) ووايه زهْ له تاسو نه (د رسالت) په دې كار هيڅ اجرت  نه غواړم مګر(بس دا درنه غواړم چې) زما له خپلوانو سره مينه او مودت كوئ))

عثمان بن ابی يقضان له سعيد بن جبېر او هغه  له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت نقل کوی چې وې ويل: په مدينه منوره کښې د رسول اکرم (ص) انصارو يوه خصوصی جرګه جوړه کړه او فېصله يې وکړه چې مالونه راټول کړو او د رسول اکرم (ص) په خدمت کښې يې وړاندې کړو چې لاس يې خلاص شی، توانمن شی او د چا محتاجه نشی، بيا د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شول او ورته يې عرض وکړ چې يا رسول الله (ص) مونږ فېصله کړې ده چې له خپلو مالونو نه ستاسو لپاره مال جمع کړو چې چا ته مو حاجت نه وی. چې کله يې دا فېصلــه د خــــداے د ګــــران رسول (ص) پـــه خدمت کښې وړاندې کړه نو دا مبارک ايت قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى په پاک نبی (ص) نازل شو. (2)

يعنې انصارو ته او خپل امت ته يې دا خبره په ګوته کړه چې زما د رسالت د کار اجرت پېسې او مالونه حالونه نه دی بلکې پکار دی زما له اهلبېتو(ع) سره مينه او مودت وکړئ چې د دواړو جهانو نېکمرغۍ مو په برخه شی.

     له جابر بن عبدالله انصاری (رض) نه روايت نقل شوے دے چې دا ايت مبارک قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى د رسول اکرم (ص) د اهلبېتو(ع) په شان کښې نازل شوے دے او د روايت په اخېر کښې دا مضمون راغلے دے چې يو ځل يو بانډسی سړے د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او عرض يې وکړ: يا رسول الله (ص) ما ته اسلام راوښيه، رسول الله (ص) ورته وفرمايل: اسلام دا دے چې په دې خبره ګواهی ورکړې چې لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله هغه بانډسی سړی پوښته وکړه: ايا په دې کار به رانه څه اجرت او پېسې اخلې؟ د خداے ګران رسول (ص) ورته وفرمايل: نه بلکې له قرباو سره له مينې نه بغېر بل څه درنه نه غواړم. هغۀ پوښته وکړه: ايا خپلو قرباو او خپلوانو سره يا ستاسو له خپلوانو سره؟ ورته يې وفرمايل:

زما له اهلبېتو سره، هغه سړی دا خبره ومنله او عرض يې وکړ: يا رسول الله خپل لاس دې را دېښوه کړه چې په دې خبره درسره بيعت وکړم چې د خداے لعنت دې وی په هغه کس باندې چې ستا له اهلبېتو (ع) سره مينه نه کوی د خداے ګران رسول (ص) وويل: آمين (3)

سعيد بن جبېر له ابن عباس نه نقلوی: چې کله دا ايت مبارک :قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى نازل شو نو ځينو صحابه کرامو (رض) پوښته وکړه يا رسول الله (ص) ((قربی)) کوم کسان دی چې خداے پاک ورسره مونږ ته د مينې او مودت حکم راکړ؟ رسول الله (ص) وفرمايل: زما اهلبېت علی، فاطمه، حسن او حسېن عليهم السلام دی چې پکار دی له هغوی سره مينه او محبت وکړئ.(4)

په دې هکله امام شافعی (رح) ډېر په زړۀ پورې شعرونه وئيلی دی وائی:

يارا کباقف بالمحـصب من منی   

                                احتف بساکـن خيفها والناهض

سحراً اذا فاض الحجيج الی منی

                                 فيضاً کـما نظم الفرات الفائض

ان کان رفضا حـب آل محـمد

                                 فليشهد الثقـلان انی رافـضی 

يعنې اے سپوره چې کله له مشعر نه منی ته کوچ کوې (چې د ټولو حاجيانو د تېرېدو مقام دے) نو لږ اودرېږه او په اوچت اواز داسې چغه کړه چې ټول هغه کسان په خيف جومات وی ياپه ناهض کښې وی ستا چغه واوری او البته دا چغه د سحر په وخت ووهه چې ټول حاجيان په جوش او ولوله کښې منی ته روان وی او د مشعر او منی ترمينځ لاره لکه د فرات د سيند د خلکو له سېلاب نه په موج کښې وی چې شافعی وائی: که چرې د حضرت محمد (ص) د آل (اهلبېتو) مينه رفض وی او له دين نه وتل وی نو ټول پېريان او انسانان واورئ چې زۀ رافضی (يعنې له دينه وتلے) يم.

      او همدا چغه د قلم او تورې خاوند خوشحال خان بابا (رح) په بل ډول وهی او وائی:

لــه اولــه تــر اخېره پـــه جهـــان کښې

                                                د سيد په شان څوک نيشته معراجی

زۀ خوشحال خټک په حب د اهلبېتو

                                                       رافضی کړم، خارجی او اخراجی

او حمزه بابا(رح) يې په دې ډول وهی وائی:

وسيلــه مـــې مــحمــد او اهلبېت دی

                                              شته اميد چې عاقبت مې شی محمود


(١)  سورۀ شوری ٢٣ ايت

(2) تفسير ابن جرېر طبری ٢٥ ټوک  ١٦ او ١٧ مخونه، ذخائر العقبی، حليه الاولياء ٣ ټوک ٢٠١ مخ،

(3) (4) سيوطی په تفسير درالمنثور کښې د ايت مبارک په ترڅ کښې له ابن منذر،ابن ابی حاتم او طبرانی او ابن مردويه د سعيد بن جبېر له لارې له ابن عباس نه نقل کړے دے، همدا رنګ  په ذخائرالعقبی  ٢٥ مخ کښې، محب طبری له مناقب احمد نه، هيثمی په خپله مجمع کښې د ٧ ټوک په ١٠٣ مخ کښې او د ٩ ټوک په ١٦٨ مخ کښې، ابن حجر مکی په صواعق محرقه کښې په ١٠١ مخ کښې له احمد نه او طبرانی او ابن ابی حاتم او حاکم له  ابن عباس نه او شېخ شبلنجی د نورالابصار په ١٠١ مخ کښې له تفسير بغوی نه نقل کړے دے.