اهلبېت (ع) پاک او معصوم

إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (١) ((خداے بس دا غواړی چې اے د رسول (ص) اهلبېتو له تاسو نه د هر ډول پليدی لرې وساتی او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولری لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے)) (2)

 حضرت صفيې (رض) له حضرت عائشې (رض) نه روايت نقل کړے دے چې د يو ورځ وختی د خداے ګران رسول (ص) چې د نقشه دار تور څادر يې په اوږو اچولے ؤ کور ته تشريف راوړۀ نو حضرت حسن (ع) يې راوبالۀ بيا يې حضرت حسېن (ع)  رابالۀ بيا يې حضرت فاطمه (ع) رابلله او په اخېر کښې حضرت علی (ع) راوبالۀ او دغه ټول يې د هغه څادر لاندې کړل نو دا ايت مبارک يې تلاوت کړ: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (3)

د خداے د ګران رسول (ص) له بلې بی بی حضرت سلمې (رض) نه روايت دے چې وائی چې د تطهير ايت مبارک زما په کور کښې په رسول الله (ص) باندې نازل شو په داسې حال کښې چې په کور کښې اوۀ تنه وو جبراېيل (ع)، ميکائيل (ع) ، حضرت علی (ع)، حضرت فاطمه زهرا (ع)، حضرت حسن (ع) او حضرت حسېن (ع)  او زۀ خپله نو زۀ هم له څادر نه بهر اودرېدم او د خداے ګران رسول (ص) ته مې عرض وکړ يارسول الله (ص) زۀ د دې څادر لاندې راتلې شم. د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: ته په خپل ځاے په خېر يې ته د پېغمبر مېرمن يې.(4)

له جابر بن عبدالله انصاری (رض) نه روايت دے چې د خداے ګران رسول (ص) حضرت علی، حضرت فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسېن عليهم السلام ځانته راوغوښتل او څادر يې پرې وغوړولو او وې فرمايل:اللهم هولاء اهلی هولاء اهلی خدايه پاکه دا زما اهلبېت دی ، خدايه پاکه دا زما اهلبېت دی.همدا ډول حديث له ابن عباس (رض) نه هم روايت دے (5)

 له انس بن مالک (رض) نه روايت دے چې د خداے ګران رسول (ص) شپږ مياشتې متواتر دا خپل رسم جوړ کړ ے ؤ چې کله به د سهار نمونځ لپاره جومات ته تلۀ نو چې کله به د بی بی فاطمې (ع) د کور له دروازې سره تېرېدۀ نو فرمايل به يې: الصّلاه يا اهل البيت يعنې اے اهلبېتو (ع) نمونځ ته پاڅئ، او بيا به يې وفرمايل په دې پوه شئ چې د قران مجيد دا ايت إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ستاسو په شان کښې نازل شوے دے. (6)


(١) سورۀ احزاب ٣٣ ايت (٢)    

(2) حمزه بابا (رح) د دې ايت تفسير په شعر کښې داسې وايي: (مترجم)

  د تطهير ايت که ولولې شې پوه به                   ګناه نه پرېږدی په آل کښې د نبی

(3) صحيح مسلم کتاب فضائل الصحابه باب فضائل اهل بېت ، مسندرک  الصحيحين حاکم ٣ ټوک ١٤٧ مخ ، سنن بېهقی ٢ ټوک  ١٤٩ مخ، تفسير ابن جرير طبری ٢٢ ټوک ٥ مخ، تفسير درمنثور سيوطی  د تطهير ايت په ترڅ کښې، زمخشری او فخر رازی په خپلو تفسيرونو کښې او داسې نورو  ډېرو سنی عالمانو په خپلو کتابونو کښې نقل کړے دے.

(4) صحيح ترمذی ٢ ټوک ٢٠٩ مخ، مشکل الاثار ١ ټوک ٣٣٥ مخ، Ö اسدالغابه ٢ ټوک ١٢ مخ، تفسير ابن جرېر طبری ٢٢ ټوک ٦ او ٧ مخونه، او نور ګڼ شمېر د حديثونو کتابونه او تفسيرونه،

(5)  شواهد التنزيل، مسند احمد بن حنبل  ١ ټوک ٣٣٠ مخ، خصائص ٨ مخ ، رياض النضره ٢ ټوک ٢٠٣ مخ مجمع هيثمی ٩ ټوک ١١٩ مخ مستدرک وغېره

(6) صحيح ترمذی ٢ ټوک ٢٩ مخ، تفسير ابن جرېر طبری ٢٢ ټوک ٥ مخ، مستدرک الحاکم ٣ ټوک ١٥٨ مخ، مسند امام احمد بن حنبل ٣ ټوک ٢٥٢Ö مخ، اسدالغابه ٥ ټوک ٥٢١ مخ، کنزالعمال ٧ ټوک ١٠٧ مخ، تفسير  درالمنثور وغېره . په همدې مضمون سره دا حديث له ابی الحمراء، معقل بن يسار، ام سلمه، ابوسعيد خدری او نورو ډېرو صحابانو (رض) نه هم  په مختلفو طريقو نقل دے او ګڼ شمېر سنی کتابونو کښې راغلے دے