له اهلبېتو(ع) سره د حضرت ادم (ع) تمسک

فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ...  (1)

((ادم (ع) له خپل رب نه څه کلمات ياد کړل او په هغو کلماتو يې له خداے پاک نه بخښنه وغوښته...)) او دغه شان خداے پاک حضرت ادم (ع) ته بيا مخه کړه او د هغۀ توبه يې قبول کړه. له سعيد بن جبير نه روايت دے چې له حضرت عبدالله بن عباس نه داسې رارسېدلی دی چي وې ويل : د خداے له ګران رسول (ص) نه د دې ايت مبارک په باره کښې پوښتنه وشوه نو هغه حضرت (ص) وفرمايل: حضرت ادم (ع) له خداے پاک نه د حضرت محمد (ص)، حضرت علی (ع)، حضرت فاطمې (ع)،

حضرت حسن (ع) او حضرت حسېن (ع) په وسيله دعا وغوښته چې خداے ورته په توجه سره مخه کړه (او خپل رحمت  يې پرې وکړ) (2)

      ابن عباس (رض) له رسول اکرم (ص) نه نقلوی چې وې فرمايل: هغه وخت چې خداے پاک حضرت ادم (ع) ته امر وکړ چې له جنت نه اوځه نو ادم (ع) اسمان ته مخ کړونو د عرش ښی اړخ ته يې پينځۀ جلوې ولېدې نو وې ويل: اے خدايه!ايا له ما نه مخکښې دې هم څوک پېدا کړی دی؟ خداے پاک ورته وحی وکړه: ايا دغه پينځۀ جلوې دې وليدې؟ وې ويل: هو، خداے پاک ورته وفرمايل: دوی زما له نور څخه غوره کړې شوی دی او د دوی نومونه مې له خپلو نومونو نه اخېستی دی. نو زۀ محمود او ستائيلے شوے خداے يم او دغه محمد (ص) دے، زۀ د لوړې او اعلی مرتبې والا يم او دغه علی (ع) دے، زۀ فاطر او خلق کوونکے يم  او دغه فاطمه (ع) ده. زۀ محسن او احسان کوونکے يم او دغه حسن (ع) دے او زما لپاره اسما الحسنه او ښه او غوره نومونه دی او دغه حسېن (ع) دے. ادم (ع) وويل: نو بس د دوی په وسيله مې وبخښې نو خداے پاک پرې وحی وکړه چې هو اوس مې د دوی په وسيله وبخښلے او دا هماغه کلمات دی چې خداے پاک د دې په بنياد وفرمايل: فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ... (3) ( د ځينو سنی کتابونو نومونه چې د دې ايت مبارک پکښ داسې تفسير شوے دے تفسير درمنثور، کنزالعمال او مسندالفردوس ديلمی ((مترجم))

دلته به بده نه وی که د پښتون امت حکيم،عالم او عارف شخصيت حضرت حمزه بابا (رح) څو شعرونه د ذکر شوی ايت مبارک په تفسير کښې وړاندې کړم لکه چې وائی:

په دعـــــــــــا کښې د ادم اثر عـــلی دے

په ليمۀ کښې د يعقوب نظر علی دے

د اذا تلـــــــــها نــور څـــه يې تفسير شته

نــــمر د عـــــــــلم محمـــد قـــمر علی دے

يا يو بل ځاے کښې وائی:

په خـــاطر د محــمد اوازه شوه د بخشيش

آل اولاد د مـحمد دروازه شوه د بخشيش

يا د پښتنو غېرتی مشر او د قلم او تورې خاوند حضرت خوشحال بابا (رح) وائی:

چې په روی به يې بخښل شی پاک  ناپاک

بل څوک نه دے يو صاحب دے د لولاک

ذوالــفقـــار يــــې اژدهــــــــا وه دوه يـې ژبـــې

چــــې د دين مخـــالفــان يــــې وو خـــــــوراک

د خېبر په کـوټ يې هــسې زور ښکـاره کـړ

چـــــــــــې لــــه بيـــــخــــه يـــــــې راونـــړوۀ پــــاک

         

( کليات حمزه شينواری او کليات خوشحال خان خټک)

                                                                                  ((مترجم))


 (1) سورۀ بقره ٣٧ ايت

(٢) عن سعيد بن جبير، عن عبدالله بن عباس، قال: سئل النبی (ص) عن الکتاب التی تلقی آدم من ربه فتاب عليه، قال: سأله بحق محمد وعلی و فاطمه و الحسن والحسين الا تبت علیّ فتاب عليه.

   مناقب علی بن ابی طالب لابن المغازلی، ٦٣ مخ، ينابيع الموده ٩٧ مخ

(3) عن ابن عباس (رض) عن النبی صلی الله عليه وآله  (( لما امرالله ادم بالخروج من الجنه رفع طرفه نحو السماء فرای خمسه أشباح علی يمين العرش فقال: الهی خلقت خلقاً من قبلی؟ فأوحی الله اليه أما تنظر الی هذه الشباح؟ قال: بلی، قال: هؤلاء الصفوه من نوری اشتفقت اسماء هم من اسمی: فاناالله المحمود و هذا محمد (ص) و اناالعالی و هذا علی (ع) و اناالفاطر و هذا فاطمه (ع) و انا المحسن و هذا حسن (ع) ولی الاسماء الحسنی و هذا الحسين (ع) فقال آدم: فبحقهم اغفرلی، فاوحی الله اليه قد غفرت و هی الکلمات التی قال الله تعالی ((فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ...)) احقاق الحق ٩ ټوک ١٠٤ مخ ، ينابيع الموده ٩٧ مخ د دا ډول نور حديثونه هم راغلی دی.