اهلبېت (ع) د خداے پاک رسۍ

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ (1)

او ټول د خداے پاک په رسۍ باندې منګولې ښخې كړئ او بيلېږئ مه"

مسلمان امت پكار دى يو امت وى په دې معنا چې پكار دى ټول د اسلام په صحيح لاره باندې تګ وكړى او هغه څه چـې اسلام وائى هغه شان فـــــكر او عمـــل دې وكړى. دا يـــو داسې مطلب دے چې د ټولو اسلامى فرقو پرې اتفاق دے خومشكل كارد صحيح لارې پيژنګلو ده, او مشكل كار د اسلام صحيح پوهه لرل دى. د خداے پاک په رسۍ باندې منګولې لګول د اسلام صحيح پوهه ده خو صحيح پوهه به څوک مسلمان امت ته وركوی؟

 په مسلمه توګه هغه كسان دى چې د صراط مستقيم ,حق او حقيقت په لور لارښوونكى, سلم, د امان لاره او د قران په شان (ناطق قران او له ثقلينو څخه) دی.چې هغوى هماغه د خداے د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت (ع) دى.

په ځينو حديثونو كې چې د ثقلين په هكله راغلى دى قرآن مجيد پكې د "حبل الله" په توګه ياد شوے دے او اهلبېت (ع) د قران مجيد برابر دى او له دې امله د خداے پاک رسۍ هم ده, ځکه چې له احاديثو او رواياتو نه هم دا خبره څرګنده ده.

سعيد بن جبير (رض) له ابن عباس (رض) نه نقل كړى دى چې وې ويل: د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت كې وو يو اعرابى كس راننوتو او له رسول اكرم (ص) نه يې پوښتنه وكړه چې په "وعتصموا بحبل الله" كې حبـل الله (د خداے رسۍ) څه څيز دے چې پكار دى منګولې پرې ښخې كړو؟

د خداے ګران رسول (ص) خپل لاس مبارك په حضرت على (ع) باندې كېښود او وې فرمايل: "پـه دۀ بانــدې منګولــې ولـګوئ

چې دا د خدے پاک مضبوطه رسۍ ده".(2)

له حضرت امام محمد باقر (ع) نه روايت دے چې د "وعتصموا..."ايت مبارك په تفسير كې يې وفرمايل: "مونږ (اهلبېت) د خداے پاک رسۍ يو" (3) ((د ځينو سنی کتابونو نومونه چې مطلب پکښې بيان شوے دے: تفسير ثعلبی، صواعق محرقه ٩٠ مخ، نورالابصار ١٠١ مخ ـ مترجم))

حضرت شافعى (رح) د واعتصموا په تفسير كې داسې شعرونه ويلى دى:

ولمـا رايت النـاس قد ذهب بهــــــــم                مذاهبـهم فى ابحر الغسى والجهل

ركبت على اسم الله فى سفن النجا                 وهم اهلبيت المصطفىخاتم الرسل

و امسكت حبل الله و هو ولاء هــــم                 كمـا قــد امــــرنــــا بالتمسك بالحبل


(1) سورۀ آل عمران ١٠٣ ايت

2) و اخرج صاحب كتاب المناقب عن سعيد بن جبيره, عن ابن عباس(رض) قال: كنا عندالنبى (ص) اذ جاء اعرابى فقال: يا رسول الله (ص) سمعتك تقول" وعتصموا بحبل الله فما حبل الله الذى نعبصم به؟ فضرب النبى (ص) يده فى يد على و قال: "تمسكوا بهذا هو حبل الله المتين" احقاق الحق ٣ ټوک ص ٥٤٠   دا حديث په تفصيل سره له جمال الدين بن احمد الحنفى الموصلى چې په ابن حسنويه باندې مشهور دے په بحرالمناقب كې په ٦٣ مخ باندې نقل شوے دے.

(3) شواهد التنزيل ١ ټوک ١٣١ مخ روايت ١٨٠ ... عن جعفربن محمد (ع) فى قوله: واعتصموا بحبل الله... قال: نحن حبل الله. ينابيع الموده, ٢٧٤ مخ- احقاق الحق, ١٤ ټوک, ٣٨٤-٣٨٦ مخونه او ٣ ټوک, ٥٣٩- ٥٤٠ مخونه او ١٨ ټوک, ٥٣٥ او ٥٤١ مخونه.