اهلبېت (ع) مينځنے اُمت

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ (1)" او مونږ تاسو مينځنے امت (ډله) وګرځولئ د دې لپاره چې په خلكو باندې ګواهان او حجت وسئ"

    ابان بن عياش له سليم بن قيس نه نقل كړى دى چې وائى: اميرالمومنين على(ع)وفرمايل:"

 په تحقيق سره په"لتكونوا شهداء على الناس" ايت كې  د خداے پاک مراد مونږه (اهلبېت) يو نو بس د خداے ګران  رسول (ص) په مونږه ګواه دے او مونږ په خلکو باندې ګواه اوځمكه د خداے پاک حجت يو او مونږ هغه كسان يو چې خداے پاک يې په باره كې فرمائى:

وكذلك جعلناكم امـﺓً وسطاً..." (2)


 (1) سورهْ بقره ١٤٣ ايت

(2) عن ابان بن عياش عن سليم بن قيس عن على (ع) قال: "ان الله ايانا عنى بقوله تعالى: لتكونوا شهداء على الناس, فرسول الله شاهد علينا و نحن شهداء على الناس و حجته فى ارضه ونحن الذين قال الله جل اسمه (فيهم) وكذلك جعلناكم امـﺓً وسطاً..." شواهد التنزيل, ١ټوک ص ٩٢