اهلبېت (ع) صراط مسقيم

اهدِنا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (اے خدايه! مونږ ته نېغه لاره وښې)(١) صراط مسقيم هغه پاكه لاره ده چې د شرک وغيره هيڅ پليدى پكې نيشته, هغه لاره ده چې لارويان يې له بې لاريتوبه خلاص او په معنوى او انسانى توكگه پرې تكگ كـوى, هغه لاره چې فقـط د خداے د بندګۍ لاره ده او دغه لاره د خداے پاک د ګران رسول (ص) اهلبېت (ع) دى چې د قران عدل او برابر دى او د تطهير ايت مبارك د هغوى په شان كې نازل شوے دے, هغه اهلبېت (ع) چې د قران مجيد د وضاحت مطابق پليدى هغوى ته لاره نشى موندلې او له هر رجس نه پاک او منزه دى.

له ابن بريده او ابن عباس رضی الله تعالی عنهم  نه روايت دے چې له صراط مستقيم نه مراد د خداے ګران رسول (ص) او د هغۀ اهلبېت (ع) دى (٢)   له جابر بن عبدالله انصاری (رض) نه روايت نقل شوے دے چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: " خداے پاک على (ع), د هغۀ ميرمن او د هغۀ بچى په مخلوقاتو باندې خپل حجت وګرځول او هغوى زما په امت كې د علم دروازې دى, او هرڅوک چې د دوى په وسيله هدايت شى نو په صراط مستقيم باندې هدايت شوى دى(٣)

حضرت امام محمد باقر (ع) فرمائى:نحن الطريق الواضح و الصراط المستقيم الي الله... (4) " مونږه د خداے پاک په لورى روښانه لار او صراط مستقيم يو..." د دې مطلب په تائيد کښې نور ډېر حديثونه هم راغلی دی.


(١) سورۀ حمد٦ايت,

 (٢) (٣) شواهد التنزيل ١ټوک ٥٧-٥٨ مخونه.عن بريده ـ Öفي قول الله:"اهدناالصراط المستقيم" قال: صراط محمد و آله.كتاب ارجح المطالب ـ الشيخ عبيدالله الحنفى, ٥٨, ٣١٩. غايـﺓ المرام كتاب د دې په باره كې چې صراط مستقيم حضرت محمد (ص) او د هغه آل دى له سنى لارې درې او له شيعه لارې ٢٤ حديثونه نقل كړى دى ٢٤٦,٢٤٧ مخونه

(4) احقاق الحق, ١٣ ټوک ٨٣ مخ په نقل د فرائدالسمطين (ليك علامه شيخ ابراهيم بن محمد بن ابى ابكر بن حمويه الحموينى, وفات ٧٢٢ كال)