اهلبېت (ع) خلک حق ته هدايت كوى

وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ (١) "او له هغو كسانو څخه چې مو پېدا كړل يو امت (ډله) داسې دے چې د حق په لور دعوت كوى (او په حق سره) عدل او انصاف كوى"

 په تفسير فهم القرآن کښې راغلی دی چې حضرت امام جعفر صادق (ع) د وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ... ايت مبارک په تفسير کښې فرمائی: دا ايت مبارک د آل محمد (ص) او اهلبېتو(ع) په شان کښې نازل شوے دے چې خلک د حق په لور لارښوونه او هدايت کوی په داسې حال کښې چې خلک ترې سر غړونه کوی.

له حضرت ابن عباس نه نقل شوی دی چې د خداے پاک د دې کلام وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ... په وضاحت کښې يې وويل: يعنې خلق مو کړو د حضرت محمد(ص) امت او له هغو څخه مو علی بن ابی طالب (ع) چې خلک د حق په لور هدايت کوی (١)

سيد قطب د امت په توصيف كې وائى: " دا امت په خپله په حق ثابت دے او په هر وخت او هره موقع په حـق باندې  عامـل دے او په ځمكه باندې د خداے د امانت ساتونكے دے."(2)

    دا مسلمه خبره ده چې مقصد ترې مطلق امت نه دے, ځكه چې ټول امت چې پكښې ټول مسلمانان شامل دى هغه خصوصيات نه لرى چې پاس سيد قطب بيان كړى دى. (چې انكارترې نه شى کېدې) پكار دى يو كس يا يو شمير خاص كسان وى چې په ځمكه باندې په  حق عامل او د الهى امانت ساتونكى وى او مناسبه دا وه چې سيد قطب د داسې يو امت مصداق او نمونه کس يا کسان بيان كړې وې.

      فخرالدين رازى په خپل تفسير كې دا حديث بيان كړے دے چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:ان من امتي قوما علي الحق حتي ينزل عيسي بن مريم (3)"په تحقيق سره زما له امت څخه يوه ډله په حق باندې ده او د حق لور ته هدايت كوى تر هغه وخته چې حضرت عيسى بن مريم (ع) له اسمانه نازل شى"

دا حديث امت يوه خاصه ډله ښئ چې په حق باندې ده او دا هغه كسان دى چې كه خلكو په هغوى منګولې ولګولې او د هغوى افكار او اعمال يې خپل كړل نو چرې به بې لارې نه شى لكه څنګه چې د ثقلين په حديث كې بيان شوى دى.


(١) سورهْ اعراف ١٨١ ايت (٢) شواهد التنزيل ١ ټوک ٢٠٤ مخ عن ابن عباس فى قوله-عزوجل-وممن خلقنا امـﺓ… قال:يعنىمن امـﺓ محمد"امـﺓ" يعنى على بن ابى طالب,"يهدون بالحق" يعنى يدعون بعدك يا محمد الىالحق "ويعدلون" فى خلافـﺓ بعدك…د غايـﺓ المرام په ٤٢٧- ٤٢٨ مخونو کښې په دې هكله دوه سنى حديثنونه او دولس شيعه حديثونه نقل شوى دى.

(2) تفسيرفى ظلا القران٣ټوک ١٢٠ مخ 

(3) تفسير رازى ١٥ ټوک ٧٢  مخ