لقمان حکيم يو تور پوستی مريه ؤ چې سوډان کې زيږيدلی ؤ که څه هم د هغه پوستکی تور ؤ خو زړه يې روښان سپين ، فکر يې خلاص او ايمان يې کلک ؤ ، لقمان يو امين سړی ؤ ، له حرامو به يې سترګې پټولې چټي او سپکې خبرې به يې نه کولې پاک لمنی ؤ او هيڅ کله يې ځان په ګناه نه ککړ اوه ، په اوزګار وخت کې به يې د خدای تعالی او پنځون په باب تفکر کاوه او د څوند روزګار يې ګنډل (درزی توب) او ترکاڼی وه، د خپلې پاکۍ او زهد په وجه ورته پاک رب حکمت ورکړی ؤ او ځنې کسان وايي چې له خلکو سره دښه سلوک له امله د پيغمبرۍ په مقام غوره شوی ؤ .
دحضرت لقمان په ژوند کې تر ټولو مهم هغه نصيحتونه او پندونه دي چې خپل بچي ته يې کړي او د قرآن کريم په لقمان سورت کې ورته نغوته شوې ده، البته مؤر خانو او کيسه ويونکو د هغه د ژوند په هکله ډېر څه ويلي دي.
حضرت لقمان به هڅه کوله په بېلا بېلو وختونو کې خلک او خپلو بچو ته نصيحتونه وکړي ، ده به خپل زوي ناتان ته سپارښتنه کوله چې تل د خدای شکر وباسي او له خدای تعالی سره ساري و نه ټاکي ، ځکه چې شرک لويه ګناه ده،؟څذحۀطظًٌَُُِ ٍثډډْء؟ حضرت لقمان خپل بخي ته وايې : ای زويه ! ستا عمل که ديوې ذرې هومره وي او په غار کې دننه دی کړی وي يا په آسمانونو او ځمکې کې ، د خدای له نظره پټ نه پاتې کيږي .
ای زويه ! لمونځ کوه، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د سختيو په وړاندې دريږه.
ای بچيه! په خلکو لويي مه خرڅوه او غاوره کيږه مه .
ای زويه! په لاره ورو ورو ځه او غږ دې دومره مه اوچتوه چې چغه ترې جوړه شي.
ای زويه ! له پوهانو سره ناسته پاسته کوه او ورسره بحثونه کوه.
زړګيه! له دنيا نصيحت زده کړه او له دنيا دومره مخ مه اړوه چې د نورو ډوډۍ خورشې خو دومره هم په دنيا پورې زړه مه تړه چې اخرت ته دی تاوان ورسوي.
ای زويه ! په ورځې او شپې کې يو وخت د علم زده کړې ته بېل کړه.
ای بچيه! له ظالم سره سفر او ملګرتيا مه کوه، له فاسق سره دوستي مه کوه او له تورن سره ملګرتيا ، زويه زر ملګري چو کړه ځکه چې زر دوستان هم کم وي او يو دښمن جوړوه ځکه چې يو ميرڅمن هم زيات دی .
زړګيه! دين دونې په شان دی ، پر هدای ايمان هغو اوبو ته ورته دی چې دا ونه زرغونوي، لمونځ د دی ونې جرړه ده زکات يې تنه ، د هدای په لره کې دوستي يې څانګې ، ښه اخلاق يې پاڼې او له حرامه ډډه کول يې ميوه ده، لکه څنګه چې يوه ونه په ښې ميوې سره بشپړيږي دين هم له حرامو په غړيدلو سره پوره کيږي.
له امام صادق څخه پوښتنه وشوه چې خدای تعالی لقمان ته کوم حکمت ورکړی ؤ چې په قرآن کې يې ذکر شوی دی؟
امام صادق و فرمايل: په خدای قسم هغه نعمت چې لقمان ته ورکړل شوی ؤ نه مال ؤ ، نه نسب ؤ ، نه صورت ؤ او نه ښکلا بلکې هغه يو داسې کس ؤ چې د خدای په چارو کې کلک ، د رب په لاره کې پاک ، غلی ، دروند، ځيرک ، پوښيار او نوروته نصيحت کوونکی.
د ورځې به نه وده کيده او هيچا هغه د اودس ماتی او غسل پر وخت نه ؤ ليدلی ځکه چې ځان به يې ډېر ساته.
د ګناه له ويرې به يې هيڅکله نه خندل، غوسه کيده نه ، ټوکې يې نه کولې، خدای ډېره اولاده درکړه ټول تچي له هغه مخکې مړه شول خو په يوه يې هم ونه ژړل.
کله چې په دوو داسې کسانو تيريده چې جګره به يې لرله ده به پخلا کول، يوه ورځ يې د پرښتو غږ واوريد چې وايې ! ای لقمانه غواړی چې د خدای تعالی له لورې په ځمکه کې قضاوت وکړکې.
لقمان وويل: که خدای تعالی امر کړی وي د هغه حکم ته غاړه ږدم ځکه چې هغه به له ماسره مرسته کوي او له تيروتنې مې ژغوري او که خبره زما په خوښه وي او په انتخاب کې ازاد يم نو سلامتيا مې خوښخه ده.
لقمان وويل: د خلکو تر مينځ قضاوت د دنيا لپاره ډېرې سختې لري او ډېر مصيبوتونه په ځان پسې لري او له هرې خوا قلم انسان ته مخه کوي.
قاضی په دوو لارو کې ګير وي که په حقه فيصله وکړي نو ښه ده چې پاتې شي او وژغورل شي خو که غلطي وکړي جنت لاره له لاسه ورکوي ، څوک خې په دنيا کې خوار او کمزوری وي د آخرت چارې يې اسانې وي تر دې چې په دنيا کې مقام ولري.
څوک چې دنيا پر آخرت غوره وګڼې دواړه له لاسه ورکوي، دنيا يې له لاسه ځي او جنت ته رسيږي نه.
پرښتو د لقمان په پوهې حيرانتيا وښوده ، سهار چې لقمان له خوبه پاڅېد زړه يې په حکمت خړوب ؤ خو قضاوت خدای تعالی داود ته ورکړ.
ځنې مفسران وايي چې لقمان پيغمبر ؤ او ځنې وايې چې نه حکيم ؤ ، البته په دې کې چې هغه تک تور او بدرنګ ؤ او پريړې شونډې يې لرلې شک نشته.
پو چا ورنه وپوښتل ايا تاله موږ سره يو ځای ګډې نه څرولې نو څنګه دې مقام ته ورسيدې؟
لقمان ورته وويل: خدای مې وپيژاند ، امانت مې وساته رښتيا مې ويل او له بې فايدې خبرو مې ځان ساته ، ځنې کسان وايي چې لقمان د حضرت ايوب خوريی و او ځني کسان وايي چې د ترور زوی يې و.