د مصر باچا داسې خوب وليد چې د غمونو او چورتونو په سيند ،يې لاهو کړ، د هيواد پوهان ،عالمان او تعبير وونکي يې راوغوښتل ا خوب يې ورته بيان کړ.
د مصر واکمن وويل: خوب مې ليدلی چې اووه ډنګرې غواوې اووه څربې غواګانې خوري او اووو (7) وچو وزو اووه (7) شنه وږي له منځه يوړل ، او په هغو لاس بري شول.
د مصر باچا له کاهنانو او عالمانو وغوښتل چې د خوب په تعبير وروښيئ.
د مصر ټول پوهان او څيړاندي د خوب په تعبير کې پاتې راغلل او ويې ويل : دا وهمي او چټي خوب و زموږ په خيال کومه شيطاني وسوسه ده او موږ خو د دې په تعبير نه پوهيږو.
هو دغه خوب يو هيرجن راويښ کړ او په مزو کې يو ډوب ساقي يې را پاڅوه، د هغه د ذهن په پرده تېر وختونه واوړيدل د خوب د تعبير يې چې واورېدل يوسف ورياد شو، هغه سړی ورسترګو ته شو چې د ده د خوب سم تعبير يې ورښودلی د او د همدغه وښتيني تعبير په برکت په چړچو اخته و، ساقي باچا ته ورغی ويې ويل : باچا سلامت ! په بند کې يو سړی دی چې فکر يې سم او خبره يې رښتيا ده، د خپل عقل په رڼا په غيبې خبرو پوهيږي او په خپل ځيرک تدبير سره د چارې جرړې ته رسي، کله چې ورته څوک خوب واوروي فکر او غور پرې کوي ، شنني يې، او له ډېر غور او څيړنې وروسته سم تعبير ښيی، ما بند ته وروليړه چې د خوب سم تعبير درته راوړم.
ساقي د يوسف بند ته ورغی او وې ليدل چې هغه اوس هم د پخوا په شان متواضع او په امر بالمعروف لګيادی، ساقي يوسف ته وويل:
«ای د رښتيا وو څښتنه ! په يو کار پسې راغلي يم، هيله لرم که ويې کړې له بنده به خلاص شې او د سختيو روځې به دې لنډې شي، د دې خوب په باب څه وايې.»
څربوغواګانو اووه ډنګرې غواوې وخوړې او اووو وچو وږو اووه شنه وږي ونغرل.
هيله لرم هغه انديښنې او ګډې وډې وسوسې چې خلکو ته له دې خوبه پيدا شوې لرې کړې او ولس ستا له لارښوونو او علمه برخمن شي.
يوسف د خوب تعبير ښيي:
د يوسف دنده يوازې د خوبونو تعبير ول نه و ، هغه يو سمون پالی پيغمبر و چې د خلکو د دنيا او اخرت د سمونې او ﻻرښوونې لپاره ګومارل شوی و ، نو کله به چې يوسف ته موقع ﻻس ورتلله چې تبليغ او ﻻرښودنه وکړی شي سملاسي به يې له هغه فرصته استفاده کوله او خپل پيغام به يې رساوه ،نن چې د مصر باچا له يوسفه د خوب تعبير غوښتی يوسف يې له تعبيره خبر خو خپله اصلي دنده يې هم نه ده هېره ،د خوب تعبير له خپلو عقيدو سره اخښي او وايي:
راتلونکي اووه کاله به ډېر ښيرازه او اباد وي، بڼونه به ژوند به مو ډير ښه او هساوي او اووه کاله به راحت او په نعمتونو کې ژوند کوئ، بيا به اووه سخت کلونه پيل شي، ستاسو ارمانونه به نه پوره کيږي، وريځې به بې بارانه اوړي راوړي، خو پړقا به يې نه وي (نيل) به په خپلې وعدې وفا نه کوي.
ځمکه به لټ په لټ اړوئ خو څه به پکې نه مومئ، پټي به د وږي د خيټې په شان تش وي، د اغلو به درک نه وي، په لوږې سوکړې، بوږنوونکې وچکالۍ او سترې بلا به اخنه يئ.
اووه کاله پس به بيا روزګار او وخت ستاسو په ګټه شي بخت به مخ در واړوي، د ژوند ستونزې به مو اوارې شي، وخت به درته وخاندي، له سختۍ به وژغورل شئ او ټولنيز فسادونه به پريږدئ، ځمکه به اوربشې ، غنم دربخښی، د غوړو ، زيتونو او کونځلو دانې به زرغونيږي، ترکارۍ به پخوئ او مزې به کوئ.
دا دی ستاسو د خوب تعبير او هغه څه چې زما په زړه راوځليدل او پاک پروردګار ورباندې پوه کړم، څه چې ما وويل خامخا به کيږي ، د دې چاېه دا ده چې د پريمانتيا او ښيرازۍ په کلونو کې غنم جوار ، اوربشې او نور فصل له وږو (خوشو) سره وشو کوئ په کورونو ګودامونو خمبو او کندوانو کې يې زيرمه کړئ چې روغ پاتې شي، په سپما او بچت سره به يې استعمالوئ چې د راتلونکو کلونو لپاره پاتې شي او د سوکړې او قحطۍ په اووه کلونو کې ترې استفاره وکړئ، کله چې باچا د خوب دا تعبير واورېد پوه شو چې د دې تعبير او نصيحت څښتن عام کس نه دی، نافذ او رسېدلی فکر لري او د اسماني افکارو بوی ترې راځي،نو يوسفيې راوغوښت چې ويې ازمايي له حاله يې خبر شي او له علم او پوهې يې ګټه پورته کړي.
د باچا استازی حضرت يوسف ته ورغی او ويې ويل : باچا ته دربار ته غوښتی يې ، ستا له تدبير او سپارښتنو د حکمت رڼا راځي، هيله ده چې ستا ځلاندې ورځې پيل او د بدمرغۍ ورځې لنډې شي.
خو يوسف د عزتمن رب ستر پيغمبر دی، د هغه خدای هغه ته ښودلي دي چې حليم او متواضع دي ، يوسف د استازی په خبرو کې رانغی، راښتيا يوسف له بند او زولنو ازادۍ ته ځومره اړمن دی، مودې مودې وشوې چې هغه د تيارو په وحشت کې شپې سبا کوي، هغه د کلونو کلونو کاوونه ګاللي، ځلانده لمر، د سپوږمی زرينې پلوشې دستوريو پټ پټوني ،شنه پټي او زړه وړونکي بڼونه يې نه دي ليدلې، بلکی ښايي د زندان په سختو ګړيو کې يې کلونه يې تر کارۍ وچه ډوډۍ خوړلې وي او بې له ککړو اوبو يې بل څه نه وي څښلي، شايد د يوسف پښې يوه شيبه هم له زولنو نه وي خلاصې شوې او لاسونه يې له کړيو نه وي ازاد شوي، شايد هغو شپو چې شګې يې بستره خښته يې بالښت او درد يې کټ و ډېر ځورو لی وي، خو يوسف دغه ځورونې د خپل عصمت ، ايمان او پاکۍ په بيه په ځان او روح کې يې پاکې پاک لمني او سپيڅلتيا تغښتې ده.
داسې يوسف به خوشي کيدا ته څومره اړمن وي او څومره ارماني او هيله من دی چې وبخښل شي هو، سره له دې چې يوسف دا ټولې ستونزې او سختې ګاللې او ازادۍ ته اړمن دی، د باچا استازی ته يې وويل: باچا ته ورشه او ورځنې وغواړه چې د هغو ښځو چې لاسونه يې غوڅ کړل او زه يې په ناحقه بند ته واچولم کار وڅيړي، خبره سپينه کړي چې زنا برخليک له بنده تر واتلو مخکې څرګند شي او خلکو ته زما بې ګناهي او حقانيت ثابت شي.
د مصر باچا پام يوسف ته واړوه او د ذهن په پرده يې د هغه زړه کيسه وچليده، د مصر باچا د يوسف په باب دا خيال د چې دا يو بې باوره ځوان دی خو اوس يې چې علم او پوهې ته اړمن و نوبله چاره يې نه درلوده مګر دا چې له حقيقي کيسې يې خبر شي او پټې خبرې ښکاره شي.
باچا مصرۍ ښځې راوغوښتې او ورته ويې ويل: ولې مو په يوسف ناروا تومت ولګاوه او يو بې ګناه مو تور کړ؟
مصر يو ښځو وليدل چې د تيښتې لار نشته او بې له دې چې حقايق روښانه کړي چاره نه لري نو په ډاګه او زغرده يې وويل: موږ خدای ته پناه وړوله يوسفه مو هيڅ بد نه دي ليدلې هغه خو يو پاک سپيڅلی او پاک لمن کس دي ، لمنه يې له ګناه پاکه ده او ستا په ناموس يې هيڅکله د تيري فکر نه دی کړی. زليخا چې له کيسې يې کلونه تېر شوی وو له ځان سره وويل: اوس به نو حقيقت ښکاره شي وې زه په يوسف مينه شوم زما په زړه کې د هغه د عشق ډيره بله شوه ، ما د هغه د ښکيلولو لپاره هر څه وکړل خو هغه مې په لومه کې رانغی يوسف زما د ميړه د ناموس ساتندوی دی.
زه په ډاګه وايم يوسف تر ټولو سپيڅلی دی کوم زحمتونه او کړاوونه چې يوسف په بند کې وګالل ټول يې بيګناه وزغمل دا زه وم چې هغه مې بې ګناه جيل ته واچوه او په دردوونکی عذاب مې اخته کړ ، اوس چې رښتيا ټولو ته ښکاره شول زه د باچا او ټولو درباريانو په مخکې ډاډکيږم او يوسف دې هم خبر شي چېما تر اوسه هغه په بدونه دی تورن کړی په هغه مې تور نه دی لګولی او تر دې ګړۍ مې د هغه لمنه نه ده داغي کړې.
ما مخکې هم د مصر ښځو ته ويلي وو چې يوسف مې ځانته وباله خو هغه ډډه وکړه دا اعتراف ځکه کوم چې يوسف پوه شي، ما د هغه په نيشتوالي کې خيانت نه دی کړی او خدای تعالی د خاينانو مکر شنډوي.
د زليخااعتراف يوسف له جرمه بري کړ ، د هغه پاک لمني يې پخه کړه او د ساقي د خبرو سپيناوی يې وکړ چې تواضع يې لا ورښايسته کړی ده (د زليخا شهادت د ساقي خبرې د باچا د خوب تعبير او د يوسف حکمت او پوهه هغه عوامل وو چې د باچا په سترګو کې يې د يوسف حقيقي شخصيت انځور کړ ، او د مصر باچا ورسره ډېره مينه پيدا کړه ، يوسف د مصر دربار ته لاړ، له باچا سره يې خبرې وکړې او باچا ته د عقل او پوهې له اړخه ډېر پوخ او رسيدلی ښکاره شو.
د مصر باچا يوسف ته وويل: ای يوسفه ! ستا دا غوره اخلاق، نيکه نامه ، ځلانده مخينه (سابقه) ،ستا د پوهې او علمه خړوبې خبرې، او رسيدلی عقل او ټول هغه څيزونه دي چې موږ ته ستا ارزښت او مقام رابريښوي نو له دې وروسته زما د حکومت امين يې، زما د خزانې وزير شوې او هڅه کوه چې اصلاحات او سمون راولې، زه په تا پوره باور لرم هر څه چې کوې او هر حکم چې ورکوې ازاد يې.
يوسف پوهېده چې د مصر خلک د هوساينې او همدا راز د بدمرغۍ او بلاګانون پړاوونه په وړاندې لري، د نيل اوبه يو څو کاله څپر وهي، او خلک به خړوبوي خو بيا به له ولسه مخ واړوي نو څو کاله به وچ وي نو هد څوک چې د اقتصادي چارو واګې په لاس کې اخلي او د هغوي په چارو غورکوي بايد مالي امور و خزانه يې په لاس کې وي، ځکه چې مال او پيسې د ملتونو د مرۍ رګ او د ژوند اردی.
يوسف وپتيله چې هغه څه په لاس واخلي چې ولس پرې له بدبختۍ ژغورلی او نيکمرغۍ ته رسولی شي او د دې قوم بيړۍ ساحل ته ورسوي نو باچا ته يې وويل که ته غواړې ماته کوم مقام او مسوليت راکړې چې ددغو خلکو اقتصادي چاری په غاړه واخلم او تاته هم د حساب کتاب په وخت مختورن نه شم بايد د هيواد خزانې زما په لاس راکړې چې په سمه طريقه سره په راتلونکو کلونو کې اقتصادي چارې وچلوم.
حضرت يوسف په مصر کې د خزانې وزير شو په لومړيو اووکلونو کې يې مالونه او خوراکي مواد زيرمه کړل په لومړيو اوو کلونو کې نيل ښې اوبه ورکړې ، ځمکې ښه غله او فصل وکړ خواړه زيات شول، هر څه ډېر تېر وو، خلک خوشحاله او هو ساوو او د خدای لوريينې پريمانه وې.
يوسف چې هوښيار واکمن او ځيرک چارواکی و د غنمو د ګودامونو د جوړولو حکم يې ورکړ، لويې لويې زيرمې او ګودامونه يې جوړ کړل ، انبارونه او خمبې يې له غلو ډکې کړې چې راتلونکو اوو کلونو کې خلک له ستونزې او کاخنۍ سره لاس وګريوان نه شي او بيا د وچکالۍ اووه کلونه راورسيدل، که څه هم اسمان اوبه بندې کړې د نيل پوره پوره خواړه رسيدل.
اوبه وچې شوې او سوکړې وطن په سر راوخيست خو په خلکو کې هيڅ بدلون رانغی، تاوان ونه رسيد، د خلکو هډونه کمزوري او وزنونه کم نه شول ، يوسف د غلو د زير مو خولې پرانستې او هر چاتهد مصر سوکړه او کاختی د خواوشاو ښارونو ته هم وغځيده او د يعقوب پيغمبر او د هغه د زوزات ( اسباط) ټاټوبي ته هم ورسېده ، د يوسف نامه په مصرکې وځلېده او وړانګې يې د مصر نورو سيمو ته هم ورسېدي، په خلکو کې مشهوره شوه چې په مصر کې يو هوښيار او زيرک وزيې دی چې ستره اروا لري او د کاختۍ او وچکالۍ بلا يې را پرزولې ده، دا وزير په نياو سوه غنم جوار ويشي، په عدل سره د خلکو اړنياوې پوره کوي او خپل پردي يا دا اولس او هغه ولس ورته فرق نه کوي.
يعقوب خپلو بچيوته وويل : ای زما د سترګو تورو ! وچکالۍ ځپلی يو، او نزدې ده چې کاختي مو ژوند واخلي زر زر د سفر توښې او اوښان تيار کړئ او د مصر دنيا ومن وزير په لور چې نامه يې د خلکو په خولې ده او په لارو کوڅو کې مشهور دی درشئ خو کشر ورور بنيامين مو له ماسره پريږدئ چې زړه مې پرې ډاډه وي تر څو تاسو راستانه شئ، ځئ خدای مو مل شه.
يوسف ته دربان خبر راوړ چې د وره په خولې کې لس کسه ولاړ وي، يو بل ته ډېر ورته وي، له مخونو يې دښسګړې رڼا ځليږي، پريشان او د بل وطن ښکاري، زه يې له خبرو او ګړدو ده پوه شوم چې له ډېر لرې راغلي دي اوس په وره کې ولاړ دي ستا پوښتنه کوي چې خبرې درسره وکړي، يوسف د ننوتلو اجازت ورکړ او دغه لس کسه ورننوتل، ناڅا په يوسف وليدل چې دغه لس کسه دهغه وروڼه اود پلار زامن دي ، د وخت ټپال يې ښايست نه دی بدل کړی او زمانې يې نښې نه دي ورانې کړي، دا د يوسف هماغه وروڼه دي چې د يوسف د وژلو او په کوهي کې د غورځولو فيصله يې وکړه او د يوسف او پلار په منځ کې يې د بېلتانه ديوالونه ودرول، يوسف وروڼه وپيژندل خو وروڼو هغه ونه پيژاند، د وروڼو له خبرو پوه شو چې نه يې پيژني، هو هغوی خو يوسف کوهی ته غورځولی و، ښايي په کوهی کې مړ شوی وي يا چاله ځان سرهبولی او خرڅ کړی وي، دا دومره وسمن وزير يوسف څنګه کيدی شي.
يوسف پوه او عاقل دی په فکر کې اصيل او لر فکری دی ځان يې ور ونه پيژاند بلکې هڅه يې وکړه د هغوی له احواله خبر شي، د خپل پلار او بنيامين له حالته ځان خبر کړي خو دا هر څه بايد په ډېرې ځيرتيا او استاذۍ سره وشي چې هغوی پرې پوه نه شي.
يوسف خپل وروڼه ميلمانه کړل او ښه ميلمستيا يې ورکړه بيا يې يوه ورځ راوغوښتل او ورته يې وويل: زه ستاسو درناوی کوم خو يو څو پوښتنې درنه لرم زه تاسونه پيژنم او مشکوک يم درباندې نو ځان به راونه پيژنئ.
د يعقوب بچيو وويل: ای وزيره موږ دولس وروڼه او د خدای تعالی د استازی او پيغمبر زامن يو، د هدای تعالی د نازولی استازی دغو زامنو تاته سترګې نيولې او تاته هيله من دي، يوولسم ورور مو له پلار سره پاتې دی چې ساتنه يې وکړي او د ژوند چارې وچلوي دولسم ورور مو په وړو کوالي کې ورک شوی دی ، پته نشته مړ دی که چيرته په دښتو غرونو کې لالهانده، دا زموږ ټول حال و احوال دی.
يوسف وويل : کيدی شي تاسو رښتيا وايې خو بې دليله خبرې ارزښت نه لري او باور پرې نه شي کيدی تاسو بايد د خپلو خبرو لپاره دليل او شاهد راوړئ چې زه ډاډمن شم.
وروڼو يې وويل: موږ خو دلته پرديسيان يو ، له کور کلي لرې يو ، خپل خپلوان هم نه لرو چې ګواهي ورکړي ته يوه داسې لاره را وښيه چې ممکنه وي او موږ خپله ادعا ثابته کړی شو.
يوسف ورته وويل: سمه ده زه تاسو پريږدم او غلې هم ښې زياتې درکوم خو شرط شې دا دي چې بل ځل راځئ هغه ورور هم له ځانه سره راولئ چې له پلار سره مو پريښی دی چې هغه ستاسو خيره تصديق کړي که داسې مو وکړل بل ځل به لا ډېرې غلې درکړم او که ومونه کړل بيا نو د غنمو نوم مه اخلئ او ماته هم مه راځئ.
وروڼو يې وويل : موږ ته نه ښکاري چې پلار به مو راسره بل ورور راپريږدي او د هغه په بيلتون وغواړو چې راپرې يې ږدي.
د يوسف وروڼه له مصره ووتل خو د مصر د وزير خواږه يادونه اومزيدار خواړه يې له سترګو او ذهنه نه وتل ، يعقوب د زامنو له احواله خبر شو زامنو يې وويل : بابا جانه موږ ډېر لوی کس وليد ، ډېر زيرک وزير و زموږ له سترتوبه خبر شو ډېره توده ميلمستيا يې راکړه ، پريمانه غنم يې راولورول خو يو شرط يې راباندې کيښود ، هغه وويل: نور غنم به تر هغې نه درکوم تر څو موبل ورور (بنيامين) له ځانه سره رانه ولئ چې زموږ د خبرو سپيناوی او پخلی وکړي هغه په موږ مشکوک شوی و او د دې شک د لرې کولو لپاره يې دا شرط لګولی دی.
زموږ غله خوبه ډېره زر ختمه شي او بيا به غلې ته اړمن شو ، ورور مو راسره وليږه چې د مصر له عزيزه د غلو په اخستلو کې له موږ سره مرسته وکړي، يعقوب د زامنو د خبرې په ځواب کې وويل: زه له تاسو سره بنيامين نه شم پريښودلی زه د هغه بيلتون نه شم زغملی، ستاسو په خيال لګه څنګه مې چې درباندې د يوسف په هکله باور وکړ او تاسو خيانت وکړ اوس هم غواړئ چې په خبرو مو وغوليږم او بنيامين هم راځنې واخلئ.
د يعقوب زامنو خپلې بوجۍ پرانستې او وې لټولې، ويې ليدل چې د غلې لپاره وړې پيسې يې پکې ايښې دي، نو سمدستېپلار ته ورغلل او کيسه يې ورته وکړه، ويې ويل: پلاره وګوره موږ چې درته د مصر د وزير دومره ستاينې کولې بې ځايه مونه کولې او دا چې وايو بنيامين راسره پريږده تاته دوکه نه درکوو، ورور مو راسره پريږده موږ به په خپل سر د هغه ساتنه کوو، او د خوږ ګوتې نه به يې زيات خيال ساتو.
يعقوب وليدل چې خوړو ته يې اړتيا ډېره ده او زامن يې هم مصر ته په تللو ډېر ټينګار کوي او له وزير سره يې ژمنه هم کړې چې خپل وړوکی وروربه ورولي او د هغه له خبرې هم سر غړاوی نه شي کولی، يعقوب بچيو ته اجازت ورکړ چې بنيامين له ځانه سره بوځئ خو کلکه ژبه يې ترې واخيسته چې همداسې روغ رمټ بهيې راستنوئ! هغوی هم ومنله.
يعقوب پرې بيا بيا د بنيامين د حفاظت ټينګار وکړ او بدرګه يې کړل، زامنو يې د مصر لاره ونيوله او يوسف ته ورسيدل ، يوسف ورور وليد زړه يې پرې وسوزيد، خپل احساسات يې کنټرول او رازنه يې پټ کړل ، يوسف ټول وروڼه دوه دوه ميلمستيا ته وغښتل او په اخر کې بنيامين يوازې پاتې شو، بنيامين په ژړا شو او ويې ويل: که نن مې ورور يوسف وی نو ما به ورسره په يو دسترخوان ډوډۍ خوړ وه، يوسف بنيامين ه ځان سرهپه ډوډۍ کښيناوه، او بيا يې بنيامين ته وويل: زړه دې غواړي چې زه ستا د ورک شوي ورور ځای ونيسم ، بنيامين ورته وويل: څوک به وي هغه خوش قسمته چې ستاسو غوندې ورور ولري خو څه وکړم چې ته له يعقوب او راحيلې نه نه يې پيدا.
يوسف په ژړا شو ورور ته غاړه وت او ويې ويل : زه ستا هماغه ورور يم چې ته يې په لټه کې يې او د هغه لپاره چغې وهې!
ډېرې تودې سړې راباندې تېرې شوې، لومې راته وغوړول شوې ، د وروڼو دوکه مارې څيرې مې وليدلې، هغوی په بلګانو اخته کړم، رنځونه کړاوونه مې وګالل خو د صبر لمنه مې پرې نه ښوده ، زيار مې وويست د زمانې له څپو سره مې ډغرې ووهلې او دې حال ته چې ته مې وينې ورسېدم، خدای تعالی زما سختۍ په نغمت ، بيوزلي پ شتمنۍ او ذلت په عزت بدل کړل، دا خبرې دې وروڼو ته مه کوه او دا راز ترې پټ وساته، د بنيامين روح له پريشانۍ راووت، غم يې لرې شو او په خندا خوشحالۍ له ورور سره پاتې شو.
د ميلمستيا درځې لنډې شوې او قافله ستنيدا ته تياره شوه ، يوسفوپتيله چې له وروڼو سره بيا يو چل وکړي نو نوکرانو ته يې حکم وکړ چې بوجۍ يې وروتړۍ او د غنمو د ويشلو لوښی د بنيامين په بوجۍ کې کيږدئ.
کله چې قافله د تللو جرس وغږاده له بلې خوا ډنډور چې غږ کړ: ای د قافلې خاوندانو ! و دريږئ بوجۍ مو له اوښانو راکوزې کړئ، تاسو په رښتيا چې غله يئ ، د يوسف وروڼه وويريدل او ډنډور چي ته يې وويل: دا څه اوتې بوتې وايې او په موږ دومره لوی تور لګوې ، مطلب دې څه دی؟ څه دې ورک دي؟
ډنډور چي ورته وويل: د باچا د غنمو پيمانه ور که ده، زما په خيال تاسو پټه راوړي، له هر چا سره چې وي موږ ورته هيڅنه وايو بلکې يو اوښ غنم هم زيات ورکوو، زه پر خپله خبره عمل کوم او د دغو زياتي غنمو ضمانت مواخلم.
د يوسف وروڼو وويل تاته پته ده چې موږ د غلا او ګډوډۍ لپاره نه يو راغلي.
ډنډور چي ځواب ورکړ زه تاسو هسې نه تورنوم که يو سړی غل وي او پيمانه يې پټه کړې وي د هغه لپاره ستاسو قانون څه دی؟
د يعقوب زامنو وويل: موږ ځانته دين او قانون لرو، د باچا پيمانه مو چې د چا په بوجۍ کې وموندله ايسار يې کړئ او مريه ترې جوړ کړئ، دا زموږ قانون دی،زموږ لمنه سپينه او وينه پاکه ده.
يوسف په دې تړڼو خبرې يې هغه ته فرصت ورکړ چې خپل حکم پر هغوی ومني.
د يوسف د وروڼو سامانونه يو په بل پسې راوسپړلشول، چې کله يې د بنيامين بوجۍ پرانستهنو پيمانهورځنې راووته او ډنډور چی ټولو ته وښودله، د يوسف د وروڼو رنګونه وتښتېدل په خولو کې يې لاړې وچې شوې او له ډېره شرمه يې سونه ټيټ کړل.
يوسف وروڼو ته وويل: په خپلې ژبې عمل وکړئاو شرطمو پوره کړئبايد دا ورور مو ماتهراوسپارئ چې فيصله يې وشي.
د يوسف وروڼو وويل: ای مهربان وزيره! زموږ د دغه ورور يو زوړ پلار دی چې په اتيا کلنۍ کې دی هغه له ده سره ډيره مينه کوي او له موږ يې ژمنه اخستې چې د ده حفاظت به کوو او روغ رمټ به يې ورستنوو، موږ لس کسان يو ته په موږ کې يو کس د ده په ځای وساته او دی راسره پريږده.
يوسف وويل: داخو نه شي کيدی چې غل يو وي اوموږ بل کس ايسار کړو دا خو په رښتيا چې ظلم دی.
کله چې د يوسف وروڼه پوه شول چې يوسف يې خبره نه مني نو له يوبل سرهپه سلالګيا شول.
يهودا وويل: ياد مونه دی چې پلار رانه سخته ژبه اخستې ده چې بنيامين به ورستنوو اوس به هغه ته څه ځواب ورکوو، لاخو د يوسف په بيلتانه د پلار پر هرونه نه دي ښه شوي د سترګو اوښکې يې نه دي وچې شوې ، له لومړي زوی سره خو مو ورته خيانت وکړ اوس غواړئ دا بل زوی هم ورنه واخلئ، زه خو تر هغې له دې ځايه نه خوځم تر څو مې پلار اجازت رانه کړي او يا خبره سمه سپينه نه شي، پلار ته به څه وايم چې زوی دې غل و او په غلا ونيول شو؟!
د يعقوب مشر زوي يهودا له بنيامين سره په مصر کې پاتې شو او نهه وروڼه د کنعان په لور وخوځېدل، يعقوب چې کله له زامنو سره بنيامين ونه ليد نو ته واله زړه يې کوم مارغه الوتی وي يا يې د زړه ټوټه چاپرې کړي وي په سوو سوو يې وويل: زما له زوی سره مو څه وکړل، له خپلو قسمونو سره مو څه وکړل؟
زامنو يې ورته کيسه تېره کړه، يعقوب وويل داسې نه ده زما په خيال بياشيطان غولولي يې، خير بې له صبره چاره نشته، اول مې يوسف له لاسه ورکړ او اوس بنيامين او يهودا ښايي خدای تعالی درې واړه يو ځای راستانه کړی ځکه چې پاک رب حکيم او پوه دی.
غمونو يوځل بيا يعقوب ته مخه کړه، سهتيو ترې له سترګو خوبونه وتروړل او د دلدارۍ او خواخوږۍ هيڅ نښه يې پاتې نه سشوه، يعقوب به په شپه او روځ کې يوه شيبه ځان د خدای تعالی په عبادت مشغولاوه او خپل يقين به يې غښتلی کاوه او بله شيبه به يې د زامنو دياد حق ادا کاوه، د خدای ياد او تودو اوښکو به د هغه زړه ډاډمناوه، د يعقوب د اوښکو لړۍ جاري وې تر دې چې سترګې يې سپينې شوې ، بدن يې ډنګر شو، په مخ کې يې هډو کي ښکاره شول او بدن يې د هغ اور لګيت په شان چې تر غاښونو لاندې ماتيږي وچ کلک شو. د يعقوب شپې همداسې سبا کيدې چې يوه ورځ يې يو زوی کوټې ته ورننوت، يعغوب لمونځ ختمکړ دعا يې وکړه او بيا يې د سترګو سيلاو ران شو ، او چغې يې کړې: های يوسف!
زوييې چې دا حال وليد نو نور وروڼه يې هم راوغوښتل چې د پلار کوکارې او سورې وويني.
يو زوی يې وويل : بابا جانه ! ته د خدای تعالی نازولی استازی يې ، ستر پيغمبر يې، وحی درباندې نازليږي، خلک ايمان او هدايت له تا زده کوي، دا کار چې ته کوې يوه ورځ به دې له موږ واخلي، ولې دې ځان دومره په غم او ځور کې ډوب کړی دی، د اوښکو جړۍ دې داسې وريږي چې سترګې يې درسپينې کړې، په خدای قسم يوسف دومره يا دوې چې ځان دې پرې بيخي له مينځه يووړ، يعقوب ورته په ځواب کې وويل: ستاسو ملامتيا زما غم زياتوي،د پر هار مې درد منوي ، ممکنه ده چې زما سترګې د يو سف تر ليدو مخکې وچې شي، تاسو خيال کوئ چې يوسف ليوه خوړلی او د مرګ پنجو هغه له موږ تروړلی خو زما زړه وايي چې هغه ژوندی دی او ددې شنه اسمان لاندې ژوند کوي، خو نه يم خبر چې يوسف به چې رته وي او همدې ناخبرۍ زما غم څو چنده کړی دی ، که تاسو غواړئ چې زه د غم جامې وباسم نو لاړشئ د خدای په ويړه دنيا کې خپاره شئ، بې نهيلۍ وګرځئ، يوسف او ورور به خدای په لاس درکړي، د خدای تعالی له رحمته مايوسه کيږئ مه.
د يوسف وروڼو د زړونو په تل کې د پلار خبره تصديقوله ځکه چې دوی خو هغه په کوهی کې غورځولی و، خو د پاک رب په دې پراخه نړۍ کې په هغه پسې کوم ځای وګرځي.
د يعقوب د زامنو فکرونه د يوسف په هکله لالهانده دی او د اميد مزی يې شليدلي دی، خو د بنيامين نه يې تمه نه ده پرې او دا کولی شي چې د مصر باچا (يوسف) ته ورشي او عذر وزارۍ ورته وکړي او په څه چل ترې بنيامين خلاص کاندي.
نو يوسف ته ورغلل او ويې ويل : عزيزه موږ زمانې بيا تاته راوستی يو او د زمانې څپيړو اړکړي يو چې په خوارۍ سره تاته ودريږو، البته زمانې موږ ته شاکړې ده موږ په کيې پانګې سره تاته راغلي يو.
ای باچا که غواړې له موږ سره مهرباني وکړې چې کړاوونه مو لرې شي، کړوپې ملا ګانې نيغې شي نو دومره وکړه چې زموږ هغه ورور چې تا بندي کړی خوشی کړه، چې زموږ د بوډا پلار له سترګو اوښکې پاکې کړي او په پرهرونو يې ملهم کيږدي.
کله چې د يعقوب او يوسف کيسه اوج ته ورسېده او د خدای تعالی په تقدير د ايمان درجه بشپړه شوه ربالعزت يوسف ته اجازت ورکړ چې ځان وروڼو ته وروپيژني، په خپل کرم د هغوی له تېروتنې تېر شي چې د يوسف په کيسه کې د بخښنې او مهربانۍ څپر کی هم زيات شي.
يوسف وروڼو ته مخ کړ او ويې ويل: تاسو ته ياد دی چې په وړوکوالي کې يوه ورځ همس او شيطان په تاسو لاسبری شو او شيطان وغولولئچې ورور مو يوسف کوهی ته وغورځوئ.
ستاسو نه به هېر نه وي چې يوه ورځ په تاسو کې يو پياوړي په خپلو مزبوتومټو سره د کمزوري يوسف له بدنه جامې وويستلې، يوسف تاسو ته د بخښنې او شفاعت لمنه وغوړوله ، زارۍ يې درته وکړې خو تاسو يې چغې سورې ونه منلې ، رحم مو ونه کړ بلکې هغ بې وسه ماشوم مو په کوهی کې وغورځاوه، او د زمانې څپېړو ته نو وسپاره.
د يعقوب زامن د مصر د باچا په خبرو ټکني شول، د هغه خبرو مشکوک کړل، د مصې باچا داسې خبرې کوي چې هيچاته نه دي معلومې، د تاريخ پټ حقيقتونه راسپړي، ايا بنيامين ورته دا خبرې کړې، نه هغه خوله دې کيسې بيخي خبر نه دی.
د يوسف وروڼو د فکر نيلي وزغلول، يوسف ته ځير شول، مخ ته يې ښه وکتل خدو خال او تورې نښې يې ښې وځيرلې د يوسف نښې يې په ذهن کې انځور کړې بيا يې د مصرله باچا سره پرتله کړې او چغې يې کړې . ته پخپله يوسف يې! يوسف سملاسي بنيامين ته ګوته ونيوله او ويې ويل: هو زه يوسف يم او دامې ورور وی، خدای تعالی پر موږ نعمت ولور اوه څوک چې صبر او پرهيز ګارۍ ته مخه کړي خدای تعالی ورته روغه اونيکه بدله ورکوي.
د يوسف د وروڼو رنګونه وتښتيدل ، ژبې يې بندې شوې زړونو يې غوښتل ځمکه وچوياو دوی پکې ننوځي يا له اسمانه تندر ولويږي او دوی وسوزوي.
خو د يوسف اروا تر دې ستره ده چې وروڼه په مصيبت او خپګان کې وليدی شي اومقام يې تر دې لوړ دی چې وروڼه ونه بخښي ، ځکه چې هر څه وي دا دهغه وروڼه وي، که څه هم له د هم له ده سره يې زياتی کړی خو بيا هم د ده د پلار زامن دي ، نومخ يې ورواړاوه او ويې ويل: نن په تاسو ملامتيا مشته خدای تعالی مو وبخښه، ځکه چې هغه ډير رحم کوونکي او بخښونکي دي.
لاړ به شو د يعقوب کيسې ته، حضرت يعقوب کلونه کلونه مصيبتونه او غمونه وګالل ، داسې ازميښتونه پرې راغلل چې غرونه ورته ځان نه شي ټينګولی خو يعقوب صبر وکړ او د همدې صبر او زغم په وجه يې نوم د خدای تعالی په عزتمنو پيغمبرانو کې راغلی دی ، په جنت کې ورته دلويو بدلو وعده ورکړل شوې او دې دنيا کې هم بدله ورکړل شوې ده.
يوه ورځ يعقوب لمونځ وکړ د خدای له ياده وروسته يې ښه وژړل ، خو ناڅاپه يې هډونه روغ شول، او ښکې يې وچې شوې او زړه يې ډاډمن شو ، دا نوي احساسات د څه دي؟ دا نوي بدلونونه له کومه راغلل؟!
د يعقوب د روح تل ډاډمن شو ، ضمير يې خوښ او غړي يې تاند شول، دا حال چې په ده راغلی و کټ مټ د ځوانۍ د ورځو حال و، د ده د زرينو شپو ورځو او د هغ وخت چې يوسف يې دسترګو وړاندی و، وغو احساساتو يعقوب اړ کړ چې ووايي: < زه د يوسف بوی حس کوم> د يوسف وږمې زما پر برن نوې څپه خپره کړې، زما احساسات يې سند ريز کړي او زړه يې راځوان کړی دی.
د يعقوب زړه دروغ نه وايي په رښتيا يې د يوسف بری حس کړی، د مصر قافله د کنعان په لور رهي وه او له قافلې سره د يوسف هغه کميس هم وچې د يوسف زيری يې درلود او يو دار بيا يې هغه ته سترګې او ژوند ستناوه.
قافله راورسېده او د يوسف کميس يې په يعقوب وغوړاوه ناڅاپه د يعقوب سترګې پرانستل شوې ، نظر يې ستون شو زامن يې وليدل، کيسیې يې ورته وکړې، له خپل احواله يې خبر کړ بيا يې له يعقوبه بخښنه وغوښتله يعقوب د زامنو د غوښتنې په ځوال کې وويل: ستاسو چارې زما په لاس کې نه دي، زه د خدای عذاب له تاسو نه شم غړولي، البته زه به له خدايه ستاسو لپاره د بخښنې دعا وکړم، تياريږئ چې مصر ته ځو ، يوسف خپل موړ اوپلار په کور کې وليدل ، د هغه پلار مور او يوولس وروڼه په يو ځای کې راغونډ وو، ټول يوسف ته په خاوره پريوتل او د هغه ډېر درناوی يې وکړ.
ذضرت يوسف لاسونه اسمان ته هسک کړل، د خدای تعالی د لوريينو پيرزوينو او فضله يې مننه وکړه او ويې ويل: ای زما ربه! ماتهدې سلطنت او باچاهۍ راکړه، د خوبونو تعبير دې رازده کړ، ای د ځمکې او اسمانونو پنځګره! ته په دنيا او اخرت کې زما مل يې ، ما مسلمان له دنيا بوځه او له غوريزو کې وګرځوه.