کله چې ابراهيم عليه السلام د مصر له ټاټوبی وکوچيد، لوط پيغمبر هم ورسره وخوځيد او له پريمانه مالونه سره د فلسطين سيپڅلې ځمکې ته ورسيدل.
څه موده وروسته د دوي مالونو او څاروو او څاره وده و کړه او دومره زيات شول چې په فلسطين کې نه ځائېدل نو لوط د خپل تره ابراهيم له ځايه زړه صبر کړ او د سدوم ښار په لور وخوځېد.
د سدوم خلکو فاسد اخلاق او ککړ افکار لرل، له ګناهانو يې ډډه نه کوله او د هيچا نصيحتونه يې نه منل، دغه بې لارې ولس په پليتۍ او پريوتي فطرت کې ساری نه درلود، غلاوې يې کولې، له ملګرو سره يې خيانت کاوه، شوکمار وو، هر لاروي ته به کښيناستل، مالونه او شته به يې لوټل او خوارکېو ته به يې بې له ژړا بل څه نه پريښودل، د هيڅ دين خبره يې نه منله، حياته يې شاکړې وه او هيڅ نصيحت ته يې غوږ نه کښيښوده.
ګواکې د لوط قوم د جنايتونه تږی ؤ .هر څومره ګناه يې چې کوله د ګناه تنده يې نه ماتيده، زړونه يې د فساد وږی وو خو ښايي دا پريمانه او بې خرته وبالونه د هغوی د تندې د خړوبولو لپاره بس نه و نو يو داسې ناشايسته او ککړ کار يې راواخيست چې تر دې مخکې چا نه ؤ کړی.
دوی به له هلکانو سره څملاستل، بچه بازان وو، خپله ښځې يې پريښې وې او له هغوی سره يې ملاستي نه کاوه، خو کاش چې دغو خلکو دا بې شرمۍ په پټه کولی، يا يې د دي ګند له وتلو هڅه کړې وی. دوی ظالمانو پخپله هم دا کار په ډاګه کاوه او نور يې هم دې ګند او لواطت ته رابلل، د دوی دا جنايتونه او بد عملۍ دومره زياتی شوی چې ښه په ښکاره به کېدل او نور نو بده خبره ورته نه ښکارېده.
کله چې خلک په ګناه کې تر سره ښخ شول، ناپوهي يې په تفکر مخکې کړه شيطان پرې منګولې کلکې کړې او شهوتونه يې دوي ته ښه وځلول، خدای تعالی لوط ته وحی وکړه چې دا ورک لاري ولس د خدای منلو او سمې لاې ته وغواړه.
حضرت لوط تبليغ ته ملا وتړله، خپل استازيتوب يې په ډاګه کړ او خلک يې نيغې لارې له وغوښتل خو د هغوی سترګې د لوط په تبليغاتو ړندې او غوږونه يې درانه شوی وو، پر زړونو يې د ناپوهۍ پردې غوړېدلې وې خپلو جنايتونو ته يې دوام ورکړ، له ګمراهۍ ستانه نه شول او د اماره نفس منلو ته يې زور ورکړ.
په دې يې زړونه ساړه نه شول بلکې لوط او ملګري يې وګواښل چې لاس ترې واخلي که نه وي له ښاره به يې وشړي، د لوط ګناه مازې دومره وه چې هغوې يی له ګناهونو او ناپاکيو لرې کول او د هغوی روحونه يې له ککړتيا ور پريښلل.
کله چې حضرت لوط وليدل چې خلک يې په خبرو کې زړه راښکون نه اخلي د خدای له عذاب او سزاوو يې وويرول، د خدای په غضب يې وګواښل خو هغوی بيا هم سړي نه شول او لوط ته ېې وويل د کوم عذاب ژمنه چې دې کړې راويې ښيه او د څه چې موږ وړ يو، رانازل يې کړه.
حضرت لوط خپل رب ته لاسونه اوچت کړل چې هغه پر فاسدانو بريمن کړي، پر هغوی دردوونکې عذاب نازل کړه او هغوی ته د خپلو فسادونو او ګناوو سزا ورکړه، ځکه چې د لوط قوم انسانيت پر مخ لوی داغ دی او د سرطان (چونګاښ) هغه دانه ده چې ممکن د ټولنې نور غړي هم ککړ کړي نو داسې دانه بايد له بيخه وويستل شي.
هو، همدا خلک دي چې د لوط خبره نه مني او د هغه د سپارښتنو په وړاندې يې په غوږونو کې باتۍ ايښې دي.
خدای تعالی د لوط غوښتنه ومنله او خپلې پرښتې يې د ظالمانو دغه ښار ته وليږلې.
د خدای پرښتې مخکې تر دې چې د لوط ټاټوبی ته لاړې شي د ابراهيم کورته ورغلې، ابراهيم خيال وکړ چې څوک ميلمانه او لارويان دي، نو ښه ميلمستيا يې ورکړه او مزيدار خواړه يې وربرابره کړه خو پرښتو ډوډۍ ته لاس ورنه وړ، ابراهيم دې حال وترهولو او حيران شو.
پرښتو ځانونه ور وپيژندل او ورته يې وويل موږ تاته راغلي يو، چې د يو بل زوی زيری درکړو، خدای تعالی به تاته هوښيار زوی درکړي.
بيا پرښتو وويل موږ يو لوي کار پر غاړه لرو ځو چې هغه پوره کړو. ابراهيم ترې وپوښتل چې کوم کار؟ پرښتو ځواب ورکړ مونږ د لوط د قوم په لور روان يو، دغه قوم د الهی استازي بلنه نه ده منلې، او مجرمان شوي دي که خداې کول ډير زر به په لوې غضب ککړ شي.
ابراهيم د لوط په قوم وويريد، پرښتو ته يې وويل دوي ته مهلت ورکړئ ګوندې سمې لارې ته راشي او له فسادونو لاس په سر شي.
ښايې ابراهيم ويريدلی وي، چې پر لوط هم عذاب نازل نه شي، د خدای پرښتو ابراهيم ته وويل زړه مه نری کوه، خپه کيږه مه، لوط او د هغه ملګري به د خدای په فضل وژغورل شي، يوازې دغه بې لاری ولس او هغه ماندينه به چې د کافرانو غږمله او ملګرې ده تباه شي.
وايې چې پرښتې د ابراهيم له کوره لاړې او ښکلو زلميانو په شکل کې سدوم ښار ته ننوتلې، کله چې ښار ته وردننه شوې يوه پيغله يې وليده چې د اوبو راوړلو لپاره له ښاره وتلې ده، له جينۍ يې وغوښتل چې ميلمانه يې کړي، جينۍ وويريده چې داسې نه وي زه يې ميلمانه کړم او دا پليت قوم کومه بې شرمي ور واړوي، ميلمنو ته يې وويل تاسو صبر وکړئ او زه مې پلار ته وايم چې مرسته مو وکړي.
جينۍ پلار ته ورغله او وې ويل: بابا جانا يو څو لارويان کورته راتلل غواړي خو ويريږم چې زه يې ميلمانه کړم او خلک يې وځوروي.
دا پلار لوط دی او جينۍ د هغه لور ده، وايې چې لوط وار خطا شو، له لور سره ميلمنو ته ورغی چې له حالاتو سم خبر شي او يوه چاره ولټوي.
ښايي لوط د هغوی په منلو کې زړه نازړه ؤ، په دې چورتونو کې ؤ چې څنګه ترې بخښنه وغواړي او ځان ترې خلاص کړي خو ميلمنه پلنه او، ميړانه يې مخې ته ودرېول او وې هڅاوه چې دا خو ډيره بده خبره ده چې يو کس درنه پناه وغواړي او ته يې ستون کړې، پريږده هر څه چې کيږي، کيږي به، لوط عليه السلام پټ په پټه ميلمانه کور ته راوستل د هغوی تود هر کلي يې وکړ خو په زړه کې يې راز راز وسوسې اوړيدې راوړيدې، سوچ يې کاوه چې نه وي دا خلک را باندې خبر شي او پر کور مې بريد وکړي، زه خو دومره وس نه لرم چې د هغوی مخه ونيسم، دا خو به لويه بې شرمې وي، خدا ی ته به څه ځواب ورکړم.
لوط په دغو وسوسو کې خپل ميلمانه چې د ښکلو ژڼيو په څيروکې راغلي وو په کور کې پټ کړل او پخپله هم پټ شو، خو د لوط ښځې چې له لوط سره يې نه لګيده او د هغه د قوم هم فکرې وه ښار پرې را خبر کړ.
ولس چې په کيسه خبر شو نو د لوط پر کور ورمات شو، کله چې لوط ولېدل چې خلک د مخ تورۍ په نيت د هغه کور ته ورغلي نو خدای يې ورياد کړ، نيکيو ته يې وبلل او ورنه يې وغوښتل چې له دغو پليتيو لاس واخلي، خو ښايي دغه خلک بيخي بې شرمه وو، د حيا جامې يې بالکل لرې کړې وي.
کله چې لوط خپل نصيحتونه او سپارښتنې بې فايدې ولېدې نو خلک يې د هغوی ښځو ته وغوښتل ورته يې وويل لاړ شئ له خپلو ښځو سره مو دا کار وکړئ ، خدای تعالی ستاسو د جنسي اور د سړولو لپاره دومره ښايسته او نازنينې ښځې در کړې ولې مو له هغوی مخ اړولی او په دې سپکاوي پسې يئ.
خو خلکو د لوط پر خبره ځانونه ناګاره واچول او لوط ته يې وويل: تاته خو پته ده چې موږ د خپلو ښځو سره دلچسپي نه لرو، ښه پوهيږې چې موږ ستا کور ته په څه نيت راغلي يو نو ښه به دا وي چې دا هلکان موږ ته راوسپارې، وايي چې د لوط له پښو ځمکه وتښتيده، دا ارت جهان پرې تنګ شو او چې د تيښتې لار يې نه مونده نو يو سوړ اسويلی يې له خولې ووت، شونډې يې ورپيدې او وې ويل ارمان، خدای دومره طاقت راکړی وی چې ستاسو شر مې له ځانه غړولی وی، که ما طاقت عزت او برم لرلی نو تاسو به مې د کاږه لرګي په شان يا نيغ کړي او يا مات کړي وای.
وايي چې لوط هر څه لارښودنې وکړې، فايده يې ونه کړه او خلک يې له فساده وانه ړول. دې حال په لوط باندې د غم وريځې خورې کړې او کله يې چې د صبر کاسه ډکه او د نهيلتيا اوج ته ورسيده غوسه شو او د هغوی کار ډيرو ځوراوه، ظالمان د لوط د سترګو په وړاندې د هغه کور ته واوړيدل، پر ميلمنو يې بريد وکړ او د لوط عزت يې خاورې کړ، لوط پوهـ شو چې لارښوونه او پندونه زياتي ګټه نه کوي. فرښتې هم د لوط له غمه غمژنې شوې هغه ته يې ډاډ ورکړ او وې ويل خپه کيږه مه، موږ د خدای پرښتې يو ستا د ژغورلو لپاره راغلي يو، د دغو ظالمانو لاسونه به له تا لنډ کړو او دوی تاته هيڅ زيان نه شي رسولی.
وايي چې د لوط زړه ډاډه شو، د غم لړې يې لرې شوې. بيا نو پرښتو لوط ته وويل چې د شپې په زړه کې له خپلو منونکو او دوستانو سره له ښاره ووځي ځکه چې خدای تعالی په دې ښار د عذاب د نازلولو حکم کړی او دا خلک به د خپلو کړو سزا وويني.
د خدای تعالی پرښتو وويل خپله ميرمنه دې هم دلته پريږده چې له خلکو سره دا هم په عذاب ککړه شي ځکه چې دا منافقه ښځه ده او ستا له دښمنانو سره ملګرې ده، او کله چې عذاب نازليږي زړونه ټينګ کړئ او صبر ته مخه کړئ .
لوط او ملګري يې بې له کومې ويرې او افسوسه له ښاره ووتل، بيا نو ځمکه ولړزيده او په بل مخ راواوړيده، له بل پلوه هم د کاڼو باران وشو، د لوط د قوم ښار په کنډواله بدل شو او کورونه يې پوپنا شول، خدای تعالی د شعراء سورې په 174 آيت کې فرمائي : په دې پيښه کې د عقل د څښتنانو او نصيحت منونکو لپاره سبق او عبرت دی او دغه زياتره کسان مومنان نه وو.