د اهل بيتو نمونځ (ړومبۍ برخه)

د مهربان او بخښونكي څښتن په نامه

سريزه

عبادت او پرستش كول د انسان په فطرت كښې شامل دي ځكه خو له ادمه تر دې دمه انسان په هر دور او هر ځاې كې په څه ناڅه شكل كښې د څه ناڅه څيز پرستش کړے دے چې د اسلام لخوا د خپل خالق د پرستش ښودلې شوې طريقه چې نمونځ دے تر ټولو غوره او صحيح طريقه ده د نمونځ په اهميت او فضليت باندې ډېر غټ غټ كتابونه ليكل شوي دي او يو فكري مكتب هم د خداې پاک د پرستش له اهميت نه انكاري نه دے. هسې خو قران مجيد او د احاديثو كتابونه د نمونځ له فضيلت نه ډک دي خو په لنډو ټكو كې به د قران مجيد دا ايت وړاندے كړم. چې خداې پاک فرمائي: وَاَقِيموالصّلوةَ وَلا تَكونوا مِنَ الْمُشْرِكِين " او په پابندۍ سره نمونځ كوئ او له مشركينو څخه مۀ كېږئ" (سوره روم ايت 13)

 يعنې په دې مبارک ايت كښې يې نمونځ نه كوونكې كس د مشرک په نامه ياد کړے دے. او په قران مجيد كښې چې څومره زيات د نمونځ ذكر شوې دے د بل عبادت دومره ذكر نه دے شوې او د حضوراكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) په احاديثوكښې نمونځ ته د مومن معراج او د دين ستن ويلي شوي دي او دا هم راغلي دي چې د قيامت په ورځ به وړومبۍ پوښتنه د نمونځ په حقله كېږي او كه نمونځ قبول شو نو نور نېک عملونه به هم قبول شي ګني د نمونځ نه قبلېدو په صورت كښې به نور نېک عملونه هم رد كړې شي ځكه خو د اسلام په تاريخ كښې هر امام هر ولي او هر عارف په خپله هم نمونځ کړے دے او خپلو پېرو كارو ته يې هم د نمونځ حكم ورکړے دے نو كه اوس څوک دا دعوا كوي چې بغير له نمونځ نه يې د خپل خالق معرفت حاصل كړو او پېر، عارف او ولي جوړ شوې دے. نو هغه جادوګر، ساحر او كاذب كېدې شي پير عارف او ولي و غيره نه شي كېدې. د نمونځ د دومره زيات فضيلت او اهميت باوجود له بده مرغه له دنيا نه د رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) د سترګو له پټېدو سره لكه څنګه چې د اسلام په دين كې مختلفې فرقې او مذهبونه جوړ شول دغه شان د رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) لخوا د نمونځ كولو له يوې طريقې نه هم ډول ډول طريقې جوړې شوې، او هر څوک دا دعوا كوي چې زما طريقه د رسول اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) طريقه ده. خوحقيقت دا دے چې كومه طريقه د خداې د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) له پاكو اهلبيتو څخه معصومو امامانو(عليه السلام) په مختلفو وختونو كې ښودلې ده. هغه طريقه زمونږ لپاره د اطمينان وړ ده. او حقيقت هم دا دے ځكه چې د كور خلق د نورو خلقو په نسبت زيات د كور له حال نه خبر وي او په قراّن مجيد كښې د پاكو اهلبيتو(عليه السلام) د ډېر فضيلت له بيانولو نه علاوه حضور اكرم (صلی الله عليه و آله وسلم) هم په خپل ژوند كې په ځلونو فرمايلي دي چې له مانه پس د قران او اهلبېتو(عليه السلام) پېروي كوئ او دا دواړه له يوبل نه مۀ جدا كوئ ګنې ګمراه به شئ (صحيح مسلم،مستدرك الحاكم، ترمزي، مسندےحمد بن حنبل او نور ډېركتابونه)" د اهلبيتو(عليه السلام) نمونځ" نومې په دې كتاب كښې د نمونځ هغه طريقه ښودلې شوې ده چې له اهلبېتو امامانو عليهم السلام په تېره بيا له امام جعفر صادق(عليه السلام) نه نقل شوې ده او په مختلفو كتابونو كې راغلې ده. د دې كتاب په ليكلو كې مې له قران مجيد نه علاوه د مختلفو سترو مرجع تقليد مجتهدينو له توضيح المسايلو او د نمونځ په هكله له نورو كتابونو نه استفاده كړې ده. او څه چې په دې كتاب كې نقل شوي دي د ټولو مرجع تقليد مجتهدينو نظر دے نو ځكه د هر مرجع تقليد مجتهد پېروكار په دې كتاب عمل كولې شي. بله دا چې په دې كتاب كې د نمونځ مختصر احكام وركړې شوي دي د لا زياتو تفصيلاتو لپاره د اعلمو مجتهدينو توضيح المسائلو ته رجوع كولې شئ. بله مهمه خبره چې ورته اشاره كول غوا‌ړم دا ده چې په دې كتاب كښې د نمونځ كومه طريقه وركړې شوې ده هغه كه څه هم د خداې د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) د پاكو اهلبېتو د مكتب مطابق ده خو بيا هم دا طريقه له قران مجيد نه علاوه د سني وروڼو د احاديثو له كتابونو نه ثابته ده او په دې اړه د اشنغر سيمې زما دوست شهيد دانش علوي صېب يو تحقيقاتي كتاب ليكلے ؤ او هر عمل يې له قران مجيد او په سني كتابونو كښې له نقلو حديثونو نه ثابت کړے ؤ خو له بده مرغه هغه كتاب ترې چا غرضي او متعصبو كسانو د كمپوز په دوران كښې اخوا ديخوا كړو البته په اردو ژبه په دې حقله تحقيقي كتابونه ډېر دي. خداې دې وكړي چې له دې كتاب نه زيات پښتانه وروڼه خويڼدې فايده اوچته كړي او زما په حق كښې د بخښنې دعا وكړي.

 انور شاهين خانخېل اهلبېت پښتو اكېډېمي

کليمې

 بِسًمِ اللهِ الرُّحًمنِ الرُّحيم

د توحيد كليمه

لااِلهُ اِِلاَّ اللهُ له الله

نه بغيرڅوک معبود نيشته

د رسالت كليمه

مْحُمُّدْ رُّسْولُ اللهِ

محمد (صلی الله عليه و آله وسلم د الله رسول دے

د ولايت كليمه

عُليًّ‘ وُليْ اللهِ وُصيٍّ رُسْولِ اللهِ وَخَلِيفَتُهْ بِلاَ فَصْل

علي (عليه السلام) د الله ولي دے, د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم جانشين دے او بِلا فصل خليفه دے

محمدي (صلی الله عليه و آله وسلم درود شريف

اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلَي مْحُمُّدٍ وُ آلِ مْحُمُّدٍ

اې خدايه! په محمد(صلی الله عليه و آله وسلم او د محمد(صلی الله عليه و آله وسلم په اّل(عليه السلام) باندې خپل درود او رحمتونه نازل كرې (دا هغه درود دے چې شيعه وروڼه يې په نمونځ كښې وائي او شيعه سني دواړو كتابونو كښې يې ذكر راغلے دے) ابراهيمي (عليه السلام) درود شريف

اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ وُ عُلي آلِ مْحُمُّدِ كَما صَلِّيًتَ عُلي اِبًراهيِمُ وُ عُلي آلِ اِبًراهيِمُ اِنَّكُ حُميِدْ‘ مُجيِدِ اَللَّهْمُّ بارِك عُلي مْحُمُّدٍ وُ عُلي آلِ مْحُمُّدٍ كَما باركْتَ عُلي اِبًراهيِمُ وُ عُلي آلِ اِبًراهيِمُ اِنَّكُ حُميِدْ‘ مُجيِدٍ

اې ربه! په محمد (صلی الله عليه و آله وسلم او د محمد (صلی الله عليه و آله وسلم په ال باندې درود او رحمتونه نازل كړې لكه څنګه چې دې په ابراهيم (عليه السلام) او د هغهْ په آل باندې نازل كړ بې شكه چې ته ستائيلے شوې او لوړ رتبه ذات يې. اې ربه بركتونه نازل كړې په محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) او د محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) په آل باندې لكه څنګه چې دې نازل كړ په ابراهيم (عليه السلام) او د هغۀ په آل باندې بې شكه چې ته ستائيلې شوې او لوړ مرتبه لرونكې يي . (دا هغه درود شريف دے چې سني وروڼه يې په نمونځ كښې وائي)

پنج تن پاک

دا هغه پنځه پاكې هستۍ دي چې د تَطهِير ايت مبارک يعنې اِنَّما يْريدْ اللهْ لِيْذهِبُ عُنْكُمْ الرِّجًسُ اَهًلَ الْبُيًتِ وُ يْطَهِّركُمً تَطْهيِراً پرې نازل شوې دے (الاحزاب ايت 23) چې په دا ډول دي: 1- حضرت محمد مصطفي (صلی الله عليه و آله وسلم 2- حضرت امام علي (عليه السلام) 3- جضرت فاطمه زهرا(عليه السلام) 4- حضرت امام حسن(عليه السلام) 5- حضرت امام حسين (عليه السلام).

دولس امامان(عليه السلام)

دا هغه دولس برحق او معصوم امامان (عليه السلام) دي چې رسول پاک (صلی الله عليه و آله وسلم) يې د خداې پاک په حكم له ځانه وروستو د امامت او خلافت اعلان او وصيت کړے ؤ. چې نومونه يې په دا ډول دي

 1- حضرت امام علي(عليه السلام) 2- حضرت امام حسن(عليه السلام) 3- حضرت امام حسين(عليه السلام) 4- حضرت امام علي زين العابدين (عليه السلام) 5-حضرت اماممحمد باقر(عليه السلام) 6-حضرت امام جعفر صادق(عليه السلام) 7- حضرت امام موسي كاظم(عليه السلام) 8- حضرت امام علي رضا(عليه السلام) 9- حضرت امام محمد تقي(عليه السلام) 10-حضرت امام علي نقي(عليه السلام) 11- حضرت امام حسن عسكري(عليه السلام) 12- حضرت امام محمد مهدي (عليه السلام) (اخري امام، امام مهدي (عليه السلام) د خداې پاک په حكم غائب دے او له قيامت نه مخكې به چې كله دنيا له ظلم وجور نه ډكه شي ظهور كوي او دنيا به له عدل او انصاف نه ډكوي). ( په برصغير كښې مشهورو اولياء كرامو, عارفانو او هم دا رنګ د خوشحال بابا او حمزه بابا غوندې پښتنو مشرانو او ليكوالانو هم د دغو دولسو امامانو ذكر په خپلو كلامونو كښې کړے دے)

 څوارلس معصومين(عليه السلام)

پاس ذكر شوو دولسو امامانو(عليه السلام) سره د حضرت محمد مصطفی(صلی الله عليه و آله وسلم او د جنت د ميرمنې حضرت بي بي فاطمې(عليه السلام) په يو ځاې كېدو سره دغو هستيانو ته څوارلس معصومين وئيل كېږي.

د دين اصول

د دين اصول پنځه دي چې عقيده پرې لرل په هر مسلمان فرض او واجب دي.

 1- توحيد: خداې پاک يو دے، هيڅ شريك، ثاني او مثال نه لري، هغه يوازې ذات نه له چا پيدا دے او نه ترې څوک پيدا دي، هغه له جسم او بدن نه منزه او مبرا دے او چاته هيڅ حاجت نه لري او صفات يې عين ذات دے.

 2- عدل: يعنې خداې پاک عادل او انصاف كوونكې دے، هغه په هېڅ يو نفس د ذرې هومره ظلم او ناانصافي نه كوي او رحمت يې له عدل نه زيات دے.

. 3- نبوت: خداې پاک د خپل مخلوق د هدايت لپاره وخت په وخت يو لك څلوريشت زره انبيا(عليه السلام) رالېږلي دي چې اخري نبي يې حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وسلم) دے.

 4- امامت: له دې امله چې حضرت محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) اّخري نبي دے او له هغه نه وروستو بل نبي نه راځي حال دا چې امت ته تر قيامته پورې په هر دوركښې د يو معصوم هادي او لارښود ضرورت دے، نو حضور پاک (صلی الله عليه و آله وسلم د خداې پاک په حكم له ځانه وروستو دولس امامان او جانشينان مقرر كړل چې د نومونو ذكر يې مخكې شوې دے.

 5- قيامت: يوه ورځ راتلونكې ده چې ټول انسانان به خداې پاک بيا راژوندي كوي او د محشر په ميدان به د هغوي د اعمالو مطابق هغوي ته جزا او سزا وركوي چې د چا بد اعمال زيات وي نو دوزخ ته به لېږلي شي او چې د چا نيک اعمال زيات وي جنت كې به داخلولې شي. او له ټولو ښه جزا د خداې پاک رضامندي ده.

 

د دين فروعات

د دين فروعات يوولس دي، چې عمل پرې كول په هرمكلف واجب دي، چې په ادا كولو يې خداې پاک خوشحالېږي او په پرېښودو يې الله پاک غضبناک كېږي.

1- نمونځ  2- روژه  3- زكات  4- خمس  5- حج  6 – جهاد  7- امر بالمعروف  8- نهي عن المنكر  9- تولا  َ10- تبرا.  11  تقليد

تقليد د دين په فروعاتو باندې د صحيح عمل كولو له پاره د مجتهد تقليد ضروري دے، يعنې چې ترڅو د مجتهد تقليد ونه كړې شي نو د ديني مسايلو په باريكو پوهېدل ګران دي. او هم د نه پوهې په وجه د قبوليت درجې ته نشي رسېدلې, په بله معنا پكار دي يو مومن مسلمان يا خپله مجتهد وي او يا د يو مجتهد تقليد وكړي او تقليد هم د ژوندي مجتهد پكار دے البته كه د چا په ژوند كې هغه مجتهد وفات شو چې دۀ يې تقليد كولو او كه دې غواړي چې د هغه په تقليد باقي پاتې شي نو د ژوندي مجتهد په اجازت سره د هغۀ وفات شوي مجتهد په تقليد باقي پاتې كيدې شي. معصومو امامانو(عليه السلام) د اخري امام د غيبت په دوران كې د مجتهدينو د تقليد سپارښتنه كړې ده. د تقليد لپاره د خپلې زمانې تر ټولو د زيات پوهه، عالم او اعلم مجتهد لټون او انتخاب ضروري دے.

واجب نمونځونه

په هرمسلمان سړي او ښځې باندې چې بالغ او عاقل وي شپږ ډوله نمونځونه واجب دي 1- پنځه وخته نمونځ 2 - د جنازې نمونځ 3- د ايات نمونځ 4- د خانه كعبې د واجب طواف نمونځ 5– په مشري زوېْ باندې د مور پلار قضا شوي نمونځونه 6- د اجارې، نذر، عهد او قسم نمونځ.

نوټ: د وړوكي او لوېْ اختر او د جُمعې نمونځ د زمانې د امام (عليه السلام) د ظهور په زمانه كې له جَمعې سره واجب دے خو په دې زمانه كې چې امام (عليه السلام) د غيبت په پرده كې دے مستحب دے او (برجاي مطلوب) له جَمعې سره پكار ‌دے (امام خميني د جُمعې په غونډه ډېر تاكيد کړے دے او دا غونډه يې له عبادي سره سياسي هم بللې ده)

ځينې سنتي يا مستحب نمونځونه

 1-د پنځه وخته نمونځ نفلونه 2- د شپې نمونځ (تهجد) 3- د غُفيله نمونځ 4 - د مور پلار د مغفرت نمونځ 5- د زيارت نمونځ 6- د شكر نمونځ 7- د حاجت نمونځ 8- د مړي هديه نمونځ 9- د غدير د اختر نمونځ10- د مباهلې د اختر نمونځ 11- د نوروز د ورځې نمونځ 12- د عاشورې نمونځ.

 له دې نه علاوه هم ډېر مستحب نمونځونه دي چې په مختلف وختونو او موقعو كښې ادا كيږي.

د روزانه واجب (فرض) نمونځونو شمېر

 1- سهار يا فجر دوه ركعته 2- ماسپخين يا ظهر څلور ركعته 3- مازيګر يا عصرڅلور ركعته 4- ماښام يا مغرب درې ركعته 5- ماسخوتن يا عشاْء څلور ركعته.

د روزانه سنتي يا نوافل نمونځونو شمېر

 1- د سهار له واجب نمونځ نه مخكښې دوه ركعته. 2- د ماسپخين له واجب نمونځ نه مخكښې اته ركعته 3- د مازيګر له واجب نمونځ نه مخكښې اته ركعته 4- د ماښام له واجب نمونځ نه پس څلور ركعته (دوه دوه ركعته) 5- د ماسخوتن له نمونځ نه پس دوه ركعته په ناسته.

 نوټ: نفلي نمونځونه پكار دي چې دوه دوه ركعته وشي. څلور يا اته ركعته په يو ځاې نه كېږي.

د روزانه واجب نمونځونو وخت پېژندنه

 1- ماسپخين يا ظهر: كه لرګې يا داسې يو بل څيز نېغ په ځمكه كې ښخ كړې شي نو چې كله د سهار په وخت كې نمر راوخېژې نو د هغۀ سيورے د لويديځ (مغرب) په لور پريوځي او چې څومره د نمر سترګه اوچتيږي نو دا سيورے كمېږي او زمونږ په ښارونو كې د شرعي ماسپښين په اول وخت كې سيورے د كمښت اخيري حد ته رسېږي. چې كله د ماسپښين وخت كيږي نو د هغه سيورے د ختيځ (مشرق) لور ته ستنيږي. او څومره چې د نمر سترګه د لويديځ لور ته كېږي هومره يې سيورے زياتيږي، نو په دې بنياد چې كله سيورے د كمښت اخيري حد ته ورسي او بيا په اوږديدو شي نو معلومه شوه چې د ماسپښين شرعي وخت داخل شو. البته په ځينو ښارونو (لكه مكه) كې كله سيورے د ماسپښين په وخت كې بالكل ختميږي او چې كله بيا سيورے پېدا شي نو معلومه شوه چې د ماسپښين وخت شو. د نمر له زوال يعني د غرمې له شاته كېدو نه د دې نمونځ وخت شروع كېږي او تر هغه وخته وي چې په نمر پرېواتۀ كې د مازيګر د څلورو ركعتو كولو وخت پاتې وي چې هغه د مازيګر مخصوص وخت دے. د ماسپښين د نمونځ مخصوص وخت د ماسپښين له اول وخت نه واخلې د ماسپخين د نمونځ تر مقداره پورې دے.

 2- مازيګريا عصر: د نمر له زوال نه چې د څلورو ركعتو هومره وخت تېر شي كوم چې د ماسپخين د نمونځ مخصوص وخت دے.نو د مازيګر د نمونځ وخت شروع كېږي او تر نمر پرېواته پورې وي. د مازيګر د نمونځ مخصوص وخت د ماښام يعني د نمر له پرېوتو نه دومره وخت پاتې وي چې په كې د مازيګر نمونځ وكړې شي.

 3 - ماښام يا مغرب: د نمر پرېوتو په وخت د مشرق يا ختيځ له افق نه چې د شفق كومه سرخي ظاهرېږي چې كله هغه اوچته شي او له سرنه تېره شي چې ورته حقيقي نمر پرېوتل وائي  له دغه وخت نه د ماښام د نمونځ وخت شروع كېږي او ترهغه وخته وي چې په نيمه شپه كښې د ماسخوتن د نمونځ هومره وخت پاتې وي چې دغه د ماسخوتن د نمونځ مخصوص وخت دے.

 4 - ماسخوتن يا عشاء: له حقيقي غروب نه چې كله د دريو ركعتو هومره وخت تېر شي چې كوم د ماښام مخصوص وخت دے نو له هغه وخت نه تر نيمې شپې پورې د ماسخوتن د نمونځ وخت دے. او په نيمه شپه كښې چې د ماسخوتن د نمونځ هومره وخت باقي پاتې وي هغه د ماسخوتن مخصوص وخت دے.

 5 - سهار يا فجر: له"صبحِ صادق" [1] نه يعني د مشرق له افق نه چې كومه سپېدي څرګنده شي له هغه وخت نه تر نمر ختو پورې د سهار د نمونځ وخت دے او د سپېدۍ له خورېدو يعني صبحِ صادق نه تر دوو ركعتو هومره وخت پورې د سهار د نمونځ مخصوص وخت دے.

 

د نمونځ مقدمات

 1- د جامو پاكوالې

وړومبۍ شرط: د جامو پاكوالې يعنې پكار دي د نمونځ ګزار جامې او بدن له ټولو ككړتياو او نجاساتو پاک وي.

دويم شرط: د جامو اباحت يعنې د نمونځ ګزاري جامې پكار دي غصب شوې نه وي د غصب شوې معنا دا ده. چې د جامو د خاوند له اجازت نه بغېر استعمال شي.

دريم شرط: پكار دي د نمونځ ګزاري جامې د مردار حيوان نه وي. مردار حيوان هغه حيوان دے چې په شرعي طريقه نه وي حلال شوې.

څلورم شرط: د نمونځ ګزاري جامې پكار دي د حرام غوښي حيوان له اجزاو څخه نه وي.

پنځم شرط: د سړيو لپاره په نمونځ كې د سرو زرو جامې اچول صحيح نه دي او نمونځ پرې باطليږي. او د ښځو لپاره د سرو زرو جامو كې نمونځ كول جائز دي.

شپږم شرط: پكار دي د نمونځ ګزار سړي جامې د خالصو ريښمو نه وي. البته د ښځو نمونځ د خالصو ريښمو په جامو كې صحيح دے.

 2- ستر: په سړو باندې فرض دي چې د نمونځ په حالت كې مخكښې او وروستو شرمګاه په لباس سره پټه كړي - بهتره داده، چې (لږ ترلږه) له نامۀ نه تر ګوډو پورې لباس وي. په ښځو باندې فرض دي چې ټول بدن يې په لباس پټ وي.كه څوک يې ويني او كه نه ويني. البته د مخ دومره برخه چې په اودس كښې يې وينځل واجب دي, لاسونه تر مړوند پورې او تلو سره سره د پښو هغه برخه چې مسح پرې كېږي په ښكارېدو كې څه پروا نشته.

 3- د مكان اباحت: يعنې پكاردي د نمونځ ځاې نجس او غصبي نه وي. كه د نمونځ ځاې نجس وي خو اوچ وي او د نمونځ ګزار په جامو يا بدن باندې د نجاست اثر نه كېږي نو نمونځ كولې شي. البته د سجدې ځاې[2] له داسې نجاست نه هم پاک پكار دے.

 4- د قبلې استقبال: يعنې خانه كعبه چې د حجاز په مكه ښار كې ده د هغې طرف ته مخ كول او نمونځ كول.

 

د اودس بيان

په حقيقت كې اودس د څلورو څېزونو د وينځلو نوم دے.(لكه مونږ پښتانۀ هم ورته چار اندام وايو) وړومبۍ مخ وينځل په اوږدوالي كې د ويښتو د راوتو له ځاېْ نه تر زنې پورې او په پلن والي كې د مخ هغه برخه چې د مينځې ګوتې او كټې ګوتې تر مينځ راشي- شكل 1، 2

        

دويم: د لاسونو له څنګلو نه واخلې د ګوتو تر سرونو پورې وينځل شكل3 ، 4

درېم: د لاسونو هغه لوندوالې چې په لاسونو كې پاتې وي د ښي لاس له هماغه لوندوالي سره د سر د مخكينۍ برخې مسح كول داسې چې په ريښتيا مسح وي. شكل 5

څلورم: د لاسونو هماغه لوندوالي سره د پښو مسح كول، په اوږدوالي كې د پښو د ګوتو له سرونو نه د پښو تر جرړونو پورې او په پلن والي كې دومره چې په ريښتيا مسح وي په ښي لاس د ښۍ پښې او په ګس لاس د ګسې پښې مسح پكار ده. ( د اودس دا طريقه د قران مجيد د سورهْ مائده په 6  ايت كښې بيان شوې ده) شكل 6

نوټ: پاس بيان شوو د بدن د څلورو برخو له وينځلو نه مخكښې تر مړوند پورې دوه ځلې لاسونه وينځل درې ځلې خوله كښې اوبه اچول او ورسره مسواک كه څه هم په مسواكه ګوته ولې نه وي كول او درې ځلې پوزه كې اوبه اچول دا درې واړه عملونه سنت اومستحب دي.

د اودس شرطونه

د اودس د صحيح كېدو ديارلس شرطونه دي:

 1- د اودس اوبه پكار دي چې پاكې وي.

 2- د اودس اوبه پكار دي چې مطلقې وي.

 3- د اودس اوبه پكاردي چې مباح وي يعني غصب شوې او د چاله اجازت نه بغير نه وي.

 4- د اودس د اوبو لوښې پكار دي مباح وي يعنې غصب شوې او د چا له اجازت نه بغير نه وي.

 5- د اودس د اوبو لوښې پكار دي د سرو زرو يا سپينو زرو نه وي

 6- اندامونه پكار دي د اودس او مسحې په وخت كې پاک وي.

 7- د اودس او نمونځ له پاره وخت كافي وي.

 8- اودس پكار دي د قربت په ارادې يعنې د خداې پاک د حكم د ترسره كولو په نيت وشي او كه د پاكوالي, ګرمي يا بل كار په نيت وشي نو اودس باطل دے.

 9- اودس پكار دي په ترتيب سره وشي يعني وړومبۍ دې مخ، بيا ښې لاس بيا ګس لاس ووينځل شي او بيا دې د سر او ورپسې د پښو مسح وشي.

 10- پكار دي د اودس افعال پرله پسې انجام شي يعنې د اندامونو د وينځلو يا مسح كولو تر مينځ دومره وقفه نه وي چې مخكيني اندامونه وچ شي.

 11- پكار دي انسان د اودس د اندامونو د وينځلو او مسح كولو كار پخپله وكړي.

 12- پكار دي د اوبو له استعمال نه څه شې مانع نه وي.

 13- پكار دي يو اندام ته د اوبو په رسولوكې څه شې مانع نه وي.

 نوټ: په پاسنو شرطونو كې كه يوهم پورا نه وي نو اودس باطل دے.

اودس ماتوونكي څيزونه

 اوهْ څيزونه اودس ماتوي:

 1- تشې ميتيازې

 2- ډكې ميتيازې

 3- هغه هوا چې د ډكو ميتيازو له لارې اوځي.

 4- هغه خوب چې نه پكښې سترګې كتل كوي او نه غوږونه اورېدل- او كه سترګې لېدل نه كوي خو غوږونه اورېدل كوي نو اودس نه ماتېږي.

 5- د عقل زائل كوونكي څېزونه لكه ليونتوب نشه يا مستي او بې هوشي

 6- د استحاضې وينه.

 7- هغه كار چې د څه په وجه غسل لازمي كېږي لكه جنابت.

د غسل بيان

واجب غسلونه اوهْ دي چې

 1- د جنابت غسل 2- د مړي غسل 3- له مړي سره د لګېدو غسل 4- هغه غسل چې د نذر(منختې) ، عهد او قسم په وجه واجب شي دا غسلونه د سړي او ښځې دواړو لپاره دي او 5- د حيض غسل 6- د نفاس غسل 7- د متوسطې او كثيرې استحاضې غسل، دا درې واړه د ښځې لپاره دي. پدغو كښې له مړي سره د لګېدو له غسل نه علاوه چې كوم غسل هم په چا واجب شي نو بې له غسل نه يې نمونځ نه كېږي البته كه په چا په يو وخت كښې څو غسلونه واجب شي او پكښې د جنابت غسل هم وي نو يواځې د جنابت غسل د ټولو غسلونو لخوا كافي دے. خو نيت به د ټولو غسلونو کيږي.

د غسل طريقه

غسل په دوه ډوله كېږي 1 - ترتيبي غسل 2- ارتماسي غسل.

1-    ترتيبي غسل: وړومبۍ دې په زړه كې نيت وكړي چې فلانې واجب غسل كوم "قُرًبُه اِلي الله" له نيت نه پس دې اول سر، مخ، څټ، مرۍ يعني ګردن غوږونه وېښته وغيره ټول ووينځي داسې چې هر ځاې ته اوبه ورسي بيا دې د بدن ښې اړخ له څټ او مرۍ يعني ګردن نه د پښو ترګوتو پورې د پښو له تلو سره ووينځي او بيا هم په دې طريقه به ګس يا كيڼ اړخ ووينځي، داسې چې هر ځاې ته پوره اوبه ورسي.

2-    ارتماسي غسل: په دې طريقه كې پكار دي چې له نيت نه فوراً بعد په اوبو كې داسې غوپه شي چې ټول بدن يې په يو ځل په اوبو كې ډوب شي.

 د تيمم بيان

چې كله په غسل يا اودس كولو كې اوبۀ نقصان كوي يا د نقصان وېره وي, د اوبو په حاصلولوكې له زغم نه زيات مشقت وي يا د سر او مال خطره وي، صفا او مباح اوبۀ له كوشيش نه پس هم تر لاسه نشي او د نمونځ وخت هم تنګ وي نو د غسل يا اودس په ځاې په خاوره، شګه يا سنګ خارا باندې او كه دا څېزونه نه تر لاسه كېږي نو په كپړا يا فرش باندې چې كومه دوړه پرته وي په هغو باندې تيمم كول واجبېږي.

 د تيمم طريقه

 وړومبۍ دې داسې نيت وكړي چې تيمم كوم په ځاېْ د غسل يا اودس واجب قُرًبهًُ اِلَي اللهِ بيا دې دواړه لاسونه يوځاې كړي او په خاوره دې ووهي بيا دې د دواړو لاسو تلي په تندي د ويښتو د راوتو له ځاې نه د پوزې تر سره پورې، ورپسې د ګس لاس تلي سره د ښي لاس په خپړه باندې له ګيټۍ نه د ګوتو تر سرونو پورې، له دې نه پس هم دارنګه دې د ښي لاس په تلي سره د ګس لاس په خپړه باندې مسح وكړي. بيا وروستو دې د مخكيني نيت په زړۀ كې په ساتلو سره دوباره لاسونه په خاورې باندې ووهي او د پاس وركړې شوې طريقې مطابق دې صرف د دواړو لاسو له ګيټۍ نه د ګوتو تر سرونو پورې مسح وكړي.

د نمونځ تركيب

بانګ (اذان)

له اودس كولو او د تيرې شويو مسئلو له خيال ساتنې نه پس دې د قبلې په لور ودرېږي او بانګ دې ووايي. بانګ په دا ډول دے:

څلور ځله: اَللهُ اَكْبُر "الله ډېر لوې دے"

دوه ځله: اَشْهُدْ اَنً لاَّ اِلَهُ اِلاَّ الله زه ګواهي وركوم چې بې له الله نه بل څوک معبود نيشته.

دوه ځله: اَشْهُدْ اَنَ مْحُمَدَُ رُسْولُ الله زه ګواهي وركوم چې محمد (صلی الله عليه و آله وسلم د الله رسول دے. دوه ځله: اَشْهُدْ اَنَ عُلِياًّ وُليٌُ الله زه ګواهي وركوم چې علي(عليه السلام) د الله ولي دے.

دوه ځله: حَيٌَ عَلَي الصَّلَوةِ د نمونځ لپاره راشه

دوه ځله: حَيَّ عَلَي الْفَلاَحِ د خير ښيګړې ځاې ته راشه

دوه ځله حَيَ عَلَي خَيًرِالْعَمَلِ د ښه عمل لپاره راشه

دوه ځله: اَللهُ اَكَْبُر الله ډېر لوېْ دے.

 دوه ځله: لاَ اِلهَ اِلاَّ الله له الله نه بغير هيڅ څوک معبود نيشته.

 له بانګ نه پس دعا .

 اَللَّهْمَ اجًعَلْ قَلْبي باراَّ وَعَمَلِي سارَّاَّ وَعِيشِي قَارَّاًَّ وَ رًزِقي دارَّاَّ وُ اَوًلاَدِي اَبًراراً وَ اجًعَل لي عِنْدَ قَبًر ِنَبِيِّكَ مْحُمَدٍ صَلِّ اللهُ عُلَيًهِ وُآلِهِ مْسًتَقَرَ وُقَرارَبِرَحًمَتِكَ يا اَرًحَمَ الرًَّاحِمِين ط "

"اې زما خدايه زما زړه نيك وګرځې او زما عمل جاري وساتې او زما ژوند خوشحاله ولرې او زما رزق ته هميشګي وركړې او اولاد مې نيک كړې او زما د قيام ځاېْ د خپل نبي حضرت محمد(صلی الله عليه و آله وسلم (درود او سلام دې وي په هغه او د هغه په آل باندې) له قبر سره نزدې وګرځې ستا د رحم په خاطر اېْ تر ټولو زيات رحم كونكيه!

اقامت

دوه ځله: اَللهُ اَكْبُر

دوه ځله: اَشْهُدْ اَنً لا اِلَهَ اِلاَّ الله

 دوه ځله: اَشْهُدْ اَنَ مْحُمَدا رُ سْولُ الله

دوه ځله: اَشْهُدْ اَنَ عَلِيَاً وَلِيُُ الله

 دوه ځله: حَيَ عَلَي الصَّلوةِ

دوه ځله: حَيَ عَلَي الْفَلاَحِ

دوه ځله: حَيَ عَلَي خَيًرِ الْعَمَلِ

دوه ځله: قَدً قَامَتِ الصَّلوة (په تحقيق سره چې نمونځ ودرېدو)

دوه ځله: اَللهُ اَكْبُر

 يو ځل: لاَ اِلَهَ اِلاَّ الله

نوټ: په اذان او اقامت كې د حضرت علي(عليه السلام) د ولايت ګواهي وركول چونكه هغوي خداې او رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) ته ډېر محبوب دي ځكه د جز كېدو په ارادې سره نه، بلكې د قربت په ارادې سره ډېر د ثواب كار دے.

د اقامت په دوران كې او ورپسې خبرې كول مكروه دي البته كه نمونځ له جَمعې سره وي نو د صفونو د سمولو لپاره خبرې كيدې شي.

د لمانځه طريقه

د مثال په توګه د ماسپخين د نمونځ كولو طريقه ليكل كېږي:

پكار دي چې ډېر په عاجزۍ سره د نمونځ په ځاې د قبلې په لور مخ كړي او نيغ ودرېږي په زړه كې دې نيت وكړي چې څلور ركعته د ماسپخين واجب نمونځ كوم قُرًبُهَ اِلَي اللهِ او ورسره دې دواړه لاسونه تر غوږونو پورې اوچت كړي او اَللهُ اَكْبُر دې ووايي شكل 7،8

           

او بيا دې نيغ ودريږي ښې لاس دې په ښي پتون او ګس لاس دې په ګس پتون كيږدي چې قيام ورته وايي شكل9، 10

او بيا دې ووايي.

 بِسًمِ اللهِ الرَحًمنِ الرَحيِم يعنې شروع كوم د هغه خداې په نامه چې په دنيا كې په مومن او كافر رحم كوي او په اخرت كې به په مومن رحم كوي.

اَلْحُمًدِْللهِ رُبِّ الْعلَمِين يعني ټول تعريف مخصوص دے د هغه خداې لپاره چې د ټولو موجوداتو پروردګار دے.

اَلرََّحًمنِ الرََّحِيم  ِيعني هغه څوک چې په دنيا كې په مومن او كافر او په اخرت كښې به په مومن رحم كوي.

مَالِكِ يَومِ الدِّينِ يعني بادشاه او د اختيار خاوند دے د ورځې د قيامت.

 اِيُّاكَ نَعًبْدْ وَاِيُّاکَ نَسًتَعِين يعني مونږ يواځې ستا عبادت كوو او يواځې له تانه مرسته غواړو.

 اِهًدِ نَاالصِّراطَ الْمْسًتَقِيم يعني مونږه په نيغه لاره روان وساتې چې هغه د اسلام دين دے.

 صِراطَ الَذِينُ اَنْعُمًتَ عُلَيًهِِم يعني د داسې كسانو لاره چې تا ورباندې احسان کړے دے (چې انبيا ْ(عليه السلام) او د هغوي جانشينان دي)

 غَيًرِالْمُغْضُوبِ عُلَيهِِمً وُلا الضَّآ لّين يعني نه د هغو كسانو لاره چې تا ورباندې غضب کړے دے او نه د هغوي چې ګمراه دي.

نوټ: په وړومبې ركعت كې له سورة حمد نه پس پكاردي چې يوه بله سوره وويل شي بهتره داده چې سوره قدر وويل شي. سوره قدر په داډول دے.

 بِسًمِ اللهِ الرَحًمنِ الرَحيمِ شروع كوم په نامه د خداې چې په دنيا كې په مومن او په كافر او په اخرت كې به په مومن رحم كوي.

إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (1) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (2) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ (4) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5. "مونږ دا قران د قدر په شپه نازل (كول شروع) كړل او تاته څه معلوم دي چې د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه (په مرتبه او عمل كې) له زرو مياشتو نه غوره ده. په دې (شپه) كښې فرښتې او جبرائيل (عليه السلام) د هرې چارې له حكم سره نازيلېږي. دا شپه ټوله ترسهاره پورې سلامتي ده". اوس دې لاسونه اوچت كړي او اَللهُ اَكًبُر دې ووايي او ركوع ته دې لاړ شي شكل 11،12

 په ركوع كې دې لږ تر لږه درې ځل سْبًحُانُ الله (پروردګار پاک دے) او يا يو ځل سْبًحانُ رُبُّيُ الْعُظِيمِ وُبِحُمًدِهِ (پاک دے زما پروردګار او زه د هغهْ حمد او ثنا كوم) ووايي بيا دې له ركوع نه سر اوچت كړي او نيغ دې اودرېږي او ودې وائي سُمِعُ اللهُ لِمنً حَمِدَهُ (خداې پاک د هغه چا واورېدل چې چايې حمد وثنا بيان كړه) بيا دې اَللهُ اَكْبُر ووايي او سجدې ته دې لاړ شي او په سجده كښې دې لږ تر لږه درې ځل سْبًحانُ الله او يا لږ تر لږ يوځل سْبًحانَ رَبِّيَ الاْ َعْلَي وَبِحَمًدِهِ (پاک دے زما اعلي پروردګار او زۀ د هغۀ حمد و ثنا كوم) ووايي شكل 13،14

 بيا دې له سجدې نه سر اوچت كړي او په ناستې دې ووايي: اَللهُ اَكْبُر، اَسًتَغفِرْاللهَ رُبَي وُاَتُوبْ اِلَيًهِ (له خپل پروردګار نه د خپلو ګناهونو. معافي غواړم او د هغۀ طرف ته رجوع كوم) بيا دې اَللهُ اَكْبُر ووايي او دويمې سجدې ته دې لاړ شي او د مخكښې په شان ذكردې وكړي - بيا دې له سجدې نه سر اوچت كړي او په ناستې دې ووايي اَللهُ اَكْبُر

بيا دې دواړه لاسونه په زمكه كېږدي او د اودرېدو په وخت دې ووايي بِحَولِ اللهِ وَقُوَتِهِ اَقُوًمْ وَاَقْعْد (د خداې په قدرت او قوت سره اودرېږم اوكينم)

چې نيغ اودرېږي نو بل ركعت دې شروع كړي او د مخكيښني ركعت په شان دي بسم الله او سورهْ حمد ووايي. او ورپسې دې سورۀ توحيد ووايي چې داسې دے.

بِسًمِ اللهِ الرَحًمنِ الرَحيِم قُلْ هْوُاللهُ اَحُد يعنې "ووايه (اې محمده) چې هغه خداې يو دے" اَللهُ الصَّمُد يعنې "هغۀ خداې چې له ټولو موجوداتو نه بې نياز دے". لَمً يُلِد وُلَم يْولَد يعنې" نه د هغه څوک فرزند شته او نه هغه د چا فرزند دے. وَلَمً يُكُنً لَهْ كُفواً اَحَد يعنې "په مخلوقاتو كښې څوک د هغه مثل نيشته". بيا دې اَللهُ اَكْبُر ووايي او د قنوت لپاره دې دواړه لاسونه ترخولې پورې اوچت كړي شكل ١٦،١٥

او وړومبۍ دې په محمد(صلی الله عليه و آله وسلم او آل(عليه السلام) محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) باندې درود ووايي بيا دې يوه قراني دعا ووايي لكه

رَبُّنَا آتِنَا فِي الدًّنيا حَسَنَةً وَفِي الآخِرةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّار. بِرَحمَتِكَ يا اَرًحَمَ الرَاحِمِين. "اې خدايه! مونږ ته د دنيا او اخرت نيكيانې او خوبيانې راكړې او د دوزخ له اورنه مو وساتې په خپل رحمت سره اې له ټولو لوې رحم كوونكيه". او بيا دې په محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) او آل(عليه السلام) محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) باندې درود ووايي يا په قنوت كښې داسې هم ويلي شي.

لا اِلهُ اِلاَّ اللهُ الْحُلِيمْ الْكَريِم يعنې"څوک لايق د پرستش نيشته بې له هغه خداې نه چې د حلم او كرم خاوند دے" لاَ اِلَهُ اِلاَّ اللهُ الْعُليّّ الْعُظِيم يعنې" د لوړې مرتبې او د بزرګۍ او عظمت خاوند خداې نه علاوه څوک د بندګۍ لايق نيشته". سْبًحانُ اللهِ رُبِّ السُّمُواتِ السُّبًع وُ رُبَِ الاْ َرًضِينُ السُّبًع يعنې پاک او منزه دے هغه چې د اوو اسمانونو او اوو زمكو پروردګار دے. وَمَا فِيهِنَ وُما بُيًنَهْنَ وُرُبِّ الْعُرًشِ الْعُظِيم يعنې " د اسمانونو او زمكو او د دې دواړو ترمينځ د هرڅيز او د لوړ عرش پروردګار دے". وَالْحُمًدْلله رُبِّ الْعالَمِين يعنې" حمد او ثنا يواځې د هغه خداې لپاره ده چې د ټولو موجوداتو رب دے"  له قنوت نه پس دې اَللهُ اَكْبُر ووايي او ركوع ته دې لاړ شي له ركوع نه پس دې دوه سجدې وكړي – ركوع او سجدې دې، د مخكيښني ركعت په شان وكړي او " تشهد"  ته دې كيني، له تشهد نه مخكې دې ووايي: اَلْحُمًدْ لله بيا دې ووايي.

اَشْهُدْ اَنً لاَّ اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُحًدُهْ لاَ شَريكُ لَه يعنې" زه ګواهي وركوم چې صرف الله د عبادت لايق دے. هغه داسې يو ذات دے چې څوک يې شريك نيشته

وُاَشْهُدْ اَنُّ مْحُمُّدَُ عُبًدْهْ وُرُسْولُه يعنې" زۀ ګواهي وركوم چې محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) د الله بنده او لېږل شوې رسول دے". اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُّدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ يعنې" خدايه رحمت نازل كړې په محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغه په اّل (عليه السلام) باندې"

وَ تَقَبُّل شَفَاعُتَهْ وُارًفَعً دُرُجُتهْ، يعنې" د رسول پاک(صلی الله عليه و آله وسلم شفاعت قبول كړې او درجه يې بلنده كړې" او بيا د دريم ركعت لپاره د اورېدو په وخت دې ووايي

 بِحُوًلِ اللهِ وُقُوُّتِهِ اَقوًمْ وُ اَقْعْد بيا دې نيغ ودرېږي او درې ځله دې ووايي:

سْبًحانُ اللهِ وُالْحُمًدِْللهِ وُلا اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُاللهُ اَكْبُر يعنې" پاک او منزه دے خداې پاک او حمد و ثنا مخصوصه ده خداې لره او له الله نه علاوه څوک د پرستش لائق ندے او خداې پاک له دې نه ډېر لوې دے چې تعريف يې وشي" يا د دې په ځاې سوره حمد هم وئيلې شي له دې نه پس دې لږ كيني او د ودرېدو په وخت دې بِحُوًلِ اللهِ وُ قُوُّتِهِ اَقوًمْ وُ اَقْعْد ووايي او د څلورم ركعت لپاره دې ودرېږي او له نيغ ودرېدو نه پس دې بيا د دريم ركعت په شان تسبيحات اربعه او يا سوره حمد ووايي او بيا له ركوع او دوه سجدو نه پس دې تشهد ته كيني شكل ١٧،١٨

او وړومبۍ دې ووايي اَلْحُمًدْ لله بيا دې ووايي:

اَشْهُدْ اَنً لاَّ اِلهُ اِلاَّ اللهُ وُحًدُهْ لاَ شَريكُ لَه‘ وُاَشْهُدْ اَنُّ مْحُمُّدا عُبًدْه‘ وُ رُسْولُه‘ اَللَّهْمُّ صَلِّ عُلي مْحُمُدٍ وُآلِ مْحُمُّدٍ وُ تَقَبُّل شَفَاعُتَهْ وُارًفَعً دُرُجُتَهْ

اَلسُّلامْ عُلَيًكُ اَيُّها النَّبيًّ وُرُحًمُهْ اللهِ وُ بُرُ كَا تُه يعني "سلام دې وي اې نبي (صلی الله عليه و آله وسلم) په تا باندې او د خداې رحمت او بركتونه دې درباندې نازل شي". اَلسُّلامْ عَلَيًنَا وَعَلي عِبادِ اللهِ الصَّلِحِين يعني"د خداې سلام دي وي په مونږ نمونځ ګزارو باندې او د خداې په ټولو نيكو بندګانو باندې.

 اَلسُّلا مْ عُلَيًكُمً وُرُحًمُهْ اللهِ وُ بُرُكَا تُه يعنې"د خداې سلام او رحمتونه او بركتونه دې وي په ټولو مومنانو باندې". بيا په درې ځل اَللهُ اَكْبُر ويلو سره دې لاسونه اوچت كړي او نمونځ دې ختم كړي.

نوټ: كه د دوو ركعتو نمونځ وي نو د دويم ركعت له دوو سجدو نه پس به اخري ورکړے شوې تشهد ووايي او كه د دريو ركعتو نمونځ وي نو د دريم ركعت له اخري دوو سجدو نه پس به هم دا رنګ تشهد ووايي او په درې ځل اَللهُ اَكْبُر ويلو سره به نمونځ ختم كړي

 د يادونې وړ ده چې په نمونځ كې هر ځل اَللهُ اَكْبُر وئيلو سره لاسونه اوچتول مستحب دي.

ياداښتونه:

 1) له صبح صادق نه مراد دا دے چې د افق په پلن والي كې سپين والې راوځي او سپينوالې په سپينيدو او روښانه كيدو وي او له صبح صادق نه مخكې صبح كاذبوي. صبح كاذب هغه سپينوالې دے چې له افق نه د اسمان په لور په عمودي (ولاړ) حالت كې راپېدا كېږي چې په خپله كمزورې كېږي او له منځه ځي

(2) د سجدې د ځاې پاکوالي او په خاوره باندې يا له خاورې سره نيغ په نيغه تعلق لرونکي څيز باندې د سجدې د شرط په وجه شيعه مسلمانان ځان سره د خاورې سانچه شوې يوه ټيکۍ ګرځوي چې سجده ګاه يا مهر ورته ويل کيږي سجده ګاه يا مهر د خاورې هغه سانچې شوي ټوټې ته وايي چې ورباندې سجده لګي البته له زمکې سره نيغ په نيغه تعلق لرونکو څيزونو باندې هم سجده کيدې شي لکه لرګې د ونې پاڼه واښه او سپين کاغذ وغيره



[1] . له صبح صادق نه مراد دا دے چې د افق په پلن والي كې سپين والې راوځي او سپينوالې په سپينيدو او روښانه كيدو وي او له صبح صادق نه مخكې صبح كاذبوي. صبح كاذب هغه سپينوالې دے چې له افق نه د اسمان په لور په عمودي (ولاړ) حالت كې راپېدا كېږي چې په خپله كمزورې كېږي او له منځه ځي

[2] . د سجدې د ځاې پاکوالي او په خاوره باندې يا له خاورې سره نيغ په نيغه تعلق لرونکي څيز باندې د سجدې د شرط په وجه شيعه مسلمانان ځان سره د خاورې سانچه شوې يوه ټيکۍ ګرځوي چې سجده ګاه يا مهر ورته ويل کيږي سجده ګاه يا مهر د خاورې هغه سانچې شوي ټوټې ته وايي چې ورباندې سجده لګي البته له زمکې سره نيغ په نيغه تعلق لرونکو څيزونو باندې هم سجده کيدې شي لکه لرګې د ونې پاڼه واښه او سپين کاغذ وغيره