حنّه د عمران ښځه وه او دواړه يو خداي منونکي وو. کله چې د حنّه خيټه شوه نو نذر يې وکړ چې کوم ماشوم چې مې په خيټه دے هغه به د بيت المقدس خدمتګزار وي. هغه په دې تمه وه چې خداي به زوے ورکړي خو کله چې ماشوم وزيږيد نو پوه شوه چې هغه يوه جينۍ ده. هغې له يې مريم نوم کيښود او زکريا پيغمبر چې په بيت المقدس کښې مشر و او د مريم د ترور خاوند هم و، د هغې روځنه قبوله کړه.
مريم لوييدو سره سره د الهي تعليماتو په رڼا کښې روحي پرمختږ هم وکړ او بې له کوم ميړه د خداي د روح په پوکي سره ترې عيسی(ع) پيدا شو.
خداي پاک د مريم د مور حنه او د پلار عمران دعا دا رنګ يادوي: هغه وويل:
رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ ما فِي بَطْنِي مُحَرَّراً فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ العَلِيمُ؛
اے زما خدايه زما چې کوم ماشوم په خيټه دے نذر مې کړے دے چې ستا لپاره آزاد وي، له ما يې قبول کړه، بې شکه چې ښه اوريدونکے ډېر علم لرونکے يې.
په بل آيت کښې فرمايي: خداي پاک په ښه طريقه د هغوي دعا قبوله کړه.