اللهم إنك أعنتني على ختم كتابك الذي أنزلته نورا، وجعلته مهيمنا على كل كتاب أنزلته، وفضلته على كل حديث قصصته، وفرقانا فرقت به بين حلالك وحرامك، وقرآنا أعربت به عن شرائع أحكامك، وكتابا فصلته لعبادك تفصيلا، ووحيا أنزلته على نبيك محمد صلواتك عليه وآله تنزيلا، وجعلته نورا نهتدي من ظلم الضلالة والجهالة باتباعه، وشفاء لمن أنصت بفهم التصديق إلى استماعه، وميزان قسط لا يحيف عن الحق لسانه، ونور هدى لا يطفأ عن الشاهدين برهانه، وعلم نجاة لا يضل من أم قصد سنته، ولا تنال أيدي الهلكات من تعلق بعروة عصمته.
اى څښتنه تا د خپل كتاب په پاى ته رسولو باندې زما مرسته وكړه هغه كتاب چې تا د رڼا په توګه راواستوه او په ټولو اسمانى كتابونو دې ګواه وګرځاوه او تر هر هغه كلام دې چې تا بيان كړ لوړ كړ او د حق او باطل كرښه دې وګرځاوه او په دې سره دې حلال او حرام بيل كړل. هغه قرآن چې د دې په وسيله دې د شريعت احكام وسپړل هغه كتاب چې تا د خپلو بندګانو لپاره په تفصيل او شرحې سره بيان كړ او هغه اسمانى وحى چې پر خپل استازى (ص) دې راواستوه او هغه نور دې وټاكه چې په پيروۍ سره يې موږ د ورك لارۍ او ناپوهۍ په تيارو كې لاره مومو او د هغه كس لپاره دې شفا وګرځاوه چې په دې باندې په باور سره په دې پوهيدل غواړى او په خاموشۍ سره يې واوري او د عدل او انصاف تله دې جوړه كړه چې شاهين او ډانډے يې له حقه اخوا ديخوا نه غړيږى او د هدايت هغه نور دې وګرځاوه چې د دليل او برهان مثال يې د توحيد او نبوت د ګواهۍ وركوونكو لپاره نه ګل كيږى او د ژغورنې هغه نښه دې جوړه كړه چې څوك د دې په نيغې لاره د تګ هڅه وكړى هغه لاره نه وركوي او څوك چې د دې له مزى سره تړے وى هغه (د ويرى فقر او عذاب) د هلاكتونو له منګولو بچ شى
اللهم فإذ أفدتنا المعونة على تلاوته، وسهلت جواسي ألسنتنا بحسن عبارته، فاجعلنا ممن يرعاه حق رعايته، ويدين لك باعتقاد التسليم لمحكم آياته، ويفزع إلى الإقرار بمتشابهه وموضحات بيناته.
اى څښتنه اوس چې دې د دي په تلاوتولو كې له موږ سره مرسته كړې او د دې د ښې لوستنې لپاره دې زموږ د ژبې غوټې پرانستى دى نو موږ د هغو كسانو په ليكه كې راوله چې د دې پوره ساتنه او څارنه كوى او د دې محكمو آيتونو ته د سركيښودول او تسليمدلو په پوخوالى سره ستا امرونه منى او په متشابهو آيتونو او روښانه او څرګندو دليلونو د اقرار په سيورى كې پناه اخلى.
اللهم إنك أنزلته على نبيك محمد صلى الله عليه وآله مجملا، وألهمته علم عجائبه مكملا، وورثتنا علمه مفسرا، وفضلتنا على من جهل علمه، وقويتنا عليه لترفعنا فوق من لم يطق حمله.
اى ربه تا دا په خپل استازى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اجمالى توګه نازل كړ او د دې عجائبو او رازونو ټول علم دې د هغوى په زړه كې واچوه او موږ دې د دې د تفصيلى علم وراثان وټاكلو او څوك چې د دې علم نه لري پر هغو دې لوړ كړو او د دې په غوښتنو د عمل كولو توفيق دې راكړ چې څوك د دې حقايق نه شى زغملے پر هغو زموږ فوقيت او لوړاوى ثابت كاندى
اللهم فكما جعلت قلوبنا له حملة، وعرفتنا برحمتك شرفه وفضله، فصل على محمد الخطيب به وعلى آله، واجعلنا ممن يعترف بأنه من عندك، حتى لا يعارضنا الشك في تصديقه، ولا يختلجنا الزيغ عن قصد طريقه.
اى څښتنه لكه څنګه چې دې مونږ زړونه د قرآن وړونكى وګرځول او په خپل رحمت سره دې د دې له فضل او شرفه خبر كړو همدا راز پر محمد (ص) چې د قران خطبه لوستونكے او د هغوى پر آل چې د قرآن خزينه داران دى رحمت وليږه او موږ له هغو خلكو وګرځوه چې دا اقرار كوي چې دا ستا لخوا دى چې د دې په تصديقولو كې زړه نازړه نه شو او له دې له سيخې لارې د كږيدو خيال هم په زړه كې رانه ولو.
اللهم صل على محمد وآله، واجعلنا ممن يعتصم بحبله، ويأوى من المتشابهات إلى حرز معقله، ويسكن في ظل جناحه، ويهتدي بضوء صباحه، ويقتدي بتبلج أسفاره، ويستصبح بمصباحه، ولا يلتمس الهدى في غيره.
اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او موږ له هغو كسانو وګرځوه چې د دى په مزى پورې تړلى او په مشتبهو چارو كې د دې پياوړى پناه ځاى ته پناه راوړى او د دى تر پردو لاندې ټيكاو كوى او د دى له ځلاند سهاره هدايت مومى او د دې د رڼا پړقا پيروى كوى او له مشاله يې مشال بلوى او له دې پرته له بل چا هدايت نه غواړى
اللهم وكما نصبت به محمدا علما للدلالة عليك، وأنهجت بآله سبل الرضا إليك، فصل على محمد وآله، واجعل القرآن وسيلة لنا إلى أشرف منازل الكرامة، وسُلّماً نعرج فيه إلى محل السلامة، وسبباً نجزى به النجاة في عرصة القيامة، وذريعة نقدم بها على نعيم دار المقامة.
اى څښتنه لكه څنګه چې تا د دې قرآن په ذريعه محمد صلى الله عليه و آله وسلم د خپلې لارښوونې نښه ګرځولے دے او د هغوى د آل په وسيله دې د خپلى خوښۍ او رضا لارې ښكاره كړى دى همداراز پر محمد صلى الله عليه وسلم او د هغوى پر آل رحمت وليږه او قرآن زموږ لپاره د عزت او سترتوب جګو پوړو ته د رسيدو وسيله او د سلامتيا مقام ته د رسيدلو پوړۍ او په لويه ورځ د ژغورنې سوب او د ټيكاو په ځاى (جنت) كې نعمتونو ته د رسيدا ذريعه وګرځوي.
اللهم صل على محمد وآله، واحطط بالقرآن عنا ثقل الأوزار، وهب لنا حسن شمائل الأبرار، واقف بنا آثار الذين قاموا لك به آناء الليل وأطراف النهار، حتى تطهرنا من كل دنس بتطهيره، وتقفوا بنا آثار الذين استضاؤوا بنوره ولم يلههم الأمل عن العمل، فيقطعهم بخدع غروره.
اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او د قرآن په وسيله د ګناهانو دروند پيټى زموږ له سره كوز كړه او د نيكانو ښه خويونه او عادتونه راكانده او د هغو كسانو په پله مو وچلوه چې ستا لپاره د شپې په شيبو او د سهار او ماښام په ګړيو كې قرآن خپله كړن لاره ګرځوى چې د دې د سپيڅلتيا په خاطر ته موږ له هرې ككړيتا پاك كاندې او د هغو كسانو په لاره مو روان كاندې كومو چې د دې له نوره رڼا اخستې ده او هيلو هغوى له عملونو غافله نه كړل. چې ګوندې اميدونه ئي په خپلو چلولونو سره تبا كړى
اللهم صل على محمد وآله، واجعل القرآن لنا في ظلم الليالي مونسا، ومن نزغات الشيطان وخطرات الوساوس حارسا، ولأقدامنا عن نقلها إلى المعاصي حابسا، ولألسنتنا عن الخوض في الباطل من غير ما آفة مخرسا، ولجوارحنا عن اقتراف الآثام زاجرا، ولما طوت الغفلة عنا من تصفح الاعتبار ناشرا، حتى توصل إلى قلوبنا فهم عجائبه وزواجر أمثاله، التي ضعفت الجبال الرواسي على صلابتها عن احتماله.
اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او قرآن مجيد د شپې په تورتمونو كې زموږ مل، د شيطانى مفسدو او په زړه كې له تيريدونكو وسوسو څخه ساتونكے او زموږ قدمونه د ګناهانو په لور له اوچتيدلو تم كوونكے او زموږ ژبې په باطلو كې له ډوبيدلو څخه بې له كوم مرضه ګونګۍ كوونكې او د ګناهانو له كولو څخه زموږ د غړو غړوونكے او زموږ غفلت او خوب چې د پند او عبرت كوم دفتر تړلے دے د هغه خلاصوونكے غوړوونكے وګرځوه چې د دې د عجائبو او رمزونو حقيقتونه او ددې خبرداروونكى مثالونه چې غرونه يې له خپلو عښلتياوو او لوى والى سره سره له اوچتولو عاجزه شو زموږ په زړونو راكوز كړې
اللهم صل على محمد وآله، وأدم بالقرآن صلاح ظاهرنا، واحجب به خطرات الوساوس عن صحة ضمائرنا، واغسل به درن قلوبنا وعلائق أوزارنا، واجمع به منتشر أمورنا، وارو به في موقف العرض عليك ظمأ هواجرنا، واكسنا به حلل الأمان يوم الفزع الأكبر في نشورنا.
اى ربه پر محمد (ص) او د هغوى پر ّال رحمت وليږه او د قرآن په وسيله زموږ ظاهر تل په صلاح او سمون سره آغلې كړه او زموږ د ضمير په فطرتې سلامتيا سره د غلطو خيالاتو لاسوهنه ودروه او زموږ د زړونو ككړتياوې او د ګناهانو ګندګۍ پريوله او په دې سره زموږ تيت وپركې چارې سرڅڼه كړه او په لويه ورځ د تودو سوراړو او سوزونكو غرمو سيز او تنده مو ماته كړه او د سختې ويرې او ترهې په ورځ چې له قبرونو راياڅو نو د خير او امن جامې راواغونده
اللهم صل على محمد وآله، واجبر بالقرآن خلتنا من عدم الإملاق، وسق إلينا به رغد العيش وخصب سعة الأرزاق، وجنبنا به الضرائب المذمومة ومداني الأخلاق، واعصمنا به من هوة الكفر ودواعي النفاق، حتى يكون لنا في القيامة إلى رضوانك وجنانك قائدا، ولنا في الدنيا عن سخطك وتعدي حدودك ذايدا، ولما عندك بتحليل حلاله وتحريم حرامه شاهدا.
اى مالكه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او د قرآن په وسيله له فقر او احتياج څخه زموږ د راپيدا شوى ستومانۍ او بدحالۍ چاره وكړه او د ژوند د پراختيا او د پراخي روزۍ د اسانۍ او هوساينې مخ موږ ته راواړوه او له بدو عادتونو او سپكو خويونو مو لرې كانده او د كفر په ګړنګ كې له لويدو او نفاق اچوونكو څيزونو مو وساته چې دا قرآن د قيامت په ورځ ستا رضا او جنت ته ور وړاندې كوونكے او په دنيا كې ستا له ناخوښۍ او د پولو له ماتولو وغړوى او په دې چارې ګواه وى چې كوم څيز ستا په نزد حلال وْ هغه مې حلال وګاڼه او كوم چې حرام وْ هغه مې حرام وباله.
اللهم صل على محمد وآله، وهون بالقرآن عند الموت على أنفسنا كرب السياق وجهد الأنين وترادف الحشارج إذا بلغت النفوس التراقي، وقيل من راق، وتجلى ملك الموت لقبضها من حجب الغيوب، ورماها عن قوس المنايا بأسهم وحشة الفراق، وداف لها من زعاف الموت كأسا مسمومة المذاق، ودنا منا إلى الآخرة رحيل وانطلاق، وصارت الأعمال قلائد في الأعناق، وكانت القبور هي المأوى إلى ميقات يوم التلاق.
اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او د دې قرآن په وسيلې سره د مړيني د ساوتلو تكليفونه د زبيرګيو سختۍ او د ځنكندن پرله پسې سلګۍ په موږ اسانې كړه كله چې سا خولې ته راورسى او وويل شى چې څوك دم درود والا شته (چې كومه چاره وكړى) او ملك الموت د غيب د پردې په څيرى كولو سره د اروا د اخستلو لپاره را مخته شى او د مرګ په ليندې كې د فراق د ترهې د غشى په كيښنولو سره مونږ په نښه كړى او د مړينې په زهرجن جام كې وژونكى زهر ګډ كړى او آخرت ته زموږ چل چلاو او كوچ نزدې وى او زموږ كړه زموږ د غاړي غړوندے شى او قبرونه د ليوگ ورځې تر شيبو پور ټكاونه جوړه شى.
اللهم صل على محمد وآله، وبارك لنا في حلول دار البلى، وطول المقامة بين أطباق الثرى، واجعل القبور بعد فراق الدنيا خير منازلنا، وافسح لنا برحمتك في ضيق ملاحدنا، ولا تفضحنا في حاضر يوم القيامة بموبقات آثامنا، وارحم بالقرآن في موقف العرض عليك ذل مقامنا، وثبت به عند اضطراب جسر جهنم يوم المجاز عليها زلل أقدامنا، ونجنا به من كل كرب يوم القيامة، وشدائد أهوال يوم الطامة، وبيض وجوهنا يوم تسود وجوه الظَّلَمة في يوم الحسرة والندامة، واجعل لنا في صدور المؤمنين ودا، ولا تجعل الحياة علينا نكدا.
اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او د زړيدو او ورستيدو كور ته كوزيدل او تر مودو مودو په خاورو كې پاتيدل زموږ لپاره مبارك كړه او دنيا ته له شا كولو وروسته قبرونه زموږ لپاره ښه كور وګرځوه او په خپل رحمت سره زموږ لپاره د ګور تنګي پراخه او ازاده كړه او د حشر د عامې غونډي په مخكى زموږ د وژونكو ګناهانو په وجه موږ مه رسوا كوه او د كړو او عملونو د وړاندې كيدو په ځاى كې زموږ د ذلت او خوراۍ په حال رحم وكړه او په كومه ورځ چې به د جهنم له پله تيريږو نو د پله د ړكيدو په وخت زموږ لړزيدونكى او څپڅپانده ګامونه كلك كانده او د قيامت په ورځ موږ د قرآن په وسيله له هر غم او د لويې ورځې له ويرو او بلاګانو وساته او كله به چې د حسرت افسوس او پښيمانۍ په ورځ د ظالمانو مخونه تور وى زموږ مخونه راڼه كړه او د مومنانو په زړونو كې زموږ مينه ځاى كړه او ژوند موږ ته مخ سختوه.
اللهم صل على محمد عبدك ورسولك كما بلغ رسالتك، وصدع بأمرك ونصح لعبادك، اللهم اجعل نبينا صلواتك عليه وآله يوم القيامة أقرب النبيين منك مجلسا، وأمكنهم منك شفاعة، وأجلهم عندك قدرا، وأوجههم عندك جاها، اللهم صل على محمد وآل محمد، وشرف بنيانه، وعظم برهانه، وثقل ميزانه، وتقبل شفاعته، وقرب وسيلته، وبيض وجهه، وأتم نوره، وارفع درجته، وأحينا على سنته، وتوفنا على ملته، وخذ بنا منهاجه، واسلك بنا سبيله، واجعلنا من أهل طاعته، واحشرنا في زمرته، وأوردنا حوضه، واسقنا بكأسه،
اى څښتنه زموږ نبى صلى الله عليه واله وسلم د قيامت په ورځ د مقام له نظره تر ټولو نبيانو ځانته نزدې د شفاعت له اړخه لوړ او د منزلت او سترتوب له لحاظه غوره وګرځوه. اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او د هغوى د عزت او شرافت ماڼۍ لوړه كړه دليل او برهان يې ستر او د عمل تله يې درنه كانده د هغوى شفاعت ومنه او مقام يې ځانته نزدي مخونه يې ځلانده رڼا يې بشپړه او پوړۍ يې جګه كړه او موږ هم د هغه پر دين ژوندى وساته او په هم هغه مو له دنيا واخله او د هم هغه په پله مو پل كيږدوه په هماغې لاري مو روان كانده او د هغه له منونكو مو وټاكه او د هغه په ټول كې مو محشور كړه او د هغوى پر حوض مو كوز كانده او د هغوى له جامه مو خړوب كړه
اللهم صل على محمد وآله، صلاة تبلغه بها أفضل ما يأمل من خيرك وفضلك وكرامتك، إنك ذو رحمة واسعة وفضل كريم، اللهم اجزه بما بلغ من رسالاتك، وأدى من آياتك، ونصح لعبادك، وجاهد في سبيلك، افضل ما جزيت أحدا من ملائكتك المقربين وأنبيائك المرسلين المصطفين، والسلام عليه وعلى آله الطيبين الطاهرين ورحمة الله وبركاته.
اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل داسې رحمت وليږه چې په هغه سره هغوى د پراخ رحمت او لوى او ستر فضل او احسان څښتن يې اى خدايه هغوى چې ستا د پيغامونو تبليغ وكړ ستا ايتونه يې ورسول ستا بندګانو ته يې نصيحت وكړ او ستا په لاره كې يې جهاد كاوه. د دغو ټولو بدله وركړه چې له هرې هغې خبرې غوره وى چې تا نزدې پرښتو او غوريزو استازو او نبيانو ته وړركړى وى پر دوى او د دوى پر پاك او سپيڅلى آل دې سلام وى او د خداى رحمتونه او بركتونه وى په دوى.
د دعا شرحه
د دې دعا نامه دعاى ختم القرآن ده او امام سجاد به د قرآن مجيد له ختمولو وروسته كوله نو پكار ده چې د قرآن شريف له ختمولو وروسته ولوستل شى قرآن شريف د پند و نصيحتونو، سپارښتو، ښودنو، حكمتونو عبرتونو او بيلګو سرچينه ده نو د دې لوستل اوريدل او پكې ځيريدل او د غور او فكر كول د ژوند يوه برخه جوړول پكار دى لكه څرنګه چې لوى څښتن فرمايى: فاقروا ما تيسرن من القرآن څومره چې قرآن لوستلې شئ (په اسانۍ سره) وې لولئ. په دې لړ كې ډير حديثونه هم راغلى دى چې پكښې د قرآن مجيد د اجر او ثواب او د دې چاري د ښه والى يادونه شوې ده امام حسين فرمايى: من قراْ آية من كتاب الله عزوجل فى صلوته قائماً يكتب له بكل حرف مأة حسنه فان قرأْها فى غير صلوة كتب الله له بكل حرف عشر حسنات و ان السمع القرآن كتب الله بكل حرف حسنة و ان ختم القرآن ليله صلت عليه الملئكة حتى يصبح وان ختمه نهاراً صلت عليه الحفظه حتى يمسى وكانت له دعوة مستجابه وكان خيراً له مابين السماء والارض ((كوم كس چې په لمانځو كې د قرآن شريف يو آيت تلاوت كړى د هغه په كړن پاڼه كې د هر تورى په بدله كې سل نيكۍ ليكل كيږى او كه له لمانځه بهر قرآن ولولى نو خداى تعالى د هر حرف په وړاندې د هغه په عمل نامه كې سل نيكۍ ليكى او كه يوازي قرآن واورى هم د هر تورى په بدله كې ورته خداى تعالى يوه نيكى ليكى او كه د شپې مهال قرآن ختم كړى نو تر سهاره ورته فرښتي د رحمت دعا كوى او كه د ورځې يې ختم كړى نو تر ماښامه پرې ساتندوى فرښتې درود او رحمت ليږى او دعا يې قبليږى او دا چاره د ده لپاره تر هر هغه څه غوره ده چې په ځمكې او اسمان كې دى))
د تلاوت هدف يوازې دا نه دے چې په خوله د قرآن تورى جارى شى بلكه اصلى موخه دا ده چې د دغو الفاظو په وسيله د قرآن شريف ښوونې او تعليمات په زړهْ او مازغو كې خوندى شى او د اخلاقى فايدې او علمى او عملى بصيرت لامل وى او ژوند د حق او رښيتنۍ په چوكاټ كې راولى نو ضرورى ده چې د قرآن شريف د تلاوت په وخت د هغو ادابو او شرائطو هم خيال وساتل شى چې د دې مقصد له پوره كولو سره مرسته كوي. دا اداب څه د ظاهر په باب دى او څه د انسان د باطن په هكله. ظاهرى ادبونه دا دى چې بنيادم د تلاوت په وخت په اودس كې او د قبلې په مخ وى په ادب او احترام سره قرآن شريف مخې ته پرانيزى او له تلاوته مخكې اعوذبالله من الشيطان الرجيم ووايې او ږغ ډير لوړ نه كړى او نه يې ډير ټيټ كاندى البته كه د ريا او ځان ښوونې ويره وى نو په ټيټ غږ دې ولولى د حروفو او تورو د مخرجونو خيال وساتى د وقف او تميدا په ځايونو وقف وكړى ورو ورو او په كرارى سره جملې ادا كړى او كه ممكنه وى نو په خوږ اواز تلاوت وكړى خو په اواز كې د ټټيدو هسكيدو او د غنا حالت پيدا نه شى لکه څنګه چې ګران رسول (ص) فرمايى: اقرواالقرآن بالحان العرب واصواتها واياكم ولحون اهل الفسق واهل الكبائر ((قرآن شريف د عربو په ګړدود او لهجې سره وايئ او د فاسقانو او ګناهاكارانو په طرز او ډول يې مه وايئ))
كله چې د تلاوت وخت داسې ايت ته ورسيږي چې عذاب او وعيد وى پكي وى نو د خداى تعالى له عذابه دې پناه وغواړي او د آخرت د كوم نعمت او بخښنې ذكر راشى نو خداى تعالى ته دې لمن وغوړوى كه د دعا او استغفار ايت ته راورسيد نو دعا او استغفار دى وكړي چې د سجدي اايت ته ورسيږى نو سمدستې دې سجده وكړى او تر دريو ورځو په كم وخت كې دې ټول قرآن نه ختموى او كله چې كوم سورت پاى ته ورسوى نو ودې وايې ((صدق الله العلى العظيم وبلع رسوله الكريم اللهم انفعنا به وبارك لنافيه الحمدلله رب العالمين)) او كله چې ټول قرآن ختم كړى نو د قرآن د ختميدو دعا دې ولولى دا هغه ادبونه دى چې له ظاهر سره لړه لرى او هغه ادبونه چې له ضمير وجدان من او باطن سره مربوط وى دا دى.
لومړے دا چې د قرآن مجيد سترتوب عظمت او سپيڅلتيا ته پام ولرى او د عامو كتابونو په شان يې ونه لولى بلكه په خپل ذهن كې دې دا تصور راولى چې دا كتاب چې اوس د يوې ټولګې په بڼه د ده په لاسونو كې دے يو وخت په لوح محفوظ كې وْ چې د امانت فرښتې يعنې جبرئيل (ع) په وسيله د ګران نبى (ص) په پاك زړه راكوز شو او بيا د هغوى له مباركې خلې راووت او د دنيا فصيحان او بليغان يې كونګيان كړل او ده ته راورسيد كله چې د قرآن مجيد دا عظمت په زړه كې ځاى ونيسى نو د فكر او نظر لاره اسانيږى او يو داسې روغ ذهن جوړيږى چې د اخلاقو او روحانيت د اغيزو منلو ته تيار وى.
دوهمه دا چې د قرآن مجيد د لوستلو په وخت د دې د نازلوونكى د عظمت جلال او سترتوب خيال په زړه كې راولى چې په عرش لوح، ځمكې اسمانونو، ستورو سپوږمۍ او لمر غرونه دښتې غرض د كائناتو په هر څيز واكمن دے او د هر ستر او لوى څيز تر عظمت او جلاله ستر دے او كله چې له دې عظمته متاثره شى او د قرآن تلاوت وكړى نو د قرآن شريف ټولې كيسې او مثالونه او حكمتونه پرې اثر كوى او په زړه يې كيښنى.
دريم دا چې د قرآن شريف تلاوت په سيز، عاجزۍ، تواضع او د زړه له كومى وكړے شى او دا چاره هغه وخت ممكنه ده چې انسان د خداى تعالى او د هغه د كلام له سترتوب او عظمته متاثره وى. امام جعفر صادق فرمايى: من قراْ القران ولم يخضع ولم يرق قلبه ولاينسى خزنا و وجلاً فى سره فقد استهان بعظيم شان الله تعالى وخسر خسراناً مبيناً)) او كوم سړے چې د قرآن شريف تلاوت وكړى او په زړه كې يې د نرى والى او عاجزۍ جذبات او په ضمير كې يې د ويرى او غم حالت پيدا نه شى نو هغه د خداى تعالى عظمت او ستروالى ته په سپكه سترګه وكتل او بيخى تاوانى دى))
څلورم دا چې بنيادم شيطانى وسوسې خطرې او فاسد خيالونه له خپل زړه لري كړي. چې توجه او د زړه حضور ورته حاصل شى ځكه چې كه ځيرتيا او توجه نه وى نو د تلاوت فايده كمزورې او كميږي.
پنځم دا چې د تلاوت په وخت د قرآن شريف په هر ګوټ نظر ولرى د دې په اهدفو مطلبونو او غرضونو پوه شى او له پوهيدو وروسته يې په زړه او مازغو كې كيښنوي چې د معناوو او معارفو پانګه يې په زړه كې پيدا شى او د پوهې او ځيريتا ورونه پرانستل شى او كله چې د غور او فكر مزے له لاسو خلاص شى او طبيعت ورته نه كيږى نو صلاحيت مړ او زړه زنګى شى. لكه څنګه چې خداى تعالى فرمايى: افلايتدبرون القران ام على قلوب افقا لها په قرآن كې خو هيڅ غور او فكر نه كوى يا دا چې د هغوى په زړونو جرندې (قفلونه) لګيدلي دى))
شپږم باطنې ادب د قرآن مجيد د لوستلو دا دے چې يوازې د ظاهرى معنا په پوهيدو بسنه ونه كړى مثلاً دا چې د خالق مانا پيدا كوونكے او د رازق مانا روزى وركوونكے ده بلكه په كومو آيتونو كې چې د خداى تعالى د نومونو او بيلابيلو صفتونو ذكر شوے په هغو كې دې ځير او ډوب شي. يعنې دا چې هغه ذات خالق او پنځګر دے نو كوم ډول خالق دے او څنګه بې له بيلګو او سامانونو ډول ډول څيرى جوړوى او رازق دے. نو د رازقيت كړۍ يې څومره ارته ده چې د دريابونو په ژورو په فضا كې الوتونكو او د غرونو په څمڅو او درزونو كې استوګنو ټولو ته پوره پوره رزق رسوى او د مور په زيلان كې پروت بې وسه ماشوم ته هم خپله برخه پوره پوره ملاويږي. څومره چې انسان په دغو چارو كې زيات فكر او غور كوى همدومره يې تصور او پوه په خپلې بې وسۍ اعتراف كوى او دا اعتراف بنيادم خداى تعالى ته نور هم ورنزدى كوي.
اووم ادب دا دے چې هغه چارې چې په قرآن باندي د پوهيدو مخه نيسى هغه بايد له منځه يوسى. په دغنو خنډونو كې ځنې دا دى.
1- تقليد او تعصب:
كله چې انسان په ړانده تقليد او تعصب كې ښكيل وى نو له دې امله يوازې د يوې نظريې او يو مسلك پلوى كوى او دغه نظر او مذهب كه هر څومره غلط وى بيا يې هم دى پلوے وے او قرآن مجيد تاو راتاو كړى او كوشش كوى چې ټول ايتونه له خپلې مدعا او نظر سره سم كاندى دغه شان كس د قرآن په ظاهرى او څرګند مفهوم سترګې پټوى او د خپلى خوښې د مطلب د ثابتولو لپاره تر وسه وسه هڅه كوى دا كج فكرى او كږلارى د هغه په طبيعت كې دومره كښنې چې د هغه د طبيعت برخه جوړه شى او هغه ته ډيره نيغه لاره هم كږه او ډيره كږه او پيچلى لاره هم نيغه ښکارى.
2- فكرى جمود:
په فكري جمود او ولاړتيا سره د ذهن د ودې پرمختګ او غوړيدو كيفيت ختميږى او د فكر او غور طاقت له منځه ځى او دغه ډول انسان دا ګڼى چې هر څه مفسرينو ليكلى دى هغه سم او صحيح دى او د دې خو بل هيڅ تفسير نه شى كيدى داسي كس په همدغو اقوالو او ويناوو قانع وى او د نور فكر او غور تكليف ځانته نه وركوي.
3- پرګناهانو ټينګار:
دا هم په قرآن د پوهيدلو په لاره كې يو لوى خنډ دے ځكه چې پر ګناهانو د پرله پسې ټنګار او اصرار په وجه د زړه نور او صفا ختميږي او په زړه د تورتمونو داسې پردې غوړيږى چې د حقيقتونو او رښتياو رڼا ورځنې نه تيريږى.
4- سطحى توجه:
سطحى توجه دا ده چې انسان يوازې د قراان تورو او الفاظ ته خپله توجه مخصوصه كړي او كله چې د انسان ټول پام دې خواته وى نو پر معناوو او مطلب پوهيدلو ته يې پام نه اوړى دا كسان د درياب د مخ په نندارې كې دومره ډوب دى چې دوى ته بيخى دا ياده نه وى چې د دې سمندر په ويخ كې څومره خزانې او زيرمې پټې دى چې ګوندې دوى ورغوټه شى او له څپانده څپو تير شى او لعلونو ته ځان ورسوي. د قرآن شريف د لوستلو اتم باطنى ادب دا چې انسان د قرآن شريف په موعظو حكمتونو كيسو او بيلګو كې ځير شى او د هغې د نصيحت او سپارښتنو پر اړخونو غور وكړئ او په هغو هغو ځايونو كې چې قدرت خطاب كړے دا تصور وكړى چې دا خطاب او وينا همده ته شوې ده نو داسې دې يې ومنى او داسې اغيز دې تري واخلى لكه ځرنګه چې د يو باچا او واكمن خبره منل كيږى او انسان پرې په هر ډول چې وى عمل كوى چې ګوندې د باچا له قاره بچ شى.
نهم ادب دا دے چې كله داسي ايت تلاوت كړى چې ګواښ او غندنه وى پكې نو ودې ويريږى او كله چې داسې ايت ته ورسيږى چې د مغفرت رحمت او د جنت خبري پكې شوى وى نو په زړه كې دې د اميد او خوښۍ احساسات وزغلوي.
لسم دا چې د تلاوت په وخت داسې وګڼي چې ګوندى د هغه ذات مخ ته ولاړ دے او كه څه هم دے يې نه شى ليدلے خو هغه يې وينى او غږ يې اورى او كله چې انسان دا تصور پيدا كړى نو بيا دې دا خيال وكړى چې خداى تعالى د دې قرآن په وسيله له هغه سره مخاطب دے او ده ته د ښو حكم وركوى او له بدو يې منعى كوى كله چې دې پړاو ته ورسيږى نو بيا دې خداى تعالى د خپلو تصوراتو او خيالاتو مركز جوړ كړي او په خپل فكر او سوچ كې دې بل چا ته ځاى نه وركوى او نه دې خپل ذات خپل مال اولاد او نه بل چا ته په زړه کښې ځاى وركوى او د قرآن په كلام سره دې له متكلم سره مينه ولرى ځكه چې پاك خداى په خپل كلام كې ځلا لرى. امام جعفر صادق فرمايى: والله لقد تجلى الله نحلقه فى كلامه ولكن لايبصرون)) په خداى قسم قدرت په خپل كلام كې د خپلو مخلوقاتو لپاره څرګند او جلوه ګر دے خو هغوى يې نه ګوري.
يوولسم دا چې كه كله د داسې ايت تلاوت وكړي چې د نيكانو كيسه او د هغوى ستاينه او يادونه وى پكې نو ځان په هغو كې ونه شميرى او نه په ځان د دغو صفتونو د تطبيقولو كوشش وكړى بلكه په دې وخت دې له خدايه دعا وكړى چې د مومنانو په صفت دې يې متصف كړى او خداى يې د صفا او رښتينو په ټولګى كې راولى او كه كله داسې ايت تلاوت كړى چې د نافرمانو او ګناهاكارو غندنه پكښې شوى وى نو داسې دي وګڼې چې كومو كسانو ته دا خطاب شوے او غنده او رټنه يې شوې ده په هغو كې يو كس دے هم دے نو خداى تعالى ته دې توبه او استغفار وكړى او د نيك عمل توفيق دې وغواړى چې خداى تعالى يې په قرآن باندې په عمل كوونكو كې وشميري او د قرآن شفاعت يې په برخه شى.
ژباړه: عبدالرحيم دراني