په تېره زمانه کښې د يمن په ښار کښې يو ايمانداره سړے اوسيدۀ د هغه يو لوي او شين باغ ؤ او کله چې به يې ميوه راټولوله نو فقيرانو او غريبان به راتلل او هغوي ته به يې ورکوله کله چې د سړے مړ شو نو د هغه زامن د باغ څيتن شول او ويې ويل چې د باغ له ميوې به غريبانو او فقيرانو ته څه نه ورکوو. کله چې د ميوې د شکولو وخت نږدې شو نو ځان سره يې وويل:
"سبا سهار به پټ باغ ته لاړ شو د وړاندې له دې چې غريبان راشي ميوه به راټوله کړو او کور ته به يې راوړو" د هغوي دې خبرې ته پام نه ؤ چې ټول نعمتونه د خداي دي او خداي پاک د هغوي په ميوو کښې يوه برخه د فقيرانو ګرځولې ده. د شپې اوده شو چې سهار وختي باغ ته لاړ شي.
په هماغې شپې د خداي اور هغه باغ داسې وسوزلو چې کله هغوي سهار خپل باغ ته راغلل نه ځان سره يې وويل چې غلط راغلي يو دا خو زمونږ باغ نه دے. هوښيار ورور يې وويل: ما تاسو ته نه ؤ ويلي چې خداي يادوئ او د خداي شکر کوئ!
په هغه وخت هغوي راويخ شول او په خپلې ناپوهۍ پوه شول او ويې ويل:
سُبْحانَ رَبِّنا إِنَّا كُنَّا ظالمِين؛
پاک دے زمونږ خداي، بيشکه چې مونږ ګناهګار يو.
هغوي يو بل ملامت کړ او خپله ګناه يې ومنله او ژمنه يې وکړه چې د خپل پلار په صحيح لارې بيا روان شي او ويې ويل:
عَسى رَبُّنا أَنْ يُبْدِلنا خَيْراً منْها إِنَّا إِلى رَبِّنا راغِبُونَ؛
هيله لرو چې خداي مونږ ته له هغې باغه بل ښه باغ راکړي مونږ خپل پروردګار ته مخ کوو.