اهلبېت (ع) د ذکر خاوندان

فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (١)

که نه پوهېږئ نو د ذکر له خاوندانو نه پوښتنه وکړئ

جابر بن عبدالله انصاری (رض) وائی :حضرت علی بن ابی طالب (ع) وفرمايل : مونږه اهلبېت (ع) د ذکر خاندان يو(٢)

همدا رنګ جعفر جعفی (رض) وائی چې کله د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ ايت مبارک نازل شو حضرت علی (ع) وفرمايل: مونږه (اهلبېت) د ذکر خاوندان يو.(3)

پکار دی په دې ځان پوه کړو چې په قران مجيد کښې پرله پسې ذکر خپله قران مجيد ته هم ويل شوےدے (4) نو په دې بنياد په دې امت کښې د ذکر خاوندان د قران خاوندان دی. په تېره بيا لکه چې په سورۀ نحل  کښې راغلی دی: وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ نو له دې مبارک ايت نه څرګنديږی چې د ذکر خاوندان د قران خاوندان دی او د قران خاوندان هماغه کسان کېدې شی چې په حديث ثقلېن کښې ورته د قران په څېر ويل شوی دی او هغه دی د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېت (ع) چې د سورۀ طلاق په ١٠ ايت کښې ذکر په هغو بزرګوارو په ظاهره اطلاق شوے دے او له رسول اکرم (ص) نه پس هغوی د خلکو د پوښتنو مرجع دی ځکه چې هغوی  د خلکو پوښتنو ته د وحی مطابق مطمئنوونکی او ضمانت ورکوونکی ځوابونه ورکوی. په دې ايت مبارک کښې د ذکر په خاوندانو کښې ټول مسلمانان شامل نه دی ځکه چې د دې چارې مسؤلان هغه کسان کېدې شی چې د قرآن او سنتو عارفان وی او څرګنده ده چې ټول مسلمانان د الهی معارفو او دينی احکامو عالمان او په قران مجيد باندې پوره پوه نه دی نو په همدې وجه په ايت مبارک کښې د ذکر خاوندان هغه کسان دی چې د ثقلېن په حديث کښې ورته عترت او اهلبېت او د قرآن مجيد مساوی وئيل شوی دی او خلک به له دوی نه د دين په اخېستلو سره هدايت بيا مومی او هيڅکله به بې لارې نه شی.

سفيان ثوری له سُدی نه روايت کړے دےچې حارث وويل له حضرت علی (ع) نه مې د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ... ايت مبارک د تفسير په هکله پوښتنه وکړه چې د ذکر خاوندان کوم کسان دی؟ نو حضرت علی (ع) راته وفرمايل : په خداے مې دې قسم وی چې مونږ (اهلبېت) د ذکر خاوندان او د علم خزانې يو مونږ د تاويل او تنزيل عارفان او عالمان يو، د خداے ګران رسول (ص) هم زما په هکله وفرمايل: انا مدينه العلم و علیٌُّ بابها فمن اراد العلم فلياته من بابه (( زۀ د علم ښار يم او علی (ع) د دغه ښار دروازه ده هر څوک چې د علم او معرفت زده کړه غواړی نو پکار دی چې په دروازه راشی)) (5)

همدا رنګ يحيی بن يمان له اسرائيل نه او هغه له جابر بن عبدالله انصاری (رض) نه نقل کړی دی چې جابر وويل له ابوجعفر (ع) نه مې د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ...  وضاحت وغوښتۀ نو هغه حضرت راته وفرمايل د ذکر خاوندان مونږ د پېغبر اکرم (ص) خاندان او د هغوی اهلبېت (ع) يو چې د دين د معرفت او د علومو په زده کړه کښې پکار دی له مونږ نه پوښتنه وشی. (6)

    فضېل بن يسار له حضرت ابوجعفر (ع) نه نقل کړی دی چې هغه حضرت د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ...  د تفسير په هکله سوال وکړ نو وې فرمايل: د ذکر خاوندان د خداے د ګران رسول (ص) له عترت او اهلبېتو څخه معصوم امامان (ع) دی. او بيا يې و انزلنا عليکم ذکراً رسولاً ايت مبارک تلاوت کړ. (7)


(١) سورۀ نحل  ٤٣ ايت

(٢) اخرج الثعلبی عن جابر بن عبدالله قال: قال علی بن ابی طالب (ع) نحن اهل الذکر. (ينابيع الموده ١١٩ مخ)

(3) تفسير ابن جرير طبری  ١٧ ټوک ٥ مخ

(4) سورۀ آل عمران ٥٨ ايت، سورۀ حجر ٦ ايت، سورۀ انبياء ٥٠ ايت، سورۀ يس ١١ او ٦٩ ايتونه، سورۀ ص ٨ او ٨٧ ايتونه، سورۀ فصلت ٤١ ايت، سورۀ زخرف ٥ ايت ، سورۀ قلم ٥١ ايت  او داسې نور....

(5) عن الحرث قال: سألت علياً عن هذا لايه((ساسئلوا اهل الذکر...)) قال: والله اٍنا لنحن اهل الذکر، نحن اهل العلم و نحن معدن التاويل و التنزيل. ولقد سمعت رسول الله (ص) يقول: ( انا مدينه العلم و علیّ بابها فمن اراد العلم فلياته من بابه شواهد التنزيل ١ ټوک ٣٣٤ مخ

(6) شواهد التنزيل  علامه حاکم حسکانی

(7)  په دې موضوع باندې د تيونس يو سنی عالم سيد محمد تيجانی د اهل  ذکر په  موضوع يو ډېر غټ کتاب ليکلے دے ( مترجم)