يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (1)
"اے هغو كسانو چې ايمان مو راوړے دے ټول په "سلم" كې داخل شئ او د شيطان متابعت مه كوئ چې هغه ستاسو ښكاره دښمن دے"
له "سلم" نه مراد اهلبېت عليهم السلام دى "سلم" د امان او د نجات د لارې په معنا دے (2) سلم, تسليم او اسلام يوه معنا لرى (3) او د نجات او امان لاره او حـقيقى اسـلام د اهلبېتو(ع) په ولايت كې دے نو بس اے ايمان راوړونکو تاسو هغه وخت خداے پاک ته تسليم يئ چې په فكر او عمل كې د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) پېروى وكړئ. له حضرت على (ع) نه روايت دے چي فرمائى: " په سلم كې د داخليدو مقصد زمونږاهلبېتو (ع) ولايت دے(4)
له امام محمد باقر (ع) نه روايت دے چې "سلم" د على عليه السلام او له هغه نه وروستو د هغه د اوصياوولايت دے" (5)
(1) سورهْ بقره, ٢٠٨ ايت
(2)-معجم الفاظ القرآن (مجمع اللغـﺓ العربيـﺓ) ١ ټوک ٦٠٨ مخ (فى السلم) اى فى طريق الامان و النجاﺓ
(3) الميزان, ٢ ټوک ١٠٣ مخ
(4) رواﺓ القوم, منهم العلامـﺓ ابن العازلى الشافعى روى عن على (ع) فى قوله تعالى: "ادخلوا فى السلم كآفـﺓ" قال: ولايتنا اَهل البيت.
(5) منهم العلامـﺓ الشيخ سليمان البلخى القندوزىو المتوفى سنـﺓ ١٢٩٣ ينابيع المودﺓ ص ٢٥٠عن ابى جعفر الباقر فى قوله تعالى "ياايهالذين آمنوا ادخلوا فى السلم كآفـﺓ" يعنى ولايـﺓ على عليهم السلام والاوصياء بعده احقاق الحق ١٤ ټوک ٣٨٢ مخ